دَ عشق اور پټ پټ بليږي
زړۂ الله ته نزدې کيږي
سترګې ډکې وي لهٔ اوښکو
خو لهٔ سترګو نهٔ بهيږي
لکه شمع سوزېدل وي
خو لهٔ ځايه نهٔ خوزيږي
زړۂ کښې اور وي سر ترسره
خو ترې څوک هم نهٔ خبريږي
دَ کتو سترګې لېوالې
لهٔ خولې لفظ يو نهٔ دوړيږي
دَ محبوب خوږې خبرې
اوري دے ، پرې نهٔ مړيږي
څوک چې نوم دَ محبوب اخلي
لهٔ هغهٔ ځنې ځاريږي
دَ عشق اور چې کله بل شي
بيا شبيؔره نهٔ مړ کيږي