دَ شېخ تصور


پهٔ نظر زما شېخ راشي کله ستا چې سوچ کومه

تهٔ زما پهٔ ياد کښې راشې چه هغهٔ ته وګورمه


کار زما دَ شېخ خو دادے چې ما تا سره ملاؤ کړي

زۂ عاشق يمه دَ ستا بس تا پهٔ زړۂ کښې زۂ ساتمه


زما شېخ چې کله ماوته وګوري پهٔ مسکا شي

شي خوشحال چې زۂ دَ ستا يم اؤ دَبل چا زۂ نهٔ يمه


دا دَ زړۂ دے تعلق دَ زړۂ سره دا بل څهٔٔ نهٔ دي

چې هغه چرته هم لاړ شي نو بس هلته کښې زۂ يمه


زۂ فنا شوم پهٔ هغهٔ کښې خونظر زما پهٔ تا دے

دَ هغهٔ نقشِ قدم باندې چې زۂ هر وختې ځمه


زۂ دَ شېخ پهٔ محبت کښې شوم دَ ستا دا شبيؔر وائی

زۂ فنا کهٔ پهٔ هغهٔ يم ستا دپاره خاورې شومه