نهٔ تسخير دَ ارض و سما غواړمه
نهٔ دستار جبه اؤ قبا غواړمه
سوچ مې چې کولو چې څهٔٔ غواړمه
صرف دَ هغهٔ بس رضا غواړمه
څهٔٔ رانه چې غواړي هغه غواړمه
بس دَ خدائے دپاره الله غواړمه
يمه دَ الله بنده نور هېڅ نهٔ يم
زۂ ورنه مقبوله ادا غواړمه
غواړمه پهٔ ما ئې چې کرم وشي
يم دَدې طالب دا دعا غواړمه
ياد مې وے هغه ، زۂ ورته هم وے ياد
داسې خپل حالت همېشه غواړمه
دے زما محبوب چې دَ هغهٔ هم دے
زړۂ دې پهٔ هغهٔ وي فدا غواړمه
واستوم پهٔ لکونو پرې درود سلام
زۂ ورسره داسې وفا غواړمه
ووائی قيامت کښې دا شبيؔر چې دے
هرڅهٔٔ چې هم دے، دے زما ، غواړمه