چې اشرف پهٔ مخلوقاتو کښې انسان دے
منتخب پهٔ دې کښې هر يو مسلمان دے
کوم کلام چې لهٔ محبوب ځنې راغلے
ډېر دے خوږ اؤ نوم دَ دې کلام قران دے
دَ حاکم امر دے اؤ ياد دَ محبوب هم
دے پهٔ مونږ کښې دے موجود دَ رب احسان دے
کوشش وکړه چې پهٔ دې باندې ځان پوه کړې
دَ احکم الحاکمين چې دا فرمان دے
دَ محبوب لهٔ لوري مونږ ته دے راغلے
سترګې ډکې مې لهٔ اوښکو زړۂ حېران دے
تراؤ کښې چې پهٔ مينه دغه اورم
برکت دَ خدائے پهٔ فضل دَ رمضان دے
زړۂ شبيؔره حواله دَدې کلام کړه
پهٔ لوستلو چې ئې خوشحال دَ ستا جانان دے