زړۂ زما نهٔ دے لهٔٔٔ عقل نه بېزار
غېر مشروط هم دَدهٔٔ نهٔ دے تابعدار
خالص جذب دَ الله پاک لوئے نعمت دے
دَدهٔٔ نشته پهٔ نفس باندې انحصار
فرق څه ګڼې پهٔ عشق اؤ پهٔ هوس کښې
عشق دے اور هوس دَ نفس دے دندوکار
زړۂ پهٔ ذکر دَ خپل يار سره ژوندے کړه
تر څو تهٔ به ګرځوې زړګے بيمار
هېڅ صورت کښې لهٔٔٔ خپل نفس نه غافل نهٔ شې
دَ تقویٰ جامې به کړي درته تار تار
زړهٔ غافل نهٔ کړې چرې ذکر دَ يار نه
يه مشغول پهٔ تصور باندې دَ يار
چې پهٔ ياد کښې ئې اصلاح مې دَ زړګي ده
ګني نشته دے پهٔ دې دَ چا اختيار
دا الهام رباني ګڼه شبيؔره
ځان کړه پوه چې نهٔ دي دا فقط اشعار