ورو ورو


خلق خپل مُټي کښې ګېر کړل شېطان ورو ورو

خرابيږي ورځ پهٔ ورځ دا جهان ورو ورو


دَ بدکارو خلقو زور هر ورځ زياتيږي

کړل پهٔ شا ئې هر يو کار کښې نېکان ورو ورو


دَ نېکۍ کارونه ورو ورو مشکليږي

دَبدۍ کارونه شولو اسان ورو ورو


عالمانو ته دَ جهل نسبت کيږي

عالمان بللے شي جاهلان ورو ورو


هر يو کور کښې اوس دَ ټي وي اواز خور شو

دې کورونو نه رخصت شو قرآن ورو ورو


موبائل او انټرنېټ ډېر طوفان جوړ کړوۂ

وخت دَ ذکر شو رخصت پهٔ هر آن ورو ورو


چې بدي ده څو قدمه کښې پرته ده

دَنېکۍ خلق کوي اوس ارمان ورو ورو


دَ نېکۍ قيمت اوچت شي دې حالت کښې

دَنېکۍ کول پکار دے سامان ورو ورو


چې کوشش څوک دَ نېکۍ کړي خدائے ئې مل وي

اے شبيؔره محنت وکړه پهٔ ځان ورو ورو