نفس مې نهٔ پرېږدي هېڅکله دَ هغهٔ ملاوېدو ته
اؤ شېطان کله پرېږدي مې دَ الله دوست جوړېدو ته
کهٔ دَ نفس منم هغه بيا لهٔٔٔ ما نور نور ډېر څهٔٔ غواړي
مسلسل مطالبات ئې نهٔ پرېږدي مې اورېدو ته
يو خوبي پهٔ کښې دا شته دے چې پهٔ زور باندې سميږي
خوزول پهٔ زور دے غواړي تيار نهٔ دے خوزېدو ته
طريقه دَ اصلاح ځکه دَدهٔٔ دا ده مهٔ منه ئې
بې دَدې نه نهٔ پرېږدي څوک پهٔ هېڅ شان بيا مخکښې تلو ته
رهنما داسې پکار دے چې اصلاح دَدهٔٔ کوے شي
هغه کار وکړي پهٔ دهٔ چې تيار نهٔ دے ئې کؤ ته
زړۂ دې هم خپل منور کړه چې پهٔ لاره باندې پوه شي
ګنده زړۂ خو تيار نهٔ وي پهٔ هېڅ شان دَ حق لوستو ته
نفس دے ګاډے زړۂ ډرائېور دے دغه دواړه ښهٔ پکار دي
کهٔ يو هم دو کښې ښهٔ نهٔ وي نو تيار شه بيا خطرو ته
زړۂ پهٔ ذکر ټيک کېدے شي اؤ پهٔ نفس مجاهده ده
رهبر نهٔ پرېږدي څوک کله پهٔ شېطان خطا کېدو ته
چې دَ ذکر وي مجلس دے دَ جنت دَ څرېدو ځائے
شېطان کله پرېښودے شي دې کښې څوک هم څرېدو ته
شر خوريږي ښهٔ بې غمه اؤ پهٔ خېر دي پابنديانې
شېطان نهٔ پرېږدي شرير خلق دَ خدائے نه ويرېدو ته
دروازہ دَ کريم لرې دَ توبې ده توبه وکړه
چې دے لفظ دَ مايوسۍ هغه پرېږدي نهٔ اورېدو ته
بس دَ خدائے فضل چې وشي هر څهٔٔ ټيک شي اے شبيؔره
شېطان نهٔ پرېږدي څوک کله دې دنيا کښې ټيک کېدو ته