سليم زړۂ لهٔ محبت ډک راکړې ربه
چې ئې مل يې ، ورسره تهٔ ما کړې ربه
وے مې زړۂ کښې، اؤ وے ستا دَ نظر لاندې
سعادت ماته تهٔ دا عطا کړې ربه
دَ وسعت دَ زړۂ نعمت راته نصيب کړې
تنګ نظرۍ نه مې همېش جدا کړې ربه
زما نفس پهٔ شريعت خپل مطمٔن کړې
زړۂ زما لهٔ هر يو ګند صفا کړې ربه
کېفيت دے اؤ آمد دے اؤ ستا فضل
ته پهٔ شکر مې پهٔ زړۂ ګويا کړې ربه
ستا بنده خاکي شبيؔر باندې موسوم يم
قلب و ذهن اوس زما رڼا کړې ربه