چې خدائے ئې نهٔ ورکوي چاته نو بيا کله ملاويږي
اؤ دَ خدائے پهٔ حکم دغه ټول اسباب چې دي جوړيږي
چې اسباب اختياروي څوک اؤ يقين ئې بس پهٔ خدائے وي
عاجزي ورته نصيب شي خدائے پهٔ دغه خوشحاليږي
چې اسباب څوک اختيار نهٔ کړي حق ګڼي خپل پهٔ خدائے باندې
دغه سوچ ئې خپل غلط دے خو ګيله ئې لهٔٔٔ خدائے کيږي
تصور کهٔٔ دَ شېخ وکړو اؤ پهٔ فيض ئې خدائے ملاؤ شي
څنګه دا تصور شرک شو چې پرې خدائے ته څوک رسيږي
دا خو پُل دے پهٔ دے باندې خپل مقصود ته رسېدل وي
دَ شېخ کار ملاؤول دي خدائے سره کهٔٔ څوک پوهيږي
احتياط کهٔٔ چا کښې نهٔ وي نو هغهٔ ته جائز نهٔ دے
دَ حاضر صيغه غائب دپاره کله جائزيږي
بزرګان نن صبا ځکه احتياط کوي دې باب کښې
لهٔٔ عوامو ، لهٔٔٔ ناپوهو کار هر يو ممکن ښائیږي
کهٔ ملاؤ شي خود پخپله نو شبيؔره بيا دا خېر دے
پهٔ صورت وهبي دَ شېخ بيا دَ شېطان وس نهٔ رسيږي