دَ قران کلام ته ګوره سمندر دا دَ حيرت دے
دا کلام څومره روان دے دا کلام څومره اوچت دے
دا کلام دے دَ حاکم هم ،دا کلام هم دَ محبوب دے
لږ دَ زړۂ نه تپوس وکړه چې دَدې کوم حېثيت دے
دا آيئن دے، دا منشور دے ،دا دَ ژوند دَ ستا دستور دے
دا جدا کلام دَ رب دے، اؤ دَ زړونو هم راحت دے
پهٔ يو يو لفظ کښې ئې مينه، پهٔ هر لفظ باندې ئې قربان شم
دا پيغام لهٔ رب راغلے ، دا پيغام دَ محبت دے
دا زمونږدَ زړۂ سکون دے ، دا شفا زمونږ دَ زړونو
اثر ډېرئې دے دَ پوهې، اجر ډېر دَ تلاوت دے
دَمؤمن دَ زړۂ دا نور دے، دَ مؤمن دَ زړۂ سرور دے
لرې کيږي پهٔ دې باندې، چې دَ زړۂ کوم کثافت دے
کړه پهٔ ژبه تلاوت ئې، اؤ پهٔ سترګوئې ديدار کړه
دا پهٔ زړۂ باندې اثر کړي ،چې دَ زړونو دا راحت دے
پهٔ دې باندې غور تهٔ وکړه، تدبر پکښې پېدا کړه
اے شبيؔره بيا محسوس کړه چې پهٔ دې کښې کوم حکمت دے