خپل نظر کښې ځان اوچت ګڼل نقصان کړي
څومره ښهٔ وي چې تعريف څوک دَ رحمٰن کړي
دا ستا ښهٔ عمل به خاورو کښې ملاؤ شي
کهٔ کتل دَدې دَ نفس دَ ستا چشمان کړي
کهٔ دا ښهٔ ولګي چاته نو ښه نهٔ ده
خپل تعريف باندې به ښهٔ کارونه وران کړي
خپل نظر کښې ښهٔ کېدل ځان ګېرول دي
دَ هغهٔ خوښه کښې ښه ده چې ورک ځان کړي
حقائق دَ معرفت چې راوريږي
دا شبيؔر باندې پهٔ فضل خپل احسان کړي