شپهٔ دَ قدر پسرلے دے دَ اجرونو
نظاره دَ پاک الله دَ نعمتونو
دَ دې شپې چې عبادت دے، زيات لهٔ زرو
مياشتو ګرځي ، دَ خدائے پاک پهٔ حسابونو
جبرئیل دَ فرښتو سره راکوز شي
د الله پهٔ حکم ګرځي پهٔ ملکونو
دعاګانې دوی کوي هغو دپاره
چې مشغول وي پهٔ ښايسته ښکلي کارونو
دغه شپهٔ وي آخري عشره کښې اؤ دا
پهٔ طاق شپو کښې وي، نور کار دے دَ رازونو
وويشتمه کښې امکان دَدې ډېر زيات وي
يقين نه، دے يو امکان لهٔ امکانونو
کهٔ چا روڼه هره شپهٔ دَدې عشرې کړه
شي لائق به دَدې شپې دَ برکتونو
کړه حاصله دغه شپهٔ هر کال شبيؔره
دغه کار دے ډېر اهم دَ کوششونو