خپله ربه دَ محبوب خپل محبت تهٔ ماته راکړې
پهٔ سنت باندې روان شم دا همت تهٔ ماته راکړې
دَ ويښتهٔ هومره لهٔ لارې دَ هغهٔ بې لارې نهٔ شم
زما ذوق دَ هغهٔ ذوق شي دا طبعيت تهٔ ماته راکړې
حق آګاه شم حق اشنا شم لهٔ باطل نه هم خبر شم
زړۂ بيدار،ورسره نور دَ فراست تهٔ ماته راکړې
زما مخکښې همېشه وې ستا جمال اے جميل ربه
شم فدا پهٔ تا دنيا نه اوس نفرت تهٔ ماته راکرې
لهٔ سيرت دَ خپل محبوب نه مې خبر کړې پاکه ربه
اتباع دَهغه ښکلي دَ سېرت تهٔ ماته راکړې
دَ هغهٔ هره ادا خو يقيناً تاته خوږه ده
دَهغو دَ خپلولو سعادت تهٔ ماته راکړې
دَ امت فکر چې زړۂ کښې پهٔ هر وخت کښې ورسره ؤ
پهٔ طفيل دَ هغې درد دردِ امت تهٔ ماته راکړې
زۂ کمزورے يم ناتوان يم اے مولا تاته زۂ سوال کړم
دَ خپل ځان دَ راضي کولو اوس قوت تهٔ ماته راکړې
ياد کړم تا پهٔ ژبه زړۂ اؤ هم مې ياد وساتې خدايه
پهٔ قران شم پوه اؤ ذوق دَ تلاوت تهٔ ماته راکړې
زۂ پهٔ نمونځ کښې عاجزیٔ سره چې مخکښې ستا ولاړ وے
چې ما ووينې خوشحال شې دا حالت تهٔ ماته راکړې
څهٔ به زۂ يم څهٔ ثنا به صحيح وکړم ستا اے خدايه
قابل نهٔ يم زۂ مګر قبوليت تهٔ ماته راکړې
کړې زما ځان مال اولاد اؤ وخت قبول دا شبؔير وائې
اؤ دَ دغو پيش کولو سعادت تهٔ ماته راکړې