پارہ 29


سُورَۃُ الۡمُلۡكِ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ ثَلٰثُوۡنَ اٰیَۃً وَّ فِیۡہَا رُکُوۡعَانِؔ

ترجمه: سورت ملک مکی دے اؤ په دې کښې دېرش آیتونه اؤ دوه رکوع دی

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله په نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے

تَبٰرَكَ الَّذِیْ بِیَدِهِ الْمُلْكُ١٘ وَ هُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرُۙ۝۱

ترجمه: ډېر برکت دے دَ هغه ذات دَ چا په لاس کښې چې بادشاهی ده اؤ هغه هر څهٔ کؤلے شی ف۱

ف۱: یعنی دا ټوله دنیا یواځې دَ الله تعالیٰ ده اؤ هم یواځې دَ هغهٔ حکم اؤ اختیار پکښې چلیږی ۔ حقیقی بادشاهی اؤ اصلی اختیار دَ یو الله دے ۔

اِ۟لَّذِیْ خَلَقَ الْمَوْتَ وَ الْحَیٰوةَ لِیَبْلُوَكُمْ اَیُّكُمْ اَحْسَنُ عَمَلًا١ؕ وَ هُوَ الْعَزِیْزُ الْغَفُوْرُۙ۝۲

ترجمه: چا چې پیدا کړو مرګ اؤ ژوند دې دپاره چې تاسو وزمائی چې څوک په تاسو کښې ښهٔ کار کوی ف۲ اؤ هغه زبردست دے بخښونکے ف۳

ف۲: یعنی دَ مرګ ژوند دا سلسله هغهٔ جوړه کړے ده ۔ اول هېڅ نهٔ وو دغه هم یو مرګ و ۔ بیا هغهٔ خلق پیدا کړل اؤ بیا ورته مرګ راولی اؤ دَ مرګ نه پس به ېٔ بیا دوباره ژوندی کوی لکه چې فرمائی :

وَ کُنۡتُمۡ اَمۡوَاتًا فَاَحۡیَاکُمۡ ثُمَّ یُمِیۡتُکُمۡ ثُمَّ یُحۡیِیۡکُمۡ ثُمَّ اِلَیۡهِ تُرۡجَعُوۡنَ ۝

(تاسو مړهٔ و الله ژوندی کړ بیا به مو مړهٔ کوی اؤ بیا به مو ژوندی کوی نو هم هغهٔ ته به ټول راغونډېږ)

دَ مرګ اؤ ژوند دا ټوله سلسله دې دپاره ده چې ستاسو دَ عملونو اندازه واخستې شی چې څوک خراب کارونه کوی څوک ښهٔ اؤ څوک ډېر ښهٔ ۔ وړومبے ژوند دَ دې ازمیښت دپاره شو اؤ په دویم کښې به دَ دې نتیجه سرګندېږی ۔ فرض کړ کهٔ وړومبے ژوند نهٔ وې نو عمل به چا کؤلو اؤ کهٔ مرګ نهٔ وې نو خلق به ټول دَ خپل انجام نه بې پروا په غفلت کښې پراتهٔ وو اؤ کهٔ دوباره ژوند نهٔ وې نو دَ ښهٔ اؤ بد فرق به څهٔ شوے و؟ دَ عمل نتیجه به څهٔ معلومېده ۔

ف۳: یعنی زبردست دے دَ ګرفت نه ېٔ څوک خلاصېدے نهٔ شی اؤ بخښونکے هم ډېر زیات دے۔

الَّذِیْ خَلَقَ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ طِبَاقًا١ؕ مَا تَرٰی فِیْ خَلْقِ الرَّحْمٰنِ مِنْ تَفٰوُتٍ١ؕ فَارْجِعِ الْبَصَرَ١ۙ هَلْ تَرٰی مِنْ فُطُوْرٍ۝۳

ترجمه: چا چې پیدا کړل اوه (۷) آسمانونه قط په قط ف۴ آیا تهٔ وینې دَ رحمٰن په پیداوښت کښې څهٔ فرق ف۵ بیا دوباره وګوره چرته په نظر راځی درته څهٔ چاؤد؟ ف۶

ف۴: په حدیث شریف کښې دی چې دَ یو آسمان دپاسه بل آسمان دے اؤ دَ هغې نه پاس بل ۔ دغه شان اوه (۷) آسمانونه دی اؤ دَ هر یو نه بل ته دَ پنځو سوو کالو مزل دے ۔ په احادیثو کښې دا نهٔ ده واضحه شوې چې دا کوم شین شے چې مونږ ته ښکاری هم دغه آسمان دے کېدې شی چې دا آسمان نهٔ وی دَ نظر انتها وی اؤ آسمان دَ دې نه ډېر اوچت چرته لرې وی چې مونږ ته نهٔ ښکاری ۔

ف۵: یعنی قدرت په خپل انتظام اؤ کاریګرۍ کښې څهٔ فرق نهٔ دے راوستې ۔ هر یو څیز دَ بنیادمو اؤ څاروو نه واخله تر عناصرو اؤ آسمانی اجرامو پړقیدونکیو ستوریو پورې هر شے په حکمت اؤ بهترین هنر ښهٔ مکمل جوړ شوې دے ۔ دا نه چې ځنې شے خو په حکمت پوره په خوارۍ جوړ شوے وی اؤ ځنې هسې ګډوډ جوړ شوے یا فضول اؤ بې کاره وی ۔ دَ چا کهٔ داسې څهٔ خیال وی نو پوهه شیٔ دَ دهٔ دَ عقل نقصان دے ۔ دَ الله په پیداوښت کښې څهٔ قصور نشته ۔

ف۶: یعنی ټول کائنات دَ لاندې نه تر بره پورې دَ قانونِ قدرت په یو مضبوط نظام کښې کلک تړلے شوے دے ۔ اؤ لکه دَ زنځیرونو دَ کړیو یوبل سره پېوست دے هېچرته پکښې څهٔ جادو یا څهٔ کمے زیاتے نشته ۔ هر شے څنګه چې پکار و ټیک هم هغه شان دے ۔ اؤ کهٔ دا آیتونه یواځی دَ آسمان متعلق وی نو مطلب به ېٔ دا وی چې اے مخاطبه پاس وګوره په دې دومره لوئے آسمان کښې درته چرته چاؤد یا پیوند په نظر راځی؟ نه بالکل یو شان هموار اؤ صفا اؤ دومره مضبوط دے چې کروړونه کاله تېرېدو نه پس هم پکښې څهٔ فرق نهٔ دے داغلې۔

ثُمَّ ارْجِعِ الْبَصَرَ كَرَّتَیْنِ یَنْقَلِبْ اِلَیْكَ الْبَصَرُ خَاسِئًا وَّ هُوَ حَسِیْرٌ۝۴

ترجمه: بیا دوباره وګوره دوه دوه ځله واپس به شی تا ته ستا نظر ناکامیابه ستړے ف۷

ف۷: یعنی کېدې شی چې په یو ځل نیم کتو دې نظر خطا شی ۔ ښهٔ فکر ورته وکړه اؤ بیا بیا ورته وګوره خو یاد لره چې نظر به دې ستړے شی خو دَ الله په انتظام کښې به څهٔ نقصان معلوم نهٔ کړې شی۔

وَ لَقَدْ زَیَّنَّا السَّمَآءَ الدُّنْیَا بِمَصَابِیْحَ وَ جَعَلْنٰهَا رُجُوْمًا لِّلشَّیٰطِیْنِ وَ اَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابَ السَّعِیْرِ۝۵

ترجمه: اؤ مونږ ښائست ورکړو دَ ټولو نه نژدے آسمان ته په ډیوو ف۸ اؤ ګرځؤلی مو دی دغه (ډیوې) دَ ویشتو ذریعه دَ شیطانانو دپاره ف۹ اؤ تیار مو ساتلے دے دوی دپاره عذاب دَ بل اور ف۱۰

ف۸: یعنی آسمان ته وګوره دَ شپې دَ ستوریو په ډیوو څنګه ښائسته ښکاری دا دَ قدرت ډیوې دی چې بنیادمو ته پکښې بې شماره فائدې دی ۔

ف۹: دَ دې تفسیر په سورتِ حجر کښې ډېر ځلې تېر شوے دے ۔

ف۱۰: یعنی دنیا کښې په شهابو ویشتے شی اؤ آخرت کښې ورته دَ دوزخ عذاب تیار دے ۔

وَ لِلَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِرَبِّهِمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ١ؕ وَ بِئْسَ الْمَصِیْرُ۝۶

ترجمه: اؤ دَ هغه خلقو دپاره چې منکر دی دَ خپل رب نه عذاب دے دَ جهنم اؤ ډېر خراب ځاېٔ ته ورسېدل ف۱۱

ف۱۱: یعنی دَ کافرانو ویره هم دَ شېطانانو سره په دوزخ کښې ده۔

اِذَاۤ اُلْقُوْا فِیْهَا سَمِعُوْا لَهَا شَهِیْقًا وَّ هِیَ تَفُوْرُۙ۝۷

ترجمه: کوم وخت چې وروغورزؤلې شی اوری به دَ هغې غرا اؤ هغه به ټوپونه وهی ،

تَكَادُ تَمَیَّزُ مِنَ الْغَیْظِ١ؕ كُلَّمَاۤ اُلْقِیَ فِیْهَا فَوْجٌ سَاَلَهُمْ خَزَنَتُهَاۤ اَلَمْ یَاْتِكُمْ نَذِیْرٌ۝۸

ترجمه: داسې ښکاری چې دَ ډېره جوشه به ټوټې ټوټې شی ف۱۲ کوم وخت چې وغورزؤلې شی په دې کښې یوه ډله تپوس به ترې وکړی دَ دوزخ داروغه آیا نهٔ و راغلې تاسو ته څوک ویروونکے ف۱

ف۱۲: یعنی په دغه وخت به دَ دوزخ دَ لمبو غړمبا ډېره هیبت ناکه وی اؤ داسې به ښکاری چې دَ ډېره قهره به اوس وچوی۔

ف۱: دا تپوس به ترې دَ نورو شرمؤلو اؤ سپکؤلو دپاره کیږی یعنی تاسو چې اوس په دې غم اخته ییٔ ، نو په دنیا کښې دَ دې حال نه چا خبر کړی نهٔ و چې دَ دې سخت عذاب نه مو ځان بچ کړے وې۔

قَالُوْا بَلٰی قَدْ جَآءَنَا نَذِیْرٌ١ۙ۬ فَكَذَّبْنَا وَ قُلْنَا مَا نَزَّلَ اللّٰهُ مِنْ شَیْءٍ١ۖۚ اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ كَبِیْرٍ۝۹

ترجمه: دوی به ووائی ولې نه بې شکه راغلے و مونږ ته ویروونکے خو مونږ هغه دروغژن وګڼلو اؤ ورته مو ووې نهٔ دے راستولې الله هېڅ شے ۔ تاسو خو پراتهٔ ېٔ په سخته ګمراهۍ کښې ف۲

ف۲: یعنی دَ شرمه به سر ټیټ کړی اؤ اقرار به وکړی چې ولې نه؟ بېشکه ویروونکی (نبیان) راغلی وو خو مونږ دَ هغوی خبره ونهٔ منله ۔ دروغژن مو ګڼل ۔ ورته مو وې چې نهٔ الله راستولی ییٔ اؤ نه درباندې وحې راځی نهٔ مو خپل عقل شته ، هسې لار درنه خطا شوے ده ۔ په غلطه سر ییٔ۔

وَ قَالُوْا لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ اَوْ نَعْقِلُ مَا كُنَّا فِیْۤ اَصْحٰبِ السَّعِیْرِ۝۱۰

ترجمه: اؤ وائی به کهٔ مونږ داسې وې چې اورېدے مو یا پوهېدے نو نهٔ به وې په دوزخیانو کښې ف۳

ف۳: یعنی مونږ څهٔ خبر وو چې دا نبیان رښتونی دی اؤ مونږ په غلطه یو ۔ کهٔ هغه وخت مو دَ هغوی خبره منلې وې نو نن به ولې په بده ورځ وو اؤ تاسو به ولې پېغورونه راکؤل ۔

فَاعْتَرَفُوْا بِذَنْۢبِهِمْ١ۚ فَسُحْقًا لِّاَصْحٰبِ السَّعِیْرِ۝۱۱

ترجمه: اقرار ېٔ وکړو دَ خپلو ګناهونو اوس دې تباه شی دوزخیان ف۴

ف۴: یعنی خپله ېٔ ومنله چې واقعی مونږ په خطا وو هسې بې ګناه ېٔ دوزخ ته نهٔ یو غورزؤلی۔ لېکن دَ دې بې وخته افسوس اؤ اقرار نه هېڅ خیر نشته ، ورته به ووئیلی شی ۔

فَسُحۡقًا لِّاَصۡحَابِ السَّعِیۡرِ (اوس تباهی ده دوزخیانو دپاره)

اوس په تاسو رحم نشی کیدې دغه دوزخ مو ځاېٔ دے ۔

اِنَّ الَّذِیْنَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَیْبِ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّ اَجْرٌ كَبِیْرٌ۝۱۲

ترجمه: بېشکه څوک چې ویریږی دَ خپل رب نه په نالیدو ف۵ هغوی دپاره معافی ده اؤ غټ ثواب دے ۔

ف۵: یعنی الله ېٔ لېدلې نهٔ دے خو دَ هغهٔ په ذات اؤ دَ هغهٔ په صفتونو ېٔ پوره یقین دے اؤ دَ هغهٔ دَ عظمت اؤ دَ جلال دَ تصّور نه هم رپیږی اؤ دَ عذاب نه ېٔ هر وخت ویریږی ۔ یا دَ بِالۡغَیۡبِ مطلب دا دے چې دَ خلقو دَ مجلس نه جدا پټ ځان ته په خلوت کښې خپل رب یادوی اؤ دَ قهر اؤ غضب نه ېٔ ویریږی ۔

وَ اَسِرُّوْا قَوْلَكُمْ اَوِ اجْهَرُوْا بِهٖ١ؕ اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ۝۱۳

ترجمه: اؤ تاسو پټه کو خپله خبره کهٔ څرګنده ېٔ کو هغه ښهٔ خبر دے دَ زړونو په راز ف۶

ف۶: یعنی اګرچې تاسو خدائې نهٔ وینیٔ خو هغه تاسو هر وخت اؤ هر حال کښې وینی ۔ دَ ستاسو هېڅ پټ کار اؤ دَ راز خبره دَ هغهٔ نه پټه نهٔ ده بلکې دَ ستاسو دَ زړونو په حال هم خبر دے ۔ غرض دا چې هغه دَ تاسو نه غائب دے خو تاسو په هېڅ حال کښې دَ هغهٔ نه غائب نهٔ ییٔ۔

اَلَا یَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ١ؕ وَ هُوَ اللَّطِیْفُ الْخَبِیْرُ۠۝۱۴

ترجمه: آیا هغه به خبر نهٔ وی چا چې پیدا کړی دی اؤ هغه دے په رازونو پوهه خبردار ف۷

ف۷: یعنی ستاسو اؤ ستاسو دَ هر قول و فعل خالق اؤ مختار هغه دے اؤ پیدا کؤنکے چې کوم څیز پیدا کوی نو ضروری ده چې په هغې ورته پورته پورته علم حاصل وی ګنی پیدا کؤلې ېٔ نهٔ شی؟ نو دا څنګه کیدې شی چې چا چې تاسو پیدا کړی ییٔ هغه دے ستاسو په حال خبر بهٔ وی۔

هُوَ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ ذَلُوْلًا فَامْشُوْا فِیْ مَنَاكِبِهَا وَ كُلُوْا مِنْ رِّزْقِهٖ١ؕ وَ اِلَیْهِ النُّشُوْرُ۝۱۵

ترجمه: هم هغه دے چا چې ستاسو دپاره زمکه ښکته کړه نو ګرځیٔ دَ هغې په ووږو اؤ خوردَ هغهٔ (الله) درکړی روزی اؤ هم هغهٔ طرف ته بیا راپورته کېدل دی ،

ءَاَمِنْتُمْ مَّنْ فِی السَّمَآءِ اَنْ یَّخْسِفَ بِكُمُ الْاَرْضَ فَاِذَا هِیَ تَمُوْرُۙ۝۱۶

ترجمه: آیا تاسو بې پرواه شو دَ هغهٔ نه چې په آسمان کښې دے ف۸ دَ دې خبرې نه چې ښخ مو کړی په زمکه کښې نو ناڅاپه هغه (زمکه) په لړزېدو شی ف۹

ف۸: یعنی زمکه ېٔ ستاسو دپاره خوره کړے اؤ تابعداره کړے ده چې څنګه تصرف پکښې کو کولې شیٔ۔ هر طرف ته پکښې ګرځیٔ اؤ ځان ته روزی پیدا کو خو یاد لر چې چا درته دا دَ روزۍ اسباب جوړ کړی دی یوه ورځ به هغهٔ ته مخامخ کیږ اؤ دَ دغه ژوند حساب به درسره کوی ۔

ف۹: اول ېٔ بنده ته خپل احسانونه وریاد کړل اوس ورته دَ خپل قهر اؤ غضب شان ښیٔ۔ یعنی زمکه ېٔ بې شکه ستاسو تابع کړے ده خو یاد لر حکومت درباندې هم دَ هغهٔ دے ۔ کهٔ وغواړی نو ورکښې به مو ښخ کړی زمکه به په زلزله ولړزیږی ، وبه چوی اؤ تاسو به ورکښې

دننه لاړ شیٔ ۔ نو تاسو ته پکار دی چې دَ خپل خالق اؤ مالک نه او وویرېږ دَ هغهٔ حکم ته غاړه کیږد او هغه چې کوم مهلت درکړے دے دَ هغې نه فائده واخلیٔ غفلت مهٔ کوﺉ۔

اَمْ اَمِنْتُمْ مَّنْ فِی السَّمَآءِ اَنْ یُّرْسِلَ عَلَیْكُمْ حَاصِبًا١ؕ فَسَتَعْلَمُوْنَ كَیْفَ نَذِیْرِ۝۱۷

ترجمه: اؤ کهٔ تاسو بې پرواه شو دَ هغهٔ نه چې په آسمان کښې دے دَ دې خبرې نه چې باران وکړی درباندې دکاڼیو ف۱۰ ، نو خبر به شیٔ چې څنګه وو زما ویرول ف۱۱

ف۱۱: یعنی دَ کوم عذاب نه چې وویرؤلی شو هغه څومره خطرناک و۔

وَ لَقَدْ كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَكَیْفَ كَانَ نَكِیْرِ۝۱۸

ترجمه: اؤ بېشکه تکذیب کړے دے دَ دوی نه مخکښې قومونو نو بیا څنګه و زما انکار ف۱۲ ،

ف۱۲: یعنی دَ عاد اؤ ثمود وغیره قومونو سره چې څهٔ معامله وشوه دَ دې نه سبق واخلیٔ اؤ وګور دَ کومو کارونو نه چې مونږ منه کؤل دَ هغې نتیجه څومره خرابه وه ۔

اَوَ لَمْ یَرَوْا اِلَی الطَّیْرِ فَوْقَهُمْ صٰٓفّٰتٍ وَّ یَقْبِضْنَ١ؕۘؔ مَا یُمْسِكُهُنَّ اِلَّا الرَّحْمٰنُ١ؕ اِنَّهٗ بِكُلِّ شَیْءٍۭ بَصِیْرٌ۝۱۹

ترجمه: آیا دوی نهٔ وینی الوتونکی مارغان دَ دوی دپاسه چې خوروی وزرې اؤ راغونډوی ، نهٔ دی ټینګ کړی دا مارغان سوا دَ رحمٰن نه بل هېچا دَ هغهٔ په نظر کښې دے هر شے ف۱۳

ف۱۳: ورومبے دَ زمکې اؤ آسمان ذکر وشو اوس دَ دې دواړو تر مینځه دَ فضا ذکر دے یعنی دَ خدائې دې قدرت ته وګور چې مارغان دَ زمکې اؤ آسمان تر مینځه په مزه الوزی ۔ کله وزرې راغونډې کړی خوزوی ېٔ اؤ کله ېٔ هوارې نیولے وی اؤ بیا هم په هوا کښې هوار روان وی راپرېوځی نه ۔ سره دَ دې چې هر وزندار شے دَ زمکې کشش ځان ته راکاږی ۔ لېکن دا مرغان په هوا کښې ټینګ دی ۔ دَ زمکې کشش ېٔ ځان ته راښکلے نهٔ شی نو وواییٔ چې دَ رحمان دَ قدرت دَ لاس نه بغېر دَ بل چا لاس دے چې دا مرغان ېٔ په هوا کښې ټینګ کړی دی ۔ بېشکه مهربانه الله په خپل فضل دَ مرغانو ساخت داسې جوړ کړے دے اؤ داسې طاقت ېٔ ورکړے دے چې په آسانه هوا کښې الوزی ۔ هم هغې خالق ته دَ هر څیز استعداد معلوم دے اؤ هم هغه خپل تمام مخلوق هر وخت په نظر کښې ساتی ۔ شاید چې دَ مرغانو په مثال کښې دې خبرې ته اشاره وی چې االله تعالیٰ په کافرانو دَ آسمان نه عذاب نازلؤلې شی اؤ دا کافر دَ خپل خراب عمل په وجه دَ عذاب حقدار هم دی خو څنګه چې رحمان (مهربان الله) په خپل رحم مرغان په هوا کښې ټینګ کړی دی دغه شان ېٔ په کافرانو عذاب هم بند کړے دے ۔

اَمَّنْ هٰذَا الَّذِیْ هُوَ جُنْدٌ لَّكُمْ یَنْصُرُكُمْ مِّنْ دُوْنِ الرَّحْمٰنِ١ؕ اِنِ الْكٰفِرُوْنَ اِلَّا فِیْ غُرُوْرٍۚ۝۲۰

ترجمه: ښه نو هغه کوم فوج دے ستاسو چې ستاسو امداد وکړی دَ رحمٰن نه سوا ۔ کافران پراتهٔ دی سخت په دهوکه کښې ف۱۴

ف۱۴: یعنی کافران سخت په دهوکه کښې پراتهٔ دی دا خیال ېٔ دے چې دَ باطلو معبودانو اؤ دَ دروغو خدایانو دا لښکر به ېٔ دَ الله دَ عذاب نه بچ کړې شی ۔ یاد لر چې دَ رحمان نه سوا بل هېڅوک امداد نشی درکؤلے۔

اَمَّنْ هٰذَا الَّذِیْ یَرْزُقُكُمْ اِنْ اَمْسَكَ رِزْقَهٗ١ۚ بَلْ لَّجُّوْا فِیْ عُتُوٍّ وَّ نُفُوْرٍ۝۲۱

ترجمه: ښه نو هغه څوک دے چې روزی به درکړی تاسو ته کهٔ الله بنده کړه درباندې خپله روزی ف۱۵ هېڅوک نشته خو دوی په ضد اؤ نفرت نښتی دی ف۱۶

ف۱۵: یعنی الله تعالیٰ کهٔ درباندې دَ روزۍ اسباب بند کړی (لکه باران ونهٔ وروی خشک سالی درباندې راولی) نو دَ چا طاقت شته چې دغه دَ رزق دروازې درباندې آزادې کړی اؤ روزی درکړی۔

ف۱۶: یعنی دا خلق هم په زړه کښې پوهېږی چې دَ الله نه غیر بل څوک نهٔ نفع راکؤلے شی نهٔ نقصان ۔ خو خالص دَ ضد اؤ شرارت نه دَ اسلام اؤ توحید نه تښتی۔

اَفَمَنْ یَّمْشِیْ مُكِبًّا عَلٰی وَجْهِهٖۤ اَهْدٰۤی اَمَّنْ یَّمْشِیْ سَوِیًّا عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ۝۲۲

ترجمه: ښه نو یو سړے چې روان دے پړمخے نسکور هغه په سمه لار دے اؤ کهٔ هغه چې نېغ روان دے په سمه لار ف۱۷

ف۱۷: یعنی هم هغه سړے اصلی مقصد ته رسېدې شی اؤ کامیابی حاصلؤلے شی څوک چې مقصد طرف ته په نېغه لار سم روان وی ۔ اؤ څوک چې په کږه وږه لار اپوټه روان وی دَ هغهٔ څهٔ طمع کیدے شی چې مقصود ته به ورسی۔ دا دَ ایمان دار اؤ دَ منکر مثال دے ۔ دَ قیامت په ورځ به هم دَ دواړو په رفتار کښې دغه شان فرق وی۔

قُلْ هُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَكُمْ وَ جَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَ الْاَبْصَارَ وَ الْاَفْـِٕدَةَ١ؕ قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ۝۲۳

ترجمه: تهٔ ووایه هم هغه دے چا چې تاسو پیدا کړ اؤ جوړ ېٔ کړل درله غوږونه اؤ سترګې او زړهٔ ۔ تاسو ډېر لږ حق منیٔ ف۱۸

ف۱۸: یعنی اللہ تعالیٰ دَ اوریدو دپارہ غوږونه اؤ دَ کتو دپاره سترګې ورکړی دی اؤ پوهې دپاره ېٔ زړهٔ درکړے دے ۔ چې حق ووینیٔ ، واؤر اؤ ومنیٔ اؤ الله تعالیٰ چې کوم طاقتونه درکړی دی دا په سمو کارونو کښې ولګو اؤ دَ خپل رب دَ نعمتونو شکریه ادا کړ اؤ دَ هغهٔ فرمانبردار شیٔ لېکن ډېر کم بندیان شکر ګذار دی ۔ کافرانو ته وګور چې احسان نهٔ منی اؤ دَ الله تعالیٰ ورکړی نعمتونه دَ هغهٔ خلاف استعمالوی ۔

قُلْ هُوَ الَّذِیْ ذَرَاَكُمْ فِی الْاَرْضِ وَ اِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ۝۲۴

ترجمه: تهٔ ووایه هم هغه دے چا چې تاسو خوارهٔ کړ په زمکه اؤ هم هغهٔ ته به ټول راغونډېږ ف۱۹

ف۱۹: یعنی هغهٔ پیدا کړی ییٔ ، شروع مو هم دَ دغه ځاېٔ نه شوے ده اؤ بیا به هم هغهٔ ته ورځیٔ ۔ نو پکار دا ده چې هر وخت درسره دا فکر وی چې خپل مالک ته تش لاس لاړ نهٔ شو۔ څهٔ دَ نېک عمل توښه ځان سره یوسو۔

وَ یَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ۝۲۵

ترجمه: اؤ دوی وائی کله به وی دا وعده کهٔ تاسو رښتونی ییٔ ف۲۰

ف۲۰: کافران وائی چې دا ورځ به کله وی؟ اؤ دَ الله مخکښې به کله ودرېږو ۔ دا وخت زر راوله چې خبره خلاصه شی ۔

قُلْ اِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللّٰهِ١۪ وَ اِنَّمَاۤ اَنَا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ۝۲۶

ترجمه: تهٔ ووایه دَ دې خبر خو الله سره دے اؤ زما کار خو ستاسو ویرؤل دی صفا صفا ف۲۱

ف۲۱: یعنی تهٔ ورته ووایه چې دا وخت مقرر کؤل زما په اختیار کښې نهٔ دی ، دې نه یو الله خبر دے چې دا ورځ به کله راځی ۔ زما کار خو دغه هومره دے چې تاسو خبر کړم چې دغه ورځ یقینی راتلونکې ده ۔ زما کار ستاسو خبرؤل وو اؤ ما خپل کار پوره کړو۔

فَلَمَّا رَاَوْهُ زُلْفَةً سِیْٓـَٔتْ وُجُوْهُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ قِیْلَ هٰذَا الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تَدَّعُوْنَ۝۲۷

ترجمه: بیا چې کوم وخت ووینی چې نژدې راغله دغه وعده نو وران به شی مخونه دَ کافرانو اؤ ورته به ووئیلې شی دغه دے هغه وخت چې تاسو غوښتو ف۲۲

ف۲۲: یعنی اوس خو ېٔ تلوار جوړه کړے ده خو چې کله دغه ورځ راشی نو دَ غټو غټو سرکشو به دَ مخ ګونه ورانه شی ، رنګونه به ېٔ زیړ وتښتی۔

قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ اَهْلَكَنِیَ اللّٰهُ وَ مَنْ مَّعِیَ اَوْ رَحِمَنَا١ۙ فَمَنْ یُّجِیْرُ الْكٰفِرِیْنَ مِنْ عَذَابٍ اَلِیْمٍ۝۲۸

ترجمه: تهٔ ووایه تاسو وخو ګور کهٔ هلاک کړی الله ما اؤ زما ملګری یا په مونږ رحم وکړی نو څوک دے چې بچ به کړی کافران دَ دردناک عذاب نه ف۲۳

ف۲۳: کافرانو به دا ارمان کؤلو کهٔ دا رسول زر مړ شی چې دا قصه ختمه شی اؤ مونږ دَ غم نه خلاص شو۔ دا دَ هغې جواب دے چې فرض کړه کهٔ ستاسو دَ خواهش موافق زهٔ اؤ زما ملګری مړهٔ شی اؤ دَ دې دنیا نه لاړ شو نو ماته اؤ زما ملګریو ته خو به دَ الله په فضل و کرم غټه کامیابی حاصله شی اؤ مقصد به مو ترسره شی (جنت ته به لاړ شو) لېکن تاسو ته به ېٔ څهٔ خیر ملاؤ شی ۔ زمونږ خو دنیا کښې چې هر څنګه وخت تېر شو۔ بهرحال آخر انجام مو ښهٔ دے ۔ اؤ آخرت کښې به راته آرام و راحت وی ځکه چې دَ الله په لار کښې کوشش کوو لېکن تاسو دَ ځان غم وکړ چې په آخرت کښې درته دردناک عذاب تیار دے۔

یعنی زمونږ غم مهٔ کو دَ ځان غم وکړ چې دَ آخرت دَ دې یقینی عذاب نه مو هېڅوک نهٔ شی خلاصولے ۔ دَ توحید اقرار وکړ چې دَ دې عذاب نه خلاص شیٔ۔

قُلْ هُوَ الرَّحْمٰنُ اٰمَنَّا بِهٖ وَ عَلَیْهِ تَوَكَّلْنَا١ۚ فَسَتَعْلَمُوْنَ مَنْ هُوَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ۝۲۹

ترجمه: تهٔ ووایه هم هغه رحمٰن دے مونږ پرې ایمان دے اؤ هم په هغهٔ مو تکیه ده ف۲۴ ، نو اوس به تاسو خبر شیٔ چې څوک پراتهٔ دی څرګند په ګمراهۍ کښې ف۲۵

ف۲۴: یعنی چې مونږ په هغه یو الله ایمان راؤړو نو دَ ایمان په برکت زمونږ دَ عذاب نه بچ کېدل یقینی دی اؤ چې زمونږ په خپل رب پوره پوره باور دے نو کامیابی مو هم یقینی ده۔

و من یتوکل علی الله فهو حسبه ۔

( څوک چې په الله اعتماد وکړی نو هغه ورله کافی دے)

تاسو سره دا دواړه څیزونه نشته ۔ نهٔ ایمان اؤ نهٔ توکّل نو بیا څنګه بې غمه ییٔ۔

ف۲۵: یعنی زر به خبر شیٔ چې څوک ګمراه وو ۔ مونږ لکه څنګه چې ستاسو عقیده ده ، او کهٔ تاسو څنګه چې زمونږ یقین دے ۔

قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ اَصْبَحَ مَآؤُكُمْ غَوْرًا فَمَنْ یَّاْتِیْكُمْ بِمَآءٍ مَّعِیْنٍ۠۝۳۰

ترجمه: تهٔ ووایه ښه نو تاسو خو وګور کهٔ سحر ته وچې شی اوبهٔ نو څوک دے چې رابه وړی تاسو ته صفا ستره اوبه ف۲۶

ف۲۶: یعنی دَ مرګ اؤ ژوند ټول اسباب هم دَ الله په قبضه اؤ اختیار کښې دی ۔ دَ مثال په طور یو اوبهٔ واخلیٔ چې بې اوبو ژوند ګران دے ۔ کهٔ الله تعالیٰ دَ چینو اؤ کوهیانو اوبهٔ وچې کړی اؤ په زمکه کښې ېٔ ننباسی لکه په ګرمۍ کښې چې کله کله داسې کیږی ۔ نو دَ چا دا طاقت شته چې دَ زمکې نه بیا دومره صفا چاڼ کړے اوبهٔ راوباسی چې دَ ټولو زنده سرو کار پرې روان شی ۔ نو ځکه پکار ده چې بنده هم په هغه خالق اؤ مالک اؤ روزی رسان الله پوره پوره باور وکړی ۔ دغه شان کله چې دَ روحانی ژوند دپاره دَ هدایت چینې وچې شوې اؤ دَ خلقو نه سمه لار خطا شوه نو الله تعالیٰ په خپل فضل اؤ کرم دَ خلقو دَ هدایت دپاره هغه همېشه جاری چینه دَ خپل آخری پېغمبر محمّد مصطفیٰ صلی الله علیه وسلّم په شکل کښې جاری کړه ۔ نو څنګه چې هغه حقیقی مالک دَ خپل مخلوق دَ ظاهری ژوند اسباب پیدا کوی دغه شان ېٔ دَ روحانی ژوند دپاره هم دَ رسولانو سلسله جاری کړے ده ۔ بالفرض کهٔ الله تعالیٰ دغه دَ هدایت چینه بنده کړه لکه څنګه چې دا کافران ارمان کوی نو دَ چا دومره طاقت شته چې دا دَ هدایت چینه به بیا روانه کړی۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوۡرَۃُ الۡقَلَمِ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ اثۡنَتَانِ وَ خَمۡسُوۡنَ اٰیَۃً وَّ فِیۡہَا رُکُوۡعَانِؔ

ترجمه: سورهٔ قلم په مکه کښې نازل شوې دے اؤ په دې کښې دوه پنځوس آیتونه اؤ دوه رکوع دی

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله په نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے

نٓ وَ الْقَلَمِ وَ مَا یَسْطُرُوْنَۙ۝۱

ترجمه: نون ۔ قسم دے دَ قلم اؤ څهٔ چې لیکی ۔

مَاۤ اَنْتَ بِنِعْمَةِ رَبِّكَ بِمَجْنُوْنٍۚ۝۲

ترجمه: چې تهٔ نهٔ ېٔ دَ خپل رب په فضل لېونے ف۱

ف۱: کافرانو به (نعوذ بالله ) حضور اکرمﷺ ته لېونے وې ۔ چا به وې چې پېریان پرې ناست دی چې داسې ناشنا ناشنا خبرې کوی اؤ یک یواځې دَ ټول قوم مقابلې ته ولاړ دے اؤ داسې خبرې کوی چې هېڅوک ېٔ نه شی منلې ۔ نو الله تعالیٰ خپل رسول ته تسلّی ورکوی اؤ دَ کافرانو دَ غلط خیال تردید کوی چې په تا باندې دَ الله تعالیٰ داسې لوئے فضل دے ۔ دومره فصاحت ېٔ درکړے دے اؤ داسې دَ علم اؤ حکمت خبرې ېٔ درته ښیٔلی دی چې دوست دښمن ټول ېٔ اقرار کوی ۔ دومره اوچت اؤ بهترین اخلاق ېٔ درکړی دی چې هر څوک ېٔ په قدر کؤلو مجبور دی ۔ داسې اوچت انسان ته لېونے وئیل دَ خپل لېونتوب اظهار دے ۔ بېشکه له تا نه مخکښې ډېر اصلاح کؤنکی تېر شوی دی چې په شروع شروع کښې ورته خپل قوم لېونی وئیلی دی لېکن دَ تاریخ په کتابونو کښې چې دَ دغه پېغمبرانو اؤ دوی ته لېونی ویونکیو کوم حالات محفوظ پراتهٔ دی دَ هغې نه صفا معلومیږی چې دَ دوی دواړو په حالت کښې دَ زمکې اؤ آسمان فرق دے ۔ نن تا ته لېونی وئیلو کښې دوی هم هغه طریقه اختیار کړے ده کومه چې دَ نورو لویو لویو پېغمبرانو سره دَ تانه مخکښې شریرانو اؤ بې عقلو اختیار کړے وه لېکن څنګه چې هغه پېغمبران دَ تاریخ په پاڼو کښې همېشه دپاره ژوندی اؤ یاد دی اؤ دَ هغه شریرانو نوم نشان ورک دے ۔ زر ده چې قلم اؤ دَ قلم په ذریعه لیکلی شوی دَ تاریخ پاڼې به دَ ستا ذکرِ خېر اؤ دَ ستا بې مثاله کارنامې همېشه دپاره روښانه وساتی ۔ اؤ تا ته لېونې ویونکی به تېر هېر شی نوم نشان به ېٔ پاتې نشی ۔ یو وخت به داسې راشی چې ټوله دنیا به ستا دَ علم حکمت اؤ هوښیارتیا اقرار وکړی اؤ تا به په اتفاق سره یو کامل ترین انسان ومنی ۔ ښه نو خداوند لایزال چې دَ چا فضیلت اؤ عظمت دَ ازل نه دَ خپل نور په قلم دَ لوحِ محفوظ په تختۍ نقش کړے وی دَ چا څهٔ طاقت دے چې تش په لېونی وینا دَ هغې یو ټکے هم وران کړې شی ۔ دَ چا چې داسې خیال وی هغه یا خو خپله لېونے دے اؤ یا غټ کم عقل ۔

وَ اِنَّ لَكَ لَاَجْرًا غَیْرَ مَمْنُوْنٍۚ۝۳

ترجمه: اؤ بېشکه دے ستا دپاره ثواب بې انتها ف۲

ف۲: یعنی تهٔ خفه کېږه مه په دې خبرو ۔ (تا ته په لېونی وینا) ستا اجر زیاتیږی اؤ دَ هدایت کوم بې انتها فیض چې ستا دَ ذات نه بنیادمو ته رسېدونکے دے ۔ دَ هغې بې انتها ثواب به تاته ضرور در رسی ۔ آیا دَ لېونی سکیم هم چرته داسې کامیاب شوے دے؟ بیا چا ته چې الله

دومره لویه مرتبه ورکړی وی دَ څو کسو په لېونی وینا دَ هغهٔ په مرتبه کښې څهٔ کمې راتلې شی؟

وَ اِنَّكَ لَعَلٰی خُلُقٍ عَظِیْمٍ۝۴

ترجمه: اؤ تهٔ پیدا شوې ېٔ په دروند خوی ف۳

ف۳: یعنی الله تعالیٰ چې تاته کومه اوچته مرتبه اؤ بهترین اخلاق درکړی دی ۔ آیا په لېونیو کښې چرته داسې بهترین اخلاق وی؟ دَ یو لېونی په خبرو کښې هېڅ ترتیب قطعًا نهٔ وی ۔ نهٔ ېٔ خبرې اؤ عمل سره سمون خوری ۔ دَ دې برخلاف ستا په ژبه قرآن دے اؤ ستا عمل اؤ اخلاق دَ قرآن تفسیر دے ۔ قرآن چې خلقو ته دَ کوم ښهٔ خوی اؤ ښهٔ کار تعلیم ورکوی هغه ټول ستا فطرت دے اؤ دَ کومو ناکاره کارونو نه چې قرآن خلق منع کوی ستا طبیعت خپله دَ هغې نه نفرت کوی ۔ فطری طور قدرت ستا ساخت اؤ تربیب داسې کړے دے چې هېڅ حرکت اؤ هېڅ کار دې دَ اعتدال دَ حد نه بهر نهٔ دے ۔ دَ حضور اکرم بهترینو اخلاقو خپله دا نهٔ خوښؤله چې دَ جاهلانو دښمنانو خبرو ته څهٔ وقعت ورکړی ۔ دَ هغوی خپل خوی خو دومره اوچت اؤ نظر ېٔ دومره وسیع و چې په داسې خبرو ېٔ هېڅ پرواه هم نهٔ وه بلکې چا چې ورته مجنون وې دَ هغوی په نېک خواهۍ اؤ دردمندۍ کښې ېٔ زړهٔ دومره خفه کؤلو چې په قرآن کښې ورته په فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفۡسَكَ سره خطاب وشو ۔ په اصل کښې دَ اخلاقو دَ لوی والی دَ ټولو نه ژور اړخ دا دے چې بنده دَ دنیا دَ حقیر مخلوق سره معامله کؤلو په وخت کښې دَ الله پاک عظمت اؤ لوئی راپه یاد کړی ۔ اؤ څو پورې چې دَ الله عظمت په زړهٔ کښې موجود وی ټولې معاملې پوره په عدل اؤ انصاف روانې وی اؤ یو پوټے هم دَ حق نه بل خوا کیدے نشی۔

فَسَتُبْصِرُ وَ یُبْصِرُوْنَۙ۝۵

ترجمه: نو زر به تهٔ هم ووینې اؤ دوی به هم ووینی ،

بِاَىیِّكُمُ الْمَفْتُوْنُ۝۶

ترجمه: چې په تاسو کښې څوک په ګډو وډو سر دے ف۴

ف۴: یعنی په زړهٔ کښې خو ټول ښهٔ پوهېږی لېکن ډېر زر به دواړو ډلو ته پته ولګی چې په دواړو کښې کومه یوه ډله ډېره هوښیاره اؤ عاقبت اندېشه وه اؤ دَ چا په عقل کاڼے پرېؤتې و اؤ دَ لېونو په شان ګډې وډې ېٔ وې ۔

اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ١۪ وَ هُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ۝۷

ترجمه: بېشکه ستا رب هم هغه ښهٔ پیژنی څوک چې خطا شو دَ سمې لارې نه اؤ هم هغهٔ ته ښهٔ معلوم دی څوک چې په سمه لار روان دی ف۵

ف۵: یعنی دَ ټولو په حال پوره خبر خو الله دے لېکن کله چې دَ نتیجې معلومیدو ورځ راشی نو هر چا ته به پته ولګی چې څوک دَ کامیابۍ په لار روان وو اؤ څوک شیطان دَ تباهۍ په لار روان کړی وو۔

فَلَا تُطِعِ الْمُكَذِّبِیْنَ۝۸

ترجمه: نو تهٔ خبره مهٔ منه دَ دروغژنو ۔

وَدُّوْا لَوْ تُدْهِنُ فَیُدْهِنُوْنَ۝۹

ترجمه: دوی دا غواړی چې په څهٔ شان تهٔ سست شې چې دوی هم سست شی ف۶

ف۶: یعنی په سمه لار روانېدونکی اؤ په خطا لار تلونکی ټول دَالله په کامل علم کښې معلوم اؤ مقرر دی ۔ نو دَ تبلیغ په کار کښې دَ چا دَ لحاظ ساتلو ضرورت نشته ۔ دَ چا قسمت کښې چې هدایت وی هغه به ېٔ پخپله قبول کړی اؤ څوک چې ازلی بدبخته وی هغه ېٔ په هېڅ شان نهٔ منی ۔ دَ مکې مشرکانو به رسول الله ته وې تهٔ بتانو ته دومره بد رد مهٔ وایه لږ نرم چلېږه نو مونږ به هم ستا دَ رب عزت کوو اؤ مسلمانانو ته به ډېر تکلیف نهٔ ورکوو۔ ممکنه ده چې دَ صلحِ کل اؤ نرم دل رسول په زړهٔ کښې په روغ نیتۍ دا خیال پیدا شوے وی چې زما په لږه نرمۍ دَ دوی زړهٔ ښه کیږی اؤ زما نصیحت اورېدو ته تیاریږی نو په نرمۍ کښې څهٔ حرج دے؟ ممکنه ده چې رانژدے کیدو کښې ورباندې نصیحت اثر وکړی اؤ ایمان راؤړی ۔ نو الله تعالیٰ خبردارے ورکړو چې دَ دې دروغژنو خبرې مهٔ اوره ۔ دَ دوی اصلی غرض ایمان راؤړل نهٔ دی خو په څهٔ چل دَ ستا په کار کښې سستی راولی ۔ تهٔ دَ دې خبرو پرواه مهٔ کوه اؤ خپل دَ تبلیغ کار ښهٔ زور شور سره جاری وساته۔ خپل کار کښې سستی مهٔ راوله ۔ دوی ایمان راوړی اؤ کهٔ نه ۔ تهٔ دَ دوی دَ ایمان راؤړو ذمه وار نهٔ ېٔ ۔ ستا کار خو صرف دَ حق پیغام رسؤل دی څوک ېٔ منی اؤ کهٔ نه۔

تنبیه: په مداهنت ( سستی کؤلو) اؤ مدارات (دَ چا خیال ساتلو) کښې یو باریک فرق دے ۔ مداهنت ښهٔ کار نهٔ دے اؤ مدارات ښهٔ دے ۔

وَ لَا تُطِعْ كُلَّ حَلَّافٍ مَّهِیْنٍۙ۝۱۰

ترجمه: اؤ تهٔ خبره نهٔ منه دَ هېڅ یو قسمونو خوړونکی ف۷

ف۷: یعنی دَ چا په زړهٔ کښې چې دَ خداېٔ دَ نوم عظمت نشته ۔ په دروغه قسمونه خوری اؤ چې خلق ېٔ په خبره یقین نهٔ کوی نو بیا بیا په هره خبره قسم خوری نو بې قدره اؤ ذلیل شی ۔

هَمَّازٍ مَّشَّآءٍۭ بِنَمِیْمٍۙ۝۱۱

ترجمه: بې قدره چې پېغورونه ورکوی

مَّنَّاعٍ لِّلْخَیْرِ مُعْتَدٍ اَثِیْمٍۙ۝۱۲

ترجمه: اؤ چغلیانې وړی ، دَخیر دَ کار نه منع کؤنکے، دَ حد نه وتے غټ ګنهګار ،

عُتُلٍّۭ بَعْدَ ذٰلِكَ زَنِیْمٍۙ۝۱۳

ترجمه: سخت خویه، اؤ دَ دې ټولو نه په اخوا ډېر بد ناموسه ف۸

ف۸: یعنی دَ دې ناکاره خویونو سره سره بدنام اؤ شرمېدلے هم دے ۔ حضرت شاه صاحب لیکی دا ټول دَ کافرو خویونه دی۔ مسلمان له ترې ځان ساتل پکار دی ۔ (تنبیه) ځنې مشرانو مفسرانو دَ ”زنیم“ معنیٰ حرامی اؤ دَ زنا اولاد کړے ده ۔ دَ کوم کافر په حق کښې چې دا آیتونه نازل شوی دی هغه و هم دَ زنا پیدا۔

اَنْ كَانَ ذَا مَالٍ وَّ بَنِیْنَؕ۝۱۴

ترجمه: ځکه چې دَ ډېر مال اؤ اولاد خاند دے ف۹

ف۹: یعنی کهٔ یو سړے په دنیا کښې خوش قسمته ښکاری ۔ اولاد اؤ مال دولت ېٔ ډېر وی نو صرف په دې وجه چې هغه دَ دې قابل نهٔ دے چې خبره ېٔ واؤرېدے شی ۔ اصل شے دَ بنده اخلاق دی ۔ په چا کښې چې شرافت اؤ خوش اخلاق نهٔ وی دَ الله تعالیٰ نېک بندیان دَ هغهٔ خبرو ته غوږ نهٔ نیسی ۔

اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِ اٰیٰتُنَا قَالَ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ۝۱۵

ترجمه: کوم وخت چې واورؤلې شی دهٔ ته زمونږ آیتونه نو وائی دا خو دَ پخوانو نقل دے (زړې قصې دی) ف۱۰

ف۱۰: یعنی ځان لوئے اؤ خوش قسمته ګڼی ۔ په دې غرور کښې دَ الله دَ خبرو تکذیب کوی ۔ وائی چې دا خو دَ الله کلام نهٔ دے هسې پخوانۍ تاریخ قیصۍ دی ۔

سَنَسِمُهٗ عَلَی الْخُرْطُوْمِ۝۱۶

ترجمه: اوس به مونږ داغ ورکړو په په خړتم باندې ف۱۱

ف۱۱: وائی چې دَ مشرکانو یو سردار و ولید بن مغیره ، په هغهٔ کښې دا ټولې خبرې موجودې وې ۔ په پوزه داغ لګؤلو نه مطلب رسوا اؤ ذلیل کؤل دی ۔ اؤ کیدے شی چې دنیا کښې ېٔ هم په پوزه داسې داغ لګېدلے وی چې بدی ښکاری یا په آخرت کښې پرې لګی۔

اِنَّا بَلَوْنٰهُمْ كَمَا بَلَوْنَاۤ اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ١ۚ اِذْ اَقْسَمُوْا لَیَصْرِمُنَّهَا مُصْبِحِیْنَۙ۝۱۷

ترجمه: مونږ دوی وازمائیل لکه چې ازمائیلی مو وو دَ باغ خاوندان ف۱۲ کوم وخت چې ېٔ قسم وخوړو چې دَ باغ میوه به پرېکوو سحر وختی،

ف۱۲: یعنی دَ مال دولت اؤ اولاد ډېروالے څهٔ دَ مقبول کېدو علامه نهٔ ده ځکه چې دَ الله سره دَ دې څیزونو هېڅ قدر نشته نو دَ مکې مشرکان دې په مال دولت اؤ خپل ډېروالی باندې غاوره کیږی نه دا خو په دوی یو ازمېښت دے لکه په نورو قومونو چې شوے و۔

وَ لَا یَسْتَثْنُوْنَ۝۱۸

ترجمه: اؤ انشاء الله ېٔ ونهٔ وې ف۱۳

ف۱۳: څو وروڼه وو دَ پلار نه ورته میراث کښې یو باغ پاتې و چې دَ مېوو بوټی هم پکښې وو اؤ غله به ېٔ هم پکښې کرله۔ دَ ټول کور ګذاره پرې ښهٔ روانه وه۔ ژوند ېٔ په آرام تېرېدو ۔ دَ پلار ېٔ دا عادت و چې په کومه ورځ به غله رېبلے شوه یا به مېوه شوکېده نو دَ ښار غریبان فقیران به راجمع شو ۔ لږه لږه برخه به ېٔ ټولو ته ورکړه ۔ خېرات به ېٔ کؤلو نو په مال کښې به ېٔ برکت و ۔ دَ ځامنو لاس ته چې ېٔ اختیار راغلو نو هغوی دا خیال وکړو چې دا فقیران خو رانه په منټونو کښې ډېر مال خرابوی ۔ داسې چل به جوړ کړو چې فقیران هډو خبر نهٔ شی اؤ دَ هغوی برخه هم مونږ ته پاتې شی ۔ نو خپلو کښې ېٔ صلاح وکړه چې ډېر دوخته به باغ ته

لاړ شو فقیران چې خبریږی نو مونږ به هر څهٔ سنبال کړی وی اؤ په دې خپل تدبیر ېٔ دومره یقین و چې انشاء الله ېٔ ورسره هم ونهٔ وې ۔

فَطَافَ عَلَیْهَا طَآىِٕفٌ مِّنْ رَّبِّكَ وَ هُمْ نَآىِٕمُوْنَ۝۱۹

ترجمه: نو پېره واچؤله په هغې یو پېره اچؤنکی ستا دَ رب دَ طرف نه اؤ دوی اودهٔ پراتهٔ وو ،

فَاَصْبَحَتْ كَالصَّرِیْمِۙ۝۲۰

ترجمه: بیا سحر ته دغه باغ داسې و لکه پرېکړے شوے ف۱۴

ف۱۴: یعنی دَ شپې ورباندې یوه آفتینه سیلۍ راغله ۔ باغ ېٔ ټول ګډ وډ کړو ۔ مېوه څهٔ چې ونې ېٔ هم دَ ویخه وغورزؤلې۔

فَتَنَادَوْا مُصْبِحِیْنَۙ۝۲۱

ترجمه: بیا ېٔ یو بل ته آواز وکړو سحر وختی،

اَنِ اغْدُوْا عَلٰی حَرْثِكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰرِمِیْنَ۝۲۲

ترجمه: چې ځیٔ چې دوخته ځو پټی ته کهٔ میوه پرېکو

فَانْطَلَقُوْا وَ هُمْ یَتَخَافَتُوْنَۙ۝۲۳

ترجمه: بیا روان شو اؤ خپلو کښې ېٔ پټ پټ وې،

اَنْ لَّا یَدْخُلَنَّهَا الْیَوْمَ عَلَیْكُمْ مِّسْكِیْنٌۙ۝۲۴

ترجمه: چې دننه درنه رانهٔ شی نن ورځ یو فقیر هم ،

وَّ غَدَوْا عَلٰی حَرْدٍ قٰدِرِیْنَ۝۲۵

ترجمه: اؤ سحر وختی روان شو په منډه په زور کښې ف۱۵

ف۱۵: یعنی په دې یقین روان وو چې هر څهٔ به ځان ته قبضه کړو ، فقیرانو ته به هېڅ هم نهٔ ورکوو۔

فَلَمَّا رَاَوْهَا قَالُوْۤا اِنَّا لَضَآلُّوْنَۙ۝۲۶

ترجمه: بیا کوم وخت چې ېٔ باغ ولیدو وېٔ وې مونږ خو لار غلطه کړه ( دا خو زمونږ باغ نهٔ دے)

بَلْ نَحْنُ مَحْرُوْمُوْنَ۝۲۷

ترجمه: نه بلکې زمونږ خو نصیب میرات شو ف۱۶

ف۱۶: هغه باغ دَ ونو اؤ فصل نه داسې صفا شوے و چې دوی دا خیال وکړو چې تیارهٔ کښې مو لار خطا کړه دا خو زمونږ باغ نهٔ دے څهٔ شاړ غوندې ځاېٔ دے ۔ خو چې بیا ېٔ ښهٔ فکر وکړو نو په مخ سر ېٔ راکېښوې چې هائے مونږ خو تباه شو ۔ بدنصیبۍ رانه هر څهٔ یوړل۔

قَالَ اَوْسَطُهُمْ اَلَمْ اَقُلْ لَّكُمْ لَوْ لَا تُسَبِّحُوْنَ۝۲۸

ترجمه: مینځنی پکښې ووې ما درته نهٔ وو وئیلی چې ولې دَ الله ثنا نهٔ واییٔ ف۱۷

ف۱۷: مینځمے ورور ېٔ هوښیار و۔ هغهٔ ورته دَ مشورې په وخت هم وئیلی وو چې الله مهٔ هیرؤﺉ دَ فقیرانو برخهٔ مهٔ بندوﺉ۔ دَ الله احسان ومنیٔ اؤ دَ غریبانو برخه کښې کمے مهٔ راؤلیٔ۔ خو دَ هغهٔ خبره هېچا وانهٔ وریده ۔ نو دې هم غلے شو اؤ دَ ناکامه دَ نورو وروڼو ملګرے شو ۔ اوس چې ېٔ دا تباهی ولیده نو وار ېٔ پرې راغلو هغه خپلې خبرې ېٔ ورته یادې کړې چې ما درته نهٔ وو وئیلی چې بې انصافی اؤ ناشکری مهٔ کو ، دَ رب احسان ومنیٔ اؤ شکریه ادا کړﺉ۔

قَالُوْا سُبْحٰنَ رَبِّنَاۤ اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ۝۲۹

ترجمه: هغوی ووې پاک دے ذات زمونږ دَ رب بې شکه مونږ

وو ګنهګار ،

فَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَلَاوَمُوْنَ۝۳۰

ترجمه: بیا ېٔ مخونه واړؤل یو بل ېٔ ملامته کؤل ف۱۸ ،

ف۱۸: اوس ورته خپله ګناه معلومه شوه دَ غلطۍ اقرار ېٔ وکړو اؤ دَ الله نه ېٔ معافی وغوښته ۔ بیا لکه څنګه چې دَ مصیبت په وخت کښې عامه قاعده ده یو بل ېٔ ملامته کؤل شروع کړل۔ هر یو به په بل راړؤله چې دَ ستا په وجه راباندې دا مصیبت راغلو۔

قَالُوْا یٰوَیْلَنَاۤ اِنَّا كُنَّا طٰغِیْنَ۝۳۱

ترجمه: ووېٔ وې هائے زمونږ بد نصیبه مونږ دَ حد نه وتی وو،

عَسٰی رَبُّنَاۤ اَنْ یُّبْدِلَنَا خَیْرًا مِّنْهَاۤ اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا رٰغِبُوْنَ۝۳۲

ترجمه: شاید چې زمونږ رب مونږ ته دَ دې په بدل کښې دې نه بهتر باغ راکړی ، مونږ

دَ خپل رب نه طمع لرو ف۱۹

ف۱۹: په آخر کښې ټولو په جمعه اقرار وکړو چې واقعی مونږ زیاتے کؤلو چې دَ فقیرانو برخه مو وهله ۔ حرص په سر راخستی وو ۔ دَ سود سره مو سر هم بیلو۔ دا غلطی خو درنه وشوه اؤ دَ

هغې سزا مو وخوړه خو اوس مو هم دَ خپل رب نه طمع شته چې په خپل فضل اؤ رحمت به دَ دې باغ نه بل ښهٔ باغ راکړی اؤ دا ګناه به راته معاف کړی۔

كَذٰلِكَ الْعَذَابُ١ؕ وَ لَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَكْبَرُ١ۘ لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ۠۝۳۳

ترجمه: دغه شان راځی آفت ۔ اؤ دَ آخرت آفت خو دَ ټولو نه لوئے دے ، کهٔ دوی

پوهیدې ف۲۰

ف۲۰: یعنی دا خو په دنیا کښې دَ عذاب هسې یوه وړه غوندې نمونه ده دَ دې نه چا بچ نهٔ کړې شو نو دَ آخرت دَ غټ عذاب به څوک ځان خلاصؤلے شی ۔ کهٔ دَ چا عقل وی نو دَ دې نه به عبرت واخلی ۔

اِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ۝۳۴

ترجمه: بېشکه دَ پرهیزګارو دپاره خپل رب سره باغونه دی دَ نعمتونو ف۲۱

ف۲۱: یعنی دَ دنیا دَ باغ څهٔ غمونه کو ۔ دَ آخرت باغونه دَ دې نه ډېر ښهٔ دی ۔ ډېر نعمتونه دی پکښې چې پرهېزګارو دپاره ساتلی شوی دی۔

اَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِیْنَ كَالْمُجْرِمِیْنَؕ۝۳۵

ترجمه: آیا مونږ به برابر کړو تابعدار دَ ګنهګارو سره ،

مَا لَكُمْ١ٙ كَیْفَ تَحْكُمُوْنَۚ۝۳۶

ترجمه: په تاسو څهٔ وشو دا څنګه فیصله کو ف۲۲

ف۲۲: دَ مشرکانو دا خیال و چې اول خو قیامت شته نه اؤ کهٔ فرض کړه وی نو هلته به هم الله تعالیٰ په مونږ دَ مسلمانانو نه زیات مهربانه وی اؤ څنګه چې ېٔ په دنیا کښې مال و دولت اؤ آرام راحت دَ مسلمانانو نه زیات راکړے دے دغه شان به په قیامت کښې هم راکړی ۔ دَ دې غلطې عقیدې جواب ورکوی فرمائی چې دا څنګه کیدې شی؟ دَ دې مطلب خو دا شو چې دَ یو وفادار غلام چې هر وخت دَ خپل مالک هر حکم منی اؤ دَ هغهٔ دَ رضا خیال ساتی اؤ دَ یو مجرم اؤ نافرمانه غلام انجام دې یو شان شی ۔ بلکې مجرم اؤ نافرمانه به دَ وفادارو نه ښهٔ شی ۔ دا خو داسې څرګنده غلطه خبره ده چې هېڅ یو دَ عقل خاوند ېٔ نهٔ شی منلې۔

اَمْ لَكُمْ كِتٰبٌ فِیْهِ تَدْرُسُوْنَۙ۝۳۷

ترجمه: آیا تاسو سره څهٔ کتاب شته چې پکښې ولولیٔ ،

اِنَّ لَكُمْ فِیْهِ لَمَا تَخَیَّرُوْنَۚ۝۳۸

ترجمه: چې په هغې کښې ستاسو دپاره دی څهٔ چې تاسو خوښؤ ،

اَمْ لَكُمْ اَیْمَانٌ عَلَیْنَا بَالِغَةٌ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ١ۙ اِنَّ لَكُمْ لَمَا تَحْكُمُوْنَۚ۝۳۹

ترجمه: آیا تاسو زمونږ نه قسم اخستے دے رسیدونکے دَ قیامت تر ورځې پورې په دې خبره چې تاسو ته به درکؤلے شی څهٔ چې تاسو مقرر کو ،

سَلْهُمْ اَیُّهُمْ بِذٰلِكَ زَعِیْمٌۚۛ۝۴۰

ترجمه: تپوس وکړه دَ دوی نه کوم یو پکښې دَ دې خبرې ذمه اخلی ف۲۳

ف۲۳: یعنی دا خبره چې وفادار اؤ نافرمانه یو شان شی ظاهره ده چې دَ عقل اؤ فطرت خلاف ده بیا دَ دې په تائید کښې څهٔ نقلی دلیل هم تاسو سره نشته ۔ آیا تاسو چرته یو منلی شوی کتاب کښې دا خبره لوستې ده چې ستاسو هر خواهش به پوره کیږی اؤ څهٔ چې ستاسو زړهٔ غواړی هغه به خامخا کیږی اؤ کهٔ الله تعالیٰ تر قیامته قسم خوړلے دے چې ستاسو دَ زړهٔ هر خواهش به خامخا پوره کوی ۔ اؤ څنګه چې اوس په آرام اؤ راحته ییٔ تر قیامته به هم دغه شان په آرام اؤ راحته ییٔ ، هېڅ سخته به درباندې هېچرې نهٔ راځی ۔ څوک چې داسې دعویٰ کوی اؤ دَ دې دَ ثابتؤلو ذمه واری اخستے شی هغه رامخکښې کړ چې مونږ ووینو ، په کوم دلیل خبرې کوی اؤ څنګه ېٔ ثابتوی۔

اَمْ لَهُمْ شُرَكَآءُ١ۛۚ فَلْیَاْتُوْا بِشُرَكَآىِٕهِمْ اِنْ كَانُوْا صٰدِقِیْنَ۝۴۱

ترجمه: آیا دوی دپاره څوک څوک شریک شته نو را دې ولی خپل شریکان کهٔ دوی رښتونی وی ف۲۴

ف۲۴: یعنی کهٔ عقلی اؤ نقلی دلیل ورسره هېڅ هم نهٔ وی اؤ هسې دَ خپلو باطلو خدایانو په اسره مو دا خیال وی چې لوئے مرتبې به راکړی اؤ په هر څهٔ به مو خوشحاله کړی ځکه چې دَ الله تعالیٰ سره په خداییٔ کښې شریک دی نو هغه به ېٔ هر سفارش منی ۔ اؤ هر خواهش به ېٔ پوره کوی ۔ نو دَ دې دعوې دروغ رښتیا خو به مو هله معلوم شی چې دغه باطل خدایان دَ الله مقابلې ته مخامخ کړ اؤ هغوی خپل زور وچلوی خو یاد لر چې ستاسو دغه باطل معبودان دَ تاسو نه هم کمزوری دی ۔ هغوی خپل ځان نهٔ شی خلاصؤلے نو ستاسو به څهٔ امداد وکړی ۔

یَوْمَ یُكْشَفُ عَنْ سَاقٍ وَّ یُدْعَوْنَ اِلَی السُّجُوْدِ فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَۙ۝۴۲

ترجمه: په کومه ورځ چې څرګنده به کړې شی پنډۍ اؤ دوی به را وبللے شی سجدې کؤلو ته بیا به ېٔ نهٔ شی کؤلے ف۲۵

ف۲۵: دَ دې آیت تفسیر دَ امام بخاریؒ اؤ امام مسلمؒ په احادیثو کښې داسې راغلے دے چې دَ قیامت په میدان کښې به الله تعالیٰ خپله پنډۍ څرګنده کړی (ساق پنډۍ ته وئیلے شی) اؤ دا دَ الله تعالیٰ دَ خاصو صفاتو نه یو صفت دے چې دَ څهٔ مناسبت په وجه ورته دا الفاظ استعمال شوے دی لکه په قرآن کښې چې دَ یَدۡ اؤ وَجۡهِہ الفاظ راغلی دی ۔ دا متشابهات دی صحیح معنیٰ ېٔ یو الله ته معلومه ده مونږ ته ورباندې دغه شان ایمان راؤړل پکار دی ۔ بې پوهې اؤ بې تفصیله ۔ بس څهٔ چې ترې دَ الله مراد وی هغه حق دے لکه دَ الله تعالیٰ ذات ۔ وجود ، حیات ، سمع ۔ بصر وغیره صفاتو باندې چې مو ایمان دے اؤ پوره په حقیقت ېٔ نهٔ پوهېږو ۔ په دغه حدیث شریف کښې دی چې دَ دې ساق نُور ته به ټول مؤمنان سړی اؤ ښځې په سجده پرېوځی لېکن دَ منافق اؤ ریاکار به ملا نېغه تخته شی سجدې ته به نهٔ شی ټیټیدې ۔ اؤ چې دَ ریا کار اؤ منافق دا حال وی نو کافر خو ورته خود نهٔ شی کؤلے ۔ دا کار به په محشر کښې دې دپاره کؤلے شی چې مؤمنان اؤ منافقان ښهٔ واضح وپېژندې شی او هر څوک پرې خبر شی۔

تنبیه: په متشابهاتو مخکښې بحث شوے دے اؤ شاه عبد العزیز صاحب په خپل تفسیر کښې دَ دې آیت په تفسیر کښې ډېرې عجیبه عجیبه نکتې بیان کړے دی هغه دې وکتلے شی ۔

خَاشِعَةً اَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ١ؕ وَ قَدْ كَانُوْا یُدْعَوْنَ اِلَی السُّجُوْدِ وَ هُمْ سٰلِمُوْنَ۝۴۳

ترجمه: ټیټې به وی دَ دوی سترګې ف۲۶خور به وی ورباندې ذلّت ، اؤ اول دوی رابللے شو سجدې کؤلو ته اؤ دوی وو ښهٔ تکړه ف۲۷

ف۲۶: یعنی دَ شرمه به سترګې نهٔ شی پورته کؤلے سر به ېٔ ټیټ نیولے وی۔

ف۲۷: یعنی په دنیا کښې درته دَ سجدې حکم شوے و ۔ په هغه وخت ښهٔ روغ رمټ و اؤ په خپل اختیار مو سجده کؤلے شوه خو په اخلاص مو نهٔ کؤله نو دَ هغې دا نتیجه شوه چې اوس درنه دا طاقت واخستے شو ۔ کهٔ غواړ هم نهٔ شیٔ کؤلے ۔

فَذَرْنِیْ وَ مَنْ یُّكَذِّبُ بِهٰذَا الْحَدِیْثِ١ؕ سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِّنْ حَیْثُ لَا یَعْلَمُوْنَۙ۝۴۴

ترجمه: نو تهٔ پرېږده ما اؤ دغه خلق څوک چې دروغ ګڼی دغه خبرې،اوس ېٔ مونږ درجه په درجه داسې راکوزوو چې دوی به خبر هم نهٔ وی ف۲۸

ف۲۸: یعنی عذاب خو ېٔ یقینی دے خو کهٔ تر څهٔ وخته حصار شی نو خفه کېږه مه دَ دوی معامله ماته وسپاره زهٔ به ورسره وګورم ۔ په داسې طریقه به ېٔ دوزخ ته ورسوم چې خبر به هم نهٔ شی ۔ دوی به په خپل عېش و آرام کښې ډوب وی ۔ دَ آخرت نه به دغه شان غافل وی ناڅاپی به ېٔ نېټه پوره شی ( اؤ چې سترګې ېٔ پټې شی بیا به په دوزغ کښې پراتهٔ وی)

وَ اُمْلِیْ لَهُمْ١ؕ اِنَّ كَیْدِیْ مَتِیْنٌ۝۴۵

ترجمه: اؤ مهلت ورکوم دوی ته بېشکه زما داؤ پوخ دے ف۲۹

ف۲۹: یعنی زما لطیف اؤ پټ تدبیر داسې پوخ دے چې دا خلق پرې پوهېږی هم نه نو ځان به ترې څنګه خلاص کړی ۔

اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ اَجْرًا فَهُمْ مِّنْ مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُوْنَۚ۝۴۶

ترجمه: آیا تهٔ غواړې دَ دوی نه څهٔ حق چې په دوی دَ تاوان پیټے درنیږی،

اَمْ عِنْدَهُمُ الْغَیْبُ فَهُمْ یَكْتُبُوْنَ۝۴۷

ترجمه: اؤ کهٔ دوی ته څهٔ علم شته دَ غېبو چې دوی ېٔ لیکلی راؤړی ف۳۰

ف۳۰: یعنی دَ افسوس خبره ده چې دا خلق دغه شان دَ تباهۍ کندې ته روان دی اؤ ستا خبره نهٔ منی ځان نهٔ بچ کوی ۔ آخر دَ نهٔ منلو څهٔ وجه ده؟ آیا تهٔ په دې نصیحت دَ دوی نه څهٔ معاوضه ( تنخواه یا کمیشن وغېره) غواړې چې هغه پوره کؤل دوی ته ګران دی؟ اؤ کهٔ نه خپله دوی ته دَ غېبو خبرو نه اؤ دَ الله وحې راځی چې دوی ېٔ لکه دَ قرآن لیکی اؤ محفوظ کوی؟ نو ځکه ورته دَ ستا دَ تابعدارۍ ضرورت نشته ۔ آخر دَ انکار دپاره څهٔ وجه خو پکار ده کنه ۔ چې تهٔ ترې تنخواه هم نهٔ غواړې اؤ خپله پرې هم وحې نهٔ راځی نو بیا داسې بې پرواه ولې دی؟ دَ دې بغض اؤ عناد وجه بې دَ جهالت نه نور څهٔ کېدے شی؟

فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَ لَا تَكُنْ كَصَاحِبِ الْحُوْتِ١ۘ اِذْ نَادٰی وَ هُوَ مَكْظُوْمٌؕ۝۴۸

ترجمه: اوس تهٔ صبر کوه دَ خپل رب حکم ته اؤ مهٔ کېږه دَ مهی والا په شان ف۳۱ کوم وخت چې ېٔ آواز وکړو اؤ هغه دَ غصې نه ډک پک و ف۳۲

ف۳۱: یعنی دَ مهی په خیټه کښې پرېؤتونکی پېغمبر حضرت یونسؑ پشان دَ منکرانو په خبرو زړهٔ مهٔ تنګوه اؤ ځان مهٔ خفه کوه ۔ دا قصه مخکښې څو ځایه تېره شوے ده ۔

ف۳۲: یعنی قوم ته ېٔ زړهٔ دَ غصې نه ډک و ۔ په تلوار کښې ېٔ دَ عذاب پېشن ګوئی وکړه۔

تنبیه: دَ”مکظوم“ معنیٰ ځنو مفسرانو دَ غم نه ډک کړے ده ۔ په هغې کښې ګڼ غمونه راغلی وو ۔ یو(۱) دَ قوم ایمان نهٔ راؤړل ۔ بل(۲) عذاب دَ مقررې نېټې نه وروستو کېدل ۔ بل(۳) بې اجازته دَ ښار نه وتل ۔ بل(۴) دَ مهی په خېټه کښې قېد کېدل ۔ دَ دې ټولو غمونو نه ېٔ زړهٔ ډک شو اؤ تنګ شو نو الله ته ېٔ سوال وکړو ۔

لَآ اِلٰهَ اِلَّآ اَنۡتَ سُبۡحَانَكَ اِنِّیۡ کُنۡتُ مِنَ الظَّالِمِیۡنَ۔

الله پرې خپل فضل وکړو دَ مهی دَ خېټې نه ېٔ ژوندے ووېستو او دَ غمونو نه ېٔ خلاص کړو ۔

لَوْ لَاۤ اَنْ تَدٰرَكَهٗ نِعْمَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ لَنُبِذَ بِالْعَرَآءِ وَ هُوَ مَذْمُوْمٌ۝۴۹

ترجمه: کهٔ چرې نهٔ وې راټینګ کړے دَ ستا رب نو غورزؤلے شوے و په سره میره کښې ملامته ف۳۳

ف۳۳: یعنی کهٔ دَ دې نه پس پرې الله تعالیٰ نور فضل اؤ احسان نهٔ وې کړے نو مهی خو دَ خېټې نه په یو شاړه میره کښې غوزؤلے و اؤ هم هلته به ملامته پوروت و خو دَ الله تعالیٰ په خاص فضل دَ دې سخت امتحان نه بچ پاتې شو۔

فَاجْتَبٰىهُ رَبُّهٗ فَجَعَلَهٗ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ۝۵۰

ترجمه: بیا ورباندې احسان وکړو خپل رب نو کړو ېٔ په نېکانو کښې ف۳۴

ف۳۴: یعنی بیا ېٔ الله تعالیٰ مرتبه نوره هم اوچته کړه اؤ دَ ډېرو نېکانو اؤ صالحانو په ټولی کښې ېٔ داخل ولرلو ، په حدیث شریف کښې حضور فرمائیلی دی چې هېڅوک دې دا نهٔ وائی چې زهٔ دَ یونس بن متٰیؑ نه بهتر یم ۔

وَ اِنْ یَّكَادُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَیُزْلِقُوْنَكَ بِاَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَ یَقُوْلُوْنَ اِنَّهٗ لَمَجْنُوْنٌۘ۝۵۱

ترجمه: اؤ کافران خو لګیا دی کوشش کوی چې وښویوی تا په خپلو نظرونو سره کوم وخت چې اوری قرآن اؤ وائی دا خو لېونے دے ف۳۵

ف۳۵: یعنی چې قرآن واؤری نو دَ غصې نه ډک شی اؤ داسې نېغ نېغ درته ګوری چې لکه په دې نظر به دې دَ دې ځاېٔ نه اخوا کړی په خوله هم ګډې وډې شروع کړی ۔ وائی چې دا سړے خو لېونے دے ، دَ دهٔ خبرې دَ اورېدو قابلې نهٔ دی ۔ مطلب ېٔ دا دے چې په دې چل تا وار خطا کړی اؤ دَ خپل کار نه دے وباسی خو تهٔ دَ دوی خبرې مهٔ اوره اؤ ښهٔ په صبر اؤ استقلال سره خپل تبلیغ کوه اؤ دَ زړهٔ تنګېدو په وجه په څهٔ کار کښې تادی یا سستی مهٔ کوه۔

تنبیه: ځنې مفسرانو دَ ” لَیُزۡلِقُوۡنَكَ بِاَبۡصَارِهِمۡ “ مطلب دا لیکلے دے چې کافرانو ځنې مشهور نظرباز دې ته تیار کړی وو چې حضور اکرم ته نظر واچوی (دَ نظره ېٔ کړی) اؤ په دې طریقه ورته څهٔ نقصان ورسوی ۔ نبی کریم دَ قرآن شریف تلاوت کؤلو ، دغې نظربازو پوره کوشش وکړو چې دَ خپل نظر اثر په حضور واچوی خو هغوی ”لَا حَوۡلَ وَ لَا قُوَّۃَ اِلَّا بِاللہِ “ ووې اؤ دَ هغوی ټول کوششونه بې کاره شول ، په حضور ېٔ هېڅ اثر ونهٔ کړې شو ۔ باقی دا چې دَ نظر څهٔ اثر شته اؤ کهٔ نهٔ شته ۔ دا ځاېٔ دَ دې بحث نهٔ دے ۔ اؤ نن صبا خو ”مسمریزم“ نه یو مستقل فن جوړ شوے دے اؤ ټوله دنیا ېٔ منی نو اوس په دې بحث وخت خرابؤل عبث دی ۔

وَ مَا هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعٰلَمِیْنَ۠۝۵۲

ترجمه: اؤ دا قرآن خو نصیحت دے دَ ټولې دنیا خلقو ته ف۳۶

ف۳۶: یعنی قرآن خو دَ نصیحت نه ډک دے ۔ آخر په دې کښې دَ لېونتوب خبره کومه یوه ده چې تاسو ما ته مجنون واییٔ ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوۡرَۃُ الۡحَاقَّۃَ مَکِّیَّۃٌ وَ هِیَ اثۡنَتَانِ وَ خَمۡسُوۡنِ اٰیَۃً وَّ فِیۡہَا رُکُوۡعَانِؔ

ترجمه: سورة حآقه مکه کښې نازل شوے دے ، په دې کښې دوه پنځوس آیتونه اؤ دوه رکوع دی۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله په نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے

اَلْحَآقَّةُۙ۝۱

ترجمه: هغه یقینی راتلونکے ،

مَا الْحَآقَّةُۚ۝۲

ترجمه: څهٔ شے دے هغه یقینی راتلونکے ف۱

ف۱: یعنی هغه دَ قیامت نېټه چې دَ هغې راتلهٔ دَ الله په علم کښې دَ ازل نه مقرر دی په هغه وخت کله چې حق و باطل بالکل صفا ښکاره شی اؤ هېڅ شک پکښې پاتې نهٔ شی اؤ دَ هغې دَ وجود نه انکار کؤنکی ټول مغلوب شی ۔ تهٔ څهٔ خبر ېٔ چې دَ دې وخت صحیح حقیقت څهٔ دے اؤ په دې کښې به څهٔ حال وی ۔

وَ مَاۤ اَدْرٰىكَ مَا الْحَآقَّةُؕ۝۳

ترجمه: اؤ تا څهٔ سوچ وکړو چې څهٔ دے هغه یقینی راتلونکے ف۲

ف۲: یعنی یو ډېر غټ هوښیار سړے کهٔ هر څومره غور و فکر وکړی نو دَ دغې ورځې هغې هیبتناک حالت اؤ سختې ته ېٔ پوره پوره فکرنهٔ شی رسېدې ۔ البته فکر ته دَ نژدې کېدو دپاره دَ مثال په طور ځنې واقعات مخکښې بیانیږی چې دا واقعات په دنیا کښې دَ هغې لوېٔ ورځې دَ سختې څهٔ معمولی غوندې نقشه پېش کوی ۔ دَ دې وړو وړو واقعاتو نه دَ هغې واقعې اندازه لګېدے شی ۔

كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ وَ عَادٌۢ بِالْقَارِعَةِ۝۴

ترجمه: دروغ وګڼله ثمود اؤ عاد هغه ټکوؤنکے ف۳

ف۳: یعنی دَ عاد و ثمود قوم هغه لویه ورځ دروغ ګڼله چې زمکه آسمان اؤ نمر ، سپوږمۍ ، غرونه اؤ بنیادم هر څهٔ به ورکښې دل شی ۔ نو اوس وګور چې دَ دغه قومونو حال څهٔ شو۔

فَاَمَّا ثَمُوْدُ فَاُهْلِكُوْا بِالطَّاغِیَةِ۝۵

ترجمه: نو کوم چې ثمود وو تباه کړې شو په یو سخت آواز ف۴

ف۴: یعنی یو سخت جکړ چې پکښې مهیب آواز و په یو دم کښې ېٔ هر څهٔ لاندې باندې کړل۔

وَ اَمَّا عَادٌ فَاُهْلِكُوْا بِرِیْحٍ صَرْصَرٍ عَاتِیَةٍۙ۝۶

ترجمه: اؤ کوم چې عادیان وو تباه کړې شو په یو یخه شغېدلې سیلۍ چې وته دَ قابو نه ف۵

ف۵: یعنی هغه سیلۍ دومره تېزه وه چې دَ هېڅ مخلوق په قبضه کښې نهٔ راتله تردې چې دَ هغه فرښتو دَ لاس نه هم وته کومې چې دَ هوا په انتظام مقرر دی ۔

سَخَّرَهَا عَلَیْهِمْ سَبْعَ لَیَالٍ وَّ ثَمٰنِیَةَ اَیَّامٍ١ۙ حُسُوْمًا١ۙ فَتَرَی الْقَوْمَ فِیْهَا صَرْعٰی١ۙ كَاَنَّهُمْ اَعْجَازُ نَخْلٍ خَاوِیَةٍۚ۝۷

ترجمه: مقرر ېٔ کړه په دوی باندې اوه (۷) شپې اؤ اتهٔ (۸) ورځې په مخه بیا به تهٔ وینې چې دا خلق پکښې وغورزېدل لکه چې دَ کجورو ډډې تنې وی ف۶

ف۶: یعنی دَ کوم قوم چې دا دعویٰ وه ”مَنۡ اَشۡدُّ مِنَّا قُوَّۃ “ ( زمونږ نه زیات طاقتور څوک دی) دغې قوم دَ هغې هوا هېڅ مقابله ونهٔ کړې شوه ۔ اؤ غټ غټ پهلوانان دَ سیلۍ څپېړو داسې پړمخې وغورزؤل لکه دَ زړې کجورې ډډه سټه چې پرته وی ۔

فَهَلْ تَرٰی لَهُمْ مِّنْۢ بَاقِیَةٍ۝۸

ترجمه: نو آیا تهٔ وینې په هغوی کښې څوک بچ پاتې ف۷

ف۷: یعنی دغه قوم دَ زمکې دَ مخ نه داسې ورک شو چې تخم ېٔ هم پاتې نهٔ شو۔

وَ جَآءَ فِرْعَوْنُ وَ مَنْ قَبْلَهٗ وَ الْمُؤْتَفِكٰتُ بِالْخَاطِئَةِۚ۝۹

ترجمه: اؤ راغلو فرعون اؤ کوم چې دَ هغهٔ نه مخکښې وو دَ اوړېدلو کلو والا ګناهونه کوؤنکی ،

فَعَصَوْا رَسُوْلَ رَبِّهِمْ فَاَخَذَهُمْ اَخْذَةً رَّابِیَةً۝۱۰

ترجمه: بیا ېٔ نافرمانی وکړه دَ خپل رب دَ رسول نو راؤ ېٔ نیؤل په سختو رانیؤلو ف۸

ف۸: یعنی دَ عاد اؤ ثمود نه پس دَ فرعون قوم ډېر مضبوط و اؤ ډېرې زیاتې خبرې به ېٔ کؤلے اؤ دَ دوی نه مخکښې نور ډېر مجرمان قومونه تېر شوی دی لکه دَ نوحؑ قوم ، دَ شعیبؑ قوم، دَ لوطؑ قوم ۔ دې ټولو دَ خپل خپل پېغمبر نافرمانی کړے ده اؤ ټول په عذاب ګرفتار شوی اؤ تباه شوی دی ۔ دَ الله ګرفت ډېر سخت دے هغې ته هېڅوک نهٔ شی ټینګیدې ۔

اِنَّا لَمَّا طَغَا الْمَآءُ حَمَلْنٰكُمْ فِی الْجَارِیَةِۙ۝۱۱

ترجمه: کوم وخت چې اوبو غولۍ ووهلې بار مو کړ تاسو په روانه کشتۍ کښې

لِنَجْعَلَهَا لَكُمْ تَذْكِرَةً وَّ تَعِیَهَاۤ اُذُنٌ وَّاعِیَةٌ۝۱۲

ترجمه: چې وګرځوو دغه واقعه یادګار ستاسو دپاره اؤ یاد وساتیٔ دغه خبره یاد لرونکی غوږونه ف۹

ف۹: یعنی دَ نوحؑ په قوم چې دَ اوبو طوفان راغلو نو په ظاهری اسبابو دَ دغې طوفان نه یو بنیادم هم نهٔ شو بچ کېدې ۔ دا خو زمونږ عظیم فضل اؤ لوئے احسان و چې مجرمان مو غرق کړل اؤ نوحؑ مو دَ خپلو تابعدارو ایماندار سره دَ ډوبېدو نه بچ کړو کهٔ زمونږ خاص فضل نهٔ وې نو په دومره عظیم طوفان کښې یو معمولی غوندې کشتۍ دَ ډوبېدو نه کله بچ کېدې شوه ۔ دا مو خلقو ته دَ خپل قدرت یوه نمونه ښیٔله چې تر قیامته ېٔ خلق یاد لری اؤ عبرت ترې اخلی ۔ اؤ دَ چا تر غوږو چې یوه معقوله خبره ورسی اؤ هغه ېٔ یاده وساتی نو دا خبره به هېچرې هېره نهٔ کړی چې په یوه زمانه کښې الله تعالیٰ په مونږ داسې غټ احسان کړے دے اؤ په دې پوهه شی چې څنګه ېٔ په دې سخته کښې مؤمنان بچ کړل دغه شان دَ قیامت په سخته ورځ هم ایماندار دَ سختې نه بچ کؤلے شی ۔ په دغه مناسبت مخکښې بیا دَ قیامت دَ ورځې څهٔ سختې بیانیږی۔

فَاِذَا نُفِخَ فِی الصُّوْرِ نَفْخَةٌ وَّاحِدَةٌۙ۝۱۳

ترجمه: نو کوم وخت چې پوک وهلې شی شپېلۍ په یو ځل پوک وهلو ،

وَّ حُمِلَتِ الْاَرْضُ وَ الْجِبَالُ فَدُكَّتَا دَكَّةً وَّاحِدَةًۙ۝۱۴

ترجمه: اؤ پورته کړې شی زمکه اؤ غرونه بیا میده کړې شی په یو ځل ،

فَیَوْمَىِٕذٍ وَّقَعَتِ الْوَاقِعَةُۙ۝۱۵

ترجمه: نو هم په دغه ورځ به وشی هغه یقینی کېدونکے واقعه ف۱۰

ف۱۰: یعنی دَ شپېلۍ وهلو سره به زمکه اؤ غرونه دَ خپلو ځایونو نه بې ځایه شی اؤ بیا به ټول یکدم رېزه رېزه شی بس هم دغه وخت دے ۔

وَ انْشَقَّتِ السَّمَآءُ فَهِیَ یَوْمَىِٕذٍ وَّاهِیَةٌۙ۝۱۶

ترجمه: اؤ وبه شلېږی آسمان نو هغه به په دغه ورځ خور وور شی ،

وَّ الْمَلَكُ عَلٰۤی اَرْجَآىِٕهَا١ؕ وَ یَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ یَوْمَىِٕذٍ ثَمٰنِیَةٌؕ۝۱۷

ترجمه: اؤ فرښتې به وی دَ هغې په غاړو ف۱۱ اؤ پورته به کړی ستا دَ رب تخت په ځان باندې په دغه ورځ اتهٔ فرښتې ف۱۲

ف۱۱: یعنی کوم آسمان چې دومره مضبوط اؤ محکم دے چې کروړونو کاله کښې پکښې چرته سورے نهٔ دے شوې نهٔ پکښې څهٔ فرق راغلې دے دا به په دغه ورځ ټوټې ټوټې شی ، وبه شلیږی اؤ کوم وخت چې مینځ نه په شلیدو شی نو فرښتې به ېٔ غاړو ته غونډې شی ۔

ف۱۲: اوس دَ الله تعالیٰ عظیم تخت عرش څلورو فرښتو پورته کړے دے ۔ دَ دې فرښتو دَ طاقت اؤ لوی والی علم بس یو الله ته دے ۔ دَ قیامت په ورځ به ورسره څلور فرښتې نورې هم ملګری شی ۔ اتو (۸) فرښتو به پورته کړے وی ۔ په تفسیر عزیزی کښې دَ دې شمار حکمت اؤ دَ دې فرښتو په حقیقت ډېر باریک تفصیل بحث شوې دے ، دَ چا چې شوق وی هغې کښې دې ېٔ وګوری۔

یَوْمَىِٕذٍ تُعْرَضُوْنَ لَا تَخْفٰی مِنْكُمْ خَافِیَةٌ۝۱۸

ترجمه: په دغه ورځ به (خپل رب ته ) مخامخ کؤلے شی پټ به پاتې نهٔ شی ستاسو هېڅ پټ کار ف۱۳ ،

ف۱۳: یعنی په دغه ورځ به ټول دَ الله په دربار کښې حاضرېږ اؤ دَ هېچا یوه ذره نېکی یا بدی به پټه نهٔ پاتې کیږی ، هر څهٔ به ښکاره شی اؤ هرچاته به دَ خپل عمل پوره پوره بدله ورکړې شی۔

فَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِیَمِیْنِهٖ١ۙ فَیَقُوْلُ هَآؤُمُ اقْرَءُوْا كِتٰبِیَهْۚ۝۱۹

ترجمه: نو چا ته چې ورکړې شوه خپله عملنامه په ښی لاس نو هغه به وائی راشیٔ اؤ لولیٔ زما عملنامه ف۱۴

ف۱۴: یعنی چا ته چې په دغه ورځ خپله عملنامه په ښی لاس ورکړې شوه اؤ دا دَ نېکۍ اؤ کامیابۍ علامه ده ۔ نو هغه به دَ ډېرې خوشحالۍ نه خلقو ته چغې وهی چې راشیٔ زما عملنامه وګورﺉ۔

اِنِّیْ ظَنَنْتُ اَنِّیْ مُلٰقٍ حِسَابِیَهْۚ۝۲۰

ترجمه: ما دَ دې خیال ساتلې و چې ماته به راکؤلے شی زما حساب ف۱۵ ،

ف۱۵: یعنی زما سره په دنیا کښې دا غم و چې یوه ورځ به راسره حساب کیږی نو ځکه ویرېدم اؤ دَ ناکاره کارونو نه مې ځان ساتلو ۔ دَ هغې نتیجه دا شوه چې په نن ورځ دَ سختې نه بچ شوم اوس زما حساب بالکل صفا دے ۔

فَهُوَ فِیْ عِیْشَةٍ رَّاضِیَةٍۙ۝۲۱

ترجمه: نو هغوی دی دَ خپلې خوښې په مزو کښې،

فِیْ جَنَّةٍ عَالِیَةٍۙ۝۲۲ قُطُوْفُهَا دَانِیَةٌ۝۲۳

ترجمه: په اوچتو باغونو کښې چې مېوې ېٔ راټیټې دی ف۱۶

ف۱۶: مېوې به ېٔ دومره راټیټې وی چې په ناستی ، ملاستی هر حالت کښې به ېٔ راشوکؤل آسان وی۔

كُلُوْا وَ اشْرَبُوْا هَنِیْٓـًٔۢا بِمَاۤ اَسْلَفْتُمْ فِی الْاَیَّامِ الْخَالِیَةِ۝۲۴

ترجمه: خور څښیٔ په مزه په بدله دَ هغه (نېکو) کښې چې تاسو وړاندې

راستؤلی دی په تېرو ورځو کښې ف۱۷

ف۱۷: یعنی تاسو په دنیا کښې دَ الله دَ رضا دپاره دَ خپل نفس خواهشونه پریٔښی وو ۔ لوږې ، تندې اؤ تکلیفونه مو تېر کړی وو دَ هغې په بدل کښې درته نن بالکل آزادی ده چې څومره خور اؤ څهٔ خور ښهٔ په مړه ګېډه ېٔ خور هېڅ تکلیف به درته نهٔ وی ۔ دلته نهٔ بد هضمی شته نهٔ بیماری اؤ نهٔ څهٔ بل غم۔

وَ اَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِشِمَالِهٖ١ۙ۬ فَیَقُوْلُ یٰلَیْتَنِیْ لَمْ اُوْتَ كِتٰبِیَهْۚ۝۲۵

ترجمه: اؤ چا ته چې ورکړې شوه خپله عملنامه په ګس لاس نو وائی به ارمان دے کهٔ نهٔ وې راکړې شوے خپله عملنامه ،

وَ لَمْ اَدْرِ مَا حِسَابِیَهْۚ۝۲۶

ترجمه: اؤ خبر نهٔ وې چې زما حساب څنګه دے ،

یٰلَیْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِیَةَۚ۝۲۷

ترجمه: ارمان دے کهٔ دې مرګ ختم کړے وې ،

مَاۤ اَغْنٰی عَنِّیْ مَالِیَهْۚ۝۲۸

ترجمه: هېڅ فائده رانهٔ کړه ماته خپل مال،

هَلَكَ عَنِّیْ سُلْطٰنِیَهْۚ۝۲۹

ترجمه: برباد شو رانه خپل حکومت ف۱۸

ف۱۸: اؤ چا ته چې عملنامه دَ شا مخې په ګس لاس کښې ورکړې شی هغه به پوهه شی چې بد بختی مې راغله نو هغه وخت به ارمانونه کوی چې ارمان دے که ماته عملنامه هډو راکړې شوے نهٔ وې اؤ زهٔ هډو خبر نهٔ وې چې حساب کتاب څهٔ وی ۔ ارمان دے کهٔ زهٔ بیا نهٔ وې پیدا شوے اؤ مرګ مې قصه خلاصه کړے وې ۔ هاۓ افسوس زما مال دولت ، عزت اؤ حکومت هېڅ پکار را نهٔ غلو، دلته اوس نهٔ مال شته نهٔ څهٔ دلیل چلیږی اؤ نهٔ عذر قبلیږی۔

خُذُوْهُ فَغُلُّوْهُۙ۝۳۰

ترجمه: وې نیسیٔ په غاړه کښې ورته پړے واچوﺉ،

ثُمَّ الْجَحِیْمَ صَلُّوْهُۙ۝۳۱

ترجمه: بیا ېٔ اور ته ور وولیٔ ،

ثُمَّ فِیْ سِلْسِلَةٍ ذَرْعُهَا سَبْعُوْنَ ذِرَاعًا فَاسْلُكُوْهُؕ۝۳۲

ترجمه: بیا ېٔ په یو زنځیر کښې چې وږدوالے ېٔ اویا(۷۰) ګزه دے کلک وتړ ف۱۹

ف۱۹: فرښتو ته به حکم وشی چې وېٔ ښیٔ ۔ غاړه کښې ورته زنځیرونه واچو اؤ دوزخ ته ېٔ راکاږ اؤ په اویا (۷۰) ګزه اوږد زنځیر کښې ېٔ داسې بند په بند وتړ چې رپ نشی وهلې ۔ په حرکت کؤلو اؤ خوزېدو راخوزېدو هم بنده تکلیف کښې لږ کمے محسوسوی نو په دوزخیانو دغه هومره راحته هم بنده ده ۔ خوزېدې به هم نشی ۔ ( خو چې څنګه ېٔ فرښتې اور ته ګوزار کړی هغه شان به پکښې پروت وی ، حرکت به هم نهٔ شی کؤلے)

تنبیه: دَ ګز نه دَ هغه ځاېٔ ګز مراد دے اؤ دَ هغې اوږدوالے یو الله ته معلوم دے ۔

اِنَّهٗ كَانَ لَا یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ الْعَظِیْمِۙ۝۳۳

ترجمه: بېشکه دهٔ یقین نهٔ کؤلو په الله چې دَ ټولو نه لوئے دے ،

وَ لَا یَحُضُّ عَلٰی طَعَامِ الْمِسْكِیْنِؕ۝۳۴

ترجمه: اؤ تاکید به ېٔ نهٔ کؤلو دَ فقیرانو په خوراک ف۲۰

ف۲۰: یعنی دهٔ نهٔ په دنیا کښې الله پېژندو اؤ نهٔ ېٔ دَ الله دَ بندیانو حق پېژندو۔ غریب محتاج سره ېٔ خپله هم هېڅ امداد نهٔ کؤلو اؤ بل چا ته ېٔ هم دَ دې ترغیب نهٔ ورکؤلو ۔ اؤ چې په الله ېٔ یقین نهٔ و نو خلاصے ېٔ چرته دے؟ اؤ چې دَ نېکۍ پوټے کار ېٔ نهٔ و کړے نو په عذاب کښې دَ کمی ېٔ هم څهٔ صورت نشته۔

فَلَیْسَ لَهُ الْیَوْمَ هٰهُنَا حَمِیْمٌۙ۝۳۵

ترجمه: نو نشته دَ دهٔ نن ورځ دلته څوک دوست ف۲۱

ف۲۱: هر کله چې الله ېٔ دوست نهٔ دے نو بل دوست ېٔ دَ کومې راشی چې دَ عذاب نه ېٔ بچ کړی یا ورته په دې سخته کښې څهٔ تسلی ورکړی۔

وَّ لَا طَعَامٌ اِلَّا مِنْ غِسْلِیْنٍۙ۝۳۶

ترجمه: اؤ نهٔ څهٔ خوراک مګر دَ زخمونو وینځونے،

لَّا یَاْكُلُهٗۤ اِلَّا الْخَاطِـُٔوْنَ۠۝۳۷

ترجمه: نهٔ به خوری دا شے هېڅوک مګر هم دغه ګنهګار ف۲۲

ف۲۲: په خوراک هم بنده ته آرام اؤ طاقت رسی نو دَ دوزخیانو دپاره داسې خوراک هم نشته چې څهٔ راحته اؤ طاقت ورکړی ، البته دَ زخمونو زوې به ورکؤلے شی چې بې دَ مجرمانو نه ېٔ بل هېڅوک نهٔ شی خوړې هغوی به ېٔ هم دَ ډېرو ولوږو اؤ تندو دَ لاسه په دې خیال وخوری چې شاید څهٔ فائده راکړی خو وروستو به ورته پته ولګی چې دَ دې خوراک عذاب دَ ولوږې دَ هغه تکلیف نه سخت و (خداېٔ مو دې ترې وساتی)

فَلَاۤ اُقْسِمُ بِمَا تُبْصِرُوْنَۙ۝۳۸

ترجمه: نو زهٔ قسم خورم په هغه څیزونو چې تاسو ېٔ وینیٔ ،

وَ مَا لَا تُبْصِرُوْنَۙ۝۳۹

ترجمه: اؤ په هغه څیزونو چې تاسو ېٔ نهٔ وینیٔ ،

اِنَّهٗ لَقَوْلُ رَسُوْلٍ كَرِیْمٍۚۙ۝۴۰

ترجمه: دا وینا ده دَ یو پېغام راوړونکی سردار ف۲۳

ف۲۳: یعنی دا دوزخ اؤ جنت کومې خبرې چې درته وشوې دا دَ شاعرانو ګپ نهٔ دے اؤ نهٔ دَ کاهنانو ګډې وډې دی بلکې دَ الله کلام دے چې دَ آسمان نه یو پاکې فرښتې یو پاک پېغمبر ته راؤړے دے اؤ هغهٔ بنیادمو ته رسؤلے دے نو دواړه استاذی پاک اؤ لوی دی ۔ یعنی دَ یو پېغمبر پاکی اؤ لوئی خو تاسو په خپلو سترګو وینیٔ اؤ دَ بل پاکی اؤ لوئی دَ دې پاک پېغمبر دَ خولې معلومه شوه۔

تنبیه: په دنیا کښې دوه قسمه څیزونه دی ، یو خو هغه چې په سترګو لیدې شی اؤ بل هغه چې په سترګو نهٔ شی لیدې لېکن دَ عقل اؤ دلیل په ذریعه ېٔ بنیادم په منلو مجبور وی ۔ لکه مونږ کهٔ هر څومره ورته په غور وګورو دا نهٔ شو لیدې چې زمکه حرکت کوی اؤ دَ نمر نه چاپېره چورلی لېکن سائنسدانو په دلیلونو ثابته کړے ده چې زمکه حرکت کوی نو مونږ مجبور یو چې دَ خپل نظر غلطی ومنو اؤ دَ دې هوښیارانو عالمانو خبره تسلیم کړو لېکن غم دا دے چې مونږ کښې دَ هېچا عقل هم دَ غلطو نه پاک نهٔ دے۔ آخر دَ دې غلطو اصلاح به څنګه کیږی؟ بس په ټوله دنیا کښې یو ”وحی الهٰی“ داسې شے دے چې دَ غلطو نه پاک دے ۔ دَ ټولو عقلی طاقتونو دَ غلطو اصلاح په دې ذریعه کېدې شی ۔ نو کوم ځاېٔ کښې چې حواس کار نهٔ کوی هلته دَ عقل نه کار اخستې شی اؤ په کوم میدان کښې چې عقل هم پاتې شی ټکره وخوری نو دغه ځاېٔ کښې دَ الله وحې دَ بنیادم امداد کوی اؤ دَ غلطو نه ېٔ بچ کوی صحیح لار ورته ښیٔ ۔ شاید چې په دغه وجه دلته په ” مَا تُبۡصِرُوۡنَ وَ مَالَا تُبۡصِرُوۡنَ“ قسم خوړلې شوے دے ۔ چې دَ جنت اؤ دوزخ کوم واقعات چې مخکښې آیتونو کښې بیان شو ۔ دا واقعات دَ محسوساتو دَ دائرې نه بهر دی ځکه ستاسو په عقل کښې نهٔ راځی ۔ نو دَ لیدونکیو اؤ نهٔ لیدونکیو څیزونو دَ تقسیم نه اندازه ولګو چې څنګه چې تاسو په نظر نهٔ راتلونکی څیزونه دَ عقل په زور معلومو اؤ منیٔ ۔ دغه شان دا هم دَ پاک رسول کلام دے چې دَ الله دَ وحې په ذریعه تاسو ته ستاسو دَ حواسو اؤ عقل نه بهر خبرو خبر دوکوی ۔ نو څنګه چې تاسو ډېر په نظر نهٔ راتلونکی (غېر محسوس) څیزونه بلکې دَ عامو حواسو نه مخالف څیزونه دَ خپل عقل یا دَ بل دَ عقل په وجه منیٔ ۔ نو ځنې ډېرې اوچتې خبرې کهٔ دَ پاک رسول دَ وینا په وجه ومنیٔ نو دې کښې څهٔ اشکال دے؟

وَّ مَا هُوَ بِقَوْلِ شَاعِرٍ١ؕ قَلِیْلًا مَّا تُؤْمِنُوْنَۙ۝۴۱

ترجمه: اؤ نهٔ ده دا وینا دَ یو شاعر ، تاسو ډېر لږ یقین کو ف۲۴

ف۲۴: یعنی قرآن کریم دَ الله کلام کېدلو په نسبت کله کله خو دَ یقین څهٔ رڼا دَ ستاسو په زړونو کښې پیدا شی خو ډېره کمه ۔ دومره چې دَ نجات دپاره کافی نهٔ ده ۔ آخر دا لږه رڼا هم تاسو په دې دَ زړهٔ نه وباسیٔ چې دَ شاعر کلام ورته وواییٔ ۔ نو آیا تاسو واقعی په انصاف سره دا وئیلی شیٔ چې دا قرآن دَ چا شاعر کلام دے؟ په شعر کښې خو وزن اؤ بحر ضروری دے اؤ دَ قرآن په آیتونو کښې نهٔ وزن شته اؤ نهٔ بحر ۔ دَ شاعرانو کلام کښې حقیقت نهٔ وی اکثر خالص وهم اؤ خیال وی اؤ په قرآن کریم کښې ټول منلی شوی په مضبوطو اصولو اؤ قطعی دلیلونو صفا صفا بیان شوی دی (غرض دا چې دَ شعر سره ېٔ هېڅ مناسبت نشته)

وَ لَا بِقَوْلِ كَاهِنٍ١ؕ قَلِیْلًا مَّا تَذَكَّرُوْنَؕ۝۴۲

ترجمه: اؤ نهٔ دے دا قول دَ پېریانی ، تاسو ډېر لږ سوچ کو ف۲۵

ف۲۵: یعنی کهٔ پوره سوچ مو وکړو نو درته به معلومه شی چې دا قرآن دَ یو کاهن کلام هم نهٔ دے ۔ کاهن په عربو کښې داسې سړی ته وئیلی شو دَ چا چې به دَ پېریانو دېوانو سره تعلق یا څهٔ مناسبت و ۔ پېریانو به ورته دَ غېبو ځنې خبرونه راؤړل اؤ هغوی به په مقفی اؤ مسجع الفاظو کښې خپلو مریدانو ته اورؤل ۔ لېکن دَ پېریانو کلام کښې داسې اعجاز نشته چې هغه شان کلام دې بل هېڅوک جوړ نهٔ کړې شی، بلکې یو پېری چې به څنګه کلام یو کاهن ته وښیٔلو بل پېری به هم هغه شان کلام بل کاهن ته وښیٔلو ۔ اؤ دا قرآن داسې معجز کلام دے چې کهٔ ټول پېریان اؤ بنیادم راجمع شی هم دَ دې په شان یوه جمله نشی جوړؤلے ۔ بل دا چې دَ کاهنانو په کلام کښې دَ قافیې اؤ سجع برابرؤلو دپاره ډېر لفظونه بې فائدې اؤ بې مطلبه هم راغلی وی۔ اؤ په قرآن کښې یو حرف هم بې ځایه اؤ بې مطلبه نشته ۔ بیا دَ کاهنانو کلام کښې یو څو مبهمې اؤ جزوی خبرې وی ۔ لېکن علمی حقیقتونه بیانؤل ۔ دَ دین اؤ شریعت دَ اصولو اؤ قاعدو اؤ دَ دنیا و آخرت دَ دستور اؤ آئین نه خبرېدل اؤ دَ فرښتو اؤ آسمانونو پټ رازونه معلومؤل دَ هغوی دَ وس کار نهٔ دے اؤ قرآن کریم هم دَ دغه خبرو نه ډک دے ۔

تَنْزِیْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ۝۴۳

ترجمه: دا نازل کړې شوے دے دَ ټول جهان دَ رب ف۲۶

ف۲۶: دا دَ الله نازل کړے کلام دے ځکه پکښې دَ ټول جهان دَ تربیت اؤ محکم اصول بیان شوی دی۔

وَ لَوْ تَقَوَّلَ عَلَیْنَا بَعْضَ الْاَقَاوِیْلِۙ۝۴۴

ترجمه: اؤ کهٔ دهٔ جوړه کړے وې په مونږ څهٔ خبره،

لَاَخَذْنَا مِنْهُ بِالْیَمِیْنِۙ۝۴۵

ترجمه: بیا به مونږ راټینګ کړے و دَ دهٔ ښے لاس ،

ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِیْنَ٘ۖ۝۴۶

ترجمه: بیا به مو ضرور پرېکړے و دَ دهٔ څټ،

فَمَا مِنْكُمْ مِّنْ اَحَدٍ عَنْهُ حٰجِزِیْنَ۝۴۷

ترجمه: بیا په تاسو کښې داسې هېڅوک نشته چې دې ېٔ بچ کړے وې ف۲۷

ف۲۷: حضرت شاه عبدالقادر صاحب لیکی یعنی کهٔ په الله ېٔ دروغ جوړ کړی وې نو اول به ېٔ الله دښمن و اؤ دَ لاس نه به ېٔ نیولے و ۔ جلاد چې به دَ چا نه سر پرېکؤلو نو دَ دستور ېٔ دا و۔ چې دَ هغهٔ ښے لاس به ېٔ په خپل ګس لاس کښې ونیوو چې په ځاېٔ ولاړ وی اؤ خوزی نه ۔ (نو دَ ښی لاس نه نیؤلو مطلب شو هلاکت اؤ تباهی) دَ تَقَوَّلَ ضمیر رسول ته راجع دے یعنی کهٔ دې رسول دَ یو داسې خبرې نسبت الله ته وکړو کومه چې الله نهٔ وی کړے یا ېٔ دَ الله په کلام کښې خپل کلام شامل کړو نو سمدستی به پرې عذاب راشی ۔ ځکه چې دَ دې نبی رښتنوالے په معجزو اؤ دلیلونو ثابت شوے دے نو اوس کهٔ هغهٔ باندې په داسې کار سمدستی عذاب رانهٔ شی نو دَ الله دَ وحې نه به اعتبار پورته شی اؤ دَ الله په احکامو کښې به داسې شکونه اؤ شبهات پیدا شی چې اصلاح به ېٔ ناممکنه شی ۔ بر خلاف دَ داسې سړی چې هغه دَ رسالت دعویٰ کوی لېکن په معجزو اؤ دلیلونو دَ هغهٔ رسالت ثابت شوے نهٔ وی ۔ بلکې دَ قرآن واضح آیتونه اؤ څرګند دلیلونه دَ هغهٔ دَ رسالت نفی کوی نو دَ هغهٔ ټولې خبرې فضول اؤ بې کاره وی، هېڅ هوښیار سړے ورته څهٔ اهمیت نهٔ ورکوی اؤ نهٔ دَ خداېٔ په فضل دَ داسې سړی په خبرو دَ دین په کار کښې څهٔ نقصان راتلې شی۔ دَ داسې سړی تصدیق دَ معجزو په ذریعه ناممکن دے بلکې الله تعالیٰ به ضرور داسې سړے ذلیل اؤ رسوا کوی اؤ داسې واقعات به ښکاره کوی کوم چې دَ هغهٔ دَ رسالت دَ دعوې خلاف وی ۔ دَ دې مثال داسې وګڼیٔ لکه یو بادشاه چې یو سړے دَ خپل طرف نه په یوه عهده مقرر کړی اؤ دَ خپل سند اؤ شاهی حکمنامې سره ېٔ یو ځاېٔ ته واستوی نو کهٔ دَ هغهٔ نه په خپل مقرر کار کښې څهٔ غلطی وشی یا په بادشاه څهٔ دروغ جوړ کړی نو بادشاه ورته په هغه وخت سخته سزا ورکړی اؤ دَ هغې غلطۍ ازاله وکړی ۔ لېکن کهٔ یو جاهل مزدور چغې وهی چې زهٔ بادشاه دَ دې کار دپاره راستؤلې یم یا ما ته ېٔ داسې داسې حکم کړے دے نو دَ هغهٔ خبرې ته هېڅوک هم غوږ نهٔ ږدی اؤ نهٔ ېٔ دَ بادشاه دَ طرف نه تردید ضروری ګڼلې شی ۔ بهرحال په دې آیت کښې دا خبره واضح شوے ده چې قرآن خالص دَ الله کلام دے یو حرف هم پکښې رسول کریم دَ ځانه نهٔ دے شریک کړے اؤ نهٔ دَ یو پېغمبر سره دا ښائی چې دَ یو داسې خبرې نسبت الله ته وکړی کومه چې الله نهٔ ده کړے ۔ په تورات سفر استثنا اتلسم باب کښې شلمه(۲۰) جمله داسې ده۔

” لېکن هغه نبی کهٔ داسې بې ادبی وکړی چې یوه داسې خبره زما دَ طرف نه وکړی دَ کومې دَ کؤلو چې ما حکم نهٔ دے ورکړے یا دَ نورو معبودانو دَ طرف نه څهٔ خبره وکړی نو دغه نبی دے قتل کړې شی“ مطلب دا چې داسې سړے به رښتونے نبی نهٔ وی۔ دَ نبی نه داسې کار ممکن نهٔ دے ۔ نو دا آیت دَ سورت البقره دَ دې آیت پشان دے: وَ لَئِنِ اتَّبَعۡتَ اَهۡوَآءَهُمۡ بَعۡدَالَّذِیۡ جَآءَكَ مِنَ الۡعِلۡمِ مَالَكَ مِنَ اللہِ مِنۡ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیۡرٍ ۔

وَ اِنَّهٗ لَتَذْكِرَةٌ لِّلْمُتَّقِیْنَ۝۴۸

ترجمه: اؤ دا نصیحت دے پرهېزګارو دپاره ،

وَ اِنَّا لَنَعْلَمُ اَنَّ مِنْكُمْ مُّكَذِّبِیْنَ۝۴۹

ترجمه: اؤ مونږ خبر یو چې په تاسو کښې ځنې تکذیب کؤنکی دی ،

وَ اِنَّهٗ لَحَسْرَةٌ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ۝۵۰

ترجمه: اؤ هغه چې دے هغه ارمان دے په منکرانو باندې ف۲۸

ف۲۸: یعنی دَ الله نه ویرېدونکی به دَ دې کلام نه نصیحت قبلوی اؤ عبرت به اخلی اؤ دَ چا په زړهٔ کښې چې دَ الله ویره نهٔ وی هغه به ورته دروغ وائی لېکن یو وخت به داسې راشی چې په دې خبره به دوی سخت پښېمانه وی په هغه وخت به ډېر ارمان کوی چې ولې مو یو رښتونی کلام ته دروغ وې چې داسې مصیبت راباندې راغلو۔

وَ اِنَّهٗ لَحَقُّ الْیَقِیْنِ۝۵۱

ترجمه: اؤ هغه چې دے دَ یقین کؤلو قابل دے،

فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ۠۝۵۲

ترجمه: نو اوس پاکی بیانوه دَ خپل رب دَ نوم چې دَ ټولو نه لوئے دے ف۲۹

ف۲۹: یعنی دا کتاب خو داسې دے چې په دې دَ یقین نه هم اخوا ډېر پوخ یقین پکار دے ځکه چې دَ دې ټولې خبرې رښتونی اؤ دَ هر قسم شک شبهې نه پاکې دی ۔ نو ضروری ده چې بنده په دې کتاب ایمان راؤړی اؤ دَ خپل رب په حمد و ثنا کښې مشغول شی۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوۡرَۃُ الۡمَارِجِؔ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ اَرۡبَعۡ وَّ اَرۡبَعُوۡنَ اٰیَۃً وَّ فِیۡہَا رُکُوۡعَانِؔ

ترجمه: سورت معارج په مکه کښې نازل شوے دے اؤ په دې کښې څلور څلویښت آیتونه اؤ دوه رکوع دی

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله په نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے

سَاَلَ سَآىِٕلٌۢ بِعَذَابٍ وَّاقِعٍۙ۝۱

ترجمه: وغوښتو یو غوښتونکی واقع کېدونکے عذاب ،

لِّلْكٰفِرِیْنَ لَیْسَ لَهٗ دَافِعٌۙ۝۲

ترجمه: دَ منکرانو دپاره نشته هېڅوک دَ هغې لرې کوؤنکے ف۱

ف۱: حضرت شاه صاحبؒ لیکی ۔ یعنی پېغمبر دَ تاسو دپاره عذاب غوښتې دے دا به اوس یقینی داځی اؤ دَ هېچا په وینا واپس کېدے نهٔ شی اؤ کېدے شی چې دا عذاب غوښتونکی کفار وی۔ ځکه چې کافرانو به دَ خندا اؤ مسخرې په ډول وې چې اے محمّد صلعم ته چې مونږ دَ کوم عذاب نه ویروے نو دغه عذاب راباندې اوس سمدستی ولې نهٔ راولې؟ دَ آسمان نه راباندې یو ټکړه راوغورزوه یا راباندې دَ کاڼیو باران وکړه۔ هغوی خو دا خبرې دَ پېغور اؤ مسخرې دپاره کؤلے۔ لېکن الله ورته فرمائی چې خاند مه تاسو چې کوم عذاب غواړ

هغه درباندې واقعی راتلونکے دے اؤ هېڅوک ېٔ نشی بندؤلے ۔ دا ستاسو ناپوهی ده چې خپله دَ یو داسې عذاب مطالبه کوﺉ۔ تاسو ته ټوقې ښکاری خو دا ټوقې نهٔ دی حقیقت دے ۔

مِّنَ اللّٰهِ ذِی الْمَعَارِجِؕ۝۳

ترجمه: دَ الله دَ طرف نه چې دَ اوچتو درجو خاوند دے ف۲

ف۲: یعنی فرښتې اؤ دَ ایماندارو روحونه درجه په درجه دَ ټولو آسمانونو نه بره خېژی اؤ دَ الله دربار ته نژدے کیږی ۔ یا دَ هغهٔ بندیان دَ هغهٔ دَ حکمونو دَ تابعدار اؤ ښو اخلاقو په برکت روحانی مرتبې طے کوی اؤ دَ الله قرب حاصلوی اؤ دغه درجې په نژدیکت اؤ لرې والی کښې ډېرې مختلفې دی ۔ ځنې خو داسې دی چې دَ سترګو په رپ کښې طے کیږی لکه دَ اسلام کلمه طیّبه وئیل چې دَ الله دښمن ېٔ په وینا دَ الله دوست شی اؤ ځنې داسې دی چې یو ګهنټه یا څهٔ زیات و کم وخت پرې لګی ۔ لکه نمونځ کؤل اؤ ځنې باندې ورځ لګی لکه روژه نیول اؤ په ځنې میاشت لکه دَ رمضان دَ میاشت روژې اؤ ځنې مرتبې په کال کښې حاصلیږی لکه حج اؤ دغه شان نورې ۔ اؤ دغه شان فرښتې چې په کوم کار مقرر دی دَ هغې نه په وزګارېدلو اؤ پورته ختو ېٔ مختلف وختونه لګی اؤ مختلفې درجې ېٔ دی ۔ دَ الله تعالیٰ دَ تدبیر اؤ انتظام بې شماره درجې دی ۔

تَعْرُجُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ وَ الرُّوْحُ اِلَیْهِ فِیْ یَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهٗ خَمْسِیْنَ اَلْفَ سَنَةٍۚ۝۴

ترجمه: پاس خېژی هغهٔ طرف ته فرښتې اؤ روح ف۳ په هغه ورځ کښې چې دَ وږدوالی اندازه ېٔ پنځوس زره کاله ده ف۴

ف۳: یعنی فرښتې اؤ دَ خلقو روحونه به په دربار کښې حاضریږی ۔

ف۴: پنځوس زره کاله ورځ دَ قیامت ده ۔ یعنی دَ رومبی ځل شپېلۍ وهلو نه تر حساب کتاب ختمېدو اؤ دَ خلقو دوزخ یا جنت ته دَ تلو پورې به پنځوس زره کاله لګی ۔ ټولې فرښتې اؤ دَ ایماندارو روحونه به دَ دغې لوئے ورځې په انتظام کښې مشغول وی چې اوزګار شی نو خپلو خپلو درجو ته به خېژی ۔

تنبیه: حضور فرمائیلی دی قسم په خداېٔ دا دومره اوږده ورځ به په ایماندارو داسې زر تېره شی لکه څوک چې یو فرض نمونځ کوی۔

فَاصْبِرْ صَبْرًا جَمِیْلًا۝۵

ترجمه: نو تهٔ صبر وکړه په ښهٔ طریقه صبر ف۵

ف۵: یعنی دا کافران کهٔ عذاب په تادۍ غواړی نو تهٔ دَ دوی په خبرو زړهٔ مهٔ تنګوه ، ډېر په صبر استقلال دَ مقرر وخت انتظار کوه۔

اِنَّهُمْ یَرَوْنَهٗ بَعِیْدًاۙ۝۶

ترجمه: دوی ته ښکاری لرې،

وَّ نَرٰىهُ قَرِیْبًاؕ۝۷

ترجمه: اؤ مونږ ېٔ وینو نژدے ف۶

ف۶: یعنی دوی ته به دَ قیامت ورځ دَ امکان نه وتې اؤ دَ عقل نه بهر ښکاری اؤ زمونږ پرې داسې پوخ یقین دے اؤ داسې نژدې راته ښکاری لکه چې راغلے وی۔

یَوْمَ تَكُوْنُ السَّمَآءُ كَالْمُهْلِۙ۝۸

ترجمه: په کومه ورځ چې به شی آسمان لکه ویلی کړی تانبه ف۷

ف۷: ځنې مفسّرانو دَ ”مُهۡل“ ترجمه دَ تېلو خیرے کړے ده۔

وَ تَكُوْنُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِۙ۝۹

ترجمه: اؤ وی به غرونه لکه رنګ کړے وړۍ ف۸

ف۸: دَ وړۍ رنګونه مختلف وی اؤ دَ غرونو رنګونه هم مختلف دی ۔ ځنې خړ ، ځنی تور اؤ ځنی سرهٔ۔ لکه بل ځاېٔ ارشاد دے ۔

وَ مِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌۢ بِیْضٌ وَّ حَمْرٌ مُّخْتَلِفٌ اَلْوَانُهَا وَ غَرَابِیْبُ سُوْدٌ ۔(سورة فاطر رکوع۴)

اؤ بل ځاېٔ ارشاد دے۔

کَالۡعِهۡنِ الۡمَنۡفُوۡشِ ۔ (یعنی غرونه به لکه وهلې شوے وړۍ په هوا کښې الوځی)

وَ لَا یَسْـَٔلُ حَمِیْمٌ حَمِیْمًاۚۖ۝۱۰ یُّبَصَّرُوْنَهُمْ١ؕ یَوَدُّ الْمُجْرِمُ لَوْ یَفْتَدِیْ مِنْ عَذَابِ یَوْمِىِٕذٍۭ بِبَنِیْهِۙ۝۱۱

ترجمه: اؤ پوښتنه به نهٔ کوی یو دوست دَ بل دوست چې وینی به ېٔ ف۹ غواړی به ګنهګار کهٔ په څهٔ شان دَ دغې ورځې دَ عذاب نه خلاصی دپاره فدیه کښې ورکړی خپل ځامن،

ف۹: حضرت شاه صاحب لیکی ټول به یو بل ته ښکاری ۔ خو دَ غرض دوستان وو دَ یو بل حال به وینی اؤ څهٔ امداد به ېٔ نهٔ شی کؤلے ۔ په هر چا به خپله سخته وی۔

وَ صَاحِبَتِهٖ وَ اَخِیْهِۙ۝۱۲

ترجمه: اؤ خپله ښځه اؤ خپل وروڼه ،

وَ فَصِیْلَتِهِ الَّتِیْ تُـْٔوِیْهِۙ۝۱۳

ترجمه: اؤ خپل ټول ټبر چې دې پکښې وسېدو ،

وَ مَنْ فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا١ۙ ثُمَّ یُنْجِیْهِۙ۝۱۴ كَلَّا١ؕ اِنَّهَا لَظٰیۙ۝۱۵

ترجمه: اؤ څومره مخلوق چې په زمکه دے دغه ټول، اؤ په دې ځان خلاص کړی ، هرګز نه ف۱۰

ف۱۰: یعنی دا به غواړی چې خپل ټول مال اؤ ټول خپلوان بلکې ټوله دنیا فدیه کښې ورکړی اؤ ځان خلاص کړی خو دا ممکنه نهٔ ده۔

نَزَّاعَةً لِّلشَّوٰیۚۖ۝۱۶

ترجمه: هغه یو سور اور دے ، راوېستونکے دَ سګی ف۱۱

ف۱۱: یعنی دې اور نه مجرم کله بچ کېدے شی ۔ هغه خو به ېٔ څرمن والوزوی اؤ دننه اینه اؤ کولمې به ېٔ وسوزوی۔

تَدْعُوْا مَنْ اَدْبَرَ وَ تَوَلّٰیۙ۝۱۷

ترجمه: رابلی به (دغه اور) هغه کس چې شا ېٔ کړه اؤ لاړو مخ ېٔ واړؤلو ،

وَ جَمَعَ فَاَوْعٰی۝۱۸

ترجمه: اؤ مال ېٔ جمع کړو اؤ محفوظ ېٔ کېښو ف۱۲

ف۱۲: په دوزخ کښې به یو کشش وی اؤ یو بلنه به وی ۔ خلق به ځان ته راکاږی ۔ بس څومره خلقو چې په دنیا کښې دَ حق نه مخ اړؤلے و اؤ نېک عمل ته ېٔ شا کړے وه اؤ ګډ وډ مال ېٔ راجمع کړے اؤ خزانه کړے و دا ټول به دوزخ ته په منډه راروان وی۔ په ځنو روایاتو کښې راځی چې دوزخ به په خولهٔ چغې وهی ۔ اِلَیَّ یَا کَافِرُ ۔ اِلَیَّ یَا مُنَافِقُ ۔ اِلَیَّ یَا جَامِعَ الۡمَالِ ۔ (ماته راځه اے کافره ۔ ماته راځه اے منافقه ۔ ماته راځه اے مال جمع کؤنکیه) خو خلق به اخوا دېخوا منډې وهی ۔ دوزخ ته به نهٔ ورځی ۔ نو بیا به دوزخ څټ را وږد کړی اؤ یو یو کافر ، منافق او مال جمع کؤنکی به داسې ټول کړی لکه چرګه چې دانې ټولوی ۔ یو کس به هم بهر پاتې نشی ۔ (العیاذ بالله)

اِنَّ الْاِنْسَانَ خُلِقَ هَلُوْعًاۙ۝۱۹

ترجمه: بېشکه بنیادم پیدا شوے دے دَ زړهٔ نه کمزورے ،

اِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوْعًاۙ۝۲۰

ترجمه: چې لږه غوندې سخته پرې راشی نو بې صبره دے ،

وَّ اِذَا مَسَّهُ الْخَیْرُ مَنُوْعًاۙ۝۲۱

ترجمه: اؤ چې لږ غوندې خیر ور اورسی نو بې خیره دے ف۱۳

ف۱۳: یعنی بنیادم په هر حال کښې کمزورے دے هېڅ پوخوالے پکښې نشته ۔ په غریبۍ اؤ سخته کښې بې صبره شی ، شور فریاد کوی بلکې مایوسه شی لکه چې دَ خلاصی مخه ېٔ هډو نهٔ وی ۔ اؤ په مالدارۍ ، صحت اؤ راحته کښې سرکشه شی ، دَ نېکۍ نه لاس په سر شی ۔ بل حاجتمند ته هېڅ خیر نهٔ رسوی دَ الله په لار کښې مال لګؤلو نه لاس ونیسی مګر هغه کسان ترې جدا دی دَ کومو بیان چې وروستو راځی۔

اِلَّا الْمُصَلِّیْنَۙ۝۲۲ الَّذِیْنَ هُمْ عَلٰی صَلَاتِهِمْ دَآىِٕمُوْنَ۪ۙ۝۲۳

ترجمه: مګر هغه نمونځ ګذار چې خپل نمونځونه همېشه کوی ف۱۴

ف۱۴: یعنی همېشه ټول نمونځونه کوی دا نه چې څهٔ وکړی اؤ څهٔ ترې پاتې شی ۔ اؤ نمونځ ډېر په سکون اطمینان اؤ پوره توجه سره کوی۔

وَ الَّذِیْنَ فِیْۤ اَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَّعْلُوْمٌ۪ۙ۝۲۴

ترجمه: اؤ دَ چا په مال کښې چې مقرره برخه ده،

لِّلسَّآىِٕلِ وَ الْمَحْرُوْمِ۪ۙ۝۲۵

ترجمه: دَ سوالګرو او بې برخو دپاره ف۱۵

ف۱۵: دَ دې آیت تفسیر په سورة المؤمنون کښې تېر شوې دے۔

وَ الَّذِیْنَ یُصَدِّقُوْنَ بِیَوْمِ الدِّیْنِ۪ۙ۝۲۶

ترجمه: اؤ څوک چې یقین لری دَ انصاف په ورځ ف۱۶

ف۱۶: یعنی په دې یقین سره ښهٔ کارونه کوی چې دا به مې په آخر کښې پکارېږی ۔

وَ الَّذِیْنَ هُمْ مِّنْ عَذَابِ رَبِّهِمْ مُّشْفِقُوْنَۚ۝۲۷

ترجمه: اؤ څوک چې دَ خپل رب دَ عذاب نه ویرېږی ف۱۷

ف۱۷: یعنی دَ الله دَ ویرې دَ ناکاره کارونو نه ځان ساتی۔

اِنَّ عَذَابَ رَبِّهِمْ غَیْرُ مَاْمُوْنٍ۝۲۸

ترجمه: بېشکه دَ دوی دَ رب دَ عذاب نه هېچا ته بې ویرې کېدل نهٔ دی پکار ف۱۸

ف۱۸: یعنی دَ الله عذاب داسې شے نهٔ دے چې بنده ترې بې فکره شی ۔ هر وخت په ویره کښې وسېدل پکار دی ۔

وَ الَّذِیْنَ هُمْ لِفُرُوْجِهِمْ حٰفِظُوْنَۙ۝۲۹

ترجمه: اؤ څوک چې دَ خپل شرمګاه حفاظت کوی،

اِلَّا عَلٰۤی اَزْوَاجِهِمْ اَوْ مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُمْ فَاِنَّهُمْ غَیْرُ مَلُوْمِیْنَۚ۝۳۰

ترجمه: بې دَ خپلو ښځو نه اؤ دَ خپل لاس دَ مال نه نو په دوی څهٔ ملامته نشته ۔

فَمَنِ ابْتَغٰی وَرَآءَ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْعٰدُوْنَۚ۝۳۱

ترجمه: بیا چا چې لټون وکړو دَ دې نه سوا نو هم هغه دی دَ حد نه وتونکی ف۱۹

ف۱۹: یعنی دَ خپلې ښځې اؤ ملکیت وینځې نه علاوه بل ځاېٔ چې دَ جنسی خواهش پوره کؤلو کوشش کوی ، هغه دَ اعتدال اؤ جواز دَ حد نه وځی ۔ نافرمانی کوی ۔

وَ الَّذِیْنَ هُمْ لِاَمٰنٰتِهِمْ وَ عَهْدِهِمْ رٰعُوْنَ۪ۙ۝۳۲

ترجمه: اؤ څوک چې دَ خپلو امانتونو اؤ دَ خپل قول لحاظ ساتی ف۲۰

ف۲۰: په دې کښې دَ الله حقونه اؤ دَ بندیانو حقونه ټول راغلل ځکه چې دَ بنده ټول طاقتونه دَ الله امانت دی نو دا دَ الله دَ حکم موافق خرچ کؤل پکار دی اؤ کوم قول اؤ اقرار چې ېٔ دَ ازل په ورځ کړے دے دَ هغې پوره کؤل ضروری دی ۔

وَ الَّذِیْنَ هُمْ بِشَهٰدٰتِهِمْ قَآىِٕمُوْنَ۪ۙ۝۳۳

ترجمه: اؤ څوک چې په خپلو ګواهیو کلک ولاړ دی ف۲۱

ف۲۱: یعنی کله چې ضرورت وی نو دَ حق ګواهی صفا صفا په کلکه ورکوی اؤ په هېڅ حال کښې حق نهٔ پټوی۔

وَ الَّذِیْنَ هُمْ عَلٰی صَلَاتِهِمْ یُحَافِظُوْنَؕ۝۳۴

ترجمه: اؤ څوک چې خپلو نمونځونو ته خیال کوی ف۲۲

ف۲۲: یعنی دَ نمانځه دَ وخت اؤ دَ هغې دَ شرطونو اؤ آدابو پوره پوره خیال ساتی اؤ هېڅ نقصان پکښې نهٔ راولی۔

اُولٰٓىِٕكَ فِیْ جَنّٰتٍ مُّكْرَمُوْنَ٢ؕ۠۝۳۵

ترجمه: هم دغه کسان دی په باغونو کښې په عزت ف۲۳

ف۲۳: دَ جنتیانو دا اتهٔ صفتونه شو۔ چې دَ نمانځه نه شروع شو اؤ بیا په نمانځه ختم شو ۔ چې ښهٔ واضحه شی چې دَ الله سره دَ نمانځه درجه څومره اوچته ده ۔ دا اتهٔ خویونه چې په چا کښې وی هغه به ۔ ”هَلُوۡع“ یعنی کچه نهٔ وی بلکې دَ استقلال اؤ همت خاوند به وی ۔ دَ جنتیانو اتهٔ خویونه دا دی: (۱) نمونځ همېشه کؤل (۲) خیرات زکوٰة ورکؤل (۳) په آخرت یقین لرل (۴) دَ الله نه ویرېدل (۵) دَ شرمګاه حفاظت کؤل (۶) دَ امانت اؤ قول خیال ساتل (۷) په حقه ګواهۍ کلک ودرېدل (۸) دَ نمانځه دَ آدابو خیال ساتل۔

فَمَالِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا قِبَلَكَ مُهْطِعِیْنَۙ۝۳۶

ترجمه: نو په منکرانو څهٔ وشو چې ستا طرف ته منډې وهی ،

عَنِ الْیَمِیْنِ وَ عَنِ الشِّمَالِ عِزِیْنَ۝۳۷

ترجمه: دَ ښی طرف نه اؤ دَ ګس طرف نه ټولی ټولی۔

اَیَطْمَعُ كُلُّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ اَنْ یُّدْخَلَ جَنَّةَ نَعِیْمٍۙ۝۳

ترجمه: آیا طمع لری دَ دوی هر یو سړے چې ننؤځی به دَ نعمتونو باغ ته،

كَلَّا١ؕ اِنَّا خَلَقْنٰهُمْ مِّمَّا یَعْلَمُوْنَ۝۳۹

ترجمه: هرګز نه ف۲۴ مونږ دوی جوړ کړی دی دَ هغه څیز نه چې دوی ېٔ هم ښهٔ پیژنی ف۲۵

ف۲۴: یعنی دَ قرآن په تلاوت کښې چې دَ جنت بیان واوری نو کافران دَ هر طرف نه ټولی ټولی تا ته راغونډ شی اؤ په دې آیتونو پورې خندا ګانې اؤ مسخرې کوی۔ آیا سره دَ دې خبرو هم دوی دا طمع لری چې ټول به جنت ته ځی؟ څنګه چې دوی وائی اول خو دوباره ژوند شته نه اؤ کهٔ وی هم نو په هغې ژوند کښې به هم مونږ له تاسو نه په ښهٔ حال کښې یو ۔ هلته به هم زمونږ دغه شان مزې وی څنګه چې په دې دنیا کښې دی ۔ هرګز نه ۔ دَ هغې عادل اؤ حکیم بادشاه په دربار کښې داسې تیارهٔ نهٔ ده ( چې تابعدار اؤ نافرمانه کښې به څهٔ فرق نهٔ وی)

تنبیه: ابن کثیرؒ دَ دې آیت مطلب داسې بیان کړے دے ، په دې کافرو څهٔ چل شوے دے چې له تا نه هر طرف ته ټولی ټولی منډې وهی اؤ دَ قرآن اورېدو نه لرې لرې تښتی ۔ نو آیا سره دَ دې نفرت نه هم بیا دَ دوی دا خیال دے چې جنت ته به لاړ شی ۔ هرګز نهٔ شیٔ تلې۔ نو دا آیت داسې شو لکه بل ځاېٔ چې ارشاد دے ۔

فَمَا لَهُمۡ عَنِ التَّذۡکِرَۃِ مُعۡرِضِیۡنَ کَاَنَّهُمۡ حُمُرٌ مُّسۡتَنۡفِرَۃٌ فَرَّتۡ مِنۡ قَسۡوَرَۃٍ

(نو په دوی څهٔ شوی دی چې دَ نصیحت نه مخ اړوی اؤ داسې تښتی لکه ترهیدلی خرونه چې دَ زمری نه په منډه تښتی)

ف۲۵: یعنی دَ خاورې غوندې بې قدره څیز نه یا دَ منی دَ څاڅکی غوندې دَ کرکې دَ څیز نه ۔ نو دوی کله دَ جنت قابل دی؟ البته چا چې دَ ایمان په نور باندې ځان صفا اؤ قدرمن کړو هغوی دَ جنت قابل دی ۔اؤ ممکنه ده چې دې کښې اشاره وی وړاندې ذکر شوی آیتونو ته ۔ کوم چې ” اِنَّ الۡاِنۡسَانَ خُلِقَ هَلُوۡعًا“ الخ کښې بیان شو ۔ یعنی دَ انسان فطری اوصاف خو دا دی اؤ په دې صفاتو جنت ته دَ تلو قابل نهٔ دے ۔ البته چا چې ” اِلَّا الۡمُصَیلِّیۡن الَّذِیۡنَ“ الخ سره ذکر شوی اوصاف ځان کښې پیدا کړل اؤ ځان ېٔ په دې استثنا کښې شامل کړو نو هغه دَ جنت دَ نعمتونو قابل دی اؤ همېشه به ترې فائده اخلی۔

فَلَاۤ اُقْسِمُ بِرَبِّ الْمَشٰرِقِ وَ الْمَغٰرِبِ اِنَّا لَقٰدِرُوْنَۙ۝۴۰

ترجمه: نو زهٔ قسم خورم دَ مشرقونو اؤ مغربونو دَ مالک ف۲۶ بېشکه مونږ دا کؤلے شو

ف۲۶: دَ نمر دَ طلوع اؤ غروب نقطه هره ورځ بدلیږی ، په دغه لحاظ هره ورځ نوے مشرق اؤ نوے مغرب دے ۔ جمع ېٔ په دې لحاظ راغلے ده۔

عَلٰۤی اَنْ نُّبَدِّلَ خَیْرًا مِّنْهُمْ١ۙ وَ مَا نَحْنُ بِمَسْبُوْقِیْنَ۝۴۱

ترجمه: چې دَ دوی په بدل کښې راولو دَ دوی نه بهتر (نور خلق) اؤ زمونږ دَ قابو نه وتے نهٔ شی ف۲۷

ف۲۷: یعنی هرکله چې دَ دوی په ځاېٔ دَ دوی نه نور بهتر خلق پیدا کؤلے شو ، نو دوی دوباره ولې نهٔ شو پیدا کولے؟ آیا دوی زمونږ دَ قبضې نه چرته وتې شی۔ یا ” خَیۡرًا مِنۡهُمۡ“ نه هم دَ دوی دوباره ژوندی کؤل مراد دی ، څنګه چې دویم ژوند دَ عذاب وی اؤ کهٔ دَ ثواب بهرحال دَ وړومبی ژوند نه زیات کامل اؤ بهتر دے اؤ یا ېٔ دا مطلب دے ۔ پرېږده ېٔ چې دا دَ مکې مشرکان په اسلام پورې خندا کوی ، زهٔ به دَ خپل دین دَ خدمت دپاره دَ دوی نه بهتر قوم راپورته کړم ۔ دا سعادت دَ دوی په قسمت کښې نشته ۔ نو دَ اسلام دَ خدمت دپاره الله تعالیٰ دَ مدینې انصار راپورته کړل اؤ دَ مکې خلق ېٔ هم دَ قابو نه بهر نهٔ شول، دَ خپلو شرارتونو سزا ېٔ وخوړه۔

تنبیه: په مشارق اؤ مغارب قسم شاید چې دې دپاره خوړلے شوے دے چې کوم خداېٔ چې هره ورځ مشرق اؤ مغرب بدلوی هغهٔ ته دَ تاسو په بدل کښې بل قوم راپورته کؤل څهٔ ګران دی۔

فَذَرْهُمْ یَخُوْضُوْا وَ یَلْعَبُوْا حَتّٰی یُلٰقُوْا یَوْمَهُمُ الَّذِیْ یُوْعَدُوْنَۙ۝۴۲

ترجمه: نو دوی پرېږده چې خبرې کوی اؤ لوبې کوی تر دې چې ووینی خپله هغه ورځ

چې دوی سره ېٔ وعده شوے ده ف۲۸

ف۲۸: یعنی لږې ورځې مهلت دے بیا به سزا ورکؤلے شی۔

یَوْمَ یَخْرُجُوْنَ مِنَ الْاَجْدَاثِ سِرَاعًا كَاَنَّهُمْ اِلٰی نُصُبٍ یُّوْفِضُوْنَۙ۝۴۳

ترجمه: په کومه ورځ چې به را ووځی دَ قبرونو نه داسې په منډه لکه غشے چې نشانې ته په منډه ورځی ف۲۹

ف۲۹: یعنی یو خاصې نشانې ته منډې وهی اؤ دَ یو بل نه دَ مخکښې کېدو کوشش کوی یا دَ نُصُبۡ نه مراد هغه بتان دی کوم چې دَ کعبې شریفې نه چاپېره پراتهٔ وو اؤ کافران به ورته ډېر په شوق سره دَ هر طرف نه راغونډېدل۔

خَاشِعَةً اَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ١ؕ ذٰلِكَ الْیَوْمُ الَّذِیْ كَانُوْا یُوْعَدُوْنَ۠۝۴۴

ترجمه: سترګې به ېٔ ټیټې نیولی وی راخور به وی ورباندې ذلّت ، دا هم هغه ورځ ده دَ کومې چې ورسره وعده وه۔ ف۳۰

ف۳۰: یعنی دَ قیامت ورځ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوۡرَۃُ نُوۡؔحٍ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ ثَمَانٍ وَّ عِشۡرُوۡنَ اٰیَۃً وَّ فِیۡہَا رُکُوۡعَانِؔ

ترجمه: سورت نوح مکّه کښې نازل شوے دے اؤ په دې کښې اتهٔ ویشت آیتونه اؤ دوه رکوع دی.

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله په نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے

اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖۤ اَنْ اَنْذِرْ قَوْمَكَ مِنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ۝۱

ترجمه: مونږ راواستؤلو نوحؑ خپل قوم ته چې ویروه خپل قوم وړومبے دَ دې نه چې راشی ورباندې درد ناک عذاب ف۱

ف۱: یعنی وړومبے دَ دې نه چې دَ کفر اؤ نافرمانۍ په وجه درباندې دنیا کښې تباهی راشی یا په آخرت کښې ګېر شیٔ ۔

قَالَ یٰقَوْمِ اِنِّیْ لَكُمْ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌۙ۝۲

ترجمه: هغهٔ ووې اے زما قومه زهٔ تاسو ویروم صفا صفا

اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ وَ اتَّقُوْهُ وَ اَطِیْعُوْنِۙ۝۳

ترجمه: (اؤ درته وایم) چې عبادت کو دَ یو الله اؤ دَ هغهٔ نه ویره کو اؤ زما خبره ومنیٔ ف۲

ف۲: یعنی دَ خدائې نه ویرېږ ، کفر اؤ ګناهونه پرېږدﺉ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔اؤ دَ یو الله عبادت شروع کړﺉ۔

یَغْفِرْ لَكُمْ مِّنْ ذُنُوْبِكُمْ وَ یُؤَخِّرْكُمْ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی١ؕ اِنَّ اَجَلَ اللّٰهِ اِذَا جَآءَ لَا یُؤَخَّرُ١ۘ لَوْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ۝۴

ترجمه: چې الله معاف کړی درته څهٔ ګناهونه اؤ مهلت درکړی تر یوې مقررې نېټې ف۳ بېشکه دَ الله نېټه چې کله راشی بیا نهٔ وروستو کیږی ف۴ کهٔ تاسو پوهېږ ف۵

ف۳: یعنی کهٔ ایمان مو راوړو نو تېر ګناهونه به درته معاف کړی اؤ دَ کفر په وجه چې درباندې کوم عذاب راتلو دَ هغې نه به بچ شیٔ اؤ تر خپل طبعی عمر پورې به مهلت درکړې شی ۔ تر دې چې دَ عامو جاندارو ۔۔۔۔۔۔۔۔۔ دَ عام قانون مطابق درته په خپله مقرره نېټه مرګ راشی ځکه چې دَ دې نه خو دَ هېچا خلاصے نشته۔

ف۴: یعنی دَ ایمان نهٔ راؤړو په شکل کښې چې درسره دَ عذاب کومه وعده ده کهٔ هغه مو په سر ودرېده هغه میعاد پوره شو نو بیا په هېڅ شکل یو سیکنډ هم نشی وروستو کېدے۔ یا دا چې مرګ مرګ په خپله نېټه ضرور راځی۔ خو اوله معنٰی ښهٔ ده ۔ حضرت شاه صاحبؒ دَ دې آیت مطلب داسې بیان کړے دے ۔ یعنی عبادت کو چې دَ بنیادم تخم په دنیا کښې تر قیامته باقی پاتې شی اؤ قیامت خو نژدے دے ۔ اؤ کهٔ ټولو عبادت پرېښو نو اوس به یکدم ټول تباه شیٔ اؤ یو بنیادم به هم دَ زمکې په مخ پاتې نهٔ شی۔ طوفان خو داسې راغلے و چې یو بنیادم ېٔ هم نهٔ پرېښو خو دَ نوحؑ دَ بندګۍ په وجه ځنې بندیان ژوندی پاتې شو ۔ (دَ بنیادم تخم دَ دنیا نه ورک نشو)

ف۵: یعنی کهٔ په تاسو کښې عقل وی نو په دې خبرو ځان پوهه کړ اؤ عمل پرې وکړﺉ۔

قَالَ رَبِّ اِنِّیْ دَعَوْتُ قَوْمِیْ لَیْلًا وَّ نَهَارًاۙ۝۵

ترجمه: نوحؑ ووې اے زما ربه ما خپل قوم را وبللو شپه اؤ ورځ ،

فَلَمْ یَزِدْهُمْ دُعَآءِیْۤ اِلَّا فِرَارًا۝۶

ترجمه: بیا زما په رابلنه دوی نور هم زیات وتښتېدل ف۶

ف۶: یعنی نوحؑ نهه نیم سوه(۹۵۰) کاله هغوی ته نصیحت وکړو اؤ په هره طریقه ېٔ دَ پوهه کؤلو کوشش وکړو اؤ خو چې هېڅ اثر ېٔ ونهٔ کړو نو آخر تنګ شو خپل رب ته ېٔ سوال وکړو چې اے الله ما خو په تبلیغ کښې څهٔ کمې ونهٔ کړو دَ شپې په تیارهٔ کښې اؤ دَ ورځې په رڼا کښې ، په څرګنده اؤ په پټه پټه هر شان مې ستا طرف ته راوبلل خو نتیجه ېٔ دا وخته چې څومره ېٔ زهٔ تا ته رانژدے کوم نو دومره دوی نور لرې تښتی اؤ څومره چې زهٔ ورسره په مینه اؤ نرمۍ خبرې کوم دومره رانه دَ دوی نفرت زیاتیږی اؤ سختی راسره کوی۔

وَ اِنِّیْ كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوْۤا اَصَابِعَهُمْ فِیْۤ اٰذَانِهِمْ وَ اسْتَغْشَوْا ثِیَابَهُمْ وَ اَصَرُّوْا وَ اسْتَكْبَرُوا اسْتِكْبَارًاۚ۝۷

ترجمه: اؤ ما چې هر کله دوی را اوبلل دې دپاره چې تهٔ ورته معافی وکړې دوی ورکړې ګوتې په خپلو غوږونو کښې ف۷ اؤ راغونډې ېٔ کړې په ځان جامې ف۸ اؤ ضد ېٔ وکړو اؤ کبر ېٔ وکړو غټ کبر ف۹

ف۷: زما دَ نصیحت نه دومره نفرت کوی چې غوږونو کښې ګوتې ورکړی چې دا آواز مو په غوږو دننه نهٔ وځی۔

ف۸: اؤ ځان په جامو کښې را ونغاړی چې دوی ما نهٔ وینی اؤ زهٔ دوی ونهٔ وینم۔

ف۹: یعنی کبر اؤ غرور ېٔ دې ته نهٔ پرېږدی چې زما خبرې واؤری۔ داسې ضدیان دی چې په هېڅ شان دَ خپلې زړې طریقې نه نهٔ خوزی۔

ثُمَّ اِنِّیْ دَعَوْتُهُمْ جِهَارًاۙ۝۸

ترجمه: بیا ما دوی راوبلل په څرګنده ف۱۰

ف۱۰: یعنی په ګڼه اؤ جمعو جلسو کښې مې ورته په څرګنده ووې اؤ ښهٔ مې پوهه کړل، صفا صفا خبرې مې ورته وکړې۔

ثُمَّ اِنِّیْۤ اَعْلَنْتُ لَهُمْ وَ اَسْرَرْتُ لَهُمْ اِسْرَارًاۙ۝۹

ترجمه: بیا مې ورته صفا صفا واضح ووې اؤ پټ مې پوهه کړل غلی غلی ف۱۱

ف۱۱: یعنی ځان ته مې بیل بیل جدا پټ پوهه کړل اؤ ښهٔ مې ورته هر څهٔ واضح کړل۔ یعنی دَ تبلیغ یوه طریقه مې پرې نهٔ ښوه خو په دې ظالمانو ېٔ هېڅ اثر ونهٔ کړو۔

فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوْا رَبَّكُمْ١ؕ اِنَّهٗ كَانَ غَفَّارًاۙ۝۱۰

ترجمه: اؤ ورته مې ووې ” دَ ګناهونو معافی وغواړ دَ خپل رب نه“ بېشکه هغه دے ډېر بخښونکے ف۱۲

ف۱۲: یعنی په سوونو کاله خو مو نافرمانی وکړه لېکن کهٔ اوس مو ایمان راوړو هم الله تعالیٰ مهربانه دے زاړهٔ ګناهونه به درته معاف کړی ۔

یُّرْسِلِ السَّمَآءَ عَلَیْكُمْ مِّدْرَارًاۙ۝۱۱

ترجمه: راخلاصې به کړی په تاسو دَ آسمان نه (اوبهٔ) ډېرې ورېدونکے ،

وَّ یُمْدِدْكُمْ بِاَمْوَالٍ وَّ بَنِیْنَ وَ یَجْعَلْ لَّكُمْ جَنّٰتٍ وَّ یَجْعَلْ لَّكُمْ اَنْهٰرًاؕ۝۱۲

ترجمه: اؤ زیات به کړی ستاسو مالونه اؤ اولاد ، اؤ جوړ به کړی درته باغونه اؤ جوړ به کړی درته نهرونه ف۱۳

ف۱۳: یعنی دَ ایمان په برکت به درنه قحط سالی لرې شی ۔ الله تعالیٰ به درباندې ډېر بارانونه وکړی ۔ غلې اؤ مېوې به ډېرې شی ۔ څاروی به څاربهٔ شی اؤ دَ مال دولت دَ خوشحالۍ سره به نارینه اولاد هم درکړی۔ غرض دا چې دَ آخرت سره سره به مو دَ دنیا ژوند هم بهتر شی۔

تنبیه: دَ دې آیت نه امام ابو حنیفهؒ دا مسٔله راوېستې ده چې په استسقاء کښې اصل شے توبه وېستل اؤ دَ ګناهونو معافی غوښتل دی اؤ نمونځ دَ انابت یو کامله طریقه ده کوم چې دَ صحیح احادیثو نه ثابت دے۔

مَا لَكُمْ لَا تَرْجُوْنَ لِلّٰهِ وَقَارًاۚ۝۱۳

ترجمه: په تاسو څهٔ وشو ولې طمع نهٔ کو دَ الله نه دَ عزت ف۱۴

ف۱۴: یعنی تاسو دَ الله نه دَ عزت طمع ولې نهٔ ساتیٔ؟ چې کهٔ تاسو دَ هغهٔ تابعداری وکړ نو هغه به لوئی اؤ عزت درکړی ۔ یا دا چې تاسو دَ الله لوئی ولې نهٔ منیٔ اؤ دَ هغهٔ دَ جلال اؤ قهر نه ولې نهٔ ویرېږ؟

وَ قَدْ خَلَقَكُمْ اَطْوَارًا۝۱۴

ترجمه: اؤ هم هغهٔ تاسو پیدا کړ قسم قسم ف۱۵

ف۱۵: یعنی دَ مور په خېټه کښې تاسو څومره شکلونه بدل کړی دی؟ اؤ دَ اصل مادې نه واخله مرګه پورې بنده باندې څومره حالتونه راځی اؤ څومره شکلونه بدلوی۔

اَلَمْ تَرَوْا كَیْفَ خَلَقَ اللّٰهُ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ طِبَاقًاۙ۝۱۵

ترجمه: آیا تاسو نهٔ وینیٔ چې څنګه جوړ کړی دی الله اوهٔ (۷) آسمانونه قط په قط ف۱۶

ف۱۶: قط په قط یعنی یو بل دَ پاسه ۔

وَّ جَعَلَ الْقَمَرَ فِیْهِنَّ نُوْرًا وَّ جَعَلَ الشَّمْسَ سِرَاجًا۝۱۶

ترجمه: اؤ جوړه کړے ېٔ ده ورکښې سپوږمۍ روښانه اؤ جوړ کړے ېٔ دے ورکښې نمر بله ډیوه ف۱۷

ف۱۷:دَ نمر رڼا تېزه اؤ ګرمه ده ځکه دَ بلې ډیوې سره تشبیه ورکړې شوه ۔ دَ سپوږمۍ رڼا هم دَ دغې نمر رڼا ده خو دَ سپوږمۍ په واسطه ده نو یخه اؤ نرمه ده۔

وَ اللّٰهُ اَنْۢبَتَكُمْ مِّنَ الْاَرْضِ نَبَاتًاۙ۝۱۷

ترجمه: اؤ الله زرغون کړی ییٔ تاسو دَ زمکې نه په کلکه ف۱۸

ف۱۸: یعنی دَ زمکې نه ېٔ ښهٔ په مضبوطیا پیدا کړﺉ۔ اول خو ېٔ زمونږ نیکهٔ آدمؑ دَ خاؤرې نه جوړ کړو۔ بیا ېٔ دَ هغهٔ اولاد دَ نطفې نه پیدا کړو چې دَ هغې خوراک جوهر اؤ خلاصه ده کوم چې دَ خاؤرې نه پیدا کیږی۔

ثُمَّ یُعِیْدُكُمْ فِیْهَا وَ یُخْرِجُكُمْ اِخْرَاجًا۝۱۸

ترجمه: بیا به مو پکښې واپس ننباسی اؤ بیا به مو ترېنه راوباسی بهرته ف۱۹

ف۱۹: یعنی دَ مرګ نه پس خاؤرو کښې خاورې شی اؤ دَ قیامت په ورځ به بیا هم دَ دې خاورو نه پورته کیږی۔

وَ اللّٰهُ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ بِسَاطًاۙ۝۱۹

ترجمه: اؤ الله جوړه کړه ستاسو دپاره زمکه فرش ،

لِّتَسْلُكُوْا مِنْهَا سُبُلًا فِجَاجًا۠۝۲۰

ترجمه: چې ورکښې ګرځیٔ په فراخو لارو ف۲۰

ف۲۰: یعنی زمکه ېٔ خوره کړے ده چې ورباندې کښېنیٔ پاڅیٔ اؤ هر طرف ته ېٔ پکښې فراخې لارې کړی دی چې په آسانۍ پکښې ګرځیٔ بلکې کهٔ څوک اراده وکړی اؤ وسائل ورسره وی نو دَ ټولې زمکې نه چاپېره چورلېدے شی۔

قَالَ نُوْحٌ رَّبِّ اِنَّهُمْ عَصَوْنِیْ وَ اتَّبَعُوْا مَنْ لَّمْ یَزِدْهُ مَالُهٗ وَ وَلَدُهٗۤ اِلَّا خَسَارًاۚ۝۲۱

ترجمه: نوحؑ ووې اے زما ربه دوی خو زما خبره ونهٔ منله اؤ پېروی ېٔ وکړه دَ هغه چا چې دَ (هغې په وجه) دَ دوی په مال اؤ اولاد کښې نور کمے راشی ف۲۱

ف۲۱: یعنی زما نصیحت نهٔ منی اؤ دَ خپلو امیرانو اؤ سردارانو خبرې اوری چې دَ هغوی په مال اؤ اولاد کښې دوی ته هېڅ خیر نشته ۔ بلکې دا نقصان ېٔ ور ورسؤلو چې دَ دین نه محروم شو اؤ همېشه ژوند ېٔ تباه شو۔

وَ مَكَرُوْا مَكْرًا كُبَّارًاۚ۝۲۲

ترجمه: اؤ مکر ېٔ وکړو غټ مکر ف۲۲

ف۲۲: یعنی دې مالدارو ورته داسې چل جوړ کړو چې دَ نبیؑ دَ نصیحت اورېدو نه ېٔ منع کړل اؤ هغهٔ ته تکلیفونو رسؤلو ته ېٔ تیار کړل۔

وَ قَالُوْا لَا تَذَرُنَّ اٰلِهَتَكُمْ وَ لَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَّ لَا سُوَاعًا١ۙ۬ وَّ لَا یَغُوْثَ وَ یَعُوْقَ وَ نَسْرًاۚ۝۲۳

ترجمه: اؤ وې وئیل هرګز مهٔ پرېږدخپل معبودان ف۲۳اؤ هرګز مهٔ پرېږد وَد اؤ نهٔ سواع اؤ نهٔ یغوث اؤ یعوق اؤ نسر ف۲۴

ف۲۳: یعنی ورته ېٔ ووې چې په خپله زړه عقیده (دَ بتانو په عبادت) کلک شیٔ اؤ دَ نوحؑ خبرې مهٔ اور ۔ وائی چې په سوونو کاله هر یو کس خپل اولاد اؤ بیا هغوی خپل اولاد ته وصیت کؤلو چې خبردار دَ دې بوډا (نوحؑ) په خبرو کښې رانهٔ شیٔ اؤ خپله زړه عقیده درنه خطا نهٔ شی۔ دَ پلار نیکهٔ دین (بت پرستی) پرې نهٔ ږدﺉ۔

ف۲۴: دا دَ هغه بتانو نومونه دی۔ هغوی دَ هر غرض دپاره یو بت جوړ کړے و۔ دَ مکې مشرکانو هم دَ دغه قسم بتانو عبادت کؤلو اؤ هندوستان کښې هم دغه رواج جاری و۔ هندوستان کښې دغه قسم بتان دَ وشنو، برهما، اندر، شیو اؤ هنومان په نوم بللے شی۔ شاه عبد العزیزؒ په خپل تفسیر کښې دَ دې پوره تفصیل کړے دے۔ په ځنې روایاتو کښې دی چې پخوا زمانه کښې یو څو مشهور بزرګان وو ۔ دَ هغوی دَ وفات نه پس دَ هغوی قوم دَ هغه مشرانو دَ یادګار دپاره دَ هغوی بوتان جوړ کړل۔ رو رو شېطان خلق خطا کړل اؤ دَ دغه بتانو عبادت ېٔ شروع کړو۔

وَ قَدْ اَضَلُّوْا كَثِیْرًا١ۚ۬ وَلَا تَزِدِ الظّٰلِمِیْنَ اِلَّا ضَلٰلًا۝۲۴

ترجمه: اؤ ګمراه ېٔ کړل ډېر خلق ، اؤ تهٔ مهٔ زیاتوه بې انصافو لره مګر ګمراهی ف۲۵

ف۲۵: شاه عبدالقادر صاحب لیکلی دی چې ټکرې خوری اؤ هېڅ کار ېٔ سمے نهٔ خوری۔ اؤ شاه عبدالعزیزؒ لیکلی دی چې په هېڅ طریقه دې ستا معرفت حاصل نهٔ کړې شی هم دغه شان ټکرې دې خوری۔ اؤ اکثرو مفسرینو ېٔ ظاهری معنیٰ اخستے ده ۔ یعنی اے الله دَ ظالمانو ګمراهی نوره هم زیاته کړې چې دَ بدبختۍ کاسه ېٔ ډکه شی اؤ دَ عذاب حقدار شی۔ مفسیرین لیکی چې نوحؑ په نصیحتونو ستړے شو اؤ دَ دوی دَ طرفه مایوسه شو۔ چې په هېڅ شان سمے لارې ته نهٔ راځی نو دا ښېرې ېٔ وکړې۔ خواه دا مایوسی ېٔ دَ زر کاله تجربې په بنا وه اؤ کهٔ دَ الله تعالیٰ دَ دې ارشاد په بنا ده چې ” اِنَّهٗ لَا یُؤۡمِنُ مِنۡ قَوۡمِكَ اِلَّا مَنۡ قَدۡ اٰمَنَ“

(دا څومره کسانو چې ایمان راوړے دے دې نه علاوه ستا په قوم کښې نور څوک ایمان نهٔ راؤړی)

بهر حال دَ داسې مایوسۍ په حالت کښې څهٔ بعیده نهٔ ده کهٔ یو نبی قوم ته ښېرې وکړی۔ شاه عبد العزیز صاحب لیکی۔ کله چې نبی دَ یو سړی یا یوې ډلې دَ هدایت قبلؤلو نه قطعی نا امیده شی اؤ دَ پوره ازمېښتونو نه پس ورته معلومه شی چې دَ خبرو قبلؤلو استعداد پکښې نشته نو دَ دې مثال دَ یو خراب اندام دے چې نور بدن هم دَ ځان سره خرابوی۔ نو دَ خراب اندام علاج پرېکول دی چې نور بدن هم دَ خرابۍ نه بچ شی۔ کهٔ چرې دَ جهاد حکم وی نو دَ جهاد په ذریعه دَ هغوی طاقت ختم کړې شی چې نور قوم ېٔ دَ خراب اثر نه بچ شی۔ ګنی آخری شکل ېٔ دا دے چې نبیؑ الله ته سوال وکړی چې دَ عذاب په ذریعه دا فسادیان ختم کړی اؤ نور مخلوق ېٔ دَ فساد نه بچ کړی۔ دَ نوحؑ اؤ دَ موسٰیؑ دعاګانې هم دَ دې قسم نه وې۔

مِمَّا خَطِیْٓـٰٔتِهِمْ اُغْرِقُوْا فَاُدْخِلُوْا نَارًا١ۙ۬ فَلَمْ یَجِدُوْا لَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَنْصَارًا۝۲۵

ترجمه: په سبب دَ خپلو ګناهونو ډوب کړې شو بیا واچولې شو اور ته ف۲۶ بیا ېٔ ونهٔ موندو ځان دپاره دَ الله نه غېر بل مددګار ف۲۷

ف۲۶: یعنی طوفان راغلو په ظاهره خو اوبو کښې ډوب شو خو په حقیقت کښې دَ برزخ اور ته ورسېدل۔

ف۲۷: یعنی هغه بتانو ورسره په دې سخته کښې هېڅ امداد ونهٔ کړې شو دغه شان بې اسرې تباه و برباد شو۔

وَ قَالَ نُوْحٌ رَّبِّ لَا تَذَرْ عَلَی الْاَرْضِ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ دَیَّارًا۝۲۶

ترجمه: اؤ نوحؑ ووې چې اے زما ربه پرې نهٔ ږدې دَ زمکې په مخ دَ کافرو دَ وسېدو یو کور ،

اِنَّكَ اِنْ تَذَرْهُمْ یُضِلُّوْا عِبَادَكَ وَ لَا یَلِدُوْۤا اِلَّا فَاجِرًا كَفَّارًا۝۲۷

ترجمه: بېشکه کهٔ تا دوی پرېښول نو ګمراه به کړی ستا بندیان اؤ نهٔ به زېږوی مګر مافرمانه دَ حق نه منکر ف۲۸

ف۲۸: یعنی چې یو کافر ژوندے پرې نهٔ ږدے کهٔ یو هم ژوندے پاتې شو نو دَ هغهٔ دَ نسل نه به بیا په دنیا کښې کفر اؤ فساد خور شی خپله خو ورکښې خود خیر نشته چې نور خلق به هم ګمراه کړی۔

رَبِّ اغْفِرْ لِیْ وَ لِوَالِدَیَّ وَ لِمَنْ دَخَلَ بَیْتِیَ مُؤْمِنًا وَّ لِلْمُؤْمِنِیْنَ وَ الْمُؤْمِنٰتِ١ؕ وَلَا تَزِدِ الظّٰلِمِیْنَ اِلَّا تَبَارًا۠۝۲۸

ترجمه: اے ربه معاف کړه ما اؤ زما مور پلار اؤ څوک چې راننوځی زما کور ته ایماندار اؤ ټول ایماندار سړی اؤ ایماندارې ښځې ف۲۹ اؤ په ګنهګارو باندې زیاته کړه دغه تباهی ،

ف۲۹: یعنی زما دَ مرتبې مناسب کهٔ زما نه څهٔ غلطی شوی وی نو هغه راته په خپل فضل معاف کړه۔ زما مور پلار اؤ کوم مؤمنان چې زما سره کشتۍ کښې سوارهٔ دی یا زما کور ته یا جمات ته راننوتی دی دَ هغو ټولو ګناه معاف کړه بلکې تر قیامته پورې دَ ټولو مؤمنانو سړیو اؤ ښځو ګناه معاف کړه۔ یا الله تهٔ دَ نوحؑ دَ دې دعا په برکت په مونږ ګنهګارو هم خپل فضل و کرم وکړې اؤ دَ دنیا اؤ آخرت دَ مصیبت نه مو په امان کړې۔ آمین۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوۡرَۃُ الۡجِنَّ مَکِیَّۃٌ وَ هِیَ ثَمَانِؔ وَ عِشۡرُوۡنَ اٰیَۃً وَّ فِیۡھَا رُکُوۡعَانِؔ

ترجمه: سورتِ جن په مکه کښې نازل شوے دے په دې کښې اتهٔ ویشت آیتونه اؤ دوه رکوع دی

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله په نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے

قُلْ اُوْحِیَ اِلَیَّ اَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِّنَ الْجِنِّ فَقَالُوْۤا اِنَّا سَمِعْنَا قُرْاٰنًا عَجَبًاۙ۝۱

ترجمه: تهٔ ووایه ماته حکم راغلے دے چې واؤرېدو ګڼو کسانو دَ پېریانو ف۱ (دا قرآن) بیا ېٔ ووې مونږ واؤرېدو یو عجیبه قرآن

ف۱: دَ پېریانو په وجود اؤ حقیقت باندې دَ دې سورت په تفسیر کښې شاه عبدالعزیزؒ پوره تفصیل کړے دے اؤ په عربۍ کښې په دې موضوع باندې ” آکام المرجان فی احکام الجان“ یو ښهٔ مکمل کتاب دے که دَ چا شوق وی هغه دے وګوری ، دلته دَ دومره اوږد بحث ګنجائش نشته۔

یَّهْدِیْۤ اِلَی الرُّشْدِ فَاٰمَنَّا بِهٖ١ؕ وَ لَنْ نُّشْرِكَ بِرَبِّنَاۤ اَحَدًاۙ۝۲

ترجمه: چې ښیٔ دَ نېکۍ لار نو مونږ ورباندې یقین وکړو ، اؤ هرګز به نهٔ شریکوو مونږ دَ خپل رب سره هېڅوک ف۲

ف۲: په سورتِ احقاف کښې تېر شوی دی چې یوه ورځ دَ سحر نمانځه کښې رسول کریم دَ قرآن تلاوت کؤلو۔ دَ پېریانو یوه ډله په لاره روانه وه دَ حضور اکرم په خوږ آواز کښې چې ېٔ خوږ قرآن واؤرېدو نو حیران ورته ودرېدل اؤ ډېر اثر ېٔ پرې وکړو نو دَ زړهٔ دَ اخلاصه ېٔ په دې رښتونی کلام ایمان راؤړو اؤ بیا ېٔ خپل قوم ته خبر یوړو چې مونږ نن یو داسې ناشنا کلام اورېدلے دے چې ډېر فصیح بلیغ اؤ دَ تاثیر نه ډک دے ۔ بنده ته دَ خپل خالق دَ معرفت لار ښیٔ اؤ دَ نېکۍ اؤ پرهیزګارۍ هدایت ورته کوی۔ مونږ خو چې واؤرېدو نو پوخ یقین مو راغلو چې داسې بهترین کلام دَ الله نه سوا دَ بل چا نهٔ شی کېدے نو مونږ پرې ایمان راؤړو ۔ اؤ دَ هغې دَ هدایت موافق دا وعده کوو چې مونږ به دَ خپل رب سره هېڅوک شریک نهٔ منو۔ دَ هغوی دا ټولې خبرې الله تعالیٰ خپل رسول ته دَ وحې په ذریعه ورسولے ۔ دَ دې نه پس بیا ډېر ځله دَ پېریانو وفدونه نبی کریم سره ملاقات ته راغلل ، ایمان ېٔ راؤړو اؤ په قرآن ېٔ ځان پوهه کړو۔

وَّ اَنَّهٗ تَعٰلٰی جَدُّ رَبِّنَا مَا اتَّخَذَ صَاحِبَةً وَّ لَا وَلَدًاۙ۝۳

ترجمه: اؤ دا چې اوچت دے شان زمونږ دَ رب ، نهٔ ده ساتلے هغهٔ ښځه اؤ نهٔ ځوئے ف۳

ف۳: یعنی ښځه اؤ اولاد ساتل دَ الله دَ لوی شان اؤ عظمت نه خلاف دی ۔ شاه صاحبؒ لیکلی دی کومې غلطې عقیدې چې هغه وخت بنیادمو کښې خورې وې دغه شان پېریانو کښې هم وې لکه عیسایانو چې به عیسٰیؑ دَ الله ځوئے وې دغه شان عقیده دَ ځنې پېریانو هم وه۔

وَّ اَنَّهٗ كَانَ یَقُوْلُ سَفِیْهُنَا عَلَی اللّٰهِ شَطَطًاۙ۝۴

ترجمه: اؤ دا چې په مونږ کښې کم عقلو په الله باندې ډېرې خبرې جوړؤلے ف۴

ف۴: یعنی په مونږ کښې چې کوم کم عقل خلق دی هغوی دَ الله متعلق داسې غلطې عقیدې دَ خپل ځان نه جوړوی په هغوی کښې دَ ټولو نه غټ کم عقل ابلیس دے شاید چې دلته دَ ”سفیه“ نه هم هغه مراد وی۔

وَّ اَنَّا ظَنَنَّاۤ اَنْ لَّنْ تَقُوْلَ الْاِنْسُ وَ الْجِنُّ عَلَی اللّٰهِ كَذِبًاۙ۝۵

ترجمه: اؤ دا چې زمونږ دا خیال و چې هرګز به نهٔ وائی بنیادم اؤ پېریان په الله باندې دروغ ف۵

ف۵: یعنی زمونږ دا خیال و چې دا دومره ډېر هوښیار بنیادم اؤ پېریان به په الله داسې دروغ نهٔ جوړوی نو مونږ هم ورپسې په دغه عقیده روان شو ۔ اوس چې مو قرآن واورېدو نو دَ دې بې وقوفانو حقیقت راته معلوم شو نو مونږ دَ دې غلطو عقیدو نه توبه ووېسته۔

وَّ اَنَّهٗ كَانَ رِجَالٌ مِّنَ الْاِنْسِ یَعُوْذُوْنَ بِرِجَالٍ مِّنَ الْجِنِّ فَزَادُوْهُمْ رَهَقًاۙ۝۶

ترجمه: اؤ دا چې وو ډېر کسان دَ بنیادمو نه چې پناه به ېٔ نیوه په ډېرو کسانو دَ پېریانو پورې نو بیا خو هغوی نور هم په سر وختل ف۶

ف۶: په عربو کښې دا جهالت عام و چې دَ پېریانو نه به ېٔ دَ غېبو حال معلومؤلو دَ پؤریانو په نوم به ېٔ نذرونه منل اؤ کله چې به یو قافلې چرته په وران اؤ خطرناک ځاېٔ کښې پړاؤ کؤلو نو وې به ېٔ چې مونږ دَ دې علاقې دَ پیریانو دَ سردار په پناه کښې راځو اؤ دَ هغهٔ تابعدار کېږو چې هغه مو دَ خپلو ماتحتو پېریانو دَ شر نه محفوظ کړی ۔ په داسې خبرو پېریان نور هم غاوره اؤ سرکش شوی وو بل طرف ته داسې خبرو دَ بنیادمو په زړونو کښې هم دَ شرک اؤ جهالت تیرې نورې هم زیاتولے ۔ اؤ دوی چې خپله پېریان په سر خېژولی وو نو هغوی به ولې بیا دَ دوی په ګمراه کؤلو کښې څهٔ سستی کؤله ۔ آخر قرآن دا ټولې خرابیٔ دَ وېخه ورکې کړې۔

وَّ اَنَّهُمْ ظَنُّوْا كَمَا ظَنَنْتُمْ اَنْ لَّنْ یَّبْعَثَ اللّٰهُ اَحَدًاۙ۝۷

ترجمه: اؤ دا چې دَ (پېریانو) هم دا خیال و څنګه چې ستاسو (بنیادمو) خیال و چې هرګز به نهٔ راستوی الله هېڅوک ف۷

ف۷: دا خبرې مسلمانانو پېریانو خپل قوم ته کؤلے چې لکه څنګه ستاسو خیال دے دغه شان دَ ډېرو بنیادمو هم دا خیال دے چې الله تعالیٰ به هرګز مړی دَ قبرونو نه بیا نهٔ پورته کوی ۔ اؤ کوم رسولان چې تېر شوی دی دَ هغوی نه پس به نور رسولان نهٔ را استوی۔ اوس دَ قرآن نه دا معلومه شوه چې الله تعالیٰ یو ډېر لوئے نبی راستولے دے چې خلقو ته دا ښائی چې تاسو ټول به دَ مرګ نه پس بیا ژوندی کؤلے شیٔ اؤ دَ یو یو ذرې عمل حساب به درسره کیږی۔

وَّ اَنَّا لَمَسْنَا السَّمَآءَ فَوَجَدْنٰهَا مُلِئَتْ حَرَسًا شَدِیْدًا وَّ شُهُبًاۙ۝۸

ترجمه: اؤ دا چې مونږ ولټؤلو آسمان نو بیا مو موندو چې ډک و دَ سختو څوکیدارو اؤ سکروټو نه،

وَّ اَنَّا كُنَّا نَقْعُدُ مِنْهَا مَقَاعِدَ لِلسَّمْعِ١ؕ فَمَنْ یَّسْتَمِعِ الْاٰنَ یَجِدْ لَهٗ شِهَابًا رَّصَدًاۙ۝۹

ترجمه: اؤ دا چې مونږ به کښېناستو په پټو ځایونو کښې دَ آورېدو دپاره نو اوس چې څوک اورېدل غواړی هغه مومی ځان دپاره یوه سکروټه په انتظار کښې ف۸

ف۸: یعنی مونږ پاس والوتو آسمان ته نژدے شو نو پته راته ولګېده چې نن صبا دَ آسمان سخت حفاظت کیږی ، یو شېطان هم دَ غېبو خبرو اورېدو ته نهٔ پرېږدی اؤ څوک کهٔ په دې نیت آسمان ته ورنژدے کیږی هغه په سکروټو ویشتے شی ۔ دَ دې نه مخکښې دومره سخته ساتنه نهٔ وه ۔ پېریان به بره ختل اؤ دَ فرښتو نه به ېٔ دَ راتلونکیو واقعاتو متعلق څهٔ خبرې واؤرېدے په منډه به ېٔ خپلو یارانو ته راورسولے ۔ خو اوس څوکۍ دومره سخته شوه چې پېریان یوه خبره هم نهٔ شی اورېدے۔ کهٔ ورنژدے کیږی نو شهابِ ثاقب دَ اور پنډوس ورپسې کیږی ۔ دَ دې متعلق په سورتِ حجرات کښې هم څهٔ تفصیل تېر شوے دے ۔

وَّ اَنَّا لَا نَدْرِیْۤ اَشَرٌّ اُرِیْدَ بِمَنْ فِی الْاَرْضِ اَمْ اَرَادَ بِهِمْ رَبُّهُمْ رَشَدًاۙ۝۱۰

ترجمه: اؤ دا چې مونږ نهٔ خبرېدو چې دَ بدۍ اراده شوے ده دَ زمکې خلقو دپاره کهٔ اراده کړے ده الله دَ دوی په حق کښې دَ بهترۍ ف۹

ف۹: یعنی خداېٔ خبر چې دَ آسمان دومره سخته ساتنه اوس په څهٔ غرض کیږی ۔ مونږ خو دومره پوهه شو چې دَ دې سبب دَ قرآن نازلېدل اؤ دَ نبی عربی دنیا ته راتلهٔ دی ، خو چې نتیجه به ېٔ څهٔ وځی؟ آیا بندیان به دَ قرآن هدایت منی اؤ الله به ورباندې خپل رحمت وروی اؤ کهٔ دا فیصله شوے ده چې دَ قرآن دَ هدایت نه انکار کؤلو په سزا کښې به ټول مخلوق تباه کؤلے شی ۔ دا خبره یو الله ته معلومه ده ۔ مونږ په دې کښې هېڅ نهٔ شو وئیلے۔

وَّ اَنَّا مِنَّا الصّٰلِحُوْنَ وَ مِنَّا دُوْنَ ذٰلِكَ١ؕ كُنَّا طَرَآىِٕقَ قِدَدًاۙ۝۱۱

ترجمه: اؤ دا چې ځنې په مونږ کښې نېکان دی اؤ ځنې دَ دې نه سِوا مونږ وو په ګڼو لارو کښې خواره ف۱۰

ف۱۰: یعنی دَ قرآن دَ نازلېدو نه مخکښې هم ټول پېریان په یوه لاره نهٔ وو روان ۔ ځنې نېکان اؤ ښهٔ وو اؤ ځنې بدان اؤ ناکاره ۔ په دوی کښې هم بیا ګڼې ډلې وې ۔ څوک مشرکان ، څوک عیسایان ، یهودیان وغېره ۔ اؤ دَ هر چا دَ کار طریقه جدا وه ۔ اوس دَ دې ټولو اختلافونو ختمؤلو اؤ ټول مخلوق په یوه صحیح لار روانؤلو دپاره قرآن راغلو ۔ لېکن ټول مخلوق داسې کله دے چې حق به قبول کړی اؤ ختلاف به ختم شی ۔ ضرور به اوس هم څوک په قرآن عمل کوی اؤ څوک به نهٔ کوی ، دا اختلاف به دغه شان جاری وی۔

وَّ اَنَّا ظَنَنَّاۤ اَنْ لَّنْ نُّعْجِزَ اللّٰهَ فِی الْاَرْضِ وَ لَنْ نُّعْجِزَهٗ هَرَبًاۙ۝۱۲

ترجمه: اؤ دا چې زمونږ په خیال کښې دا راغله چې مونږ نهٔ شو پټېدے دَ الله نه په زمکه کښې اؤ نهٔ ېٔ ستړے کؤلے شو په منډه ف۱۱

ف۱۱: یعنی کهٔ مونږ قرآن ونهٔ منلو نو دَ الله دَ عذاب نه هېچرته نهٔ شو بچ کېدے نهٔ چرته دَ پټېدو ځاېٔ شته، نهٔ په منډه خلاصېدے شو اؤ نهٔ په الوتو بچ کېدے شو۔

وَّ اَنَّا لَمَّا سَمِعْنَا الْهُدٰۤی اٰمَنَّا بِهٖ١ؕ فَمَنْ یُّؤْمِنْۢ بِرَبِّهٖ فَلَا یَخَافُ بَخْسًا وَّ لَا رَهَقًاۙ۝۱۳

ترجمه: اؤ دا چې مونږ چې کوم وخت واؤرېده دَ هدایت خبره نو مونږ پرې ایمان راؤړو ف۱۲ نو بیا څوک چې یقین لری په خپل رب نو نهٔ به ویرېږی دَ نقصان نه اؤ نهٔ دَ زبردستۍ نه ف۱۳

ف۱۲: یعنی دا زمونږ دپاره دَ فخر خبره ده چې مونږ دَ ټولو نه اول قرآن واؤرېدو اؤ دَ آورېدو سره مو حق قبول کړو څهٔ ناراستی مو پکښې ونهٔ کړه ۔

ف۱۳: یعنی رښتونی ایماندار ته په آخرت کښې هېڅ خطره نشته ، نهٔ به ېٔ چرته یوه ذره نېکی بې کاره ځی اؤ نهٔ به پرې یو ذره زیاتے کیږی ۔ اؤ نهٔ به دَ بل په ګناه کښې نیوې شی ۔ یعنی دَ هر قسم نقصان ، تکلیف اؤ سپکاوی نه به محفوظ وی ۔

وَّ اَنَّا مِنَّا الْمُسْلِمُوْنَ وَ مِنَّا الْقٰسِطُوْنَ١ؕ فَمَنْ اَسْلَمَ فَاُولٰٓىِٕكَ تَحَرَّوْا رَشَدًا۝۱۴

ترجمه: اؤ دا چې په مونږ کښې ځنې تابعدار دی اؤ ځنی بې انصافه نو چا چې حکم ومنلو نو دغه خلقو ولټوله ښهٔ لار ،

وَ اَمَّا الْقٰسِطُوْنَ فَكَانُوْا لِجَهَنَّمَ حَطَبًاۙ۝۱۵

ترجمه: اؤ کوم چې بې انصافه دی هغه دی دَ دوزخ خشاک ف۱۴

ف۱۴: یعنی دَ قرآن نازلیدو نه پس اوس زمونږ دوه ډلې دی ، یوه دَ نېکانو ډله چې دَ الله کلام ېٔ واؤرېدو اؤ ایمان ېٔ پرې راؤړو دَ هغې احکامو ته ېٔ غاړه کېښوه ۔ اؤ بله دَ بدانو ډله چې دَ قرآن منلو نه ېٔ انکار وکړو۔ دا هغه خلق دے چې دَ دوزخ دَ اور خشاک دے ۔

تنبیه: تردې پورې دَ ایماندارو پېریانو هغه خبره بیان شوه کومه چې هغوی خپل قوم ته کړے وه۔ اوس مخکښې الله تعالیٰ دَ خپل طرف نه بندیانو ته څو نصیحتونه کوی ۔ نو دَ اَنۡ لَّوِسۡتَقَامُوۡ عطف په اَنَّهُ اسۡتَمَعَ نَفَرَ مِنَ الۡجِنِّ الخ باندې شو ۔ شیخ الهندؒ دَ دغې معنٰی څرګندؤلو دپاره په ترجمه کښې ”اؤ دا حکم راغلو“ الفاظ زیات کړل ۔ یعنی دَ دې نه پس آیتو نه تر آخره دَ ”قُلۡ اُوۡحِیَ “ الخ دَ حکم دَ لاندې دی۔

وَّ اَنْ لَّوِ اسْتَقَامُوْا عَلَی الطَّرِیْقَةِ لَاَسْقَیْنٰهُمْ مَّآءً غَدَقًاۙ۝۱۶

ترجمه: اؤ دا حکم راغلو چې کهٔ خلق نېغ اوسی په صحیح لار نو مونږ به ورباندې وڅکوو اوبهٔ ښهٔ ډېرې ،

لِّنَفْتِنَهُمْ فِیْهِ١ؕ وَ مَنْ یُّعْرِضْ عَنْ ذِكْرِ رَبِّهٖ یَسْلُكْهُ عَذَابًا صَعَدًاۙ۝۱۷

ترجمه: چې په دې کښې پرې ازمېښت وکړو ، اؤ چا چې مخ واړؤلو دَ خپل رب دَ یادو نه ف۱۵ هغه به ېٔ واچوی په ختونکی عذاب کښې ف۱۶

ف۱۵: یعنی کهٔ پېریان اؤ بنیادم دَ حق په نېغه لار روان وی نو مونږ به ېٔ دَ ایمان اؤ تابعدارۍ په برکت په ظاهری اؤ باطنی رحمتونو خړوب کړو ۔ په دې کښې ېٔ ازمېښت هم دے چې دَ نعمتونو شکر ادا کوی اؤ اطاعت اؤ عبادت په شوق سره کوی اؤ کهٔ ناشکری کوی اؤ سرکشۍ اؤ نافرمانۍ کښې غرقیږی ۔ په احادیثو کښې راځی چې په دې ورځو کښې دَ مکې په خلقو دَ نافرمانۍ اؤ سرکشۍ په وجه سخت قحط راغلے و ۔ خلق ډېر پرېشانه وو نو دا خبردارے ورکړې شو چې که سرکشی اؤ نافرمانی مو پرېښوده اؤ دَ الله احکامو ته مو غاړه کېښوه نو قحط به ختم شی اؤ دَ رحمت باران به درباندې وورېږی ۔

ف۱۶: یعنی دَ الله په نافرمانۍ کښې بنده آرام و راحت نشی رسېدے بلکې په دې لار کښې ډېرې پرېشانۍ اؤ سخت عذابومه دی۔

وَّ اَنَّ الْمَسٰجِدَ لِلّٰهِ فَلَا تَدْعُوْا مَعَ اللّٰهِ اَحَدًاۙ۝۱۸

ترجمه: اؤ دا چې جماتونه دَ الله دَ یادو دپاره دی نو مهٔ بلیٔ دَ الله سره هېڅوک ف۱۷

ف۱۷: هسې خو دَ دې امت دپاره ټوله زمکه جمات جمات دے (کوم ځاېٔ چې عبادت کؤل غواړی کؤلے شی) لېکن کوم ځاېٔ چې دَ عبادت دپاره خاص شوے وی (جمات) هغه ډېر دَ

عزت اؤ احترام ځاېٔ دے ۔ ډېر پاک و صاف ېٔ ساتل پکار دی اؤ دَ الله نه غیر دَ بل چا نوم اخستل پکښې غټ ظلم اؤ دَ شرک یو ډېر ناکاره شکل دے ۔

مطلب دا چې خالص یو الله ته رجوع وکړ ۔ هېڅوک ورسره مهٔ شریکو اؤ په هېڅ ځاېٔ کښې دَ الله نه غیر دَ بل چا عبادت مهٔ کو ۔ اؤ جماتونه چې خالص دَ الله دَ ذکر اؤ عبادت دپاره جوړ شوی دی ۔ دغه ځاېٔ کښې خو دَ شرک نه دَ بچ کېدو خاص خیال ساتیٔ ۔ ځنې مفسرینو دلته دَ ” مَسَاجِدۡ “ نه مراد هغه اندامونه اخستی دی کوم چې په سجده کښې په زمکه لګی چې دا اندامونه الله پیدا کړی دی نو دَ خپل خالق اؤ مالک نه علاوه بل چا دپاره ېٔ ښکته کؤل جائز نهٔ دی ۔

وَّ اَنَّهٗ لَمَّا قَامَ عَبْدُ اللّٰهِ یَدْعُوْهُ كَادُوْا یَكُوْنُوْنَ عَلَیْهِ لِبَدًا٢ؕ۠۝۱۹

ترجمه: اؤ دا چې کوم وخت ودرېدو دَ الله بنده ف۱۸چې هغه وبلی نو خلق ورباندې راغونډ شی ډلې

ډلې ف۱۹

ف۱۸: یعنی کامل بنده حضرت محمّد۔

ف۱۹: یعنی حضور اکرم چې دَ قرآن تلاوت کوی نو خلق ورته ډلې ډلې راغونډ شی ۔ ایماندار خو دَ قرآن اورېدو په شوق کښې اؤ کافران دَ کفر اؤ عناد په وجه دَ شور غوبل جوړؤلو دپاره چې خلق قرآن په غور سره وانهٔ ورېدے شی۔

قُلْ اِنَّمَاۤ اَدْعُوْا رَبِّیْ وَ لَاۤ اُشْرِكُ بِهٖۤ اَحَدًا۝۲۰

ترجمه: تهٔ ووایه زهٔ خو بس بلم خپل رب اؤ شریک نهٔ جوړوم ورسره بل هېڅوک ف۲۰

ف۲۰: یعنی کافرانو ته ووایه چې تاسو دومره شور غوبل ولې جوړو ۔ زهٔ چې څهٔ وایم په دې کښې کومه خبره داسې ناشنا یا نامعقوله ده چې تاسو پرې خفه کېږﺉ۔ زه خو تاسو صرف خپل حقیقی خالق اؤ مالک ته رابلم ۔ اؤ دا درته وایم چې دَ خپل خالق سره نور شریکان مهٔ جوړو ۔ خالص دَ هغهٔ عبادت کو ۔ کهٔ تاسو ټول زما خلاف راغونډ شیٔ نو یاد لر ماته هېڅ نقصان نهٔ شیٔ رسؤلے ۔ زما په الله پوره پوره باور دے ۔ هغه الله چې دَ هر قسم شرک نه پاک اؤ بې پروا دے ، هغه الله به مې ستاسو دَ شر نه بچ کوی۔

قُلْ اِنِّیْ لَاۤ اَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَّ لَا رَشَدًا۝۲۱

ترجمه: تهٔ ووایه زما په اختیار کښې نهٔ دے ستاسو نقصان اؤ نهٔ خیر رسؤل ف۲۱

ف۲۱: یعنی دا زما اختیار نهٔ دے چې تاسو په سمه لار راواړوم ۔ زهٔ خو درته لار ښیم ، نور ستاسو خپله خوښه ده ۔ نفع نقصان ټول دَ الله په لاس کښې دی ۔

قُلْ اِنِّیْ لَنْ یُّجِیْرَنِیْ مِنَ اللّٰهِ اَحَدٌ١ۙ۬ وَّ لَنْ اَجِدَ مِنْ دُوْنِهٖ مُلْتَحَدًاۙ۝۲۲

ترجمه: تهٔ ووایه ما نهٔ شی بچ کؤلے دَ الله دَ لاس نه هېڅوک اؤ نهٔ به بیا مومم بې دَ هغهٔ نه چرته دَ پناه کېدو ځاېٔ ف۲۲

ف۲۲: یعنی بل ته نفع نقصان رسؤل خو پاتې دَ خپل ځان نفع نقصان هم زما په اختیار کښې نهٔ دی ( بفرض محال) کهٔ ما په خپلو ذمه وارو کښې څهٔ کمے وکړو نو هېڅوک مې دَ الله دَ ګرفت نه نهٔ شی بچ کؤلے اؤ نهٔ مې چرته دَ خلاصی لورې شته۔

اِلَّا بَلٰغًا مِّنَ اللّٰهِ وَ رِسٰلٰتِهٖ١ؕ وَ مَنْ یَّعْصِ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ فَاِنَّ لَهٗ نَارَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًاؕ۝۲۳

ترجمه: مګر تبلیغ دے دَ الله دَ طرف نه اؤ دَ هغهٔ پیغام رسول دی ف۲۳ اؤ څوک چې حکم نهٔ منی دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول نو هغهٔ دپاره دَ دوزخ اور دے اوسی به په دې کښې همېشه ف۲۴

ف۲۳: یعنی دَ الله پیغام دَ هغهٔ مخلوق ته رسول زما ذمه داری ده اؤ چې دغه ذمه داری پوره کړم نو هله به دَ ګرفت نه بچ شم اؤ الله تعالیٰ به دَ خپل رحم و کرم په سوری کښې پناه راکړی۔

ف۲۴: یعنی تاسو ته نفع یا نقصان رسول زما په اختیار کښې نهٔ دی ۔ لېکن دَ الله په نافرمانۍ درته نقصان رسیدل ضروری دی۔

حَتّٰۤی اِذَا رَاَوْا مَا یُوْعَدُوْنَ فَسَیَعْلَمُوْنَ مَنْ اَضْعَفُ نَاصِرًا وَّ اَقَلُّ عَدَدًا۝۲۴

ترجمه: تر هغې پورې چې ووینی هغه څهٔ چې دَ دوی سره وعده شوے ده بیا به پوهه شی چې

دَ چا مددګار کمزوری اؤ په شمار لږ وو ف۲۵

ف۲۵: یعنی تاسو چې زما په ډلې حملې کو په دې خیال چې دَ حضور اکرم ملګری لږ اؤ کمزوری دی نو یاد لر کله چې هغه مقرره نېټه راغله بیا به درته پته ولګی چې لږ اؤ کمزوری څوک وو؟

قُلْ اِنْ اَدْرِیْۤ اَقَرِیْبٌ مَّا تُوْعَدُوْنَ اَمْ یَجْعَلُ لَهٗ رَبِّیْۤ اَمَدًا۝۲۵

ترجمه: تهٔ ووایه زهٔ نهٔ یم خبر چې نژدے دی هغه څهٔ چې تاسو سره ېٔ وعده شوے ده اؤ کهٔ کوی به ېٔ زما رب څهٔ موده پس ف۲۶

ف۲۶: یعنی ماته دا نهٔ دی ښودلی شوے چې هغه وعده زر راتلونکے ده اؤ کهٔ ډېره موده پس۔(دَ قیامت مقرر وخت الله تعالیٰ هېچا ته نهٔ دے ښودلې) دا دَ غېبو په هغه خبرو کښې ده چې سوا دَ الله نه ېٔ بل هېچا ته علم نشته۔

عٰلِمُ الْغَیْبِ فَلَا یُظْهِرُ عَلٰی غَیْبِهٖۤ اَحَدًاۙ۝۲۶

ترجمه: هغه (زما رب) عالم دے په پټو رازونو، نو نهٔ ښکاره کوی خپل پټ رازونه هېچا ته ،

اِلَّا مَنِ ارْتَضٰی مِنْ رَّسُوْلٍ فَاِنَّهٗ یَسْلُكُ مِنْۢ بَیْنِ یَدَیْهِ وَ مِنْ خَلْفِهٖ رَصَدًاۙ۝۲۷

ترجمه: مګر هغه چا ته چې خوښ ېٔ کړی خپل رسول نو هغه روانوی دَ هغهٔ نه وړاندې اؤ وروستو څوکیدار ف۲۷

ف۲۷: یعنی الله دَ خپلو خاصو رازونو علم هېچا ته نهٔ ورکوی۔ البته رسولانو ته څومره چې دَ هغوی دَ شان اؤ مرتبې مناسب وی دَ وحې په ذریعه خبر ورکوی۔ اؤ په دې وحې باندې فرښتې څوکیدارې وی چې شیطان ورکښې څهٔ دخل ونهٔ کړی اؤ رسول پرې هم غلط پوهه نهٔ شی ۔په دې وجه وئیلے شی چې دَ پېغمبرانو علم اؤ خبرو نه معصوم (یعنی دَ غلطیو نه پاک دی) دَ نبیانو په علم کښې دَ شک شبهې هېڅ ګنجائش نشته ۔ دَ نورو خلقو په معلوماتو کښې ډېر شکونه کېدے شی ۔ ځکه محققانو صفیانو وئیلی دی چې ولیان دې خپل کشف دَ قرآن اؤ حدیث په تله تلی۔ کهٔ موافق وو نو عمل دې پرې کوی اؤ خلاف وو نو رد دې ېٔ کړی ۔

تنبیه: دَ دې آیت په شان یو آیت په سورتِ آلِ عمران کښې تېر شوې دے ۔ وَ مَا کَانَ لِیُطْلِعَکُمْ عَلَی الْغَیْبِ وَ لٰکِنَّ اللہَ یَجْتَبِیْ مِنْ رُّسُلِهٖ مَنْ یَّشَآءُ ۔

اؤ په نورو سورتونو کښې هم دَ علمِ غېب متعلق خبرې شته ۔ هم هلته فوائدو کښې ېٔ پوره پوره تفسیر شوے دے ۔ (په خپله خپله موقع کتل غواړی)

لِّیَعْلَمَ اَنْ قَدْ اَبْلَغُوْا رِسٰلٰتِ رَبِّهِمْ وَ اَحَاطَ بِمَا لَدَیْهِمْ وَ اَحْصٰی كُلَّ شَیْءٍ عَدَدًا۠۝۲۸

ترجمه: چې پوهه شی چې دوی ورسؤلو پیغام دَ خپل رب ف۲۸ اؤ قابو کړی ېٔ دی څهٔ چې دَ هغوی سره دی اؤ شمارلے ېٔ دے هر شے په شمار ف۲۹

ف۲۸: یعنی دا دومره سخت انتظام دې دپاره شوے دے چې الله تعالیٰ وګوری چې فرښتو پېعمبرانو ته اؤ پېغمبرانو نورو بندیانو ته دَ الله پیغام صحیح صحیح ورسؤلو۔

ف۲۹: یعنی هر کار دَ الله تعالیٰ دَ نظر دَ لاندې اؤ دَ هغهٔ په قبضه کښې دے ۔ دَ هېچا مجال نشته چې دَ الله په وحې کښې څهٔ فرق راوستے شی اؤ دا څوکیداری اؤ سخت انتظام هم دَ حکومت شان ښکاره کؤلو اؤ ظاهری اسبابو دَ حفاظت دپاره اؤ دَ ډېرو حکمتونو نه ډک دے ۔ ګنی دَ چا قبضه اؤ اختیار چې په هر څیز داسې مضبوط وی هغهٔ ته دَ دومره انتظام څهٔ حاجت دے؟

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوۡرَۃُ لۡمُزَمِّلۡ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ عِشۡرُوۡنَ اٰیَۃً وَّ فِیۡہَا رُکُوۡعَانِؔ

ترجمه: سورت مزمل په مکه کښې نازل شوے دے اؤ دَ دې شل آیاتونه اؤ دوه رکوع دی۔

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله په نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے

یٰۤاَیُّهَا الْمُزَّمِّلُۙ۝۱

ترجمه: اے په څادر کښې پټه ف۱

ف۱: دا سورت په هغه وړومبنیو سورتونو کښې دے کوم چې په مکه کښې نازل شوی دی ۔ په صحیح احادیثو کښې دی چې په شروع کښې دَ وړومبۍ وحې دَ هیبت اؤ درنو ذمه وارو دَ احساس په وجه دَ حضرت بدن په رپېدو شو نو خپلې بی بی حضرت خدیجېؓ ته ېٔ ووې ما په څادر کښې پټ کړه (یخنی مې کیږی) نو هغوی په څادر کښې پټ کړو ۔ په دې سورت کښې اؤ دې نه پس سورت کښې ورته هم په دغه نوم خطاب شوے دے ۔ اؤ یو روایت دے چې دَ قرېشو مشران په دارالندوه (دَ مشورې ځائې) کښې راجمع وو چې په اتفاق سره حضور اکرم دپاره یو نوم خوښ کړی ۔ چا به کاهؔن یادولو ، چا مجنوؔن اؤ چا جاؔدوګر ۔ دَ ډېرو خیال کښې ساحر راتلو خو اتفاق ېٔ په یو هم رانغلو ۔ حضور اکرم چې دَ دې خبرو نه خبر شو

نو ډېر خفه شو، اؤ غمژن کور ته راغلو ۔ په څادر کښې پټ شو غلے پرېوتو لکه اکثر چې په خفګان کښې کیږی ۔ نو الله تعالیٰ دَ مینې اؤ تسلۍ دپاره په دغه نوم یاد کړو چې ” اے څادر کښې پټه“ لکه خپله چې حضور اکرم یوه ورځ حضرت علیؓ ته وئیلی وو ” اے ابو تُرابه پاسه“ حضرت علیؓ دَ کوره خفه شوے و ۔ جمات کښې په زمکه اودهٔ و نو په خاورو خړ پړ شوے و ځکه ورته حضور اکرم دَ مینې نه ابو تُراب ووې (یعنی دَ خاورو پلار) ، ( اؤ دا دَ مینې وینا بیا دَ هغوی مستقل لقب اؤ ډېر مشهور شو) حضرت شاه عبد العزیز صاحب لیکی په دې سورت کښې دَ خرقه پوشۍ شرائط اؤ لوازم بیان شوی دی ۔ یعنی کوم صوفیان چې خرقه اغوندی هغوی ته پکار دی چې دغه اوصاف ځان کښې پیدا کړی ۔ دَ لغت په اعتبار مزمل هغه سړی ته وائی چې لوئے آزاد زړوکے ېٔ دَ ځان نه چاپېره کړے وی ۔ حضور اکرم به هم په یخنۍ کښې چې دَ شپې تهجدو ته پاسېدو ، کمبل به ېٔ دَ ځان نه چاپېره کړے و چې یخنۍ نه بچ وی اؤ په دې عنوان کښې هغه کسانو ته خبردارے هم دے څوک چې دَ شپې په ګرمو بسترو کښې پټ پراتهٔ وی چې تاسو خو ځان ګرم کړے دے لېکن دَ شپې کافی برخه دَ الله په عبادت کښې تېرؤل پکار دی ۔ دَ ګرمو بسترو نه راپاسیٔ دَ تهجدو نمانځه ته ودرېږ ۔

قُمِ الَّیْلَ اِلَّا قَلِیْلًاۙ۝۲ نِّصْفَهٗۤ اَوِ انْقُصْ مِنْهُ قَلِیْلًاۙ۝۳

ترجمه: (په عبادت ) ولاړ وسه دَ شپې مګر کله تر نیمې شپې ف۲ کله دَ دې نه څهٔ کم کړه لږ غوندې ،

ف۲: یعنی کهٔ کله کله درنه پاتې شی نو خیر دے خو اکثر دَ شپې عبادت کوه ۔ اؤ اکثرو مفسرینو دَ اِلَّا قَلِیۡلًا مطلب دا بیان کړے دے چې دَ شپې زیاته حصه عبادت کوه اؤ لږ غوندې کهٔ آرام کوے نو خیر دے ۔ غالبًا دَ لږ غوندې نه مراد دلته نیمه شپه ده ۔ ځکه چې

شپه خو دَ آرام دپاره ده نو نیمه چې په عبادت تېره شی نو په دې لحاظ دې پاتې نیمې ته لږه وئیل مناسب دی ۔

اَوْ زِدْ عَلَیْهِ وَ رَتِّلِ الْقُرْاٰنَ تَرْتِیْلًاؕ۝۴

ترجمه: کله ېٔ زیات کړه ورباندې ف۳ اؤ صفا صفا لوله قرآن واضح ف۴

ف۳: یعنی دَ نیمې شپې نه څهٔ کم تر دریمې برخې پورې اؤ دَ نیمې نه څهٔ زیات یعنی دوه برخې لکه چې مخکښې آیت کښې راځی۔

اِنَّ رَبَّكَ یَعْلَمُ اَنَّكَ تَقُوْمُ اَدْنٰی مِنْ ثُلُثَیِ الَّیْلِ وَ نِصْفَهٗ وَ ثُلُثَهٗ،الخ۔

ف۴: یعنی په تهجدو کښې قرآن په آرام آرام وایه ۔ یو یو ټکے صفا صفا ، په دې طریقه ورباندې سوچ ښهٔ کېدے شی اؤ په زړهٔ ېٔ اثر زیات کیږی۔

اِنَّا سَنُلْقِیْ عَلَیْكَ قَوْلًا ثَقِیْلًا۝۵

ترجمه: مونږ به درواچوو په تا باندې یوه خبره درنه ف۵

ف۵: شاه صاحب لیکی یعنی ریاضت کوه نو دا دَ وحې دروند بار به درباندې آسان شی ۔ اؤ دا ذمه داری دومره سخته ده چې دَ دې په مقابله کښې دَ شپې پاسېدل ډېر آسان دی۔ مطلب دا چې دې نه پس به درباندې قرآن مسلسل نازلیږی کوم چې دَ قدر و قیمت په لحاظ ډېر قیمتی اؤ دَ ذمه دارو په اعتبار ډېر دروند اؤ وزندار دے ۔

په احادیثو کښې راځی چې دَ وحې نازلیدو په وخت به په حضور ډېر بوج اؤ سخت تکلیف و ۔ په سخته یخنۍ کښې به پرې خولې راماتې شوې ۔ کهٔ دې وخت کښې به په څهٔ سورلۍ سور و نو سورلۍ به دا بوج نهٔ شو برداشت کؤلے اوښهٔ به کښېناسته ۔ یو ځل حضور

اکرم دَ حضرت زید بن ثابتؓ په پتانهٔ سر مبارک ایښې و دې وخت کښې وحې نازلېدل شروع شو ۔ زید بن ثابتؓ فرمائی زما په پتانهٔ دومره بوج راغلو چې ما وې دَ پتانهٔ هډوکے مې مات شو۔

دَ دې نه علاوه دَ کفر اؤ جهالت په دې خراب ماحول کښې دَ قرآن اؤ دَ ښو اخلاقو تبلیغ کؤل اؤ دَ تبلیغ پوره حق ادا کؤل اؤ په دې لار کښې سختۍ اؤ مشکلات په روڼ تندی برداشت کؤل هم سخت ګران کار اؤ دروند بوج و اؤ څنګه چې دا کلام دَ حضور اکرم دپاره دروند و دغه شان دَ کافرانو اؤ منکرانو دپاره هم دروند و ۔ غرض دا چې دَ دې ټولو وجوهاتو په لحاظ حضور اکرم ته حکم وشو چې دا څومره قرآ ن درباندې نازل شوے دے دَ شپې په عبادت کښې دَ دې تلاوت کوه اؤ دَ دې په برکت دې غټ بوج برداشت کؤلو ته خپل استعداد اؤ استحکام زیاتوه۔

اِنَّ نَاشِئَةَ الَّیْلِ هِیَ اَشَدُّ وَطْاً وَّ اَقْوَمُ قِیْلًاؕ۝۶

ترجمه: بېشکه دَ شپې پاڅېدل ډېر پامال کوی (نفس) اؤ ښهٔ دے دَ ذکر دپاره ف۶

ف۶: یعنی دَ شپې دَ خوبه پاسېدل آسان کار نهٔ دے ، سخت ریاضت اؤ نفس کشی ده ۔ په دې کښې دَ نفس خواهشات اؤ آرام پامال کیږی اؤ په دغه وخت دعا اؤ ذکر دَ زړهٔ دَ اخلاصه وی ۔ ژبه اؤ زړهٔ سره یو وی نو کومه خبره چې دَ خولې نه وځی په زړهٔ کښې ننوځی اؤ په ذهن اثر کوی ۔ فضا دَ هر قسم شور و شر نه پاکه وی ۔ په خاموشۍ کښې دَ زړهٔ توجه برابره وی اؤ دَ الله تعالیٰ دَ رحمت په نازلېدو زړهٔ ته ډېر سکون اؤ قرار حاصلیږی اؤ ذوق و شوق زیاتیږی۔

اِنَّ لَكَ فِی النَّهَارِ سَبْحًا طَوِیْلًاؕ۝۷

ترجمه: بېشکه ستا دپاره دَ ورځې دی مصروفیات ډېر ف۷

ف۷: یعنی دَ ورځې خلقو ته نصیحت کؤل دَ قرآن تعلیم ورکؤل اؤ نور ډېر دغه شان کارونه دی ۔ اګرچې دا هم ستا په حق کښې عبادت دے خو بالواسطه دے ۔ نو دَ شپې وخت بې واسطې دَ الله دَ عبادت دپاره اؤ ذکر اؤ دعا دَ مناجات دپاره خاص کړه ۔ کهٔ په عبادت کښې مشغولتیا دَ وجې نه ځنې ضروریات درنه پاتې شی نو خیر دے دَ ورځې هغه کمې پوره کېدے شی۔

وَ اذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ وَ تَبَتَّلْ اِلَیْهِ تَبْتِیْلًاؕ۝۸

ترجمه: اؤ ډېر ډېر یادوه نوم دَ خپل رب اؤ را جُدا شه خپل رب طرف ته دَ ټولو نه بیل ف۸

ف۸: یعنی دَ ورځې اګرچې په ظاهره دَ مخلوق سره تعلقات در په غاړه دی خو دَ زړهٔ تعلق دَ الله سره قائم ساته ۔ په ناسته ، ولاړه ، ګرځېدو هر وخت دَ الله په یادو کښې مشغول وسه چې دَ دنیا کارونه دې یو ساعت هم توجه دَ الله نه اخوا دېخوا نهٔ کړی بلکې زړه دَ نورو ټولو تعلقاتو نه منقطع کړه اؤ صرف دَ یو الله تعلق باقی وساته ۔ یا په نورو الفاظو کښې دا چې ټول تعلقات په دې یو تعلق کښې ورننباسه ۔ کوم ته چې صوفیان خلوت درانجمن وائی۔

رَبُّ الْمَشْرِقِ وَ الْمَغْرِبِ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ فَاتَّخِذْهُ وَكِیْلًا۝۹

ترجمه: چې مالک دے دَ مشرق اؤ مغرب ف۹ دَ هېچا قدرت نشته بې دَ هغهٔ نه نو ونیسه هم هغه خپل کارساز ف۱۰

ف۹: مشرق دَ ورځې اؤ مغرب دَ شپې علامه ده ۔ مطلب دا چې شپه اؤ ورځ دواړه دَ هغې مشرق اؤ مغرب دَ مالک په یادو اؤ رضا طلبۍ کښې مشغول وسه۔

ف۱۰: یعنی عبادت هم خالص دَ الله دے اؤ تکیه هم یواځې په هغهٔ پکار ده ۔ چې هغه دَ چا وکیل اؤ کارساز شی نو دَ نورې دنیا نه دَ جدا کېدو څهٔ پروا ده ۔

وَ اصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَ اهْجُرْهُمْ هَجْرًا جَمِیْلًا۝۱۰

ترجمه: اؤ برداشت کوه څهٔ چې دوی وائی ف۱۱اؤ پرېږده ېٔ په ښهٔ شان پرېښودو ف۱۲

ف۱۱: یعنی کافران چې تا ته کاهن ، ساحر اؤ مجنون وائی ۔ دا خبرې ډېرې په صبر اؤ استقلال اوره اؤ برداشت کوه ۔

ف۱۲: په ښهٔ شان پرېښول دا چې په ظاهره ورسره تعلق پرېږده اؤ پکښې ېٔ دَ حالاتو نه ځان خبروه چې څهٔ کوی اؤ څهٔ وائی اؤ ما په څهٔ طریقه یادوی۔ بل دا چې دَ چا دَ بد سلوکۍ ګله چا سره مهٔ کوه اؤ چا نه دَ بدل اخستو کوشش مهٔ کوه ۔ اؤ دَ بحث په وخت کښې کج بحثی مهٔ کوه ۔ دریم دا چې دَ جداییٔ اؤ قطع تعلق سره هغوی ته نصیحت کؤل اؤ دَ هغوی خیر خواهی کؤل مهٔ پرېږده بلکی څومره چې کېدے شی سمې لارې ته ېٔ دَ راړؤلو کوشش کوه۔

شاه صاحب لیکی یعنی دَ خلقو نه ځان بیل کړه ډېر تعلق مهٔ ساته ۔ خو په جنګ اؤ خفګان بیلېدل نه په ښهٔ طریقه اؤ روغ نیت ۔ یاد لر چې دا آیت مکی دے اؤ کافرو سره دَ جهاد آیتونه په مدینه کښې نازل شوی دی ۔

وَ ذَرْنِیْ وَ الْمُكَذِّبِیْنَ اُولِی النَّعْمَةِ وَ مَهِّلْهُمْ قَلِیْلًا۝۱۱

ترجمه: اؤ پرېږده ما اؤ دا تکذیب کوونکی چې په آرام وسېدلی دی اؤ مهلت ورکړه لږ غوندې ف۱۳

ف۱۳: یعنی دَ حق و صداقت نه انکار کؤنکیو معامله ماته وسپاره زهٔ به ورسره خپله پوهیږم خو لږ مهلت مې ورکړے دے ۔

اِنَّ لَدَیْنَاۤ اَنْكَالًا وَّ جَحِیْمًاۙ۝۱۲

ترجمه: البته زمونږ سره دَ پښو بېړۍ دی اؤ دَ اور ډېرے دے،

وَّ طَعَامًا ذَا غُصَّةٍ وَّ عَذَابًا اَلِیْمًاۗ۝۱۳

ترجمه: اؤ خوراک دے په مرۍ کښې نښتونکے اؤ دردناک عذاب ف۱۴

ف۱۴: دردناک عذاب ، سخت اور، ماران لړمانان اؤ خدائې خبر چې څهٔ څهٔ به وی ۔ الله دې ترې ټول مسلمانان بچ وساتی۔

یَوْمَ تَرْجُفُ الْاَرْضُ وَ الْجِبَالُ وَ كَانَتِ الْجِبَالُ كَثِیْبًا مَّهِیْلًا۝۱۴

ترجمه: په کومه ورځ چې به ولړزیږی زمکه اؤ غرونه اؤ شی به غرونه لکه دَ شګو ډېری ښوئیدونکی ف۱۵

ف۱۵: یعنی دَ دې عذاب شروع به دَ هغې وخت نه کیږی چې دَ غرونو جرړې سستې شی ، دَ الله دَ ویرې په رپېدو شی اؤ داسې ذرې ذرې شی لکه دَ نرۍ شګې ډېرے چې قدم پرې نهٔ ټینګېږی۔

اِنَّاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلَیْكُمْ رَسُوْلًا١ۙ۬ شَاهِدًا عَلَیْكُمْ كَمَاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ رَسُوْلًاؕ۝۱۵

ترجمه: مونږ راستولے دے تاسو ته رسول ګواهی ورکوونکے ستاسو په خبرو ف۱۶ څنګه چې مو استولے و فرعون ته رسول ف۱۷

ف۱۶: یعنی دا پېغمبر به دَ الله په دربار کښې ګواهی ورکوی چې چا دَ هغهٔ خبره منلې وه اؤ چا نهٔ وه منلې۔

ف۱۷: یعنی دَ موسٰی علیه السّلام په شان تا ته هم یو مستقل دین اؤ عظیم الشان کتاب درکړې شو۔ شاید چې په دې کښې دَ تورٰیت هغې پېشنګوییٔ ته اشاره ده کوم چې دَ تورٰیت په سفر استثنا کښې ده چې (زهٔ به دوی ته دَ دوی په وروڼو بنی اسماعیلو کښې دَ ستا په شان یو نبی راواستوم)

فَعَصٰی فِرْعَوْنُ الرَّسُوْلَ فَاَخَذْنٰهُ اَخْذًا وَّبِیْلًا۝۱۶

ترجمه: بیا نافرمانی وکړه فرعون دَ هغې رسول بیا مونږ هغه راګېر کړو دَ تباهۍ په راګېرؤلو ف۱۸

ف۱۸: چې دَ موسٰیؑ مخالف ېٔ داسې راګېر کړل نو دَ محمّد مصطفٰی مخالفین به ولې نهٔ رانیسی چې هغه دَ ټولو نبیانو سردار اؤ دَ ټولو نه افضل اؤ برتر دے ۔

فَكَیْفَ تَتَّقُوْنَ اِنْ كَفَرْتُمْ یَوْمًا یَّجْعَلُ الْوِلْدَانَ شِیْبَاۗۖ۝۱۷

ترجمه: بیا به څنګه بچ شیٔ کهٔ انکار مو وکړو دَ هغې ورځې نه چې جوړوی دَ وړو نه بوډاګان ف۱۹

ف۱۹: کهٔ په دنیا کښې دَ عذاب نه بچ هم شو نو دَ آخرت په ورځ به څنګه بچ کیږی۔ چې دَ دې ورځې سخته اؤ وږدوالے ماشومان بوډاګان کوی (کهٔ په حقیقت کښې ماشومان بوډاګان نهٔ شی هم دَ دې سختې اؤ وږدوالی تقاضه دا ده۔

اِ۟لسَّمَآءُ مُنْفَطِرٌۢ بِهٖ١ؕ كَانَ وَعْدُهٗ مَفْعُوْلًا۝۱۸

ترجمه: آسمان به ټوټې شی په دغه ورځ دا وعده پوره کېدونکے ده ف۲۰

ف۲۰: یعنی دَ الله وعده نهٔ بدلېدونکے ده ۔ ضرور به داسې کیږی تاسو ته کهٔ څومره دَ عقل نه لرې ښکاری۔

اِنَّ هٰذِهٖ تَذْكِرَةٌ١ۚ فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا۠۝۱۹

ترجمه: دا خو یو نصیحت دے ، نو دَ چا چې خوښه وی ودې نیسی خپل رب طرف ته لار ف۲۱

ف۲۱: یعنی ما درته نصیحت وکړو اوس درته مخه ازاده ده کهٔ دَ چا خوښه وی په دې نصیحت دے عمل وکړی اؤ خپل رب ته دې ځان نژدے کړی ۔ لار ازاده ده څهٔ نا منع نشته۔

تنبیه: دَ شپې عبادت ته دَ پاڅېدو حکم کوم چې دَ سورت په شروع کښې تېر شوے و تقریبًا یو کال پورې و بیا په دې بل آیت هغه حکم منسوخ شو۔

اِنَّ رَبَّكَ یَعْلَمُ اَنَّكَ تَقُوْمُ اَدْنٰی مِنْ ثُلُثَیِ الَّیْلِ وَ نِصْفَهٗ وَ ثُلُثَهٗ وَ طَآىِٕفَةٌ مِّنَ الَّذِیْنَ مَعَكَ١ؕ

ترجمه: بېشکه ستا رب ته معلومه ده چې تهٔ پاڅې (نمانځه ته) دوه برخې شپې ته نژدے اؤ نیمې شپې ته نژدے اؤ دریمې برخې ته نژدے اؤ یوه ډله دَ هغه کسانو چې ستا ملګری دی (هم دغه شان پاڅی) ف۲۲

ف۲۲: یعنی الله ته معلومه ده چې تا اؤ ستا ملګریو دغه حکم پوره پوره ومنلو ۔ کله نیمه شپه ، کله دریمه برخه اؤ کله دوه برخې دَ شپې دَ الله په عبادت کښې مشغول وو۔ په ځنی احادیثو کښې راځی چې دَ ډېرو ودرېدو په وجه دَ ځنو کسانو پښې وپړسېدې ۔ ځنو کسانو به خپل دَ سر وېښتهٔ په مزی پاس تړلی وو چې کهٔ خوب جوټه راکوی نو په درد به رانه خوب تښتی۔

وَ اللّٰهُ یُقَدِّرُ الَّیْلَ وَ النَّهَارَ١ؕ

ترجمه: اؤ الله په اندازه کوی شپه اؤ ورځ ،

عَلِمَ اَنْ لَّنْ تُحْصُوْهُ فَتَابَ عَلَیْكُمْ فَاقْرَءُوْا مَا تَیَسَّرَ مِنَ الْقُرْاٰنِ١ؕ

ترجمه: هغه خبر دے چې تاسو به پوره نهٔ کړې شیٔ نو تاسو ېٔ معاف کړ اوس لولیٔ قرآن څومره چې درته اسان وی ف۲۳

ف۲۳: یعنی دَ شپې اؤ ورځې پوره اندازه خو یو الله ته معلومه ده ۔ هغه په یوه خاصه اندازه کله شپه کوی اؤ کله ورځ اؤ کله دواړه یو شان کوی ۔ بندیانو ته دَ شپې دَ خوب اؤ غفلت په وخت کښې دَ شپې دَ دریمې برخې اؤ نیمې اؤ دوه برخې پوره اندازه لګؤل اسان کار نهٔ و اؤ بیا په داسې زمانه کښې چې دَ ګهړۍ اؤ ګهنټو پوره سامان هم نهٔ و نو ځنې اصحاب به دَ شپې بالکل نهٔ وودهٔ کېدل چې هسې نه دَ دریمې حصې نه زیات وودهٔ شو۔ نو په دې باندې دا آیتونه نازل شو۔ الله تعالیٰ فرمائی بنیادم کمزورے دے ، تاسو همېشه دپاره په دې طریقه نهٔ شیٔ چلېدے نو ما درباندې رحم وکړو اؤ دَ شپې عبادت مې درته معاف کړو ۔ اوس درباندې خاصه پابندی نشته خو چې دَ چا څومره توفیق کیږی دَ شپې پاڅیٔ اؤ څومره عبادت اؤ څومره تلاوت چې په آسانه کؤلے شیٔ هغه کو ۔ اوس په امتِ محمَدی باندې نهٔ دَ تهجدو نمونځ فرض دے اؤ نهٔ پرې دَ شپې دَ څهٔ خاص وخت عبادت یا خاص مقدار تلاوت پابندی شته۔ (څومره چې دَ چا توفیق و دَ شپې عبادت اؤ تلاوت چې څومره ډېر کؤلے شی دَ ثواب کار دے)

عَلِمَ اَنْ سَیَكُوْنُ مِنْكُمْ مَّرْضٰی١ۙ وَ اٰخَرُوْنَ یَضْرِبُوْنَ فِی الْاَرْضِ یَبْتَغُوْنَ مِنْ فَضْلِ اللّٰهِ١ۙ وَ اٰخَرُوْنَ یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ١ۖ٘

ترجمه: هغه خبر دے چې ډېر په تاسو کښې ناجوړه وی اؤ ډېر به ګرځی په ملک کښې چې تلاش کوی دَ الله فضل اؤ ډېر به جهاد کوی دَ الله په لاره کښې،

فَاقْرَءُوْا مَا تَیَسَّرَ مِنْهُ١ۙ وَ اَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَ اٰتُوا الزَّكٰوةَ وَ اَقْرِضُوا اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا١ؕ

ترجمه: نو لولیٔ قرآن څومره چې درته آسان وی اؤ قائم لر نمونځونه اؤ ورکو زکوٰة ف۲۴ اؤ قرض ورکړ الله ته په ښهٔ طریقه قرض ف۲۵

ف۲۴: الله تعالیٰ وینی چې په تاسو کښې ځنې کسان ناجوړه دی ۔ ځنې به دَ علم یا دَ روزۍ په تلاش کښې په سفر روان وی ۔ ځنې به دَ جهاد دپاره په سفر وی ۔ نو دَ بیمارۍ اؤ سفر په حالت کښې دَ شپې عبادت ته پاڅېدل ډېر ګران کار دے ۔ ځکه الله تعالیٰ په تاسو فضل وکړو اؤ درته ېٔ آسانه کړه ۔ ځان زیات په مصیبت مهٔ اخته کو ۔ څومره عبادت، نمونځ اؤ تلاوت چې په آسانه کؤلے شیٔ هغه هومره کو ۔ البته پنځه وخته فرض نمونځونه باقاعده اؤ ډېر په اهتمام سره کو ۔ زکوٰة پوره پوره باقاعده ورکو ، اؤ دَ الله په لاره کښې دَ اسلام تبلیغ دپاره جانی اؤ مالی قربانی کو ۔ په دغه کارونو باندې ډېرې روحانی ترقۍ اؤ خوشحالۍ حاصلېدے شی۔

فائده: په وړومبو اصحابو باندې یو کال دَ عبادت اؤ ریاضت دومره سخته پابندی ځکه کېښوے شوه چې دغه کسان مخکښې دَ ټول امت دپاره هادیان اؤ رهنمایان وو چې دَ دوی دَ زړهٔ آئینه دومره صفا شی اؤ دومره روحانی کمال حاصل کړی چې دَ ټولې دنیا دپاره دَ خپل رسول دَ روحانی کمالونو یوه نمونه جوړه شی ۔ اؤ دا پاک اؤ کامل کسان مخکښې دَ ټول امت دَ اصلاح اؤ رهنماییٔ دروند پېټے په ښهٔ شان پورته کړې شی۔

ف۲۵: دَ خدائې دَ رضا دپاره دَ شریعت دَ احکامو موافق په اخلاص سره خرچ کؤل دغه په ښهٔ طریقه قرض دے۔ بندیانو سره هم دَ الله دَ رضا دپاره دَ قرض امداد کؤل هم په دې کښې راځی۔

وَ مَا تُقَدِّمُوْا لِاَنْفُسِكُمْ مِّنْ خَیْرٍ تَجِدُوْهُ عِنْدَ اللّٰهِ هُوَ خَیْرًا وَّ اَعْظَمَ اَجْرًا١ؕ

ترجمه: اؤ کومه نېکی چې تاسو وړاندې استو ځان دپاره هغه به مومیٔ الله سره په ښهٔ شان اؤ زیاته په ثواب کښې ف۲۶

ف۲۶: یعنی کوم نېک کارونه چې دې دنیا کښې کو هغه ټول به دَ الله سره په بهتر شکل کښې بیا مومیٔ اؤ زیات اجر به درکړې شی ۔ دا خیال مهٔ کو چې دا نېکی به دلته ختمه شی ۔ نه ۔ دا له تاسو نه وړاندې ځی اؤ ډېر سخت وخت کښې به مو پکار راځی ۔

وَ اسْتَغْفِرُوا اللّٰهَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۠۝۲۰

ترجمه: اؤ معافی غواړدَ الله نه ۔ بېشکه الله بخښونکے مهربانه دے ف۲۷

ف۲۷: یعنی په خپل وس سره په ټولو احکامو پوره پوره عمل کو بیا هم دَالله نه معافی غواړ ځکه چې بنیادم کهٔ هر څومره کوشش وکړی بیا هم ترېنه څهٔ نهٔ څهٔ غلطی کیږی اؤ څهٔ کمے پاتې کیږی ۔ څوک دا دعویٰ کؤلے شی چې دَ الله حق ېٔ پوره پوره ادا کړو؟ بلکې څومره چې لوئے سړے اؤ ښهٔ بنده وی هغه ځان زیات قصوروار ګڼی اؤ دَ خپلې کمزورۍ احساس ورته زیات وی ځکه هر وخت دَ الله نه دَ خپل قصور معافی غواړی اؤ دَ بخشش سوال ترېنه کوی ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوۡرَۃُ الۡمُدَثِّرۡ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ سِتٌّ وَّ خَمۡسُوۡنَ اٰیَۃً وَّ فِیۡہَا رُکُوۡعَانِؔ

ترجمه: سورت مدثر په مکه کښې نازل شوے دے اؤ دَ دې شپږ پنځوس آیاتونه اؤ دوه رکوع دی

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله په نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے

یٰۤاَیُّهَا الْمُدَّثِّرُۙ۝۱

ترجمه: اے په بړستن کښې پټه ف۱

ف۱: دې دپاره دَ سورت مزمل وړومبیٔ فائده وګورﺉ۔

قُمْ فَاَنْذِرْ۪ۙ۝۲

ترجمه: پاڅه خلق وویروه ف۲

ف۲: دَ وحې دَ دروند بار اؤ دَ فرښتې دَ هیبت نه تاته ویره نهٔ ده پکار ۔ ستا کار خو دا دے چې خپل آرام و راحت پرېږدے اؤ نور خلق دَ الله دَ عذاب نه وویروې اؤ دَ کفر اؤ ګناه دَ خراب انجام نه ېٔ خبر کړې ۔

وَ رَبَّكَ فَكَبِّرْ۪ۙ۝۳

ترجمه: اؤ دَ خپل رب لوئی بیان کړه ف۳

ف۳: ځکه چې دَ رب په لوییٔ اؤ عظمت بیانؤلو به دَ خلقو په زړونو کښې دَ هغهٔ خوف پیدا شی ۔ اؤ دَ الله تعالیٰ عظمت یو داسې شے دے چې دَ هر څهٔ نه اول دا معرفت خاصلؤل پکار دی ۔ بهر حال دَ الله تعالیٰ دَ کمالاتو اؤ انعام اؤ احسان تر مخه پکار دی چې په نمانځه کښې اؤ دَ نمانځه نه علاوه هر وخت ېٔ دَ لوییٔ بیان اؤ اقرار وکړې۔

وَ ثِیَابَكَ فَطَهِّرْ۪ۙ۝۴

ترجمه: اؤ خپلې جامې پاکې کړه ،

وَ الرُّجْزَ فَاهْجُرْ۪ۙ۝۵

ترجمه: اؤ دَ ګندګیٔ نه لرې وسه ف۴

ف۴: دَ دې سورت په نازلېدو رسولِ اکرم ته دا حکم وشو چې خلق خپل طرف ته راواړوی ۔ ورسره دَ نمانځه حکم وشو اؤ دَ نمانځه دپاره دَ بدن پاکی دَ جامو پاکی ، دَ ځائې پاکی اؤ دَ ګندګۍ نه ځان بچ کؤل ضروری دی نو دَ دې څیزونو حکم ورسره وشو۔ اؤ ظاهره ده چې هرکله دَ جامو پاکؤل ضروری شو نو دَ بدن پاک ساتل خو به خامخا ضروری وی ۔ نو ځکه دلته چې دَ جامو دَ پاکۍ حکم وشو نو دَ بدن دَ پاکۍ ذکر ضروری ونهٔ ګڼلے شو (چې هغه دَ دې سره خپله معلوم شو) ځنې عالمانو دَ جامو دَ پاکؤلو نه نفس دَ خرابو اخلاقو نه پاکؤل مراد کړی دی ۔ اؤ دَ ګندګۍ نه بچ کېدو مطلب ېٔ بیان کړے دے ۔ دَ بتانو نه ځان ساتل دی ۔ بهر حال دَ آیت مطلب ظاهری اؤ باطنی پاکی ده چې دَ دې نه بغېر خپل رب ته نژدے کېدل ممکن نهٔ دی ۔

وَ لَا تَمْنُنْ تَسْتَكْثِرُ۪ۙ۝۶ وَ لِرَبِّكَ فَاصْبِرْؕ۝۷

ترجمه: اؤ داسې مهٔ کوه چې احسان وکړې اؤ بدله ېٔ ډېره غواړې اؤ دَ خپل رب نه طمع لره ف۵

ف۵: دا ېٔ ورته دَ غټې حوصلې یوه خبره وښیٔله چې دَ چا سره دَ روپۍ پیسې یا علم و هدایت څهٔ احسان کوې نو په هغې ترې دَ څهٔ بدلې طمع مهٔ کوه ۔ احسان خالص دَ الله دَ رضا دپاره کوه ۔ اؤ دَ هغهٔ په ورکړه صابر اؤ شاکر وسه ، دَ بل چا نه هېڅ طمع مهٔ کوه اؤ دَ تبلیغ په کار کښې چې درته څهٔ سختې پېښېږی هغه په ډېر صبر اؤ تحمل برداشت کوه اؤ دَ الله حکم ته انتظار کوه ۔ دا لوئے کار بې دَ صبر اؤ تحمل نه نهٔ شی تر سره کېدے ۔ ( علامه عثمانی فرمائی) دَ دې آیتونو تفسیر په بل ډول هم شوے دے خو زما په خیال دغه تفسیر ښهٔ واضح اؤ بې تکلفه دے ۔

فَاِذَا نُقِرَ فِی النَّاقُوْرِۙ۝۸

ترجمه: بیا کوم وخت چې پُوک وهلے شی هغه ډَډ شے (شپیلۍ)ف۶

ف۶: یعنی چې شپېلۍ پوک وهلے شی ۔

فَذٰلِكَ یَوْمَىِٕذٍ یَّوْمٌ عَسِیْرٌۙ۝۹

ترجمه: نو دا په دغه ورځ سخته ورځ ده ف۷

ف۷: یعنی دَ دغې ورځې په واقعاتو کښې دَ شپېلۍ پوک وهل یو مستقل کار دے چې ډېر ګران اؤ دَ سختو نه ډک دے۔

عَلَی الْكٰفِرِیْنَ غَیْرُ یَسِیْرٍ۝۱۰

ترجمه: په کافرانو نهٔ ده آسانه ف۸

ف۸: یعنی په منکرانو به هېڅ وخت راخته نهٔ راځی بلکې دم په دم به پرې سختی زیاتېږی اؤ په ګناهګارو مسلمانانو کهٔ څهٔ وخت سخته راشی نو بیا به په راحت کښې هم وی۔

ذَرْنِیْ وَ مَنْ خَلَقْتُ وَحِیْدًاۙ۝۱۱

ترجمه: پریږده ما اؤ هغه چې ما پیدا کړے دے یواځې ف۹

ف۹: هر انسان دَ مور دَ خېټې نه یواځی اؤ تش تور راووځی۔ مال دولت اؤ نوکر چاکر هېڅ ورسره نهٔ وی ۔ یا دلته دَ وحیؔد نه مراد دَ مشرکانو مشر ولید بن مغیره دے چې دَ پلار یو ځوئے و اؤ په مالدارۍ اؤ طاقت کښې ټولو عربو کښې یکتا و ۔(مطلب دا چې دَ داسې ظالمانو په معامله کښې جلتی مهٔ کوه ۔ دَ دوی معامله ماته وسپاره ، زه به ورسره خپله پوهه شم اؤ په مناسب وخت به مناسب سزا ورکړم ) تهٔ پریشان کیږه مه ۔

وَّ جَعَلْتُ لَهٗ مَالًا مَّمْدُوْدًاۙ۝۱۲

ترجمه: اؤ ما ورکړے دے مال خور وور (ډېر)،

وَّ بَنِیْنَ شُهُوْدًاۙ۝۱۳

ترجمه: اؤ ځامن په مجلس کښې حاضر ف۱۰

ف۱۰: یعنی مال اولاد ېٔ ډېر شو ۔ خپله خو دَ پلار یو و خو دَ هغهٔ لس(۱۰) ځامن وو ځلمی ټول دَ کار اؤ هر وخت به په مجلس کښې حاضر وو (فرمانبردار وو) نو دَ پلار عزت پرې زیاتېدو ۔ مالدار وو ، نوکران خادمان ېٔ ډېر وو نو ځامنو ته ېٔ په څهٔ کار پسې دَ مجلس نه دَ پاڅېدو حاجت نهٔ و ، ځکه به هر وخت دَ پلار مخکښې حاضر وو ۔

وَّ مَهَّدْتُّ لَهٗ تَمْهِیْدًاۙ۝۱۴

ترجمه: اؤ تیارے مې ورته کړے دے ښه تیارے ف۱۱

ف۱۱: یعنی په دنیا کښې مې ښهٔ عزت اؤ اقتدار ورکړے و ۔ دَ قرېشو مشر و ۔ نو په هره معامله کښې به ترېنه خلقو صلاح اخسته۔

ثُمَّ یَطْمَعُ اَنْ اَزِیْدَۗۙ۝۱۵

ترجمه: بیا دې طمع لری چې زهٔ به نور هم ورکړم ف۱۲

ف۱۲: یعنی سره دَ دومره احسانه چې مال دولت اؤ قدر عزت مې ورکړے دے ۔ دَ دهٔ دَ خولې نه دَ شکر الفاظ نهٔ وځی ۔ دَ الله احسان نهٔ منی بلکې دَ بتانو عبادت کښې لګیا دے اؤ دَ مال نور زیاتؤلو په حرص کښې اخته دے اؤ کهٔ رسول الله ورته دَ جنت نعمتونه بیان کړی اؤ دَ ایمان راؤړو ترغیب ورکوی نو دې وائی کهٔ دا سړے رښتیا وائی اؤ دوباره ژوند اؤ دَ جنت نعمتونه واقعی وی نو تاسو یقین وکړ چې ما ته به هلته هم نعمتونه راکړې شی ۔ نو الله تعالیٰ فرمائی چې سره دَ دومره نافرمانۍ اؤ ناشکرۍ بیا دې دا طمع هم کوی چې الله تعالیٰ به ورته په آخرت کښې هم نعمتونه ورکړی (هرګز نه دَ آخرت نعمتونه خاص ایماندارو دپاره دی)۔

كَلَّا١ؕ اِنَّهٗ كَانَ لِاٰیٰتِنَا عَنِیْدًاؕ۝۱۶

ترجمه: هېچرې نه ۔ دې دے زمونږ دَ آیتونو مخالف ف۱۳

ف۱۳: یعنی هرکله چې دې دَ خپل اصلی مالک دَ حکم خلاف کوی اؤ ناشکره دے نو دا حق ېٔ نشته چې په دنیا کښې دَ نور مال اؤ په آخرت کښې دَ نعمتونو طمع وکړی ۔ وائی چې دې آیت نازلېدو نه پس دَ هغهٔ مال دولت په کمی شو ۔ آخر فقیر شو اؤ ډېر دَ نادارۍ په حالت کښې خوار اؤ ذلیل مړ شو ۔

سَاُرْهِقُهٗ صَعُوْدًاؕ۝۱۷

ترجمه: اوس به زهٔ دې خېژوم په ګرانه چړهائی باندې ، ف۱۴

ف۱۴: یعنی اوس خو لا دهٔ ته ډېر مصیبتونه پراتهٔ دی اؤ سخت آفتونه پرې راتلونکی دی ۔ په ځنی روایاتو کښې راځی چې صعؔود په دوزخ کښې دَ یو غر نوم دے چې کافران به همېشه په هغې خېژولے اؤ ترېنه راغرړؤلے شی دا هم دَ عذاب یو قسم دے۔

تنبیه: یو ځل رسول الله صلّی الله علیه وسلّم ولید ته دَ قرآن څهٔ آیتونه واورؤل په هغهٔ ېٔ لږ غوندې اثر هم وکړو ۔ په قرېشو کښې دې خبرې ډېر شهرت وخوړو اؤ دَ هغوی سره غم شو کهٔ ولید مسلمان شو نو زمونږ طاقت به ډېر کمزورے شی ۔ ابو جهل اؤ نور سرداران ورغلل ، ولید ېٔ بیا ګډ وډ کړو ۔ غرض دا چې ټول سرداران دَ ولید سره راغونډ شو نو دَ رسول الله متعلق خبرې شروع شوې ۔ چا به وې جادوګر دے ، چا به وې کاهن دے اؤ چا به وې شاعر دے ۔ ولید ووې په شعر کښې خو زهٔ خپله ډېر مړنے یم اؤ دَ کاهنانو خبرې مې هم ډېرې اورېدلی دی ۔ قرآن نهٔ شعر دے اؤ نهٔ کهانت۔ خلقو ورته ووې چې دا دواړه نهٔ دی نو تهٔ ووایه چې څهٔ دی ۔ هغهٔ ووې صبر وکړ چې زهٔ پرې سوچ وکړم ۔ آخر ېٔ تندے تریو کړو، خوله ېٔ ورانه کړه اؤ وېٔ وې نور هېڅ نهٔ دی خو جادو دے چې دَ بابل والو نه دغه شان نقل شوے دے ۔ غرض دا چې اول ېٔ دَ قرآن په اورېدو دا وئیلی وو چې قرآن نهٔ شعر دے نهٔ کهانت دے نهٔ دَ لېونیو خبرې دی ، دا دَ بنیادم کلام نهٔ دے بلکې دَ الله کلام دے ، خو اوس ېٔ دَ عزیزانو دَ خوشحالۍ دپاره ووې چې زړې خبرې دی دَ بابل دَ وختو دَ جادو قصې دی ۔ مخکښې آیتونو کښې دې ته اشاره ده۔

اِنَّهٗ فَكَّرَ وَ قَدَّرَۙ۝۱۸

ترجمه: دهٔ سوچ وکړو اؤ فیصله ېٔ وکړه،

فَقُتِلَ كَیْفَ قَدَّرَۙ۝۱۹

ترجمه: نو هلاک دې شی څنګه فیصله ېٔ وکړه ف۱۵

ف۱۵: یعنی دې بدبخته په زړهٔ کښې یو خبره جوړه کړه چې قرآن جادو دے ۔ دې تباه شه څهٔ خراب سوچ ېٔ وکړو اؤ بیا دې تباه شه دَ جاهلانو دَ خوشحالؤلو دپاره ېٔ څنګه خبره راپیدا کړه۔

ثُمَّ قُتِلَ كَیْفَ قَدَّرَۙ۝۲۰

ترجمه: بیا دې هلاک شی څنګه فیصله ېٔ وکړه ،

ثُمَّ نَظَرَۙ۝۲۱

ترجمه: بیا ېٔ وکتل ،

ثُمَّ عَبَسَ وَ بَسَرَۙ۝۲۲

ترجمه: نو تندے ېٔ تریو کړو اؤ شونډې ېٔ بوسې کړې ،

ثُمَّ اَدْبَرَ وَ اسْتَكْبَرَۙ۝۲۳

ترجمه: بیا ېٔ مخ واړؤلو اؤ لوئی ېٔ وکړه ،

فَقَالَ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ یُّؤْثَرُۙ۝۲۴

ترجمه: بیا ېٔ ووې دا نور هېڅ نهٔ دی خو یو جادو دے اثری ،

اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِؕ۝۲۵

ترجمه: دا هېڅ نهٔ دی خو دَ یو بنیادم وینا ده ف۱۶

ف۱۶: یعنی خلقو ته ېٔ وکتل بیا ېٔ تندے تریو کړو خولهٔ ېٔ ورانه کړه لکه چې قرآن نه ېٔ ډېر نفرت وی اؤ نوم ېٔ پرې بد لګی۔ بیا ېٔ مخ هم بل خوا واړؤلو لکه چې دَ ډېر ګنده څیز نوم واخلی (معاذ الله) اؤ حال دا دے چې مخکښې ېٔ دَ قرآن دَ حقانیت اقرار کړے و۔ اوس ېٔ دَ عزیزانو دَ زړهٔ دپاره بیا بیان بدل کړو اؤ دَ ډېر کبر غرور اؤ نفرت په انداز کښې ېٔ ووې، دا

خو دَ جادو کلام دے چې دَ بابل دَ زمانې نه پخوا راسې دغه شان راروان دے دَ دې جادو په په برکت دې پلار ځوئے ، ښځې خاوند ، وروڼو اؤ دوستانو تر مینځه جدائی اؤ نفرت را پیدا کوی۔

سَاُصْلِیْهِ سَقَرَ۝۲۶

ترجمه: اوس به ېٔ زهٔ واچوم اور ته ف۱۷

ف۱۷: یعنی ډېر زر به ېٔ اور ته وغورزوم اؤ دَ دې کبر اؤ غرور خوند به ورته وښیٔم ۔

وَ مَاۤ اَدْرٰىكَ مَا سَقَرُؕ۝۲۷

ترجمه: اؤ تهٔ څهٔ خبر ېٔ چې هغه اور څنګه دے ،

لَا تُبْقِیْ وَ لَا تَذَرُۚ۝۲۸

ترجمه: نهٔ به ېٔ باقی ساتی اؤ نهٔ به ېٔ پرېږدی ف۱۸

ف۱۸: یعنی دَ دوزخیانو هېڅ شے به دَ سوزولو نه بچ پاتې نهٔ شی اؤ دَ سوزؤلو نه پس به بیا په دې حال هم نهٔ پاتې کیږی بلکې بیا به اصلی حالت ته راځی اؤ بیا به سوزی۔ دغه سلسله به هم دغه شان تر ابده جاری وی اؤ دَ سوزؤلو تازه تازه تکلیف به ورته هر وخت ور رسی ۔ اکثرو مشرانو مفسرانو ېٔ دغه معنیٰ بیان کړے ده ۔ ځنې کسانو ېٔ بل شان مطلب هم بیان کړے دے (خو دغه بهتر دے)

لَوَّاحَةٌ لِّلْبَشَرِۚۖ۝۲۹

ترجمه: سوزوونکے دے دَ بنیادمو ف۱۹

ف۱۹: یعنی دَ بدن څرمن به ېٔ په سوزېدو ټوله حلیه بدله کړی ۔ حضرت شاه صاحب لیکی لکه سره کړے اوسپنه چې سره ښکاری دَ بنیادم پنډۍ به هم دغه شان سرې ښکاری۔

عَلَیْهَا تِسْعَةَ عَشَرَؕ۝۳۰

ترجمه: ورباندې مقرر دی نولس (۱۹) فرښتې ف۲۰

ف۲۰: یعنی دَ دوزخ دَ انتظام دپاره چې دَ فرښتو کوم لښکر مقرر دے دَ هغې به نولس(۱۹) افسران وی چې په هغې دَ ټولو نه مشر افسر مالکؔ نوم دے۔

تنبیه: حضرت شاه عبدالعزیز صاحبؒ په خپل تفسیر عزیزی کښې ډېر په تفصیل سره دَ نولس (۱۹) دَ شمار حکمتونه بیان کړی دی چې دَ کتو قابل دی ۔ خلاصه ېٔ دا ده چې په جهنّم کښې مجرمانو ته دَ عذاب ورکؤلو دپاره نولس(۱۹) قسمه ذمه وارۍ دی ۔ هر کار به دَ یوې فرشتې په مشر کښې کیږی۔ دې کښې هېڅ شک نشته چې دَ فرښتې طاقت ډېر زیات دے اؤ یوه یوه فرښته دومره کار کؤلے شی په لکهونو سړی ېٔ نشی کؤلے لېکن یاد لر چې دَ فرښتې دا طاقت صرف په هغه دائره کښې محدود دے په کوم کار چې دَ الله دَ طرف نه مقرر شوے وی لکه دَ اجل فرښته (ملک الموت) عزرائیلؑ دَ لکهونو بنیادمو روحونه په یو سیکنډ

کښې اخستے شی ۔ لېکن دَ مور په خېټه کښې په یو ماشوم کښې ساه نهٔ شی اچؤلے ځکه چې په دې کار مقرر نهٔ دے ۔ حضرت جبرئیلؑ دَ سترګو په رپ کښې وحی رارسؤلے شی لېکن یو څاڅکے باران نهٔ شی ورولے ، دا دَ هغهٔ کار نهٔ دے (حضرت میکائیلؑ په دې کار مقرر دے) څنګه چې په غوږونو لیدل نهٔ کیږی اؤ سترګې اورېدے نهٔ شی خپل خپل کار هر یو کؤلے شی۔ یو غوږ په زرګونو آوازونه اورېدے شی اؤ نهٔ ستړے کیږی خو دَ یو بل کار نهٔ شی کؤلے۔ دغه شان په دوزخ کښې دَ عذاب فرښتې چې دَ کوم قسم عذاب دپاره مقر دی هغه عذاب خو په لکهونو دوزخیانو ته ورکؤلے شی لېکن بل قسم عذاب نهٔ شی ورکؤلے ۔ ځکه نولس(۱۹) قسمه عذابونو کښې (دَ کوم تفصیل چې په تفسیر عزیزی کښې شوے دے) نولس(۱۹) ذمه وارې فرښتې مقرر دی۔ عالمانو دَ دې شمار ډېر ډېر حکمتونه بیان کړی دی خو (علامه عثمانی فرمائی) زما په خیال دَ شاه عبدالعزیز صاحب کلام ډېر لطیف اؤ باریک دے ۔ والله اعلم۔

وَ مَا جَعَلْنَاۤ اَصْحٰبَ النَّارِ اِلَّا مَلٰٓىِٕكَةً١

ترجمه: اؤ مونږ چې ساتلی دی په دوزخ نګرانې هغه فرښتې دی ف۲۱

ف۲۱: دَ نولس(۱۹) فرښتو چې ېٔ واؤرېدل نو کافرانو به ورپورې مسخرې کؤلے چې مونږ دومره بې شماره یو نولس(۱۹) فرښتې به زمونږ څهٔ وکړی۔ مونږ به ېٔ ټوټې ټوټې کړو۔ یو پهلوان پکښې ووې ، اولسو(۱۷) ته خو یواځې زهٔ پوره یم هغه پاتې دوه تاسو ټول په شریکه راګېرې کړ ۔ دَ هغې جواب دا آیت کوی چې هغه په شمار خو نولس(۱۹) دی خو نولس(۱۹) فرښتې دی بنیادم نهٔ دی ۔ دَ فرښتو دَ طاقت خو دا حال دے چې صرف یوې فرښتې دَ قومِ لوطؑ کلے سره دَ خلقو اؤ زمکې آسمان ته وچت کړو اؤ اپوټه ېٔ په زمکه راوویشتو۔

وَّ مَا جَعَلْنَا عِدَّتَهُمْ اِلَّا فِتْنَةً لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا١

ترجمه: اؤ دَ دوی چې مو کوم شمار مقرر کړے دے نو دَ کافرانو دَ امتحان دپاره ف۲۲

ف۲۲: یعنی کافرانو ته دَ عذاب دَ فرښتو په دې خاص عدد مقرر کؤلو کښې غټ حکمت دے ( دَ کوم بیان چې په پورتنیٔ فائده کښې وشو) اؤ په دې کښې په بنیادمو غټ امتحان دے ۔ کتې شی چې څوک ترې ویرېږی اؤ څوک ورپورې خندا کوی ۔

لِیَسْتَیْقِنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ وَ یَزْدَادَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِیْمَانًا وَّ لَا یَرْتَابَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ وَ الْمُؤْمِنُوْنَ١ۙ

ترجمه: چې یقین وکړی هغه خلق چې ورکړې شوے دے کتاب اؤ چې زیات شی دَ ایماندارو ایمان اؤ چې تېر نهٔ وځی هغه کسان چې کتاب ورکړې شوے دے اؤ مسلمانان ف۲۳

ف۲۳: اهلِ کتابو ته دَ مخکښې نه دَ فرښتو دا شمار دَ خپلو کتابونو په ذریعه معلوم و اؤ هغوی په دې هم پوهېدل چې دَ فرښتې طاقت څومره وی ۔ نولس(۱۹) فرښتې څهٔ لږ شے نهٔ دے ۔ اؤ په دې هم پوهېدل چې دَ مختلف قسم عذابونو دپاره بیلې بیلې فرښتې پکار دی ، ټول دَ یوې فرښتې کار نهٔ دے ۔ بهر حال دَ دې خبرې نه به دَ اهلِ کتابو په زړهٔ کښې دَ قرآن دَ حقانیت یقین پیدا شی اؤ دَ مؤمنانو به ایمان نور هم زیات شی ۔ دا دواړه ډلې به پکښې هېڅ شک نهٔ کوی ۔ اؤ دَ مشرکانو مسخرې به ورباندې هېڅ اثر نهٔ کوی۔

وَ لِیَقُوْلَ الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ وَّ الْكٰفِرُوْنَ مَا ذَاۤ اَرَادَ اللّٰهُ بِهٰذَا مَثَلًا١ؕ

ترجمه: اؤ چې ووائی هغه کسان چې په زړونو کښې ېٔ مرض دے اؤ کافران ف۲۴ ” څهٔ غرض و دَ الله دَ دې مثال نه“ ف۲۵

ف۲۴: دَ ” اَلَّذِیۡنَ فِیۡ قُلُوۡبِهِمۡ مَرَضٌ “ نه منافقان مراد دی یا دَ کمزوری ایمان خلق اؤ دَ ” وَالۡکَافِرُوۡنَ“ نه څرګند منکران مراد دی۔

ف۲۵: یعنی دَ نولس(۱۹) شمار ښیٔلو کښې ېٔ څهٔ غرض و؟ په داسې بې سره خبره به څوک یقین وکړی۔

كَذٰلِكَ یُضِلُّ اللّٰهُ مَنْ یَّشَآءُ وَ یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ١ؕ

ترجمه: دغه شان ګمراه کوی الله څوک چې وغواړی اؤ هدایت کوی چا ته چې وغواړی ف۲۶

ف۲۶: یعنی خبره یوه ده خو بد باطنه اؤ دَ خراب فطرت والا پرې ګمراه شی اؤ دَ سلیم فطرت خاوندان هدایت ومومی۔ څوک چې خبره منل نهٔ غواړی نو هسې ورته بانې جوړوی ۔ اؤ دَ چا په زرهٔ کښې چې دَ الله خوف وی اؤ الله تعالیٰ ورته دَ ایمان نور ورکړے وی دَ هغهٔ ایمان نور هم مضبوط شی۔

وَ مَا یَعْلَمُ جُنُوْدَ رَبِّكَ اِلَّا هُوَ١ؕ

ترجمه: اؤ هېچا ته نهٔ دے معلوم ستا دَ رب لښکر مګر یو هغهٔ ته (معلوم دے) ف۲۷

ف۲۷: یعنی دَ الله تعالیٰ دَ بې شماره لښکر پوره شمار یو هغهٔ ته معلوم دے ۔ دا نولس(۱۹) خو ېٔ دَ دوزخ دَ کار کونکیو افسران ښیٔلی دی۔

وَ مَا هِیَ اِلَّا ذِكْرٰی لِلْبَشَرِ۠۝۳۱

ترجمه: اؤ دا خو صرف دَ خلقو دَ پوهې دپاره دی ف۲۸

ف۲۸: یعنی دَ دوزخ بیان صرف دَ نصیحت اؤ عبرت دپاره وشو چې خلق دَ الله دَ قهر اؤ غضب نه ویرېږی اؤ دَ نافرمانیٔ نه منع شی۔

كَلَّا وَ الْقَمَرِۙ۝۳۲

ترجمه: رښتیا وایم قسم دے په سپوږمۍ ،

وَ الَّیْلِ اِذْ اَدْبَرَۙ۝۳۳

ترجمه: اؤ په شپه کله چې واپس شی۔

وَ الصُّبْحِ اِذَاۤ اَسْفَرَۙ۝۳۴

ترجمه: اؤ په سحر کوم وخت چې روښانه شی،

اِنَّهَا لَاِحْدَی الْكُبَرِۙ۝۳۵

ترجمه: دا (دوزخ) دے په غټو څیزونو کښې یو غټ څیز ف۲۹

ف۲۹: یعنی کوم عظیم الشان څیزونه چې به په قیامت کښې څرګندیږی ، دوزخ هم په هغه عظیم الشان څیزونو کښې یو دے۔

نَذِیْرًا لِّلْبَشَرِۙ۝۳۶

ترجمه: ویروونکے دے دَ خلقو ،

لِمَنْ شَآءَ مِنْكُمْ اَنْ یَّتَقَدَّمَ اَوْ یَتَاَخَّرَؕ۝۳۷

ترجمه: څوک چې په تاسو کښې غواړی چې مخکښې لاړ شی یا وروستو پاتې شی ف۳۰

ف۳۰: چې ورمخکښې شی نېکو کارونو ته اؤ جنت ته روان شی یا په بدۍ کښې ونښلی ، دَ نېکۍ نه وروستو شی اؤ دوزخ ته روان شی۔ بهر حال مطلب دا دے چې دوزخ دَ هر چا دپاره دَ ویرې شے دے اؤ چونکه دَ دې ویرې صحیح نتیجه به دَ قیامت په ورځ څرګندیږی ځکه په دې موقع په داسې څیزونو قسم وخوړے شو چې دَ قیامت سره ېٔ ډېر مناسبت و۔ لکه دَ سپوږمۍ رو رو غټېدل اؤ دَ پوره کیدو نه پس بیا کمېدل یوه نمونه ده ۔ دَ دې دنیا دَ ترقیٔ اؤ کمال ته رسېدو نه پس بیا فنا کېدو اؤ ختمېدو دپاره هم دغه شان دَ دې دنیا دَ آخرت سره دَ څیزونو په څرګندېدو اؤ پټېدو کښې داسې نسبت دے لکه دَ شپې اؤ ورځې ۔ کوم حقیقتونه چې په دې دنیا کښې زمونږ دَ نظر نه پټ دی اؤ فکر کښې مو نهٔ راځی هغه به دَ قیامت په ورځ راته صفا واضح شی ۔ نو دَ دنیا دَ ختمېدو اؤ عالمِ آخرت دَ شروع کېدو مثال داسې دے لکه چې شپه ختمه شی اؤ دَ سحر رڼائی خوره شی۔ والله اعلم۔

كُلُّ نَفْسٍۭ بِمَا كَسَبَتْ رَهِیْنَةٌۙ۝۳۸

ترجمه: هر یو نفس په خپلو کارونو کښې ګېر دے ،

اِلَّاۤ اَصْحٰبَ الْیَمِیْنِؕۛ۝۳۹

ترجمه: لېکن دَ ښی طرف والا،

فِیْ جَنّٰتٍ١ۛؕ۫ یَتَسَآءَلُوْنَۙ۝۴۰ عَنِ الْمُجْرِمِیْنَۙ۝۴۱

ترجمه: په باغونو کښې دی ، ټول تپوسونه کوی دَ ګنهګارو نه ف۳۱

ف۳۱: یعنی کوم خلق چې دَ میثاق په ورځ دَ آدمؑ دَ ملا دَ ښی طرف نه راوتی دی اؤ په دنیا کښې هم سم په صحیح لار روان شوی دی اؤ آخرت کښې به هم دَ عرش نه ښی طرف ته ولاړ وی اؤ ښی طرف ته به جنت ته روان شی ۔ عملنامې به هم په ښی لاس ورکړې شی نو دغه خلق به دَ قید نه خلاص وی اؤ دَ جنت په باغونو کښې به آزاد اؤ بې فکره ګرځی ، په خپلو کښې به دَ یو بل نه یا دَ فرښتو نه دَ خپلو ګنهګارو (ملګریو یا ګوانډیانو) دَ حال تپوس کوی چې هغوی خو چرته نهٔ ښکاری څهٔ شو؟

مَا سَلَكَكُمْ فِیْ سَقَرَ۝۴۲

ترجمه: چې تاسو څهٔ شی وغورزولیٔ دوزخ ته ف۳۲

ف۳۲: یعنی کله چې دا واوری چې هغوی دوزخ کښې پراتهٔ دی نو بیا به ورته توجه وکړی اؤ ورته به وائی تاسو خو ځان ډېر هوښیار ګڼلو نو سره دَ عقله ولې دوزخ ته پرېوتیٔ ۔

قَالُوْا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّیْنَۙ۝۴۳

ترجمه: هغوی ورته ووې مونږ نهٔ نمونځونه کؤل،

وَ لَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِیْنَۙ۝۴۴

ترجمه: اؤ نهٔ مو غریبانو ته خوراک ورکؤلو ،

وَ كُنَّا نَخُوْضُ مَعَ الْخَآىِٕضِیْنَۙ۝۴۵

ترجمه: اؤ داسې وو چې (خوشی) بحثونه مو کؤل دَ بحثونو کونکیو سره ،

وَ كُنَّا نُكَذِّبُ بِیَوْمِ الدِّیْنِۙ۝۴۶

ترجمه: اؤ مونږ وو داسې چې دروغ مو ګڼله دَ انصاف ورځ ،

حَتّٰۤی اَتٰىنَا الْیَقِیْنُؕ۝۴۷

ترجمه: تر دې چې راورسېده مونږ ته هغه یقینی خبره ف۳۳

ف۳۳: یعنی نهٔ مو دَ الله حق ادا کړو اؤ نهٔ دَ بندیانو ۔البته دَ نورو خلقو سره دَ حق خلاف بحثونو کښې نښتی وو اؤ ناکاره مجلس دَ شکونو په بوختو کښې ښخ کړو اؤ دَ ټولو نه غټه خبره خو دا وه چې زمونږ دَ انصاف په ورځ یقین نهٔ راتلو۔ تر دې چې نېټه پوره شوه اؤ اوس مو هغه ټولې خبرې په خپلو سترګو ولیدې کومې چې مو دروغ ګڼلې ۔

فَمَا تَنْفَعُهُمْ شَفَاعَةُ الشّٰفِعِیْنَؕ۝۴۸

ترجمه: بیا به ېٔ پکار نهٔ راځی سفارش دَ سفارشیانو ف۳۴

ف۳۴: دَ کافر دپاره به هېڅ څوک سفارش نهٔ کوی اؤ کهٔ وکړی نو قبلیږی به نه۔

فَمَا لَهُمْ عَنِ التَّذْكِرَةِ مُعْرِضِیْنَۙ۝۴۹

ترجمه: نو په دوی څهٔ وشو چې دَ نصیحت نه مخ اړوی ف۳۵

ف۳۵: یعنی دا سختې ورته مخکښې پرتې دی لېکن دوی هډو نصیحت ته غوږ نهٔ ږدی چې ځان دَ سختې نه بچ کړی ۔

كَاَنَّهُمْ حُمُرٌ مُّسْتَنْفِرَةٌۙ۝۵۰

ترجمه: (اؤ داسې تښتی) لکه چې دوی ترهېدلی خرهٔ وی،

فَرَّتْ مِنْ قَسْوَرَةٍؕ۝۵۱

ترجمه: چې زمری نه تښتی ف۳۶

ف۳۶: یعنی دَ حق خبرې اؤ نصیحت اورېدو نه داسې تښتی لکه ځنګل کښې چې خرهٔ دَ زمری دَ آواز نه تښتی۔

بَلْ یُرِیْدُ كُلُّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ اَنْ یُّؤْتٰی صُحُفًا مُّنَشَّرَةًۙ۝۵۲

ترجمه: بلکې غواړی په دوی کښې هر یو سړے دا چې ورکړې شی ورته (کتابونه) پاڼې پرانستی ف۳۷

ف۳۷: یعنی دَ پېغمبرانو نصیحت نهٔ اوری بلکې هر یو دا غواړی چې خپله ورباندې دَ الله کلام نازل شی اؤ هر یو خپله پېغمبر شی ۔ بل آیت کښې دی:

حَتّٰی نُؤْتٰی مِثْلَ مَاۤ اُوْتِیَ رُسُلُ اللہِ ؕ (سورة انعام رکوع ۱۵)

(مونږ ایمان نهٔ راوړو تر څو چې رانهٔ کړې شی ، مونږ ته هعه څهٔ چې ورکړی شوی دی رسولانو ته) یا دا چې هر یو ته دَ الله دَ طرف نه دَ رسول دَ تابعدار حکم لیکلے راشی ۔

حَتّٰی تُنَزِّلُ عَلَیْنَا کِتٰبًا نَّقْرَؤُهٗ ؕ (سورة بنی اسرائیل رکوع ۱۰)

(مونږ دَ ستا په خبرو یقین نهٔ کوو تر څو چې مونږ ته دَ آسمانه یو لیکلے کتاب راکوز نهٔ کړې چې مونږ ېٔ خپله ولولو)

كَلَّا١ؕ بَلْ لَّا یَخَافُوْنَ الْاٰخِرَةَؕ۝۵۳

هرګز نه ف۳۸ لېکن دوی نهٔ ویرېږی دَ آخرت نه ف۳۹

ف۳۸: یعنی داسې هرګز نهٔ شی کېدے ځکه چې نهٔ په دوی کښې دَ پېغمبرۍ لیاقت شته اؤ نهٔ دَ دې څهٔ ضرورت شته۔

ف۳۹: یعنی دوی داسې بې سره خبرې ځکه کوی چې دَ آخرت نه ېٔ ویره نشته کهٔ داسې وشی هم دوی یقین نهٔ کوی ۔ ځکه چې په رښتیا دَ حق طلبګار نهٔ دی ۔ دا خو هسې دَ بانې جوړؤلو دپاره داسې خبرې کوی ۔ کهٔ دا بې سره خبره ېٔ پوره شوه هم ایمان نهٔ راؤړی (بیا به بل څهٔ بانه ونیسی) لکه بل ځائې ارشاد دے:

وَ لَوْ نَزَّلْنَا عَلَیْكَ كِتٰبًا فِیْ قِرْطَاسٍ فَلَمَسُوْهُ بِاَیْدِیْهِمْ لَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۝ (سورة انعام رکوع ۱)

(یعنی دوی چې لیکلے کتاب غواړی نو کهٔ مونږ تا ته په کسوړه کښې نغښتے لیکلے کتاب راواستؤلو اؤ دوی پرې لاس ووهلو (ښهٔ ېٔ وکتو چې کتاب دے) بیا به هم کافران وائی چې دا خو څرګند جادو دے ( نظر بندی دې راباندې وکړه)

كَلَّاۤ اِنَّهٗ تَذْكِرَةٌۚ۝۵۴

هرګز نه دا خو یو نصیحت دے ف۴۰

ف۴۰: یعنی دغه یو کتاب قرآن دَ نصیحت دپاره کافی دے ۔ هر چا ته دَ بیل بیل کتاب ضرورت نشته ۔

فَمَنْ شَآءَ ذَكَرَهٗؕ۝۵۵

کهٔ څوک غواړی نو یاد دې ېٔ کړی ف۴۱

ف۴۱: یعنی دا یو کتاب دَ ټولو دپاره کافی دے ، هر سړے ترې فائده اخستے شی۔

وَ مَا یَذْكُرُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ١ؕ هُوَ اَهْلُ التَّقْوٰی وَ اَهْلُ الْمَغْفِرَةِ۠۝۵۶

ترجمه: اؤ دوی خو به ېٔ هله یاد کړی چې الله ېٔ وغواړی ف۴۲ هم هغه دے چا نه چې ویره پکار ده اؤ هم هغه دے دَ بخښلو لائق ف۴۳

ف۴۲: اؤ دَ الله اراده په ډېرو حکمتونو مبنی ده چې بنیادم پرې نهٔ شی پوهېدے ۔ الله تعالیٰ ته دَ هر بنده استعداد پوره پوره معلوم دے ۔ دَ هغې مناسب معامله ورسره کوی۔

ف۴۳: یعنی کهٔ بنده ډېر ګناهونه کړی وی خو چې په اخلاص توبه وباسی اؤ پرهیزګاری اختیار کړی۔ الله تعالیٰ ېٔ توبه قبلوی ۔ دَ انسؓ روایت دے چې حضور دَ دې آیت په تفسیر کښې دا الفاظ بیان کړی دی۔

قَالَ رَبُّکُمۡ اَنَا اَهۡلُ اَنۡ اُتَّقٰی فَلَا یُشۡرَكَ بِیۡ شَیۡءٌ فَاِذَا اِتَّقَانِی الۡعَبۡدُ فَاَنَا اَهۡلُ اَنۡ اَغۡفَرَلَهُ ۔

( ستاسو رب فرمائی زهٔ دَ دې لائق یم چې زما نه ویره وکړې شی اؤ بل هېڅوک راسره شریک نهٔ کړې شی نو کوم وخت چې بنده زما نه وویرېدو نو زما شان دا دے چې ګناهونه ورته معاف کړم)

(الله تعالیٰ دې مونږ ټول په توحید قائم ولری اؤ ګناهونه دې راته معاف کړی)

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوۡرَۃُ الۡقِیٰمَةِ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ اَرۡبَعُوۡنَ اٰیَۃً وَّ فِیۡہَا رُکُوۡعَانِ

ترجمه: سورت قیامه په مکه کښې نازل شوے دے اؤ دَ دې څلوېښت آیتونه اؤ دوه رکوع دی

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله په نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے۔

لَاۤ اُقْسِمُ بِیَوْمِ الْقِیٰمَةِۙ۝۱

ترجمه: قسم خورم دَ قیامت په ورځ ف۱

ف۱: دَ قیامت ورځ دَ کومې واقع کېدل چې عقلاً ممکن دی اؤ دَ راتلو خبر ېٔ داسې مخبرصادق ورکړے دے دَ چا صدق چې په یقینی دلیلونو ثابت دے په دې ورځ قسم خورم چې تاسو به خامخا دَ مرګ نه پس بیا دوباره ژوندی کؤلے شیٔ اؤ ضرور به درسره دَ نېکو اؤ بدو حساب کیږی۔

تنبیه: په دنیا کښې ګڼ قسمه څیزونه دَ کومو چې قسم خوړے شی ۔ دَ خپل معبود یا دَ یو عزتمند اؤ قابلِ احترام بنده دَ خپل محبوب یا دَ یو ډېر عظیم الشان څیز یا دَ یو نایاب اؤ ښائسته څیز دَ هغې دَ خوبۍ څرګندؤلو دپاره قسم خوړے شی بیا فصیحان اؤ بلیغان دا خیال هم ساتی چې دَ څهٔ غرض دپاره چې په کوم څیز قسم خوړے شی دَ دواړو تر مینځه دے قوی تعلق وی خو دا ضروری نهٔ ده چې دَ کوم څیز چې قسم خوړے شی ( مقسوم بهٖ) هغه دے په مقسوم علیه ( څهٔ دپاره چې قسم خوړے شی) خامخا شاهد یا دلیل وی ۔ لکه دَ اُردو مشهور شاعر ذوؔق وائی ۔

اتنا ہوں تری تیغ کا شرمندۂ احسان

سر میرا تیرے سر کی قسم اُٹھ نہیں سکتا

(زهٔ ستا دَ تورې دومره زیرِ احسان یم

دَ ستا په سر مې دې سوګند وی سر پورته کؤلے نهٔ شم)

دلته دَ خپل سر پورته کؤلو طاقت نهٔ لرلو دپاره دَ محبوب په سر سوګند خوری دَ دواړو ترمینځه ډېر لطیف تعلق اؤ مناسبت دے ۔ خو مقسم بهٖ دَ مقسم علیه دپاره شاهد دے ۔ په اسلامی شریعت کښې په غیر الله قسم خوړل دَ مسلمان دپاره حرام دی لېکن دَ الله تعالیٰ شان دَ بندیانو نه جدا دے ۔ هغه اکثر په خپل ډېر خوښ یا ډېر فائده من یا ډېر عظیم الشان څیزونو یا چې دَ مقسم علیه دپاره دَ شاهد یا دلیل کار ورکوی په هغه څیزونو قسم خوری ۔ دلته دَ قیامت په ورځ قسم خوری چې دا یو ډېر اهمه اؤ عظیمه ورځ ده ۔ اؤ په کوم مضمون (غرض) چې قسم خوری دَ هغې سره مناسب ېٔ هم څرګند دے ۔ ځکه چې دوباره ژوند اؤ حساب به هم په دغه ورځ کیږی ۔ یومِ قیامت ېٔ ظرف دے۔

وَ لَاۤ اُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِؕ۝۲

ترجمه: اؤ قسم خورم په هغه نفس چې بدۍ ته بد وائی ف۲

ف۲: عالمانو وئیلی دی چې دَ بنیادم نفس یو دے خو دَ بیلو بیلو درے حالتونو په وجه ېٔ نومونه درے دی ۔ کهٔ نفس عالمِ بالا ته ډېر مائل وی ، دَ الله په ذکر ، عبادت اؤ فرمانبردارۍ کښې مشغول وی نو دې ته نفسِ مطمئنه وئیلے شی ۔

یَا اَیَّتُهَا النَّفۡسُ الۡمُطۡمَئِنَّةُ ارۡجِعِیۡۤ اِلٰی رَبِّكِ رَاضِیَةً مَّرۡضِیَّةً (الفجر ، رکوع ۱)

(اے مطمئنه نفسه واپس شه خپل رب ته په دې حال کښې چې تهٔ دَ هغهٔ نه راضی ېٔ اؤ هغه له تا نه راضی دے)

اؤ کهٔ نفس عالمِ سفلی ته ډېر مائل وی دنیا سره ېٔ مینه وی اؤ په نفسانی خواهشاتو اؤ دنیاوی خوشحالیو کښې ډوب وی ، بدۍ ته منډې وهی اؤ دَ شریعت دَ حکمونو نه تښتی ، دې ته نَفۡسِ اَمَّارَہ وئیلے شی ځکه چې بنیادم ته دَ بدۍ حکم کوی لکه چې ارشاد دے :

وَ مَاۤ اُبَرِّئُ نَفْسِیْ١ۚ اِنَّ النَّفْسَ لَاَمَّارَةٌۢ بِالسُّوْٓءِ اِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّیْ١ؕ (سورتِ یوسف ، رکوع ۷)

(اؤ زهٔ خپل ځان ته پاک نهٔ وایم بېشکه نفس خو بنده ته بدی ښائی مګر چې زما رب پرې رحم وکړی)

اؤ کهٔ په دې حالت کښې وی چې کله خو دنیا ته مائل شی په شهوت اؤ غضب کښې مبتلا شی اؤ کله بیا عالمِ بالا ته مائل شی ، دې کارونو نه نفرت کوی اؤ بد ورته وائی اؤ کومې غلطۍ چې ترېنه شوی وی په هغې ځان ملامته ګڼی ۔ دې ته نفسِ لَوَّامَه (ملامته کؤنکے) وئیلې شی ۔

حضرت شاه صاحب لیکی بنیادم اول خو دَ دنیا په لوبو کښې مشغول وی نېکۍ طرف ته ېٔ خیال نهٔ وی ۔ دا نفسِ امّاره دے ۔ بیا چې ېٔ لږ هوش راشی نو دا کارونه ورته بد ښکاره شی نېکۍ ته راواوړی اؤ کهٔ په زوړ عادت ترې څهٔ غلطی وشی نو ورباندې خفه وی ، ځان ملامته ګڼی ۔ دا نفسِ لوّامه دے ۔ بیا کله چې ېٔ نېک عادتونه پاخهٔ شی ، نیکی ورته خوند ورکوی ، دَ خرابو کارونو نه ېٔ نفرت پیدا شی ۔ دَ بدۍ دَ تصّور نه هم ورته تکلیف رسی ۔ دا نفسِ مطمئنه دے ۔ دلته په نَفۡسِ لَوَّامَه قسم خوړلو کښې دې ته اشاره ده چې فطرت کهٔ صحیح وی نو بنیادم خپله په دنیا کښې په بدۍ ځان ملامته ګڼی اؤ دغه شے به دَ قیامت په ورځ په اعلیٰ اؤ اکمل شکل کښې څرګندېږی (دَ قیامت په ورځ به هغه سخت ضدیان اؤ جاهلان کافران هم ځان ملامته ګڼی چې ولې مو دَ رسولانو خبره نهٔ منله)

اَیَحْسَبُ الْاِنْسَانُ اَلَّنْ نَّجْمَعَ عِظَامَهٗؕ۝۳

ترجمه: آیا دَ بنیادم دا خیال دے چې مونږ به دَ دهٔ هډوکی راجمع نهٔ کړو ف۳

ف۳: یعنی دا حال ېٔ دے چې بنده مړ شی اؤ په قبر کښې ېٔ هډوکی وراستهٔ شی اؤ ریزه ریزه دَ خاورو سره خاورې شی نو بیا به څنګه راغونډ شی اؤ څنګه به بنیادم بیا ژوندے شی۔ دا خبره خو دَ عقل نه بهر ده ۔

بَلٰى قٰدِرِیْنَ عَلٰۤی اَنْ نُّسَوِّیَ بَنَانَهٗ۝۴

ترجمه: ولې نه مونږ برابرؤلے شو دَ دهٔ دَ ګوتو بندونه ف۴

ف۴: یعنی مونږ خو ېٔ دَ ګوتو بندونه هم بیا برابرولے شو ۔ دَ بندونو تخصیص ځکه وشو چې دا دَ لاس آخری حد دے اؤ دَ څیز تکمیل په آخری حصّه کیږی لکه عامه محاوره ده وائی یو یو بند مې خوږېږی ۔ مطلب ېٔ دا وی چې ټول بدن مې درد کوی بل دې دپاره چې دَ ګوتو سرونه ډېر واړهٔ وی اؤ دَ نوک اؤ بند تعلق ډېر باریک اؤ لطیف دے نو دَ ساخت په لحاظ باریک اؤ ګران کار دے ۔ څوک چې دا باریک څیزونه دوباره جوړؤلے شی نو غټ غټ اندامونه جوړول خو به ورته ډېر آسان وی۔

بَلْ یُرِیْدُ الْاِنْسَانُ لِیَفْجُرَ اَمَامَهٗۚ۝۵

ترجمه: بلکې بنیادم دا غواړی دا چې بې سری وکړی خپل مخکښې (یعنی په دې ژوند کښې)

یَسْـَٔلُ اَیَّانَ یَوْمُ الْقِیٰمَةِؕ۝۶

ترجمه: تپوس کوی چې کله به وی دَ قیامت ورځ ف۵

ف۵: یعنی کوم خلق چې دَ قیامت نه انکار کوی اؤ دوباره ژوند محال ګڼی دَ هغې وجه دا نهٔ ده چې ګنی په دې خبره دلائل واضح اؤ کافی نهٔ دی ، بلکې بنیادم دا غواړی چې دَ قیامت نه مخکښې په خپل دنیاوی ژوند کښې ښې مزې وکړی اؤ بې پروا آزاد ژوند تېر کړی چې څهٔ نا منع پکښې نهٔ وی څهٔ چې ېٔ زړهٔ غواړی هغه کوی۔ کهٔ چرې قیامت اؤ دَ عمل حساب ېٔ ومنلو نو بیا به داسې بې حیا اؤ آزاد نهٔ شی عیش به ېٔ خراب شی ۔ نو په دې وجه هډو دا خیال زړهٔ ته نهٔ راولی ۔ بلکې په مسخره کښې تپوس کوی چې ښه نو دا به وی کله؟ پوره تاریخ ، وخت ، ورځ ، کال اؤ میاشت ېٔ راته وښایه۔

فَاِذَا بَرِقَ الْبَصَرُۙ۝۷

ترجمه: بیا کوم وخت چې وبرېښی سترګې ف۶

ف۶: یعنی دَ الله تعالیٰ دَ قهر دَ تجلّی نه به ېٔ سترګې وبریښی اؤ حیران هک بک به شی۔

وَ خَسَفَ الْقَمَرُۙ۝۸

ترجمه: اؤ توره شی سپوږمۍ ف۷

ف۷: سپوږمۍ ېٔ شاید چې بیله ځکه بیان کړه چې عربو به قمری حساب ساتلو په دې وجه به ېٔ دَ میاشتې دَ حال خاص خیال ساتلو۔

وَ جُمِعَ الشَّمْسُ وَ الْقَمَرُۙ۝۹

ترجمه: اؤ یو ځائې شی نمر اؤ سپوږمۍ ف۸

ف۸: یعنی دَ دواړو رڼا ورکه شی اؤ په بې نورۍ کښې دواړه سره یو شان شی ۔

یَقُوْلُ الْاِنْسَانُ یَوْمَىِٕذٍ اَیْنَ الْمَفَرُّۚ۝۱۰

ترجمه: بنیادم به په دغه ورځ وائی دَ تېښتې لورے چرته دے ،

كَلَّا لَا وَزَرَؕ۝۱۱

ترجمه: هېڅ نشته هېچرته ېٔ خلاصے نشته ۔

اِلٰى رَبِّكَ یَوْمَىِٕذِ اِ۟لْمُسْتَقَرُّؕ۝۱۲

ترجمه: نن ورځ هم دَ ستا دَ رب مخکښې ودرېدل دی ف۹

ف۹: یعنی اوس خو تپوسونه کوی چې دا ورځ به کله وی ۔ اؤ چې هغه ورځ راشی نو بیا به وائی چې کوم خوا وتښتم اؤ چرته پټ شم ، دَ تېښتې رو به نهٔ مومی ۔ ورته به ووئیلے شی چې نن هېچرته دَ تېښتې ځائې نشته اؤ هېڅ طاقت مو نهٔ شی بچ کؤلے نن به خامخا دَ خپل پروردګار په دربار کښې حاضرېږ اؤ دَ خپلو عملونو حساب به ورکو ۔ هغهٔ چې دَ چا په حق کښې څهٔ فیصله وکړه ۔ هغهٔ څوک بدلؤلے نشی ۔

یُنَبَّؤُا الْاِنْسَانُ یَوْمَىِٕذٍۭ بِمَا قَدَّمَ وَ اَخَّرَؕ۝۱۳

ترجمه: وبه ښیٔلے شی بنیادم ته په دغه ورځ څهٔ چې ېٔ مخکښې استولی دی اؤ څهٔ چې ترې وروستو پاتې دی ف۱۰

ف۱۰: یعنی ټول وړومبی ، وروستی عملونه به ورته وښیٔلے شی ، ښهٔ وی اؤ کهٔ بد۔

بَلِ الْاِنْسَانُ عَلٰى نَفْسِهٖ بَصِیْرَةٌۙ۝۱۴ وَّ لَوْ اَلْقٰى مَعَاذِیْرَهٗؕ۝۱۵

ترجمه: بلکې بنیادم خپله په خپل ځان دلیل دے ، اګر کهٔ جوړې کړی ډېرې بهانې ف۱۱ ف۱۱: حضرت شاه صاحب فرمائی یعنی کهٔ بنده په خپلو حالاتو غور وکړی نو په دې به پوهه شی چې الله یو دے اؤ یوه ورځ به دَ هغهٔ په دربار کښې حاضرېږی ۔ اؤ څوک چې وائی زهٔ نهٔ پوهېږم نو دا هسې بهانې دی اؤ چل ول دے ۔ لېکن اکثرو مفسرینو دَ دې تعلق دَ مخکښې آیت سره لګؤلے دے ۔ بنیادم ته به وړومبی وروستی هر څهٔ ښکاره کړې شی خو دَ دې ښکاره کؤلو ضرورت هم نشته هلته به بنیادم ته خپل احوال خپله معلومیږی خو بیا به هم ډېر خلق انکار کوی اؤ چل ول به جوړوی لکه چې کافران به وائی۔

وَاللہِ رَبِّنَا مَا کُنَّا مُشۡرِکِیۡنَ ۔

(اے ربه قسم ستا په ذات چې مونږ خو شرک نهٔ و کړے) بلکې په دنیا کښې هم دَ چا ضمیر چې مسخ شوے نهٔ وی نو بنیادم په خپل ځان ډېر ښهٔ پوهېږی اؤ ښهٔ بد ډېر ښهٔ پیژنی ۔ دا بیله خبره ده کهٔ دَ نورو خلقو نه ځان پټوی خو خپل ځان ورته ښهٔ معلوم وی ۔ په خپل زړهٔ کښې په خپل حال ښهٔ پوهېږی ۔

لَا تُحَرِّكْ بِهٖ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهٖؕ۝۱۶

ترجمه: مهٔ خوزوه دَ دې په لوستو ژبه چې زر ېٔ زده کړې ،

اِنَّ عَلَیْنَا جَمْعَهٗ وَ قُرْاٰنَهٗۚۖ۝۱۷

ترجمه: دا خو زمونږ ذمه ده دَ دې جمع کؤل ستا په سینه کښې اؤ وئیل دَ ستا په ژبه ،

فَاِذَا قَرَاْنٰهُ فَاتَّبِعْ قُرْاٰنَهٗۚ۝۱۸

ترجمه: بیا چې ېٔ کوم وخت مونږ وایو (دَ فرښتې په ژبه) نو تهٔ سوچ کوه دَ هغې په لوستو ،

ثُمَّ اِنَّ عَلَیْنَا بَیَانَهٗؕ۝۱۹

ترجمه: بیا زمونږ په ذمه دی دَ دې صفا صفا بیانؤل ف۱۲

ف۱۲: دَ وحی په اول اول کښې چې جبرئیلؑ به دَ الله کلام حضور اکرم ته راوړو نو حضور اکرم به هم دَ هغهٔ سره سره په زړهٔ زړهٔ کښې وې چې زر زر ېٔ یاد کړی اؤ چرته ترې څهٔ ټکے هېر نهٔ شی ۔ لېکن په دې کښې حضور اکرم ته ډېر تکلیف و ۔ په خبره ځان پوهه کؤل اؤ ورسره ورسره یادول هم آسان کار نهٔ دے نو دَ خپل حبیب نه دا تکلیف لرې کؤلو دپاره ارشاد دے چې دَ جبرئیلؑ سره سره تا ته دَ وینا حاجت نشته ۔ تهٔ دا غم مهٔ کوه چې بیا به درته یاد نهٔ وی ۔ دَ هغهٔ نه خبره ښهٔ په سوچ سره واوره ۔ هغه دَ ستا په سینه کښې جمع کؤل ، تا ته یاد ساتل اؤ بیا ېٔ خلقو ته پوره پوره اورؤل زما ذمه ده ۔

(له تا نه به یو ټکے هم نهٔ هېرېږی)

کوم وخت چې جبرئیلؑ زما کلام تا ته اورؤی تهٔ ېٔ په خاموشیٔ سره ښهٔ په غور اوره ۔ بیا دَ هغې یاد ساتل اؤ دَ هغې په معارفو اؤ علومو دَ ستا پوهه کؤل زما کار دے ۔ دَ دې نه پس حضور اکرم دَ فرښتې سره سره وینا پرېښوه اؤ چې فرښتې به وحی ختم کړه نو رسول الله به خپلو ملګرو ته ټکی په ټکی پوره پوره واورؤله اؤ دَ هغې په مطلب به ېٔ ښهٔ پوهه کړل ۔ دا هم دَ رسول پاک یو معجزه وه چې دَ فرښتې سره به ېٔ یو حرف دوباره نهٔ کړو اؤ بیا به هم ورته ټوله وحی یاده وه ۔ دا دَ ” یُنَبَّؤُ الْاِنْسَانُ یَوْمَئِذٍۢ بِمَا قَدَّمَ وَ اَخَّرَیوه وړه غوندې نمونه شوه په دنیا کښې ۔ چې څنګه الله تعالیٰ دا قدرت لری چې خپله وحی دَ فرښتې دَ وینا سره دَ خپل رسول په سینه کښې جمع کړی اؤ بیا ېٔ دَ هغهٔ خوله بندیانو ته پوره پوره واؤروی هغه الله په دې هم قادر دے چې دَ بندیانو وړومبی ، وروستی ټول عملونه راجمع کړی اؤ ورته ېٔ په موقع ور وړاندې کړی اؤ ښهٔ ېٔ ور وړاندې کړی ۔ هم دغه شان په دې هم قادر دے چې دَ بنیادم دَ بدن خوارهٔ وارهٔ اجزاء په زوړ ترتیب راغونډ کړی اؤ بیا ترېنه ورغ بنده جوړ کړی ۔

كَلَّا بَلْ تُحِبُّوْنَ الْعَاجِلَةَۙ۝۲۰

ترجمه: هېڅ هم نهٔ دی خو تاسو خوښو زر راتلونکے ،

وَ تَذَرُوْنَ الْاٰخِرَةَؕ۝۲۱

ترجمه: اؤ پرېږد هغه چې وروستو راځی ف۱۳

ف۱۳: یعنی تاسو سره دَ قیامت نه انکار کؤلو باندې هېڅ دلیل نشته بلکې دنیاوی خواهشونو کښې غرقېدل دَ دې سبب دے ، دَ دنیا فائده درته زر اؤ لاس په لاس رسی نو په دې یقین کو اؤ آخرت مو دَ سترګو نه پټ دے اؤ روستے دے نو ځکه ترېنه انکار کو دَ بنیادم په طبیعت کښې جلد بازی ده ۔خُلِقَ الۡاِنۡسَانُ مِنۡ عَجَل“ (بنیادم پیدا شوے دے تلوار ګرندے)

دا جلد بازی دَ هر انسان فطرت دے خو فرق ېٔ دا دے چې نیکان دَ ښو کارونو دپاره تلوار کوی دَ کوم مثال چې اوس ”لَا تُحَرِّكْ بِهٖ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهٖؕ “ کښې تېر شو اؤ بدان هغه شے خوښوی دَ کوم فائده چې زر په لاس ورځی دَ آخرت خیال نه ساتی ۔

وُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ نَّاضِرَةٌۙ۝۲۲

ترجمه: ډېر مخونه به په دغه ورځ تازه وی ،

اِلٰى رَبِّهَا نَاظِرَةٌۚ۝۲۳

ترجمه: خپل رب طرف ته کتونکی ف۱۴

ف۱۴: یعنی دَ ایماندارو مخونه به په دغه ورځ تر و تازه اؤ خوشحاله وی ، سترګې به ېٔ دَ خپل خالق اؤ حقیقی محبوب په دیدار روښانه وی ۔ دَ قرآن کریم اؤ صحیح احادیثو نه یقینی ثابته ده چې مؤمنان به په آخرت کښې دَ خپل خالق دیدار کوی ۔ دا نعمت دَ ګمراهانو په نصیب کښې نشته ځکه ترې انکار کوی ۔ الله تعالیٰ دے زمونږ ټولو خپل دیدار نصیب کړی ۔

وَ وُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍۭ بَاسِرَةٌۙ۝۲۴

ترجمه: اؤ ډېر مخونه به په دغه ورځ غمژن وی ف۱۵

ف۱۵: یعنی پرېشان اؤ بې رونقه به وی ۔

تَظُنُّ اَنْ یُّفْعَلَ بِهَا فَاقِرَةٌؕ۝۲۵

ترجمه: په دې خیال چې دوی سره به داسې کار وشی چې ملا ماتوی ف۱۶

ف۱۶: اؤ په دې غم کښې به پرېشان وی چې اوس به راباندې هغه عذاب راځی چې ملا ماتوی۔

كَلَّاۤ اِذَا بَلَغَتِ التَّرَاقِیَۙ۝۲۶

ترجمه: هرګز نه کوم وخت چې ساه راورسی مرۍ ته ف۱۷

ف۱۷: یعنی آخرت هرګز لرې مهٔ ګڼیٔ دَ آخرت دَ سفر وړومبے پړاؤ خو مرګ دے کوم چې بالکل نژدے دے ۔ دَ دې نه پس به نور پړاونه هم راځی اؤ آخر به خپل مستقل ځائې ته ورسی ۔ نو ګویا کهٔ دَ هر بنده دپاره مرګ دَ قیامت دَ شروع کېدو یوه علامه ده ۔ کله چې دَ مریض روح دَ بدن نه راغونډ شو اؤ ساه ېٔ په مرۍ کښې ونښته نو پوهه شیٔ چې دَ آخرت سفر شروع شو۔

وَ قِیْلَ مَنْ١ٚ رَاقٍۙ۝۲۷

ترجمه: اؤ خلق وائی څوک دے دم ګر ف۱۸

ف۱۸: په آخر وخت کښې چې ډاکټران اؤ طبیان ناامیده شی اؤ ظاهری اسباب ختم شی نوخلق چرته دَ دم تعویذ په تلاش شی ۔ وائی چې دَ طبیبانو نه خو ونهٔ شوه اوس چرته دم ګر اؤ تعویذ ګر وګور کهٔ څهٔ فائده ورکړی ۔ ځنې مشرانو وئیلی دی چې مَنۡ رَاقٍ دَ فرښتو کلام دے ۔ ملک الموت چې روح قبض کولو ته راشی نو ورسره فرښتې به دَ یو بل نه تپوس کوی چې دَ دې مړی روح به څوک وړی ، دَ رحمت فرښتې کهٔ دَ عذاب ۔ په دې لحاظ به رَاقِیۡ دَ رَقۡیٌ نه جوړ وی چې معنیٰ ېٔ ده پورته ختل ۔ دَ رُقۡیَهۡ نه به جوړ نهٔ وی چې معنیٰ ېٔ دم کؤل دی ۔

وَّ ظَنَّ اَنَّهُ الْفِرَاقُۙ۝۲۸

ترجمه: اؤ دا خیال وکړی چې بس دَ جداییٔ وخت راغلو ف۱۹

ف۱۹: یعنی په دې وخت کښې مړے پوهه شی چې بس خپل خپلوان اؤ دَ دنیا خپل خوښ څیزونه رانه پاتې کیدونکی دی یا دا چې بس روح دَ بدن نه جدا کېدونکے دے ۔

وَ الْتَفَّتِ السَّاقُ بِالسَّاقِۙ۝۲۹

ترجمه: اؤ راتاؤ شوه پنډۍ دَ پنډۍ نه ف۲۰

ف۲۰: یعنی کله کله ځنکدن ډېر سخت شی اؤ مریض لتې تکوی ، پښې یو بل دپاسه غورزوی یا کله چې دَ بدن دَ پښو دَ طرف نه ساه ووځی نو پښې بې دمه دَ یو بل دپاسه پرېوزی ، مریض ېٔ خورؤلے نهٔ شی ۔ اؤ ځنی مفسرینو لیکلی دی چې دا دَ عربیٔ محاوره ده سختې اؤ مصیبت ته وائی ۔ یعنی کله چې دَ یوې سختې دپاسه بله سخته راشی ۔ دَ مړی سره په دغه وخت کښې دوه غمونه وی یو خو دَ دنیا نه تلهٔ ، دَ خپلو خپلوانو اؤ دَ خپلو محبوبو څیزونو نه جدا کېدل ، بل دَ قبر سختې اؤ دَ آخرت تکلیفونه چې په الفاظو کښې ېٔ هډو بیان نهٔ شی کېدے ۔

اِلٰى رَبِّكَ یَوْمَىِٕذِ اِ۟لْمَسَاقُ٢ؕ۠۝۳۰

ترجمه: ستا رب طرف ته دی په دغه ورځ په راښکو راښکو راوستل ف۲۱

ف۲۱: یعنی دَ آخرت سفر اؤ خپل طرف ته رجوع دَ دغې وخت نه شروع شوه خو افسوس دے چې دې بنده دَ دې لوی سفر دپاره هېڅ توښه نهٔ ده تیاره کړے ۔

فَلَا صَدَّقَ وَ لَا صَلّٰىۙ۝۳۱

ترجمه: بیا نهٔ ېٔ یقین وکړو اؤ نهٔ ېٔ نمونځ وکړو،

وَ لٰكِنْ كَذَّبَ وَ تَوَلّٰىۙ۝۳۲

ترجمه: بلکې تکذیب ېٔ وکړو اؤ مخ ېٔ واړؤلو ،

ثُمَّ ذَهَبَ اِلٰۤی اَهْلِهٖ یَتَمَطّٰىؕ۝۳۳

ترجمه: بیا لاړو خپل کورته په کبر کښې ف۲۲

ف۲۲: یعنی دَ رښتیا ګڼلو اؤ یقین کؤلو په ځائې ېٔ دَ پېغمبرانو خبرې دروغ وګڼلے ۔ دَ آخرت دَ سفر دپاره ېٔ هېڅ تیارې ونهٔ کړو ، نهٔ ېٔ نمونځ وکړو اؤ نهٔ خپل مالک ته متوجه شو بلکې نافرمانی اؤ کبر ېٔ وکړو اؤ خپلوانو ته داسې په فخر ورتلو لکه چې څهٔ غټ کار ېٔ کړے وی۔

اَوْلٰى لَكَ فَاَوْلٰىۙ۝۳۴

ترجمه: تباهی ده ستا دَ تباهیٔ دپاسه تباهی،

ثُمَّ اَوْلٰى لَكَ فَاَوْلٰىؕ۝۳۵

ترجمه: بیا تباهی ده ستا دَ تباهیٔ دپاسه تباهی ف۲۳

ف۲۳: یعنی بدبخته اوس ستا کمبختیا راغله په یو ځل نه څو څو ځله تباهی اؤ بربادی درباندې راغله ۔ دَ ستا نه زیات به دَ سزا حقدار بل څوک وی؟ شاید چې یوه تباهی دَ یقین نهٔ کؤلو اؤ نمونځ نهٔ کؤلو په وجه وی ، بله دَ تکذیب اؤ انکار په وجه اؤ بله په دې دواړو دَ فخر کؤلو په وجه۔

اَیَحْسَبُ الْاِنْسَانُ اَنْ یُّتْرَكَ سُدًیؕ۝۳۶

ترجمه: آیا دَ بنیادم دا خیال دے چې دې به پرېښوې شی آزاد ف۲۴

ف۲۴: یعنی آیا دَ بنیادم دا خیال دے چې دغه شان خوشے به پرېښوے شی ، دَ مرګ نه پس به بیا نهٔ ژوندے کیږی دَ نافرمانیٔ سزا اؤ دَ نافرمانیٔ جزا به نهٔ شی ورکؤلے؟ (دا خو ډېر غلط خیال دے ضرور به ورسره حساب کیږی)

اَلَمْ یَكُ نُطْفَةً مِّنْ مَّنِیٍّ یُّمْنٰىۙ۝۳۷

ترجمه: آیا نهٔ و دې یو څاڅکے منی چې وڅڅېدو ف۲۵

ف۲۵: یعنی دَ ښځې په رحم کښې ۔

ثُمَّ كَانَ عَلَقَةً فَخَلَقَ فَسَوّٰىۙ۝۳۸

ترجمه: بیا شوه چکه وینه الله جوړ کړو اؤ سم ېٔ کړو ۔

َجَعَلَ مِنْهُ الزَّوْجَیْنِ الذَّكَرَ وَ الْاُنْثٰىؕ۝۳۹

ترجمه: نو کړو ېٔ جوړه نر اؤ ښځه،

اَلَیْسَ ذٰلِكَ بِقٰدِرٍ عَلٰۤی اَنْ یُّحْیَِۧ الْمَوْتٰى۠۝۴۰

ترجمه: آیا دغه الله مړی نهٔ شی ژوندی کؤلے ف۲۶

ف۲۶: یعنی دَ نطفې دَ څاڅکی نه اول دَ وینې ټوټه جوړه شوه بیا الله تعالیٰ دَ پیدائش ټولې مرحلې وار په وار پوره کړې اؤ روغ بنیادم ېٔ ترې جوړ کړو ، ټول ظاهری اندامونه اؤ باطنی طاقتونه ېٔ ورته ټیک ټاک کړل اؤ دَ بې ساه څاڅکی نه ېٔ یو کامل بنیادم جوړ کړو ۔ بیا دَ یو قسم څاڅکی نه ېٔ نر اؤ ښځه دوه قسمه جُدا جُدا پیدا کړل چې دَ هر یو ظاهری اؤ باطنی طاقتونه دَ یو بل نه مختلف وی ۔ نو کوم قادرِ مطلق چې اول ځل بنیادم داسې په حکمت اؤ قدرت جوړ کړے دے آیا هغه ېٔ دوباره نهٔ شی جوړؤلے؟ ولې نه؟

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوۡرَۃُ الدَّهۡرِ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ احۡدے وَ ثَلٰثُوۡنَ اٰیَۃً وَّ فِیۡہَا رُکُوۡعَانِؔ

ترجمه: سورت دهر مکه کښې نازل شوے دے اؤ دَ دې یودېرش آیتونه اؤ دوه رکوع دی

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله په نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے

هَلْ اَتٰی عَلَی الْاِنْسَانِ حِیْنٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ یَكُنْ شَیْـًٔا مَّذْكُوْرًا۝۱

ترجمه: چرې تېر شوے دے په بنیادم دَ زمانې داسې وخت چې نهٔ و دې داسې شے چې په ژبه بیان شوے وې ف۱

ف۱: بېشکه په بنیادم یو وخت داسې راغلے دے چې هېڅ نوم نشان ېٔ نهٔ و بیا ېٔ څومره چکرې وخوړې څومره حالتونه ېٔ بدل کړل اؤ آخر دَ نطفې په شکل کښې جوړ شو هغه

حالت ېٔ هم داسې دے چې دَ بنیادم عزت اؤ شرافت ته چې وکتے شی نو په خوله دَ وینا نهٔ دے ۔

اِنَّا خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ نُّطْفَةٍ اَمْشَاجٍ١ۖۗ نَّبْتَلِیْهِ فَجَعَلْنٰهُ سَمِیْعًۢا بَصِیْرًا۝۲

ترجمه: مونږ جوړ کړو بنیادم دَ دوه توکی څاڅکی نه ف۲ مونږ اړؤلو راړؤلو بیا موکړو اورېدونکے

لیدونکے ف۳

ف۲: یعنی دَ نر اؤ ښځې دَ شریکې نطفے نه جوړ شو ۔

تنبیه: دَ اَمۡشَاجٍ معنیٰ ده مخلوط چې دَ ګڼو څیزونو نه جوړ وی ۔ نطفه چې دَ کوم خوراک جوهر دے هغې کښې ګڼ څیزونه وی دَ یو څیز نه نهٔ جوړیږی۔ نو کهٔ دَ ښځې نطفه پکښې شریکه نهٔ وی بیا هم ورته اَمۡشَاجٍ مخلوط وئیلے شی ۔

ف۳: یعنی دَ نطفې نه دَ وینې ټوټه شوه بیا دَ غوښې اؤ بیا دغه شان ګڼو حالتونو بدلؤلو نه پس دې درجې ته ورسېدل چې وینی ، اوری اؤ خبرې کوی ۔ اؤ هغه طاقتونه استعمالوی کوم چې دَ بل زنده سر سره نشته۔

تنبیه: ځنې مفسرینو دَ نَبۡتَلِیۡهِ معنیٰ امتحان اؤ ازمېښت کړے دے ۔ یعنی بنیادم ته چې مو عقل فکر اؤ دَ لیدو ، اورېدو طاقت ورکړو نو په دې غرض چې اَمَرۡ، نَهِیۡ ورته وشی اؤ امتحان ېٔ واخستے شی چې دَ خپل مالک حکم منی اؤ وفاداری کوی کهٔ نه ۔

اِنَّا هَدَیْنٰهُ السَّبِیْلَ اِمَّا شَاكِرًا وَّ اِمَّا كَفُوْرًا۝۳

ترجمه: مونږ ورته وښیٔله لار کهٔ حق منی اؤ کهٔ ناشکری کوی ف۴

ف۴: یعنی اول مو په اصل فطرت کښې عقل فکر ورکړو۔ بیا مو ورته په دلیلونو دَ نېکۍ لار وښیٔله نو دَ فطرت تقاضه خو دا وه چې بنده په دغه لار روان شوے وې لېکن دَ ماحول نه ېٔ اثر واخستو ۔ ځنې بندیان دَ نېکۍ په لار روان شو اؤ ډېرو ترېنه انکار وکړو مخکښې بیا دَ دواړو نتیجه بیانیږی ۔

اِنَّاۤ اَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ سَلٰسِلَاۡ وَ اَغْلٰلًا وَّ سَعِیْرًا۝۴

ترجمه: مونږ تیار ساتلی دی منکرانو دپاره زنځیرونه اؤ طوقونه اؤ بل اور ف۵

ف۵: یعنی چا چې ځانونه دَ رسم و رواج اؤ وهمونو په زنځیرونو وتړل اؤ دَ غېر الله دَ غلامۍ جغ ېٔ په خپلو ووږو کېښو اؤ دَ حق منونکو سره په جنګ جګړو شو دَ الله احسانونه اؤ نعمتونه ېٔ هېر کړل ، هغوی دپاره په آخرت کښې درانهٔ زنځیرونه اؤ دَ دوزخ اور تیار دے ۔

اِنَّ الْاَبْرَارَ یَشْرَبُوْنَ مِنْ كَاْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُوْرًاۚ۝۵

ترجمه: بېشکه نیکان به (په جنت کښې ) څکی جامونه چې ګډون به ېٔ کافور وی ،

عَیْنًا یَّشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللّٰهِ یُفَجِّرُوْنَهَا تَفْجِیْرًا۝۶

ترجمه: یوه چینه ده چې څښی ترېنه دَ الله نېک بندیان ف۶ روانوی نېک بندیان دَ هغې لختی ف۷

ف۶: یعنی دَ داسې شرابو جامونه به څښی چې دَ خوشبوییٔ دپاره به پکښې کافور ګډ وی ۔ دا دَ دنیا دَ کافورو په شان نهٔ دی بلکې دَ جنت یوه خاصه چینه ده اؤ دَ الله خاصو نېکو بنیانو ته به ورکؤلے شی ۔

شاید چې دَ یخنۍ ، خوشبویۍ اؤ سپینوالی په وجه به ورته کافور وئیلے شی ۔

ف۷: یعنی دغه چینه به دَ دې نېکانو په اختیار کښې وی کوم خوا چې ېٔ روانوی ۔ اؤ چا وئیلی دی چې دَ دې چینې اصل منبع به دَ رسول پاک په محل کښې وی بیا به دَ نورو پېغمبرانو اؤ نېکانو په محلونو کښې دَ هغې شاخونه بهیږی ۔ والله اعلم ۔ مخکښې بیا دَ نېکانو خویونه بیانیږی ۔

یُوْفُوْنَ بِالنَّذْرِ وَ یَخَافُوْنَ یَوْمًا كَانَ شَرُّهٗ مُسْتَطِیْرًا۝۷

ترجمه: پوره کوی (دا نېک بندیان) خپل نذرونه ف۸ اؤ ویره کوی دَ هغې ورځې نه چې بدی به

ېٔ خوره وی ف۹

ف۸: یعنی کوم نذر چې ېٔ منلے وی هغه پوره کوی اؤ څرګنده ده چې په خپل ځان خپله لازم کړې شی پوره کوی نو کوم کار چې پرې الله لازم کړے دے هغه خو به خامخا پوره کوی۔

ف۹: یعنی دَ دغه ورځې سختی اؤ مصیبت به عام وی درجه په درجه به په خپل مناسب هر چا ته ور رسی هېڅوک به ترې بالکل بچ نهٔ وی ۔ اِلَّا مَنۡ شَاءَاللہ۔

وَ یُطْعِمُوْنَ الطَّعَامَ عَلٰی حُبِّهٖ مِسْكِیْنًا وَّ یَتِیْمًا وَّ اَسِیْرًا۝۸

ترجمه: اؤ خوروی خوراک سره دَ هغې دَ مینې په حاجتمنو اؤ یتیمانو اؤ قیدیانو ف۱۰

ف۱۰: یعنی دَ الله دَ محبت په جوش کښې خپل خوراک ، سره دَ دې چې خپله ېٔ ورته حاجت وی په مسکینانو اؤ یتیمانو خوروی ۔

تنبیه: قیدی عام دے ، مسلمان وی اؤ کهٔ غیر مسلم ۔ په حدیث شریف کښې دی چې په جنګِ بدر کښې قید شوی کافرانو متعلق رسول الله اصحابو ته حکم ورکړے و چې چا سره کوم قیدی دے هغهٔ سره دے ښهٔ سلوک کوی نو اصحابو به قیدیانو ته دَ خپل خوراک نه ښهٔ خوراک ورکؤلو اؤ ډېر په قدر ېٔ ساتل ، سره دَ دې چې دغه قیدیان کافران وو په مسلمانانو ېٔ حمله کړے وه اؤ دې نه مخکښې ېٔ هم ډېر تکلیفونه ورکړی وو۔ نو دَ مسلمان قیدی حق خو دَ دې نه زیات دے اؤ کهٔ دَ اسیر په لفظ کښې لږ نور هم توسیع وشی نو غلامان اؤ قرضداری به هم پکښې راشی ۔ ځکه چې هغه هم یو قسم قیدیان دی ۔

اِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللّٰهِ لَا نُرِیْدُ مِنْكُمْ جَزَآءً وَّ لَا شُكُوْرًا۝۹

ترجمه: (اؤ وائی) مونږ خو ېٔ په تاسو خوروو خالص دَ الله دَ رضا دپاره، نهٔ غواړو تاسو نه څهٔ بدله اؤ نهٔ څهٔ شکرګزاری ف۱۱

ف۱۱: دَ دې خوراک ورکونکیو اؤ احسان کونکیو په زړهٔ کښې دا ده چې دا احسان مونږ دَ الله دَ رضا دپاره کوو ، له تاسو نه مو دَ څهٔ بدلې طمع نشته ۔ اؤ کله کهٔ موقع وی نو په خولهٔ به ېٔ هم وائی ۔

اِنَّا نَخَافُ مِنْ رَّبِّنَا یَوْمًا عَبُوْسًا قَمْطَرِیْرًا۝۱۰

ترجمه: مونږ ویرېږو دَ خپل رب دَ سختې غمژنې ورځې دَ سختیٔ نه ف۱۲

ف۱۲: یعنی ولې به درسره احسان نهٔ کوو اؤ دَ دې په بدله کښې به له تاسو نه دَ څهٔ فائدې یا شکریې طمع ولې کوو چې مونږ دَ خپل خدائې نه اؤ دَ هغې سختې ورځې نه ویرېږو۔ زمونږ سره خو په اخلاص سره دَ احسان کؤلو نه پس هم دا غم دے چې دا عمل به مو قبول شوے وی اؤ کهٔ نه ، هسې نه چې اخلاص کښې مو څهٔ فرق راغلے وی اؤ دا نېکی مو قبوله نهٔ شی ۔

فَوَقٰىهُمُ اللّٰهُ شَرَّ ذٰلِكَ الْیَوْمِ وَ لَقّٰىهُمْ نَضْرَةً وَّ سُرُوْرًاۚ۝۱۱

ترجمه: بیا الله دوی بچ کړل دَ دغې ورځې دَ تکلیف نه اؤ ور ېٔ کړو ورته تازه والے اؤ خوشحالی ف۱۳

ف۱۳: یعنی دَ څهٔ نه چې دوی ویرېدل دَ هغې نه الله تعالیٰ بچ اؤ په امن کړل ۔ اؤ دَ هغوی مخونه ېٔ تازه اؤ خوشحال کړل۔

وَ جَزٰىهُمْ بِمَا صَبَرُوْا جَنَّةً وَّ حَرِیْرًاۙ۝۱۲

ترجمه: اؤ دَ دوی دَ صبر په بدل کښې ېٔ ورکړو باغ اؤ دَ ریښمو جامې ف۱۴

ف۱۴: یعنی دې خلقو په دنیا کښې په ځان ډېره سخته تېره کړے وه ۔ عبادت ېٔ کړے اؤ تکلیف ېٔ په صبر برداشت کړے و نو ځکه ورته الله تعالیٰ دَ هغې فانی تکلیف په بدل کښې دائمی راحت اؤ نعمتونه دَ جنت باغونه اؤ خوشحالیٔ ورکړې۔

مُّتَّكِـِٕیْنَ فِیْهَا عَلَی الْاَرَآىِٕكِ١ۚ لَا یَرَوْنَ فِیْهَا شَمْسًا وَّ لَا زَمْهَرِیْرًاۚ۝۱۳

ترجمه: ډډې به ېٔ وهلے وی په دې کښې په تختونو ف۱۵ نهٔ وینی به دې کښې غارمهٔ اؤ نهٔ یخنی ف۱۶

ف۱۵: دَ بادشاهانو په شان به ېٔ بې غمه په تختونو ډډې وهلې وی ۔

ف۱۶: په جنت کښې به همېشه سپرلے وی نهٔ به سخته ګرمی اؤ نهٔ سخته یخنی وی۔

وَ دَانِیَةً عَلَیْهِمْ ظِلٰلُهَا وَ ذُلِّلَتْ قُطُوْفُهَا تَذْلِیْلًا۝۱۴

ترجمه: اؤ راټیټ به وی په دوی باندې دَ هغې سېوری اؤ ټیټې ساتلے شوی دی دوی دپاره دَ میوو غونچې راوېزاندے ف۱۷

ف۱۷: دَ ګورو ونو دَ میوو ډکې څانګې به ورباندې داسې راټیټې وی چې جنتیان به ترې بې تکلیفه په ناستے اؤ پروتے راشوکؤلے شی ۔ دَ ودرېدو یا ونې ته ورختو تکلیف به نهٔ کوی۔

تنبیه: دَ ونو ګورو څانګو ته ظلال وئیلے شوے دے یا واقعی سېورے به وی ځکه چې کهٔ دَ نمر تاؤ ګرمی نهٔ وی نو رڼا خو به ېٔ ضرور وی اؤ دَ ونو په سېوری کښې به جنتیان دَ ګپ شپ اؤ تفریح دپاره کښېنی۔

وَ یُطَافُ عَلَیْهِمْ بِاٰنِیَةٍ مِّنْ فِضَّةٍ وَّ اَكْوَابٍ كَانَتْ قَؔوَارِیْرَاۡۙ۝۱۵

ترجمه: اؤ ګرځؤلے به شی په دوی باندې لوښی دَ سپنو زرو اؤ کوزې چې وی به دَ شیشې ،

قَؔوَارِیْرَاۡ مِنْ فِضَّةٍ قَدَّرُوْهَا تَقْدِیْرًا۝۱۶

ترجمه: دا شیشې دی دَ سپنو زرو ف۱۸ چې اندازه شوی ده دَ دې پیمانه ف۱۹

ف۱۸: یعنی دا کوزې جوړې خو به دَ سپینو زرو وی خو داسې صفا پړقدارې اؤ بې داغه به وی چې دَ آیٔنې په شان به پکښې مخ ښکاری یا به داسې باریکې وی چې دننه شے به پکښې ښکاری لکه دَ شیشې۔

ف۱۹: په اندازه به پوره وی یعنی جنتیان چې څومره څښل غواړی پوره په هغه حساب به پېمانه ډکه شوے وی چې نهٔ تږے پاتې شی اؤ نهٔ ترې زیاتی شی یا دا چې څنګه شرابو ته چې دَ هغوی زړهٔ کیږی په هغه صفاتو به بالکل پوره وی ۔

وَ یُسْقَوْنَ فِیْهَا كَاْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنْجَبِیْلًاۚ۝۱۷

ترجمه: اؤ څښؤلے به شی په دوی جامونه (دَ داسې شرابو)

چې ګډون به ېٔ وی دَ سونډو ف۲۰

ف۲۰: یعنی یو قسم شراب خو هغه وو چې کافور پکښې ګډ وو بل قسم به هغه وی چې سونډ پکښې ګډ وی ۔ دَ سونډو تاثیر ګرم دے دَ بدن په حرارت کښې جوش پیدا کوی ۔ دَ عربو سونډ ډېر خوښ وو خو دا سونډ دَ دنیا دَ سونډو پشان مهٔ ګڼیٔ ۔ دا یوه چینه ده چې جنت کښې بهیږی ۔ په اصل کښې خو دا چینه دَ ډېرو خاصو بندیانو دپاره ده خو عامو نېکانو ته به هم ترې په شرابو کښې لږه لږه ګډؤلے شی ۔ بهرحال دَ تاثیر یا بوئی یا څهٔ خاص مناسبت په وجه ورته سونډ وئیلے شوے دے ۔

عَیْنًا فِیْهَا تُسَمّٰی سَلْسَبِیْلًا۝۱۸

ترجمه: یوه چینه ده په دې جنت کښې چې نوم اخستې شی ورته سلسبیل ف۲۱

ف۲۱: دَ سلسبیل معنی ده صفا ستره بهیدونکی اوبهٔ۔

وَ یَطُوْفُ عَلَیْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُوْنَ١ۚ اِذَا رَاَیْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَّنْثُوْرًا۝۱۹

ترجمه: اؤ ګرځی به دَ دوی مخکښې هلکان همیشه وسېدونکی ف۲۲ کله چې ورته ګورے نو ګمان به کوے چې ملغلرې دی خورې ورې ف۲۳

ف۲۲: یعنی همېشه به دغه شان ښائسته هلکان وی یا به همېشه دَ جنتیانو په خدمت کښې حاضر وی هېڅ وخت به غیبېږی نه ۔

ف۲۳: یعنی په خپل ښائست اؤ حُسن کښې به داسې وی لکه ښائسته پړقېدونکې ملغلرې په زمکه خورې ورې پرتې وی۔

وَ اِذَا رَاَیْتَ ثَمَّ رَاَیْتَ نَعِیْمًا وَّ مُلْكًا كَبِیْرًا۝۲۰

ترجمه: اؤ کله چې تهٔ ګورے هلته نو وینې به نعمتونه اؤ یوه لویه بادشاهی ف۲۴

ف۲۴: یعنی دَ جنت پوره پوره حال بیانېدے نهٔ شی خو چې څوک ېٔ ووینی نو خبر به شی چې څومره بې شانه نعمتونه اؤ څومره لویه بادشاهی ده ۔

عٰلِیَهُمْ ثِیَابُ سُنْدُسٍ خُضْرٌ وَّ اِسْتَبْرَقٌ١٘ وَّ حُلُّوْۤا اَسَاوِرَ مِنْ فِضَّةٍ١ۚ وَ سَقٰىهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُوْرًا۝۲۱

ترجمه: دَ هغوی دپاسه جامې دی دَ شنو نریو رېښمو اؤ غټو رېښمو ف۲۵ اؤ اچؤلې به شی ورته بنګړی دَ سپینو زرو ف۲۶ اؤ څښوی ورباندې خپل رب داسې شراب چې زړهٔ صفا کوی ف۲۷

ف۲۵: یعنی دَ نرو اؤ غټو دواړه قسمه رېښمو جامې به وی۔

ف۲۶: په دې سورت کښې درے ځایه دَ سپینو زرو دَ لوښو اؤ کالیو ذکر راغلے دے اؤ بل ځائې دَ سرو زرو کالی وئیلی شوی دی نو کېدے شی چې دواړه وی ۔ کله جنتیانو ته یو ورکؤلے شی کله بل یا دَ مرتبې په لحاظ چا ته یو قسم ورکؤلے شی چا ته بل ۔ والله اعلم ۔

ف۲۷: یعنی دَ ټولو نعمتونو نه پس به ورته دَ محبوبِ حقیقی دَ طرف نه دَ مینې ډک دَ پاکو شرابو جام ورکړې شی چې نهٔ به پکښې نشه وی نهٔ بدبوئی بلکې دَ دې په څکلو به زړونه صفا ستره شی اؤ په بدن به داسې خوله راشی چې دَ مشکو بوئی به ترېنه ځی۔

اِنَّ هٰذَا كَانَ لَكُمْ جَزَآءً وَّ كَانَ سَعْیُكُمْ مَّشْكُوْرًا۠۝۲۲

ترجمه: بېشکه دا ستاسو بدله ده اؤ ستاسو کوشش کامیاب شو ف۲۸

ف۲۸: یعنی دَ زیاتی قدر عزت اؤ خوشحالیٔ دپاره به ورته ووئیلے شی چې دَ ستاسو خواری په ځائې شوه کوشش مو قبول شو ۔ دا دَ ستاسو دَ عملونو بدله ده ۔ په دې خبره به جنتیان ډېر خوشحاله شی ۔

اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا عَلَیْكَ الْقُرْاٰنَ تَنْزِیْلًاۚ۝۲۳

ترجمه: بېشکه مونږ نازل کړو په تا باندې قرآن په قلار قلار نازلؤل ،

فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَ لَا تُطِعْ مِنْهُمْ اٰثِمًا اَوْ كَفُوْرًاۚ۝۲۴

ترجمه: نو تهٔ انتظار کوه دَ خپل رب حکم ته ف۲۹ اؤ خبره مهٔ منه په دوی کښې دَ هېچا ګنهګار یا ناشکره ف۳۰

ف۲۹: تهٔ په صبر اؤ استقلال نصیحت کوه ۔ ورو ورو به خلق خپله ښهٔ بد وپېژنی اؤ خبر به شی چې په کومو کارونو جنت ګټلے شی ۔ اؤ کهٔ بیا هم نهٔ پوهېږی اؤ هغه شان په ضد اؤ عناد کلک وی نو تهٔ ېٔ پرواه مهٔ کوه ، دَ خپل پروردګار په حکم کلک ولاړ وسه اؤ دَ آخری فیصلې انتظار کوه ۔

ف۳۰: دَ مشرکانو دوو سردارانو عتؔبه اؤ ولیؔد به رسول الله ته خوږې پستې خبرې کؤلے ، دَ دنیا طمع لالچ به ېٔ ورکؤلو اؤ په دې چل ول ېٔ رسول الله دَ تبلیغ نه اړؤل غوښتل نو الله تعالیٰ خپل رسول ته خبردارے ورکړو چې ګورې خیال کوه دَ دې نافرمانه ناشکره فاسقانو په خبرو خطا نهٔ شې ۔ دَ داسې بدبختو په خبره منلو کښې سراسر تاوان دے ۔

وَ اذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ بُكْرَةً وَّ اَصِیْلًاۖۚ۝۲۵

ترجمه: اؤ یادوه نوم دَ خپل رب سحر اؤ ماښام ف۳۱

ف۳۱: یعنی هر وخت خپل رب یاد لره اؤ خاص په دې دوو وختونو کښې خو ېٔ ډېر ډېر یاده وه ۔ دَ ټولو جنجالونو نه دَ بچ کېدو هم دغه طریقه ده ۔

وَ مِنَ الَّیْلِ فَاسْجُدْ لَهٗ وَ سَبِّحْهُ لَیْلًا طَوِیْلًا۝۲۶

ترجمه: اؤ دَ شپې په څهٔ حصه کښې سجده کوه ف۳۲خپل رب ته اؤ پاکی بیانوه دَ هغهٔ دَ شپې ترناوخته ف۳۳

ف۳۲: یعنی دَ نماښام اؤ نماسخوتن نمونځ کوه اؤ کېدے شی چې دَ تهجد نمونځ ترې مراد وی۔

ف۳۳: کهٔ دَ مِنَ اللَّیۡلِ فَاسۡجُدۡلَهٗ نه مراد دَ تهجد نمونځ وی نو دَ تسبیح نه به ظاهری معنیٰ دَ ذکر مراد وی یعنی دَ تهجدو دَ نمانځه نه علاوه نور ذکر تسبیح و تهلیل هم ډېر ډېر کوه اؤ که دَ هغې نه دَ ماښام اؤ ماسخوتن نمونځ مراد وی نو دلته به دَ تسبیح مطلب دَ تهجد نمونځ وی ۔

اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ یُحِبُّوْنَ الْعَاجِلَةَ وَ یَذَرُوْنَ وَرَآءَهُمْ یَوْمًا ثَقِیْلًا۝۲۷

ترجمه: بېشکه دا خلق غواړی زر رسېدونکے شے اؤ شاته ېٔ پرېښې ده یوه درنه ورځ ف۳۴

ف۳۴: یعنی دا خلق چې ستا نصیحت نهٔ منی نو ځکه چې دَ دنیا سره ېٔ مینه ډېره ده ۔ دَ دنیا فائده زر په لاس راځی اؤ څرګنده ښکاری اؤ دَ آخرت فائده وروستۍ ده اؤ دَ دوی پرې یقین نشته ۔ دا خیال ېٔ دے چې مړهٔ شو نو بس ختم شو ، دَ خاؤرو سره چې خاؤرې شو نو بیا به مو څوک ژوندی کړی؟ دَ دې جواب مخکښې راځی۔

نَحْنُ خَلَقْنٰهُمْ وَ شَدَدْنَاۤ اَسْرَهُمْ١ۚ وَ اِذَا شِئْنَا بَدَّلْنَاۤ اَمْثَالَهُمْ تَبْدِیْلًا۝۲۸

ترجمه: هم مونږ پیدا کړی دی دا خلق اؤ مضبوط کړی مو دی دَ دوی بندونه اؤ کله چې وغواړو رابه ولو دَ دوی په شان نور خلق په بدل کښې ف۳۵

ف۳۵: یعنی اول هم مونږ پیدا کړ اؤ اندامونه اؤ جوړونه مو درته ښهٔ مضبوط کړل اؤ نن هم زمونږ هغه قدرت چرته لاړ نهٔ دے کوم وخت چې وغواړو نو دَ دې ژوند ختمېدو نه پس مو دوباره ژوندی کؤلے شو ۔ یا ېٔ دا مطلب دے چې دوی هم مونږ پیدا کړی دی اؤ کهٔ زمونږ

حکم نهٔ منی نو دوی به تباه کړو اؤ دَ دوی په بدل کښې به نور داسې مخلوق پیدا کړو چې هغه به دَ دوی پشان سرکش اؤ نافرمانه نهٔ وی ۔

اِنَّ هٰذِهٖ تَذْكِرَةٌ١ۚ فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا۝۲۹

ترجمه: بېشکه دا قرآن خو یو نصیحت دے نو څوک چې غواړی ودې نیسی خپل رب طرف ته لار ف۳۶

ف۳۶: یعنی ستا کار دا نهٔ دے چې په زور څوک په خبره منلو مجبور کړې ۔ دَ قرآن په ذریعه ورته نصیحت کوه نور اختیار دَ هر چا خپل دے ۔ کهٔ دَ چا خوښه وی دَ الله په لار به روان شی (ګنی زور پرې نشته)۔

وَ مَا تَشَآءُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا حَكِیْمًاۗۖ۝۳۰

ترجمه: اؤ تاسو نهٔ شیٔ غوښتې مګر هغه څهٔ چې الله وغواړی ، بېشکه الله دے په هر څهٔ خبر دَ حکمتونو خاوند ف۳۷

ف۳۷: یعنی دَ چا سمې لارې ته راوړېدل هم بې دَ الله دَ رضا نه نهٔ شی کېدے ۔ ځکه چې دَ بنده رضا دَ الله دَ رضا تابع ده ۔ الله تعالیٰ ته معلومه ده چې په چا کښې څومره استعداد اؤ څومره قابلیت دے نو دَ هغهٔ مشیت ورسره دَ هغې مناسب کار کوی ۔ بیا دَ هغهٔ مشیت چې څوک نېکۍ ته راړوی اؤ څوک په ګمراهۍ کښې غرق پرېږدی نو هم دغه دَ حکمت تقاضه اؤ بالکل صحیح وی۔

یُّدْخِلُ مَنْ یَّشَآءُ فِیْ رَحْمَتِهٖ١ؕ وَ الظّٰلِمِیْنَ اَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا۠۝۳۱

ترجمه: ننه باسی څوک چې وغواړی په خپل رحمت کښې ف۳۸ اؤ کوم چې ګنهګار دی تیار دے دَ هغوی دپاره دردناک عذاب،

ف۳۸: یعنی دَ چا چې استعداد ښهٔ وی هغهٔ ته به په نېکه لار دَ تلو توفیق ورکړی اؤ دَ خپل فضل اؤ رحمت حقدار به ېٔ کړی۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سُوۡرَۃُ الۡمُرۡسِلٰتِ مَکِّیَّۃٌ وَّ هِیَ خَمۡسُوۡنَ اٰیَۃً وَّ فِیۡہَا رُکُوۡعَانِؔ

ترجمه: سورت مرسلات په مکه کښې نازل شوے دے اؤ دَ دې پنځوس آیتونه اؤ دوه رکوع دی

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

ترجمه: شروع دَ الله په نامه چې بې حده مهربانه ډېر رحم کؤنکے دے

وَ الْمُرْسَلٰتِ عُرْفًاۙ۝۱

ترجمه: قسم دے په هغه نرمو چلېدونکیو هواګانو چې زړهٔ خوشحالوی ف۱

ف۱: یعنی اول نرمه هوا چلیږی ۔ دَ مخلوق ترېنه ډېر دَ خیر طمع وی ، بیا دَ هغې نرمې هوا نه تېزه سیلۍ اؤ طوفان جوړ شی اؤ هغه تباهی راؤلی چې خلق په چغو سر شی ۔ هم دغه حال دَ دنیا اؤ آخرت وګڼیٔ ، ډېر کارونه په ظاهره خلقو ته فائده من ښکاری اؤ ډېره طمع ترې کوی ، لېکن هم هغه کارونه چې ورته دَ قیامت په ورځ دَ سخت مصیبت په شکل کښې رامخکښې شی نو بیا به چغې وهی ۔

فَالْعٰصِفٰتِ عَصْفًاۙ۝۲

ترجمه: بیا قسم دے په هغه تېزو هواګانو چې په زوره دیکه ورکوی ۔

وَّ النّٰشِرٰتِ نَشْرًاۙ۝۳ فَالْفٰرِقٰتِ فَرْقًاۙ۝۴

ترجمه: اؤ بیا قسم دے په هغه راپورته کوونکیو هواګانو چې راپورته کوی (وریځې) اؤ بیا په هغې هواګانو چې وریځې جدا کوی (لکه څنګه چې دَ باران نه پس کیږی) ف۲

ف۲: یعنی په هغې هواګانو قسم دے کومې چې دَ زمکې نه بخارات پورته کوی اؤ وریځ په فضا کښې خوروی ۔ بیا کوم کوم ځائې ته چې دَ الله حکم وی دغه وریځې تقسیم کړی اؤ هر چا ته خپله برخه باران ورسوی ۔ بیا دغه وریځې وشلوی اؤ خورې ورې ېٔ کړی ۔ اؤ دَ هوا دا کیفیت یواځې وریځې پورې تړلے نهٔ دے ۔ دَ هوا کار دا دے چې دَ څیزونو خوشبوئی یا بدبوئی خوروی اؤ دَ څیزونو نرم اؤ لطیف اجزاء دَ یو ځائې نه بل ځائې ته الوزوی ۔ غرض دا چې دا یو ځائې کؤل اؤ جدا کؤل کوم چې دَ هوا فطرت دے ۔ دا دَ آخرت یوه نمونه ده چې دَ حشر په میدان کښې به ټول خلق راغونډیږی اؤ بیا به خپلو خپلو ځایونو ته خوریږی۔ ”ھٰذَا یَوْمُ الْفَصْلِ جَمَعْنَاکُمْ وَالْاَوَّلِیْنَ“

فَالْمُلْقِیٰتِ ذِكْرًاۙ۝۵

ترجمه: بیا قسم دے په هغه فرښتو چې راکوزوی وحې ف۳

ف۳: حضرت شاه عبدلعزیز صاحبؒ دَ ” فَالْمُلْقِیٰتِ ذِكْرًاۙ “ نه هم هواګانې مراد کړی دی ځکه چې دَ وحی آواز دَ خلقو غوږونو ته دَ هوا په ذریعه رسی ۔

تنبیه: دَ ” وَالۡمُرۡسَلٰتِ ، وَالۡعٰصِفٰتِ ، وَالنّٰشِرٰتِ ، فَالۡفٰرِقٰتِ ، فَالۡمُلۡقِیٰتِ “ ۔ پنځو واړو نه هم هواګانې مراد دی ۔ ځنو فرښتې اؤ ځنو پېغمبران ۔ چا دَ وړومبی څلورو هواګانې اخستی دی اؤ آخری نه فرښتې لکه دَ ترجمې نه چې معلومیږی ۔ نور قولونه هم پکښې شته ۔ تفصیل ېٔ په روح المعانی کښې وګور ۔

عُذْرًا اَوْ نُذْرًاۙ۝۶

ترجمه: دَ عذر ختمؤلو دپاره یا دَ ویرؤلو دپاره ف۴

ف۴: حضرت شاه عبدالقادر صاحبؒ لیکی چې دَ وحی نه غرض دَ کافرانو دا بهانه ختمؤل دی چې دَ سزا په وخت دا ونهٔ وائی چې مونږ خو خبر نهٔ وو۔ اؤ دَ چا په قسمت کښې چې دَ ایمان نور لیکلے وی هغه دَ الله دَ عذاب نه ویرؤل دی چې ایمان راوړی ۔ اؤ حضرت شاه عبدالعزیز صاحبؒ لیکی ، کوم کلامِ الهٰی کښې چې امر و نهی اؤ عقائد بیان شوی وی ۔ هغه دَ دلیل دپاره دے چې دَ اعمالو دَ تپوس په وخت بنده وویٔلے شی چې دا کار ما دَ الله تعالیٰ دَ دې حکم په وجه کړے دے اؤ دې کار نه دَ دې حکم په وجه منع شوے یم۔ اؤ دَ کلامِ الهٰی کومه حصه کښې چې دَ تېرو قومونو حالات بیان شوی دی هغه دَ منکرانو ویرؤلو اؤ دَ نافرمانۍ دَ خراب انجام نه خبرؤلو دپاره دی ۔ په دې سورت کښې مخاطب اکثر منکرین دی ۔ ځکه پکښې دَ بشارت ذکر ونهٔ شو ۔

بهر حال وحې راؤړونکی فرښتې اؤ وحې رسوونکی هواګانې په دې ګواه دی چې یو وخت ضرور داسې راتلونکے دے چې مجرمانو ته به دَ خپلو عملونو سزا ورکؤلے شی اؤ فرمانبردارو ته انعام ۔

اِنَّمَا تُوْعَدُوْنَ لَوَاقِعٌؕ۝۷

ترجمه: بېشکه چې کومه وعده چې تاسو سره شوے ده ضرور کېدونکے ده ف۵

ف۵: یعنی دَ قیامت اؤ حساب کتاب اؤ جزا و سزا وعده۔

فَاِذَا النُّجُوْمُ طُمِسَتْۙ۝۸

ترجمه: بیا کوم وخت چې ستوری ورک کړې شی ،

وَ اِذَا السَّمَآءُ فُرِجَتْۙ۝۹

ترجمه: اؤ کله چې آسمان کښې درزونه وشی ف۶ ،

ف۶: یعنی کله چې دَ ستوریو رڼا ورکه شی اؤ آسمان کښې درزونه وشی ، مورۍ پکښې جوړې شی ۔ دغه به دَ فیصلې ورځ وی ۔

وَ اِذَا الْجِبَالُ نُسِفَتْۙ۝۱۰

ترجمه: اؤ کله چې غرونه والوزؤلے شی ف۷

ف۷: کله چې غرونه لکه دَ مالوچو دَ پومبو په شان آسمان کښې الوځی۔

وَ اِذَا الرُّسُلُ اُقِّتَتْؕ۝۱۱

ترجمه: اؤ کله چې دَ رسولانو وخت مقرر شی ف۸ ،

ف۸: یعنی په مقرر وخت اؤ خاص ترتیب وړاندې وروستو دَ خپلو خپلو امتونو سره دَ الله په دربار کښې حاضر شی ۔

لِاَیِّ یَوْمٍ اُجِّلَتْؕ۝۱۲

ترجمه: دَ کومې ورځې دپاره دا څیزونه حصار کړې شوی دی ،

لِیَوْمِ الْفَصْلِۚ۝۱۳

ترجمه: دَ فیصلې ورځې دپاره ف۹

ف۹: یعنی څهٔ خبر ېٔ دا کارونه کومې ورځې ته اټال دی ۔ هغه ورځې ته په کومه ورځ چې به دَ هرې خبرې آخری اؤ قطعی فیصله کیږی ۔ بېشکه کهٔ الله پاک غوښتے نو دَ هر کار فیصله به ېٔ اوس سمدستی کړے وه ۔ خو دَ هغه دَ حکمت تقاضه دا ده چې دا فیصلې دې ټولې په یوه خاصه ورځ وشی۔

وَ مَاۤ اَدْرٰىكَ مَا یَوْمُ الْفَصْلِؕ۝۱۴

ترجمه: اؤ تهٔ څهٔ خبر ېٔ چې هغهٔ دَ فیصلې ورځ څنګه ده،

وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ۝۱۵

ترجمه: هلاکت دے په دغه ورځ دَ تکذیب کونکیو دپاره ف۱۰

ف۱۰: یعنی هېڅ تپوس مهٔ کوه چې دا ورځ به څنګه سخته وی ۔ خو بس دومره پوهه شه چې په دغه ورځ به دَ تکذیب کونکیو بد حال وی ، ځکه چې کوم څیز هغوی دروغ ګڼلو هغه به ورته یکدم راوړاندې شی نو هوش حواس به ېٔ والوځی اؤ دَ حیرانتیا اؤ پښیمانیٔ په سمندر کښې به ډوب وی۔

اَلَمْ نُهْلِكِ الْاَوَّلِیْنَؕ۝۱۶

ترجمه: آیا مونږ نهٔ دی تباه کړی وړومبی ،

ثُمَّ نُتْبِعُهُمُ الْاٰخِرِیْنَ۝۱۷

ترجمه: بیا په هغوی پسې استوو وروستی ،

كَذٰلِكَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِیْنَ۝۱۸

ترجمه: هم دغه شان کوو مونږ دَ ټولو ګنهګارو سره ف۱۱

ف۱۱: دَ آخرت نه دَ انکار کونکیو خیال دا و چې دا دومره عظیمه دنیا هېچرې هم نهٔ شی تباه کېدے۔ آخر ټول بنیادم به یکدم څنګه مړهٔ شی؟ اؤ دا دَ کروړونو کالو آباده دنیا به یکدم څنګه ورانه شی؟ اؤ دا دومره مخلوق دوباره بیا ژوندی کېدل اؤ حساب کتاب خو بالکل دروغ اؤ هسې دَ خلقو دَ ویرؤلو خبرې دی ، هېڅ حقیقت ېٔ نشته۔

دَ دې جواب ورکړې شو چې دَ دنیا دَ ابادیدو راسې څومره بې حسابه خلق مړهٔ دی ۔ اؤ څومره ډېر قومونه دَ ګناهونو په سزا کښې تباه و برباد شوی دی ۔ اؤ بیا دغه دَ مرګ اؤ تباهیٔ سلسله تر اوسه پورې جاری ده نو هر کله چې دَ ګنهګارو په حق له زمونږ پخوانے عادت تاسو ته معلوم شو نو پوهه شیٔ چې دا موجوده کافران نافرمانه به هم هغوی پسې ځی نو کوم ذات چې په مختلفو زمانو کښې داسې مضبوط قومونه تباه کؤلو باندې قادر دے هغه دا موجوده مخلوق هم تباه کؤلے اؤ ټولو مجرمانو ته په یو ځائې سزا ورکؤلے شی۔

وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ۝۱۹

ترجمه: تباهی ده په دغه ورځ دَ تکذیب کونکیو ف۱۲

ف۱۲: یعنی هغه خلق چې قیامت دروغ ګڼی اؤ دا خیال ېٔ دے چې یکدم به دا دومره مخلوق څنګه تباه شی؟ اؤ ټولو مجرمانو ته به یکدم سزا څنګه ورکړې شی؟

اَلَمْ نَخْلُقْكُّمْ مِّنْ مَّآءٍ مَّهِیْنٍۙ۝۲۰

ترجمه: آیا مونږ نهٔ ییٔ پیدا کړی تاسو دَ یو بې قدره اوبو نه ،

فَجَعَلْنٰهُ فِیْ قَرَارٍ مَّكِیْنٍۙ۝۲۱

ترجمه: بیا مو وساتلې دغه اوبو په یو محفوظ ځائې کښې ف۱۳

ف۱۳: یعنی په یو خاص ځائې کښې ېٔ محفوظ کړو۔ مراد ترېنه دَ مور رحم دے ۔

اِلٰی قَدَرٍ مَّعْلُوْمٍۙ۝۲۲

ترجمه: تر مقررې نېټې ف۱۴

ف۱۴: اکثر په رحم کښې دَ ساتلو دغه نېټه نهه میاشې وی۔

فَقَدَرْنَا١ۖۗ فَنِعْمَ الْقٰدِرُوْنَ۝۲۳

ترجمه: بیا مو پوره کړو (بنیادم) نو مونږ څومره ښهٔ طاقت من یو ف۱۵

ف۱۵: یعنی دَ اوبو هغه بې قدره څاڅکے مو درجه په درجه پورته کړو اؤ هوښیار روغ بنیادم مو ترې جوړ کړو ۔ دَ دې نه زمونږ دَ قدرت اؤ طاقت اندازه ولګو اؤ پوهه شیٔ چې څوک چې اول ځل دَ یو څاڅکی اوبو نه بنیادم جوړؤلے شی هغه ېٔ دَ مرګ نه پس بیا هم ژوندې کولے شی۔

تنبیه: ځنی مفسرانو دَ قَدَّرۡنَا معنٰی اندازه کؤل کړے ده ۔ یعنی مونږ په اندازه برابر کړو اؤ مونږ څنګه ښهٔ اندازه کؤنکی یو چې په مقرره نېټه کښې هر ضروری شے پکښې بالکل پوره پوره جوړ شو۔ نهٔ څهٔ شے دَ ضرورت نه کم دے اؤ نهٔ زیات۔

وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ۝۲۴

ترجمه: تباهی ده په دغه ورځ دَ تکذیب کونکیو ف۱۶

ف۱۶: دَ چا چې دا خیال و چې مونږ خاورو سره خاورې شو نو بیا به نهٔ شو ژوندی کېدے ۔ هغوی به په دغه ورځ دَ ډېره غمه اؤ شرمه په خپلو لاسونو چکونه لګوی اؤ په خپلو بې هوده خیالونو به سخت افسوس کوی۔

اَلَمْ نَجْعَلِ الْاَرْضَ كِفَاتًاۙ۝۲۵

ترجمه: آیا مونږ نهٔ ده پیدا کړے زمکه راغونډوونکے ،

اَحْیَآءً وَّ اَمْوَاتًاۙ۝۲۶

ترجمه: دَ ژوندیو اؤ دَ مړیو ف۱۷

ف۱۷: یعنی ژوندی بندیان هم په دغه زمکه وسی اؤ مړی هم په دغه خاورو کښې پراتهٔ دی ۔ بنیادم جوړ شوے هم دَ دې خاورو نه دے ۔ رزق ېٔ هم دَ دې خاورو نه پیدا کیږی چې مړ شی هم په دې کښې پروت وی اؤ بیا هم ژوندې دَ دې خاورو نه راپورته کیږی۔ بنده ته دَ ابتداء نه تر انتها دغه زمکه کافی ده۔

وَّ جَعَلْنَا فِیْهَا رَوَاسِیَ شٰمِخٰتٍ وَّ اَسْقَیْنٰكُمْ مَّآءً فُرَاتًاؕ۝۲۷

ترجمه: اؤ یٔښې مو دی په دې زمکه کښې دَ وزن دپاره اوچت غرونه اؤ مونږ وڅښؤلے

په تاسو خوږې تنده ماتونکے اوبهٔ ف۱۸

ف۱۸: یعنی په دغه زمکه کښې ېٔ دَ غرونو غوندې درانهٔ څیزونه پیدا کړل چې دَ ځایه ېٔ څوک خوزؤلے نهٔ شی اؤ په دغه زمکه ېٔ دَ اوبو چینې هم پیدا کړې چې نرمې صفا بهیږی اؤ په ډېره آسانه دَ بنده تنده ماتوی نو کوم خدائې چې دنیا کښې په خپل کامل قدرت په دې زمکه کښې دَ مرګ، ژوند اؤ سختۍ ، نرمۍ مختلفې نمونې ښکاره کؤلے شی نو آیا هغه ذات په میدانِ حشر کښې دَ سختۍ ، نرمۍ انعام احسان اؤ هلاکت و تباهیٔ مختلفې نمونې ښیٔلو باندې قادر نهٔ دے ۔ اؤ دَ چا په لاس کښې چې دَ پیدا کؤلو ، تباه کؤلو ، مرګ ژوند اؤ دَ ژوند دَ سامان پیدا کؤلو ټول اختیارات وی دَ هغه دَ قدرتونو اؤ نعمتونو نه څوک څنګه انکار کؤلے شی؟

وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ۝۲۸

ترجمه: تباهی ده په دغه ورځ دَ تکذیب کونکیو ف۱۹

ف۱۹: دَ چا چې دا خیال و چې دَ ټول وړومبی وروستی مخلوق دَ حساب کتاب اؤ جزا و سزا دومره ډېر اؤ متضاد کار به په یو وخت اؤ یوه ورځ څنګه وشی۔

اِنْطَلِقُوْۤا اِلٰی مَا كُنْتُمْ بِهٖ تُكَذِّبُوْنَۚ۝۲۹

ترجمه: لاړ شیٔ وګور کوم څیز چې تاسو دروغ ګڼلو ف۲۰

ف۲۰: یعنی دَ قیامت په ورځ به ورته دا ووئیلے شی۔

اِنْطَلِقُوْۤا اِلٰی ظِلٍّ ذِیْ ثَلٰثِ شُعَبٍۙ۝۳۰

ترجمه: لاړ شیٔ یو سیوری ته چې درے شاخه دے ف۲۱

ف۲۱: دَ قتادهؓ اؤ نورو اصحابو نه روایت دے چې دَ قیامت په ورځ به دَ دوزخ نه یو لوګے راپورته شی په کفارو به خور شی ۔ دَ هر کافر نه به چاپېره شی یوه ټکړه به ېٔ دَ سر دپاسه چتر وی یوپ ښی طرف ته یوه ګس طرف ته، حساب ختمېدو پورې به کافر په دغه لوګی کښې پټ وی ۔ اؤ ایماندار به دَ عرش دَ یخ سیوری لاندې په آرام ولاړ وی ۔

لَّا ظَلِیْلٍ وَّ لَا یُغْنِیْ مِنَ اللَّهَبِؕ۝۳۱

ترجمه: نهٔ ګور سیورے دے اؤ نهٔ څهٔ فائده ورکوی ګرمۍ کښې ف۲۲

ف۲۲: یعنی هسې تش په نوم سیورے به وی خو نهٔ به ګور وی اؤ نهٔ یخ ۔ نهٔ به دَ نمر شغلې بندوی اؤ نهٔ به ېٔ دَ اور دَ تاؤ نه بچ کوی۔

اِنَّهَا تَرْمِیْ بِشَرَرٍ كَالْقَصْرِۚ۝۳۲

ترجمه: دا اور داسې بڅری غورزوی لکه اوچتې بنګلې ف۲۳

ف۲۳: یعنی دومره اوچت اوچت بڅری به غورزوی چې اوچتې بنګلې ته به رسی یا به په غټوالی کښې دَ بنګلې هومره وی۔

كَاَنَّهٗ جِمٰلَتٌ صُفْرٌؕ۝۳۳

ترجمه: ګویا غټ غټ زیړ اوښان دی ف۲۴

ف۲۴: یعنی کهٔ دَ بنګلې سره تشبیھ په اوچتوالی کښې وی نو دَ اوښ سره په غټوالی کښې ده ۔ په شروع کښې به بڅری دَ بنګلې هومره وی بیا به ټوټې ټوټې شی اؤ دَ اوښ برابر غټ غټ بڅری به ترې جوړ شی اؤ کېدے شی چې دَ اوښ سره تشبیھ صرف په رنګ کښې وی لېکن په دې شکل کښې چا چې ېٔ ترجمه تور اوښان کړے ده هغه زیاته مناسب ده ۔ ځکه چې دَ احادیثو نه دَ دوزغ دَ اور توروالے ثابت دے اؤ عرب تور اوښ ته صُفر وائی۔ ځکه چې دَ هغوی دَ تور اوښ رنګ زیړبخن وی۔

وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ۝۳۴

ترجمه: تباهی ده په دغه ورځ دَ تکذیب کونکیو ف۲۵

ف۲۵: دَ چا چې دا خیال و چې اول خو قیامت شته نه اؤ کهٔ وی نو هم مونږ به پکښې لکه دَ دنیا په آرام و راحت کښې یو۔

هٰذَا یَوْمُ لَا یَنْطِقُوْنَۙ۝۳۵

ترجمه: دا هغه ورځ ده چې خبرې به نهٔ شی کؤلے دوی ف۲۶

ف۲۶: یعنی دَ قیامت په ورځ ځنې حالاتو کښې خو به بالکل هډو خبرې کؤلے نشی اؤ کهٔ کوم وخت څهٔ خبرې کؤلے شی هم نو څهٔ خیر به ېٔ نهٔ وی ۔ نو خبرې کؤل اؤ نهٔ کؤل ېٔ یو شان شو۔

وَ لَا یُؤْذَنُ لَهُمْ فَیَعْتَذِرُوْنَ۝۳۶

ترجمه: اؤ نهٔ به اجازت ورکؤلے شی چې توبه وباسی ف۲۷

ف۲۷: ځکه چې دَ عذر اؤ توبې قبلېدو وخت اوس ختم دے۔

وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ۝۳۷

ترجمه: تباهی ده په دغه ورځ دَ تکذیب کونکیو ف۲۸

ف۲۸: یعنی دَ چا چې دا خیال و چې دَ دنیا دَ عدالت په شان به هلته هم په چالاکۍ اؤ دَ ژبې په زور ځان خلاص کړو۔

هٰذَا یَوْمُ الْفَصْلِ١ۚ جَمَعْنٰكُمْ وَ الْاَوَّلِیْنَ۝۳۸

ترجمه: دا ده ورځ دَ فیصلې راجمع کړ مونږ تاسو اؤ وړومبی ف۲۹

ف۲۹: دې دپاره ېٔ ټول راغونډ کړی وو چې بیا ېٔ ټولی ټولی کړی اؤ هر چا ته آخری فیصله واوروی۔

فَاِنْ كَانَ لَكُمْ كَیْدٌ فَكِیْدُوْنِ۝۳۹

ترجمه: نو داسې کهٔ ستاسو داؤ چلیږی نو وېٔ چلو ف۳۰

ف۳۰: یعنی اوس ټول مشران کشران، وړومبی وروستی راغونډ ییٔ ، ټول خپلو کښې صلاح مصلحت وکړ اؤ چې په څهٔ چل ول زما دَ ګرفت نه ځان خلاصؤلے شیٔ ۔ خپله خواری وکړ (خو نن مو څهٔ داؤ چلېدے نهٔ شی)

وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ۠۝۴۰

ترجمه: تباهی ده په دغه ورځ دَ تکذیب کونکیو ف۳۱

ف۳۱: دَ چا چې دا خیال و چې دغه باطل معبودان به مو سفارش کوی اؤ په څهٔ چل به مو دَ عذاب نه بچ کوی بلکې یو جاهل چې دَ دوزخ دَ کار کونکیو فرښتو شمار نولس (۱۹) واؤریدو نو په فخر ېٔ ووې چې اولسو(۱۷) ته خو زهٔ یواځې بس یم اؤ دوو(۲) سره تاسو ټول خپل وس وکړﺉ۔

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ ظِلٰلٍ وَّ عُیُوْنٍۙ۝۴۱

ترجمه: بېشکه پرهیزګار به په سیوریو کښې وی ف۳۲ اؤ نهرونو کښې،

ف۳۲: یعنی اول دَ عرش په سیوری کښې بیا دَ جنت دَ ګورو ونو په سیوری کښې۔

وَّ فَوَاكِهَ مِمَّا یَشْتَهُوْنَؕ۝۴۲

ترجمه: اؤ میوو کښې کوم قسم چې غواړی ،

كُلُوْا وَ اشْرَبُوْا هَنِیْٓـًٔۢا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۝۴۳

ترجمه: خور څښیٔ ښهٔ په مزه په بدله دَ هغه نېکو کارونو کښې چې تاسو کؤل ف۳۳

ف۳۳: دَ مجرمانو په مقابله کښې اوس دَ مؤمنانو حال بیانیږی چې دَ دواړو فرق ښهٔ واضح شی۔

اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ۝۴۴

ترجمه: مونږ هم دغه شان بدله ورکوو نېکانو ته ،

وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ۝۴۵

ترجمه: تباهی ده په دغه ورځ دَ تکذیب کونکیو ف۳۴

ف۳۴: هغه مکذبین چا چې به په دنیا کښې مسلمانانو ته وې کهٔ دَ مرګ نه پس بل ژوند وی نو هلته به هم مونږ له تاسو نه زیات په آرام اؤ راحت کښې یو۔ اوس چې دَ مؤمنانو راحت اؤ خپل مصیبت ته ګوری نو نور به هم سوزی اؤ دَ عذاب تکلیف به پرې نور هم سوا کیږی۔

كُلُوْا وَ تَمَتَّعُوْا قَلِیْلًا اِنَّكُمْ مُّجْرِمُوْنَ۝۴۶

ترجمه: اؤ خور اؤ فائده واخلیٔ لږې ورځې (په دنیا کښې) بېشکه تاسو ییٔ مجرمان ف۳۵

ف۳۵: دا خطاب مکذبینو ته دے چې په دنیا کښې څو ورځې مزې وکړ آخر به درنه دا ټول وځی ځکه چې تاسو دَ الله مجرمان ییٔ اؤ دَ مجرمانو سزا تل عمری قید اؤ سخت عذاب دے ۔ دا دنیا داسې ده لکه یو مجرم باندې چې دَ پهانسۍ حکم شوے وی ۔ اؤ دستور دے چې ورته وئیلې شی کهٔ په زړهٔ دې څهٔ ارمان وی نو ووایه چې دَ پوره کؤلو کوشش ېٔ وکړو۔

وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ۝۴۷

ترجمه: تباهی ده په دغه ورځ دَ تکذیب کونکیو ف۳۶

ف۳۶: هغه مکذبین څوک چې دَ دنیا په خوند مزو کښې غرق وو اؤ دا سوچ ېٔ نهٔ کؤلو چې دا کوم څیز چې مونږ دَ ګلونو دَ هار په خیال غاړه کښې اچوو دا په اصل کښې تور مار دے۔

وَ اِذَا قِیْلَ لَهُمُ ارْكَعُوْا لَا یَرْكَعُوْنَ۝۴۸

ترجمه: اؤ کله چې ووئیلے شی دوی ته چې ټیټ شیٔ نو نهٔ ټیټیږی ف۳۷

ف۳۷: یعنی نمانځه ته یا دَ الله عامو حکمونو ته دَ سر ټیټؤلو نه انکاری دی۔

وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ۝۴۹

ترجمه: تباهی ده په دغه ورځ دَ تکذیب کونکیو ف۳۸

ف۳۸: په دغه ورځ به ارمان کوی چې ولې مو دَ الله حکم ته سر ټیټ نهٔ کړو ځکه چې سر ټیټوونکی به په دغه ورځ سر بلند وی ۔

فَبِاَیِّ حَدِیْثٍۭ بَعْدَهٗ یُؤْمِنُوْنَ۠۝۵۰

ترجمه: نو اوس په کومه خبره به دې نه پس دوی یقین وکړی ف۳۹

ف۳۹: یعنی دَ قرآن نه زیات رښتونے اؤ مؤثر طرز بیان به بل چرته وی چې په دې دا خلق یقین نهٔ کوی نو په څهٔ به یقین کوی۔ دَ قرآن نه پس خو بل آسمانی کتاب نشته۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔