نه کړي احتياط څوک نن صبا دَ دين کارونو کښې
ويره پاتې نهٔ شوه دَ الله زمونږ پهٔ زړونو کښې
ټول دَ شهرتونو سمندر کښې ډوبوي ځان خپل
سوچ نهٔ کړي چې څهٔٔ دي پهٔ قران ، پهٔ حديثونو کښې
مونږه مکلف يو دَ جائزو طريقو صرف
نشته دے نجات پهٔ ناجائزو صورتونو کښې
دين دپاره کار اؤ دَ دنياطلب دا څهٔٔ وينو
څنګه مونږه دين ګڼو پهٔ داسې حرکتونو کښې
وي چې پهٔ بېنر کله تصوير دَ ملا ، پوه شمه
راغلهٔٔ تبديلي دَ مليانو پهٔ ذهنونو کښې
خلق شو ناراض شبيؔر نه ، شپې ته چې ورځ نهٔ وائی
ولې ئې داخبرې دي راغلې پهٔ شعرونو کښې