دَ مرګ ياد به دې دَ خوب نه ويښوي تل
دَ خدائے ياد به دې غفلت نه بچ کوي تل
پهٔ سنتو به محبوب دَ خدائے شې تا به
پهٔ خپل فضل بيا جنت ته رسوي تل
مړ شه مخکښې نه چې مړ شې حقيقت کښې
اصلي مرګ ته به دا تا تياروي تل
مرګے راشي ناساپي څوک خبر نهٔ وي
مرګے هر څهٔ لهٔ هرچا پاتې کوي تل
هر څهٔ پاتې شي دنيا کښې دے ترې لاړ شي
خوش نصيب وي چې ځان نهٔ غافلوي تل
لهٔٔٔ غفلت وتل پهٔ ذکر وي شبيره
چې هوښيار وي نو الله ډېر يادوي تل