شوقدر


سوچ لږ غوندې وکړیٔ دَ شوقدر برکتونو ته

بيا وګوریٔ دغه شپهٔ کښې لږ خپل حرکتونو ته


دې کښې فيصلې اهمې ټولې پاک الله کوي

بيا وګوریٔ خپله دَ خپل ژوند ضرورتونو ته


څنګه اطمينان سره دې شپهٔ کښې مونږه خوب وکړو

ولې حاجت نشته بيا زمونږ مناجاتونو ته


کوم خلق چې پوہ دي ، دي مشغول پهٔ دعاګانو کښې

يا ئې ځان وزګار کړے دَ خشوع خضوع نمونځونو ته


ډکے دي لهٔ اوښکو سترګے غواړي پهٔ ژړا باندې

وګوریٔ دَدوی آه و زارۍ اؤ فريادونو ته


بل طرف اواز دَ بخششونو اؤ دَ ورکړې دے

دوی پهٔ انتظار کښې وو ټول کال دې ساعتونو ته


شپهٔ کښې پهٔ نمونځونو دي دَ ورځې به روژه نيسي

څومره تسلي به ملاويږي دغه زړونو ته


کوم چې دي ناپوهه دَ هندوانو دوی پېښې کوي

کړي آتشبازي اؤ ورکړي زور دې کښې رسمونو ته


زړهٔ نه دا دعا کوم چې ما خپل دې دَ ځان وليکي

سترګې دَ شبيؔر لېواله دي دې رحمتونو ته