شاعري


بې مقصده شاعري يو حماقت دے

چې دَ فسق ذريعه شي مصيبت دے


بې عزته کړي چې بل شي بې عزته

يقيناً چې پهٔ خپل لاس کښې خپل عزت دے


چې څوک دا کړي ذريعه دَ خوشامد نو

پهٔ دنيا کښې دا څهٔ بل رنګه ذلت دے


دَ هوس چې دَ تسکين دا ذريعه کړي

نو بې شکه ډېر ذليل دغه حرکت دے


پټ ساتل دَ کوم خائېست چې وي پکار نو

دَ هغې ظاهرول غټ جهالت دے


چې پهٔ داسې شاعرۍ کښې مبتلا وي

دَ هغوی ثابت قران کښې مذمت دے


پېروي ددي کوي چې ګمراهان دي

خور دَدوی هره شعبه کښې چې حيلت دے


ذاکرين اؤ نېکوکار ترې مستثنیٰ دي

دَ هرچا خپل خپل پرواز اؤ خپل همت دے


چې څوک بچ کړي ځان لهٔ دو اؤ پهٔ ښهٔ کار کښې

استعمال کړي دا دَ هغو ښهٔ قسمت دے


اے شبيره اتباع کښې دَ محبوب مو

ترقي ده اؤ رڼا ده سعادت دے