دينداري



تعريفونه دي ډېر زيات دَ ديندارۍ

مختلفې اندازې غلط فهمۍ


دَ چا نمونځ اودس ټول دين دے نور څهٔ نشته

پهٔ لېن دېن کښې ئې پرتې وي خرابۍ


دَ چا دين رښتيا وئيل دي خو مطلب ئې

وي کول خبرې بس دَ بې باکۍ


د چا دين بل ته تبليغ دے ځان ئې هېر وي

پهٔ خپل ځان باندې دا دين نهٔ نافذیٔ


دَ لېن دېن معاملات معاشرت

مسئلو نه دَدې ځان کله خبریٔ


دَ چا دين دے رفاهي کارونه هر وخت

دََ بل چا دپاره خپل اخر غرقیٔ


دَ دنيا دپاره ټول اسباب اختيار شي

دين دپاره اسباب بالکل نهَ لټیٔ


دين دپاره سياست خو ضروري دے

طريقه دَ ټول نظام ده دَ خوبۍ


خو پهٔ دين کښې سياست کول بل څيز دے

چې هر شے دَ خپل مطلب دے جائزیٔ


ضرورت دَ مدرسو دے يقيناً ډېر

نقصانات چې دي ډېر زيات دَ ناپوهۍ


مدرسه چې کاروبار شي مصيبت دے

باعث ګرځي بيا دَ دين دَ بدنامۍ


تربيت پهٔ خانقاه ګانو کښې کېدے شي

دے علاج مهم دَ نفس دَ اَذادۍ


پرورش چې شي شروع دې کښې دَ نفس نو

دا خانقاه شي ذريعه دَ تباهۍ


دين داري خو ځان کښې دين دي راوستل بس

دې دپاره به لهٔٔٔ علم ځان خبریٔ


بل عمل پهٔ دغه علم هم پکار دے

پهٔ دې باندې به خپل نفس هم پابندیٔ


لهٔٔ دې علم چې صحيح فهم وصول کړي

دې دپاره به خپل کوږ زړۂ هم سمیٔ


کهٔ تعليم کهٔ تربيت دے پهٔ همت دے

ضرورت دَ رهنما به هم منیٔ


رهنما به درته لاره کړي اسانه

پهٔ دې لاره به پهٔ خپل همت بيا ځیٔ


بل دَ ټول دين اخستل ډېر ضروري دي

ادْخُلُوا فِی السِّلْمِ كَآفَّة ياد ساتیٔ


اے شبيؔره دَ الله فضل پکار دے

مونږ دې بچ کړي لهٔٔٔ هر قسمه ګمراهۍ