غور پهٔ ذات کښې ئې ممکن نهٔ دے پوهېدل ئې پهٔ صفات وي
غور کول ئې پهٔ مخلوق وي ، غور کول پهٔ کائنات وي
هر طرف ته هغه ښکاري پهٔ پردو کښې دَ تخليق خپل
غور کول لږ پهٔ خپل ځان هم وي زمونږ چې نفسيات وي
تحقيقونه خلق ډېر کړي نتيجو کښې کړي غلطيانې
ځان ظاهر کړي خالق پرېږدي څهٔ خراب داسې خيالات وي
فکر ښهٔ ذکر سره وي دَ صانع اؤ بې دَدې نه
يو ذهني عياشي جوړه شي ذهني تکلفات وي
ذکر فکر سره راشي معرفت دَ خدائے سبحان بيا
بيا پهٔ دغه معرفت ئې پوہ شي کوم چې تخليقات وي
پهٔ تخليق کښې ئې باطل نشته دا دَ زړۂ اواز بيا راشي
نو پهٔ دغه معرفت بيا شې ښکاره چې مو حاجات وي
يو حاجت لهٔ اور خلاصے دے آخرت کښې چې ملاؤ شي
نو دَ اور نه دَ خلاصي دپاره ښهٔ بيا مناجات وي
چې دَ چا فکر دَ ذکر نه ماخوذ وي معرفت دے
دغه بس اولو الباب دي لوړ دَ دوی ډېر مقامات وي
چې دَ فکر نه بغېر وي عياشي ده بيا دَ ذهن
دي طالب دَ شهرتونو اؤ ضائع دَ دوی اوقات وي
دَ فاني دنيا دپاره لافاني فائده پرېږدي دوی
دَ دوی لاره کښې به وينې دَ شهرت چې کوم ظلمات وي
تهٔ هغو کښې وې خو بيل شوې اے شبيؔره وجه څهٔ ده
دَ خدائے فضل دے بې شکه دَ بزرګانو برکات وي