ټوټې ټوټې



زۂ ټوټې ټوټې راغونډ شوم شومه بيا ټوټې ټوټي

زما زړۂ ئې امانت ؤ ځکه لاړهٔ ورپسې


نهٔ داخوب دے اؤ نهٔ خيال ورکښې نشته قيل و قال

زما زړۂ هلته کښې لاړو چې هغه ؤ چرته کښې


کله قرب راعطا کړي ما پهٔ ناز کله جدا کړي

زۂ ملنګ يمه دَ در ئې اؤ هغه دے راسرې


اوس هغه زما سره دے دَ بل جا سره زۂ نهٔ يم

نمونځ کښې ماته چې ملاؤ شي نو شي ختمې فاصلې


ټوله ورځ وم پهٔ دې سوچ کښې چې به کله را ملاؤ شي

چې دَ شپې ئې ملاقي شوم ختمې شولې انديښنې


دَدې لارې منزل دادې چې پهٔ زړۂ کښې هغه راشي

لېونتوب کښې شبيؔر ټيک شو عجيبه دي نندارې