مبتلا ځان تهٔ پهٔ حرص دَ دنيا نهٔ کړې
ګورې ځان پهٔ خپلو لاسو تباه نهٔ کړې
دا دَ ډېرو مرضونو مور ياديږي
تهٔ پهٔ دې کښې ګورې ځان مبتلا نهٔ کړې
ډېرې سختې بيمارۍ ګورې دَدې دي
احتياط لهٔٔٔ دې چرې هم پهٔ شا نهٔ کړې
دومره لږ عمر اؤ لوئې لوئې اميدونه
ځان ساته پهٔ زمکه ، ځان پهٔ هوا نهٔ کړې
پته ده څهٔٔ چې مرګے کوم وختې راشي
بوج ډېر زيات بې ضرورته پهٔ ملا نهٔ کړې
آخرت ښهٔ دے ، باقي هم دے، ځان پوه کړه
آخرت نه ډېر طلب دَ دنيا نهٔ کړے
حرص ښهٔ دَ دين اؤ علم دے شبيؔره
پهٔ بل حرص باندې ځان تهٔ خطا نهٔ کړې