ژړېدل اؤ خندېدل دَ خدائے دپاره
ويښېدل اودهٔ کېدل دَ خدائے دپاره
دَ الله مدد پهٔ خپله بيا حاصل شي
چې وي کله کار کول دَ خدائے دپاره
دا دريافت دے دَ خپل ځان پهٔ حقيقت کښې
چې خپل ځان وي ورکول دَ خدائے دپاره
دَ دنيا دَ ګند وينځل دَ زړۂ پکار دي
خو چې کله وي وينځل دَ خدائے دپاره
چې کوم نال شي ، شي رېبلے اے شبيؔره
مګر وي چې نالول دَ خدائے دپاره