زړۂ لهٔٔ نفسِ اماره چې اثر واخلي
عقل دې کښې بيا حصه برابر واخلي
دَ شيطان دَ وسوسو بيا غلامان شو
زړۂ خېر پرېږدي لهٔٔ هر څهٔ نه دے شر واخلي
کهٔ دَ نفس دَ تزکئې سامان ونکړو
نو شيطان دَدې بيا بل شان خبر واخلي
پهٔ دې نفس کښې خواهشات زمونږه پټ دي
دا شيطان زمونږ هغه پهٔ نظر واخلي
وسوسې واچوي زړهٔٔ کښې پهٔ دې شان چې
مونږ نهٔ غواړو زړهٔٔ اثر ترې مګر واخلي
زړهٔٔ پهٔ ذکر منور کړه اے شبيؔره
هدايت لهٔٔٔ هر څهٔ زړهٔٔٔ منور واخلي