جنجال


دنيا جال دے اؤ پهٔ جال کښې لوئے جنجال وي

پهٔ جنجال کښې خلق څنګه به خوشحال وي


دې جنجال کښې چې دَ هغه ځائے څوک سوچ وکړي

نو دَ مرګ پهٔ وخت دَدهٔ به استقبال وي


مسقبل اؤ ماضي مهٔ ژاړه دا واوره

دَ بنده پهٔ لاس کښې صرف دَدهٔ حال وي


چې پهٔ قال باندې حال چاته نصيب نهٔ وي

خالي لاس وي ورسره بس قيل و قال وي


سليم زړۂ به پکاريږي پهٔ محشر کښې

عقېده صحيح عمل ښهٔ او احسان هم


خلق دې دپاره شېخ نيسي شبيؔره

نهٔ ځامن به ئې پکار اؤ نهٔ به ئې مال وي


کهٔ حاصل شي علامې دا دَ کمال وي

چې پهٔ دغې دَ نسبت بيا انتقال وي