حمد باري تعالیٰ


ولټوه ډک دَ مينې زړونو کښې موجود هغه

اؤ دَ عاشقانو پهٔ خيالونو کښې موجود هغه


هم رڼا دَ نمر کښې هواګانو کښې ليدلے شي

هم ستورو سپوږمیٔ کښې اؤ پهٔ غرونو کښې موجود هغه


کوم چې بصيرت لري هغه زړۂ ئې ليدلے شي

ښکلي نظارو کښې پهٔ سيندونو کښې موجود هغه


بې لهٔ کار کونکي کله کار خپله کېدلے شي

دادے سوال دَدې پهٔ جوابونو کښې موجود هغه


ټيک څيز هم خراب شي چې ئې څوک پهٔ حفاظت نهٔ وي

داسې سائنسي حقيقتونو کښې موجود هغه


لږ غوندې کهٔ کله خپل تخليق باندې مونږ غور وکړو

دې کښې پهٔ بېشماره نظامونو کښې موجود هغه


عقل کهٔٔ لهٔ نفس متاثر نهٔ وي اؤ حق لټیٔ

نو دَ کایٔنات ټولو رازونو کښې موجود هغه


کړه طلب پېدا تهٔ دَ بيدار زړۂ اے شبيؔره نو

لرې مهٔ ځه ستا پهٔ دې شعرونو کښې موجود هغه