توبه


دَ توبې پهٔ نيت ګناه کول خو کار دَ حماقت دے

نهٔ کول توبه ګناه نه پس ثبوت دَ شقاوت دے


دَ ګناه مثال دَ زهرو دے هر وختې ترې ساته ځان

چې پهٔ کوم څيز بچ کېدے شې تهٔ لهٔ دې هغه همت دے


مايوسي دَ پاک الله نهٔ دَ شېطان يوه وسله ده

شهٔ خبر چې پهٔ غضب دَ الله پاک غالب رحمت دے


لږ پهٔ زړهٔ دې محنت وکړه چې دا قلبِ سليم جوړ شي

نو قران کښې بيا ته ګوره هدايت اؤ هدايت دے


نفس باغي وي مشقت تهٔ تيار نهٔ وي پهٔ هېڅ حال کښې

نو علاج دَ بغاوت ئې يقيناً ښهٔ تربيت دے


تربيت دپاره تهٔ اوس شېخ کامل ته ځان وسپاره

الله پاک بهٔ دې مدد وکړي بې شکه دائې عادت دے


خندا کمه ژړا زياته کړي مدد پهٔ دغه کار کښې

اؤ دَ ذکر پهٔ کثرت کښې پټ دَ زړهٔ دَ ستا صحت دے


ولوله غزل راتلونکي چې دَ پير پهٔ نښو پوه شې

چې دهوکه کښې دَ چا رانشې دا کار دَ نزاکت دے


بيا چې پير درته څهٔ وائی صرفه مهٔ کړه پرې شبؔيره

دَ مريد دپاره ګفت کښې چې دَ پير ډېر برکت دے