دَ الله نازولي


دَ الله چې نازولي کوم بنديان دي

انسانان دي اؤ دا ټول زمونږ پهٔ شان دي


نور پهٔ دوی باندې خور شوے دَ الله دے

پهٔ دے نور لکه دَ ستورو دوی روښان دي


دوی دَ نفس نهٔ ده منلي مختلف دي

دوی ککړ صرف پهٔ مينه دَ جانان دي


دوی خپل زړۂ دے خپل الله ته وقف کړے

ګرېزانه لهٔٔٔ خبرو دَ شېطان دي


دوی بس حکم دَ الله ته صرف غوږ دي

پهٔ تعريف دَ پاک الله رطب اللسان دي


عقل کله مرتبې ته دَ عشق رسي

پهٔ دې پوه دي عقلمند دي عاشقان دي


اے شبيؔره دَ الله فضل چې ويني

ځان ته ګوري اؤ پهٔ دې باندې حېران دي