دَ اميد لړۍ


چې زۂ يم دَ هغه ښکلي نظرونو پهٔ حصار کښې

محسوسيږي راته ځان څهٔ عجيبه غوندې خمار کښې


امتحان زما منزل دے دَ منزل کړمه تا بيا زۂ

کله يمه پهٔ صحرا کښې کله يمه پهٔ ګلزار کښې


څومره ښکلے اوس جوړ شوے دے زما ذوق دَ حيات چې

زۂ دَ خپل محبوب پهٔ در يمه ولاړ پهٔ لوئے قطار کښې


محبت کهٔ عقېدت دے پهٔ دې باندې خبر نهٔ يم

بس مدهوش يمه پهٔ مينه کيفيتِ اضطرار کښې


دَ هغهٔ مينه زما دے اوس مرکز دَ اميدونو

کله نمونځ کښې ئې واصل شم کله وينم ئې اذکار کښې


معيت کښې دَ حبيب ئې دَ ديدار پهٔ تمنا يم

کله دا به رانصيب شي يم دَدې پهٔ انتطار کښې


جمع کړي ماشبيؔره دي کوټه پېسې خو هلته

اميدوار ئې يم دَ فضل , دي هر څهٔ ئې پهٔ اختيار کښې