يوه منصوبه بندي



جرأت څنګه دَ ګناه وکړم دَ شمار

ولې ونهٔ کړم پهٔ دې زۂ استغفار


زۂ انسان يم ، خطا کار يم ، ګناه ګار يم

اصرار ولې پرې وکړم ، شم به نور خوار


زۂ بنده يم دَ هغهٔ ، هغه مې رب دے

دے مئين پهٔ مونږ ، زمونږه رب غفار


دَ هغهٔ پهٔ فضل باندې هر څهٔ کيږي

ګني هېڅ نه کهٔ کوشش کوو هزار


فضل يا الهٰی فضل ، دعا ګو يم

چې پهٔ تا باندې هر څهٔ کړمه نثار


ګمراه نهٔ شمه خودرائے نهٔ شمه خدايه

پهٔ تا اؤ ستا پهٔ محبوب مې وي اعتبار


دَ محبوب ستا سنتونه ټول زۂ خپل کړم

اؤ دَ مرګ پهٔ وخت زۂ نهٔ شم شرمسار


مرګ پهٔ وخت مې کلمه پهٔ خولهٔ نصيب کړې

زۂ پهٔ دې وخت دَ شېطان جوړ نهٔ شمه ښکار


پهٔ ليدو مې ووایې شبيؔر زما دے

اؤ پهٔ دې وکړم دَ شکر بيا اظهار