مونږ دَ غېر پهٔ طريقو باندې روان يو
لارې بندې راته ټولې دي پرېشان يو
روزانه دَ سازشونو زوګ ئې اورو
خو اثر راباندې نهٔ کړي بيماران يو
چا چې مونږه يو پهٔ تورو زخمي کړي
هم لهٔٔٔ هغو دَ علاج خواستګاران يو
کاش چې مونږه کړو خپل عقل استعمال هم
مونږ دَ چا يو اؤ څهٔ وو دَ چا پهٔ شان يو
مفادات چې دَ چا ملک نه عزيز تر وي
څنګه شي به زمونږ خپل ؟ څهٔٔ جاهلان يو
عاقل کله لهٔٔٔ دښمن نه مدد غواړي
چې مونږ غواړو ګوره څومره سادګان يو
مؤمنان خو پهٔ الله بس بهروسه کړي
دا پکار دي مونږ ته هم چې مؤمنان يو
قيادت شبيؔره داسې لهٔٔٔ خدائےغواړو
چې دَ خدائےوي بس دَ دغي پهٔ ارمان يو