خبره چې رښتيا وي اؤ پخه ئې کول څنګه دي
کمزوري ته محتاج وته خپل ځان خلاصول څنګه دي
چې ظلم پهٔ خپل ځان وکړو خفه پهٔ دې لهٔٔٔ مونږ چې شي
ننواتې دَ احساس نه پس هغهٔ ته راتلل څنګه دي
هېڅ نهٔ غواړي لهٔٔٔ مونږه صرف مونږ ته راکول غواړي
نو بيا دَ هغهٔ مخکښې دا خپل سر ټيټول څنګه دي
راتلونکو تکليفونو نه چې مونږه بچ کول غواړي
نو بيا پهٔ ژړا باندې دا خپل ځان بچ کول څنګه دي
دښمن زمونږ دَ ټولو لهٔٔٔ هغهٔ جدا کول کړي مونږ
پهٔ تېښته دَ هغهٔ پهٔ رخ راتلل بيا پهٔ زغل څنګه دي
څو اوښکې چې پهٔ مخ زمونږه راشي هغه هم مني
پهٔ در بيا دَ هغهٔ پهٔ مخه بيا ژړېدل څنګه دي
چې ځان ورته وروغورزؤ هغه مونږه اوچت کړي بيا
بيا داسې دَ هغهٔ مخکښې خپل ځان غورزول څنګه دي
دښمن کله مونږ نهٔ پرېږدي نفس هم دے انکاري لهٔٔٔ دې
دَ داسې نفس شبيؔره تربيت بيا کول څنګه دي