چې دَ حسن ده دنيا ، هغه لوټ کيږي
څنګه باد دَ بې حسۍ دے چې چلېږي
نفس دَ حسن سنګار کړے دے ډېر زيات نن
څهٔٔ پهٔ عقلِ ايماني به نن تېريږي
خنداګانې لهٔٔٔ حيا خالي هر لور دي
حساس زړونه پهٔ هر ځائے کښې نن ژړيږي
هر نعمت دَ خدائے دَ شکر ذريعه ده
پهٔ نعمت شکر ته کله څوک سميږي
پهٔ درياب دَ شهوتونو چې لاهو شي
ورځ پهٔ ورځ پهٔ دې کښې نور هم ور ډوبيږي
زړۂ پهٔ ذکر دَ الله چې منورشي
بيا شبيؔره خېر و شر ورته ښکاريږي