ستا پهٔ تکليف باندے دا شور اؤ داغوغا کومه ده
ګوره نادانه چې دَ مينې تقاضا کومه ده
تهٔ ښهٔ خبر دَ تقاضو دَدې دنيا خو لرې
اوس لږ خبر کړه ځان دَ عشق دغه دنيا کومه ده
تهٔ دَ هغهٔ چې شوې نو ستا بيا پاتې شوي څهٔ دي
ټول دَ هغهٔ چې دي نادانه حصه ستا کومه ده
دا تکليفونه مصائب خو پهٔ هر چا راځي
کهٔ وهې چغې نو دَ صبر ادا بيا کومه ده
قدم قدم باندې تهٔ مومې نعمتونه دلته
ځان ته وګوره چې دَ شکر ستا ادا کومه ده
عقل نه کار واخله اؤ نفس دباؤ شبيؔره کړه خپل
هغه کوه بيا چې مرضي دَ پاک الله کومه ده