دَ ذکر اثر


زړۂ پهٔ جوش مې دے راغلې دا دَ ذکر جوړ اثر دے

څومره کېف دے اؤ سرور دے دَ بيان ځنې بهر دے


لا اله چې پهٔ زړۂ وايم زړۂ لهٔ غېر نه مې خالي شي

الا الله سره نيولے مې بيا کلک دَ الله در دے


الا الله سره يواځې پهٔ باربار محسوسومه

چې زۂ بس دَ يو الله يم پهٔ هغهٔ مې بس نظر دے


چې کوم اللهُ الله تصور کوم چې عرش نه

راروان دے نور اؤ دې باندې دا زړۂ مې منور دے


چې پهٔ زړۂ کښې ئې زۂ ياد کړم هغه ځان سره مې ياد کړي

دَدې سوچ څومره مزہ ده دا سوچ څومره معتبر دے


لهٔ خپل نفس نه زۂ ويرېږم مطمٔن نهٔ يم خپل نفس نه

لهٔ الله مې ډېر اميد دے ډېر کريم دے اؤ اکبر دے


پهٔ خوشبو زړۂ معطر کړه دَ درود شريف شبيؔره

هم سلام پهٔ نبي وايه دَ نبيانو چې افسر دے