وسوسه اؤ حديث نفس



کهٔ پهٔ ګناه کهٔٔ پهٔ ثواب وي دا نفس بس دَ خواهش پوره کېدل غواړي

اؤ دَ شېطان دے دا خواهش چې هغه مو عاقبت خرابول غواړي


چې مسلسل وي ختمېدل ئې نهٔ وي حديث نفس دے دا دباؤ ساته

چې پهٔ رنګ رنګ خراب خيالات راځي دي وسوسې دا پرېښودل غواړي


دَ وسوسو خو څهٔٔ پرواه مهٔ کوه دا خو غپل ستا دَ دښمن دي صرف

چې کهٔ پهٔ لارې سپے تړلے غاپي پهٔ خاموشۍ ترې مخکښې تلل غواړي


ستا نفس خبرې به بيشانه کوي دَ خواهشاتو خپلو ډکې دغه

ګاډے دَ سوچ مثبت پهٔ دې ونهٔ درے چې خپل منزل تهٔ رسېدل غواړي


شبيؔره نفس او لهٔٔٔ شېطان بچ کېدل دومره اسان نهٔ دي خبرو کښې دا

ددې دپاره دَ کامل شېخ چې وي لاس محبت سره نيسل غواړي