بې قراره زړهٔ


زړۂ مې بې قراره دے صبريږي نه

زۂ ئې پوهوم خو دے پوهيږي نه


تا ورته پهٔ مينه څهٔ وئلي دي

اوس هډو بل چاته ئي غوږ کيږي نه


زړۂ مې ورپسې لهٔ ګوتو ووتو

اوس مې پهٔ سينه کښې اېساريږي نه


دے منتخب کړے تا لهٔ کله نهٔ ؟

ما ته خو دا هېڅکله ياديږي نه


راوړې کهٔٔ ددهٔ خواهشات مخې ته

دے پهٔ دغو باندې خوشحاليږي نه


عقل قابو شوے دے ددهٔ اؤ دے

بالکل شريعت نه بهر کيږي نه


نفس چې دهٔ ته ګوري نوخپل لاس مروړي

وس ئي چې پهٔ دهٔ باندې رسيږي نه


زۂ غواړمه صرف دَ خپل يار غيږه

دې نه مې بس بله اوس خوښيږي نه


دي دَ زړۂ خبرې دَ شبيؔر پهٔ خولهٔ

دے چې پهٔ بل څه باندې پوهيږي نه