دَ ښهٔ پير نښې



عقېده صحيح اؤ علم نېک عمل ساتي ښهٔ پير

دَ صحبت ئې تسلسل تر پاک نبي وي بې نظير


اجازت ورته حاصل وي اؤ فېض هم ددهٔ جاري وي

مروت نهٔ کړي اؤ وي دے مذکِرروشن ضمير


دوی لالچ دَ دنيا نهٔ کړي بس رضا دَ خدائے پاک غواړي

پهٔ سنتو دوی عامل وي دَ ځان نهٔ غواړي تشهير


وي حريص دَ سلسلې پهٔ خورلو کښې بې شکه

خو مخلوق دَ خدائے پاک صرف دَ ځان نهٔ ګڼي جاګير


اولياء اؤ عالمان دَ حق پهٔ دهٔ ګمان دَ ښهٔ کړي

پهٔ تقدير باندې ايمان سره لري ښکلے تدبير


کهٔ دَ دو نښو خاوند چرته ملاؤ شو ورسره دې

کهٔ وي ښهٔ مناسبت ترې شه بيعت وائې شبؔير