ريا



عبادت کښې چې مطلب دَ چا دنيا وي

مبتلا دا بې وقوف بيا پهٔ ريا وي


هر يو کار زما دَ خدائےسره تړلے

پهٔ بل چا نظر دې ولې بيا زما وي


چې اعمال څوک کړي پهٔ حکم دَ الله نو

خواهشمند دَ تعريف ولې لهٔٔٔ بل چا وي


قدردان دے دَ اعمالو چې پهٔ دې کښې

نيت دَ چا بس دَ هغهٔ چې دَ رضا وي


زړۂ نه وباسه هر غېر چې زړۂ دې پاک شي

شي نصيب اخلاص چې زړۂ دَ چا صفا وي


ټول اعمال پهٔ دې ريا باندې شي ختم

دې کوڅې ته چې راځي هغه تباه وي


اے شبيؔره هغه زړۂ کښې ريا نهٔ وي

چې کوم زړۂ پهٔ پاک الله باندې فدا وي