روژه هم دَ خوشحالۍ ده اؤ اختر هم خوشحالي
الله مونږ ته خوشحاليانې دې بيا بيا داسې راکړي
خپل ديدار دې پهٔ جنت کښې پهٔ خپل فضل رانصيب کړي
نالائق يو يقيناً مونږ ، اميدونه مو ترې دي
ټول اعمال چې مونږه کړي دَ هغهٔ پهٔ توفيق شوي
دا اعمال دي قبول شوي دا دې راکړي خوشخبري
يو لذت دَ افطارۍ راته نصيب ؤ پهٔ روژه کښې
بل فرحت به دَ روژې دَ ملاقات پهٔ وخت کښې وي
دَ روژې مقصد تقویٰ راته نصيب شي پهٔ روژه کښې
چې ايمان سره تقویٰ يو ځائې شي ، جوړ شي ترې ولي
دښمن ناست پهٔ انتظار دے چې هر څهٔ زمونږ کړي ختم
دَ اختر پهٔ شپهٔ ظالم چې دے حمله سخته کوي
ډک خپل غشے کړي لهٔ زهرو دَ ثواب شودهٔ خراب کړي
دَ اختر ورځو کښې کله به ازاد مونږه پرېږدي
پهٔ صحبت دَ صالحينو پهٔ دې ورځو کښې شبيؔره
دَ ټول کال دپاره دا تقویٰ به تاته شي کافي