ديوانه يم ديوانه


ديوانه يم ديوانه ديوانه يم ديوانه

کړمه ذکر زۂ هر دم ئې ده نعره مې مستانه


وسوزم ويلي شم اؤ ګريوان پهٔ خپله سيرې کړم زهٔ

ځان کړم خاورې ، منع ما کړي لهٔ دې څوک هم نه نه نه


ځان پهٔ عشق کښې ئې کړم ويلي وے مې سترګو کښې هغه بس

زۂ دَ ستا يم ته زما ئې ده دَ زړۂ مې ترانه


لګوي دې کهٔ پهٔ ما څوک دَ ريا لېبل لګیٔ دې

هغه غواړم، دنيا نه ، هغه غواړم دنيا نه


سوزيدونکے ئې دَ مينې مومي جسم هر وخت نوے

دَ کاکي دغه ګفتار دے يو طريقِ جانانه


کله مخکښې زما راشي کله سترګو نه پهٔ شا شي

دا دَ عشق دے امتحان يو ، مخکښې ځه نور ، پهٔ شا نه


عشق هوس کښې فرق څهٔ دے؟ اے شبيؔره جواب واوره

دَ عشق ذوق فدا کيدل دي ، دَ هوس ذوق سوقيانه