پهٔ ظاهره کهٔ سکون دے پهٔ ما خور
خو پهٔ زړۂ کښې مې بليږي دَ عشق اور
ژبه ده زما خاموشه يقيناً خو
يو لوئے غم دے چې پهٔ زړۂ دے زما سور
شهوتونه دَ دنيا راته خرنډان دي
جنګ جاري دے اؤمنم دَ دښمن زور
دَ لاحول چاړهٔ پهٔ لاس زما راغلي
وسوسې دي دَ شيطان دَ زړۂ پهٔ لور
قدمونه مې ونښويږي خدايه
پهٔ قيامت کښې تاته نهٔ شمه مخ تور
وخت کوتا دے فکر وکړه دَ خپل ځان ته
ګورې بوج دَ ګناه زيات نهٔ کړې تهٔ نور
دَ عشق لاره خپل محسن راته ښودلي
دَ زړۂ باغ به پهٔ دې باندې کړم سمسور
دا دَ عشق سفر جاري دې اے شبيؔره
دښمن ځکه دے دَ غم نه پروت نسکور