غالب حال دے پهٔ هر چا دَ بزرګۍ
حال بيان کړه پهٔ رښتيا دَ بزرګۍ
پهٔ رښتيا کهٔٔ بزرګي کړي څوک حاصله
نور دے نور هره ادا دَ بزرګۍ
قلب اؤ ذهن به تباه دَ هغه کس شي
کهٔ څوک شولو پهٔ هوا دَ بزرګۍ
ځان چې خاورې کړي مسکين شي اؤ فقير شي
حقيقت کښي دے بادشاه دَ بزرګۍ
بزرګي دَ بزرګۍ پهٔ طلب نهٔ ده
عجيبه ده هيولیٰ دَ بزرګۍ
چې طلب ئے صادق نهٔ وي پهٔ دې لار کښې
زړهٔ کښې خيال شي بيا پېدا دَ بزرګۍ
پهٔ ظاهره ځان مسکين اؤ عاجز بولي
وي پهٔ زړۂ کښې ئې صدا دَ بزرګۍ
مرور شي دَ خپل پير نه بيادَخدائے نه
بزرګۍ کښې شي جدا دَ بزرګۍ
پهٔ ساده مسلمانۍ دے خوشحال نهٔ وي
پهٔ زړګي لري شوشا دَ بزرګۍ
ځان ساده لره پهٔ ژوند کښې اؤ طالب هم
کله مهٔ ځه تهٔ پهٔ خوا دَ بزرګۍ
ځان وړوکے کړه چې لوئے شې اے شبيؔره
خيال دَر نهٔ شي چرته بيا دَ بزرګۍ