وکړه



تهٔ پهٔ نور دَ تقویٰ باندې دَ نعمت شناخت وکړه

دَ هغهٔ پهٔ حکم باندې استعمال دَ نعمت وکړه


دَ تقویٰ نور چې رمضان کښې تاحاصل پهٔ خپل محنت کړو

نو دَ دې بقا دپاره څهٔ لږ نور هم محنت وکړه


هسې نه چې پهٔ دې ورځ صرف دَ جسم تابعدار شې

روح هېر نهٔ کړې انتظام لږ دَ خپل زړۂ دَ راحت وکړه


دَ ناجنسه لهٔ صحبت نه دَ اختر پهٔ شپهٔ ځان بچ کړه

شپهٔ ده ډېره مبارکه ، ورکښې ښهٔ عبادت وکړه


دَغه شپهٔ کښې مزدوري چې ملاويږي دَ روژې نو

اخستلو ته دَ دې ، دې شپهٔ کښې لږ ډېر حرکت وکړه


دا اختر دَ روحاني خوشحالۍ ښکلي ذريعه ده

پهٔ جائزو عملونو تهٔ تحصيل دَ لذت وکړه


داخپل نفس ګورې پرېنږدې خواهشاتو کښې ازاد تهٔ

کهٔ دے غواړي نو قابو بيا زر پهٔ داسې حالت وکړه


کپړې ښکلي اچول اؤ ښهٔ خوراک دې مبارک شهٔ

دَ ګناه نه البته تهٔ څهٔ تابيا دَ بچت وکړه


وي پهٔ خولهٔ باندې تکبير دې زړۂ دې ډک وي ستا لهٔ شکر

دې دپاره ته عمل لږ اوس پهٔ دې نصيحت وکړه


دَ خپلوانو پهٔ تا حق دے ، دَ هغوی سره ملاؤ شه

لږ کوشش تهٔ ،چې کينه شي ستا دَ زړۂ نه رخصت، وکړه


پهٔ دې ورځ باندې خپل مړي چې مړه شوي هم هېر نهٔ کړې

کهٔ ممکن وي نو بېشکه ئې دَ قبرونو زيارت وکړه


مګر دا چې قبرستان ته تلل دَ ښځو جائز نهٔ دي

ښځې پرېنږدې ازادې پهٔ دې کار کښې جرأت وکړه


اؤ پهٔ خپلو خوشحالو کښې ياد ساته غريبانان هم

صدقې دَ فطرانې سره دَ دوی هم خدمت وکړه


ماشومانو ته عيدي کهٔٔ ورکوې بدله مهٔ غواړه

دا خو سود دے دَدې سود نه لږ دَ ځان حفاظت وکړه


کهٔ تهٔ غواړې روحاني خوشحالي دې کښې کړې حاصله

دا اشعار چې دَ شبيؔر دي دَ دې ښهٔ سماعت وکړه