اخفاء اؤ اظهار


پهٔ ماباندې څښولے چې ساقي ؤ دَ عشق جام

دَدې نه جوړ جوړ شوے دے دَ مينې دا پيغام


اخفاء خو وه اؤ دور دَدې اخفاء هم ډېر طويل ؤ

حاصل شولو له دغې دَ اظهار دا انتظام


شراب چې وي زاړهٔ نو هغه نور هم مؤثر شي

دا داسې مېخانه ده چې پهٔ کښې نشته ناکام


دَ زړهٔ دَ دې دنيا سفر جاري به وي تر مرګه

زياتيږي ورځ پهٔ ورځ به دا سفرِ ناتمام


فنا کړه تهٔ هر څهٔ پرې هسې هم دا دَ هغهٔ دي

کهٔ وصل شو پهٔ دې درته حاصل دے لوئے انعام


دَ عشق پهٔ ژبه وليکه شبيؔره پهٔ زړهٔ باندې

دا زړهٔ مې دَ هغهٔ دے پهٔ دې ختم شو کلام