فضل دَ هغهٔ خو بې حساب دے ډېر
دلته زمونږ خپل حالت خراب دے ډېر
بيا بيا پهٔ اعمالو کښې ګړ بړ کوو
دې باندې مې زړۂ کښې پېچ و تاب دے ډېر
کله چې زۂ ګورم دَ هغهٔ در ته
ښکاري چې کرم ئی لاجواب دے ډېر
حلم دَ هغهٔ دے ډېر خو ځان ساته
ولې چې بيا سخت ئې هم عذاب دے ډېر
ويرې دَ اميد مينځ کښې شبيؔره يه
زور ورکړے دې باندې کتاب دے ډېر