چې کينه زړۂ کښې لري نو زړۂ خراب دے
قبلېدو ته دَ دعا دا يو حجاب دے
ولې زړۂ تنګوې چاته ، زړۂ وسيع کړه
پهٔ صفا زړۂ دَ خدائے فضل بې حساب دے
تهٔ عاشق شه دَ الله ، پهٔ دنيا څهٔ کړې
دَ شېطان دَ وسوسو دا ښهٔ جواب دے
کهٔ غصه کوې نو خپل نفس باندې وکړه
چې کينه هم دَ غصې يو پيچ و تاب دے
کهٔ دَ دين دپاره وي غصه نو ښه ده
کهٔ دَ نفس دپاره وي نو پرې عذاب دے
آخرت باندې نظر ساته شبيؔره
نور څهٔ نهٔ دي دا دنيا خو خيال و خواب دے