نقشه دَ مدينې زما پهٔ زړۂ بيا راوريږي
چې خيال دَ مدينې زما پهٔ زړۂ کله تېريږي
جاليو دَ روضې ته چې مې خيال دَ پاک رسول شي
نو اوښکې مې پهٔ مخ بيا بې اختياره وبهيږي
دَ شين ګنبد پهٔ مخکښې دَ چتريو لاندې ناسته
چې ماته را پهٔ ياد شي ورپسې مې زړۂ خوږيږي
بيا هغه هواګانې فضاګانې مې شي يادې
درود اؤ پهٔ سلام مشغول زړګے زما ژړيږي
قدمونو کښې زۂ ناست پهٔ تصور کښې بيا شبؔيره
درود اؤ سلام وايمه پهٔ دې مې وخت تېريږي