دَ اخستلو اؤ خرڅؤلو احکام
۱۔ چې يو سړے ووائی” مادا څيز په دومره قيمت په تا خرڅ کړو“۔ اؤ بل کس ووائی”ما واخستو“۔ نو دا څيز خرڅ شو۔ اؤ دغه اخستونکے ېٔ مالک شو۔ اوس کهٔ ېٔ هغه مالک وائی چې دا شے خپل ځان سره ساتم، خرڅؤم ېٔ نه نو داسې نهٔ شی کؤلے۔ شے به هغې اخستونکی ته ورکوی۔ اؤ هغه قيمت به ئې اخلی۔ دې ته پهٔ عربیٔ کښې بيع وئیلې شی۔ اؤ پهٔ پښتو کښې خرڅؤل يا بيه وئیلې شی۔
۲۔ چې يو کس ووې زهٔ دا څيز مثلاً په دوه انې خرڅؤم بل کس ووې ماته په دې قيمت منظور دے“۔ يا ئې ووې ”چې پهٔ دې قيمت راضی يم“ يا ئې ووې ”ما پهٔ دې قيمت واخستو“ دا ټول دَ بيې (بيع) الفاظ دی۔ دا شے خرڅ شو۔ اوس ئې مالک ته دَ ايسارؤلو اختيار نشته اؤ اخستُونکی ته ئې دَ واپس کؤلو اختيار نشته ليکن دا حکم هله دے چې دواړو کسانو دا خبرے پهٔ يو مجلس کښې پهٔ يو ځائې کښې کړے وی اؤ کهٔ يو کس ووې ”چې زهٔ دا څيز پهٔ څلور انې خرڅؤم“۔ بل کس پهٔ هغه وخت ځواب ورنه کړو دَ هغه ځائې نه پاسېدو پهٔ څهٔ کار پسې بل خوا لاړو۔ يا ملګری سره صلاح مشورې دپاره جُدا شو بيا راغلو اؤ وېٔ وئیل۔ چې ”ماته پهٔ دې قيمت منظور دے“۔ نو صرف پهٔ دي وېنا هغه شے نهٔ خرڅيږی البته کهٔ خرڅونکی ېٔ ووې ”چې ما درکړو“ يا ئې ورته ووې”چې ښه ستا شو“۔ نو بيا به خرڅ شی۔ هم دغه شان کهٔ خرڅؤنکی خبره وکړه اؤ دَ هغه ځائې نه پاسېدو چې بيا راغلو نو اخستُونکی ورته ووې” چې پهٔ دې قيمت ماته منظور دے“۔ هم دا شے خرڅ نه وی۔ کهٔ هغه ېٔ نهٔ ورکوی نو ورته اختيار دے۔ مطلب دا چې کهٔ اخستونکی اؤ خرڅوؤنکی دواړو خبرې پهٔ يو مجلس کښې خلاصې کړے وی، خو شے خرڅ دے۔ بيه (بيع) پوره ده اؤ کهٔ دواړو کښې يو هم دې مجلس نه پاسېدلې وو بيا خبره پوره شوه نو شے خرڅ نه دے دَ واپس کېدو اختيار ورته شته۔
۳۔ کهٔ يو کس ووې چې” دا څيز پهٔ يوه انه راکړه“ بل ورته ووې چې ”در مې کړو“پهٔ دې باندې بيه (بيع) پوره کيږی نه، څو پورې چې هغه ورته بيا نه وی وئیلې ”چې ما واخستو“۔
۴۔ کهٔ يو کس ووې ”چې دا شے ما پهٔ يوه انه واخستو“ بل ورته ووې چې ”واخله“ نو بيع وشوه۔
۵۔ کهٔ چا دَ يو څيز قيمت خلاص کړو رقم ئې ورته پهٔ لاس کښې ورکړو اؤ څيز ېٔ وچت کړو هغهٔ پهٔ خوښه رقم واخستو اؤ پهٔ خولهٔ يو کس هم څهٔ ونه ووې چې ما دا څيز خرڅ کړو يا مې واخستو نو هم پهٔ دغه لين باندې هغه خرڅ شو۔ دا بيه صحيح ده۔
۶۔ يو مېوه فروش راغلو اؤ دَ ټوکرۍ نه ېٔ يو سړی ښې مېوې خوښی کړے، اؤ بې تپوسه ېٔ وچتې کړے، اؤ هغهٔ ته ېٔ څهٔ پيسې ورکړے۔ هغهٔ پيسې پهٔ خوشحالۍ واخستې، اؤ نور څهٔ غږ ئې ونهٔ کړو، نو بيه وشوه کهٔ پهٔ خلهٔ چا هيڅ هم نهٔ دی وئیلی۔
۷۔ کهٔ يو کس دَ مرو يو اميل په لاس کښې نيولې وهٔ چې په لس پیسې خرڅؤم۔ بل ورته ووې چې دَ دې نه پنځهٔ ما واخستې يا نيمې مې واخستې۔ نو څو پورې چې خرڅؤونکې په دې راضی شوی نهٔ وی دا بيه پوره نهٔ ده۔ ځکه چې هغهٔ بيه دَ ټول اميل کړے ده۔ په دې وجه اخستونکی ته دا اختيار نشته چې څهٔ واخلی اؤ څهٔ پريږدی۔ البته کهٔ دَ هغهٔ رضا وه نو بيا ېٔ اخستی شی۔ اؤ کهٔ هغهٔ وئیلې وو چې هره مرۍ په يوه پيسه ده اؤ بيا چا ووې چې ”پنځه زما شوے“ نو دا بيه پوره ده۔ دا پنځهٔ مرۍ خرڅې شوې۔
۸۔ کهٔٔ دَ چا سره څلور څيزونه وي هغهٔ ووې، چې دا څلور واړهٔ په څلور انې خرڅؤم نو اخستونکی ته دا اختيار نشته چې بغير دَ هغهٔ دَ اجازت نه څهٔ څيزونه واخلی اؤ څهٔ پرېږدی ځکه چې هغهٔ دَ ټولو بيه په يَو ځائې کړې ده۔ کهٔ هغهٔ ورکښې دَ هر څيز قيمت جدا جدا ښودلې وی يا ېٔ وئیلے وی دا څلور څيزونه په څلور انې خرڅؤم، هر څيز په يوه انه دے۔ نو بيا اخستونکی ته اختيا دے کهٔ څهٔ اخلی يا څهٔ پرېږدی۔
۹۔ په خرڅؤلو اؤ اخستلو کښې دا ضروری ده چې کومې خبرې اترې چې کوی، صفا ېٔ کوی۔ داسی ګول مول خبره ورکښې نه وی چې بيا ترېنه جګړه جوړيږی۔ دَ خرڅؤلو څيز هم څرګند وی، اؤ قيمت ېٔ هم واضحه مقرر وی۔ کهٔ دواړو کښې يو څيز هم څرګند نه وهٔ نو بيه نهٔ صحيح کيږی۔
۱۰۔ چا په څهٔ قيمت باندې يو شے واخستو، اوس دَ دواړو جګړه شوه۔ يو وائی چې تهٔ قيمت اول راکړه نو زهٔ به څيز درکړم۔ بل وائی تهٔ څيز اول راکړه نو زهٔ به قيمت درکړم۔ نو وړومبی به قيمت ورکولے شی وروستو به څيز اخستے شی۔ څو پورې چې قيمت نهٔ وی ورکړے، هغهٔ ته اختيار دے چې څيز ايسار کړی اؤ کهٔ دَ دواړو طرف نه يو شان څيز وی، لکهٔ يو سړے روپۍ ورکوی مات ګُډ اخلی (يعني ماتې پيسې اخلی) يا يو کس يوه کپړه ورکوی بله کپړه اخلی اؤ دَ دواړو جګړه شی، نو دواړو ته به وئیلې شی چې تهٔ خپل څيز دهٔ ته لاس کښې ورکړه دې به خپل څيز تاته لاس کښې درکړی۔ په يو وخت به دواړه قبضه وکړئ۔
دَ قيمت معلومېدل ضروری دی
نمبر۱۔ کهٔ چا بند موټی ونيوؤ ، چې پهٔ دې کښې چې څومره پيسې دی پهٔ هغې دا څيز راکړه۔ اؤ دا نهٔ وی معلوم چې دَ دهٔ پهٔ موټی کښې څومره رقم دے يا څهٔ شته اؤ کهٔ نه؟ نو داسې بيه صحيح نهٔ ده۔
نمبر۲۔ کهٔ پهٔ يو کلی کښې دوه قسمه روپۍ پيسې چلېدے۔ (لکهٔ ځنی ځايونو کښې افغانیٔ اؤ کالدارے دواړه چليږی) نو هلته څرګندؤل پکار دی چې دَ کومو پېسو سودا کوی۔کهٔ ښودلې ېٔ نهٔ وی نو کومې پيسې چې زياتې چليږی، هغهٔ به ورکوی اؤ کهٔ دواړه قسم يو شان چلېدے اؤ ښيلې ېٔ نهٔ وی نو دا بيه صحيح نهٔ ده۔
نمبر۳۔ کهٔ دَ چا پهٔ لاس کښې پيسې وی اؤ هغهٔ موټی پرانستو اؤ خرڅؤنکی ته ېٔ وښودلې، چې پهٔ دې پېسو دا څيز راکړه، هغهٔ پېسې وليدې اؤ هغه شے ېٔ ورکړو۔ ليکن دا پيسې ېٔ ونهٔ شمېرلے چې څومره پېسې دی دا بيه صحيح ده۔ هم دغه شان کهٔ دَ مات ګُډ ډېرې ورته پهٔ مخ کښې پروت وهٔ اؤ خرڅؤنکی پهٔ هغه ډېری باندې څيز ورکړو دا ورته نهٔ وه معلومه چې پهٔ دې ډېری کښې څومره رقم دے هم بيه صحيح ده۔ غرض دا چې پهٔ سترګو ئې اُووينی چې دا پيسې دی نو دَ هغي مقدار معلومېدل ضروری نهٔ دی۔ اؤ کهٔ پهٔ سترګو ېٔ نهٔ وی ليدلې نو بيا ېٔ مقدار معلومېدل چې مثلاً پهٔ لس انې دا څيز اخلم ، ضروری دی۔کهٔ مقدار مقرر معلوم نه وي نو بيه فاسده ده۔
نمبر۴۔ کهٔ چا ووې چې”تهٔ دا څيز يوسه، دَ قيمت څهٔ فکر مهٔ کوه چې څهٔ مناسب قيمت وي، هغه به درته ولګوم“۔ يا ېٔ ووې چې”تهٔ څيز يوسه، زهٔ به دَ مالک نه تپوس وکړم چې څهٔ قيمت ېٔ وی هغه به درته وښیٔم، يا ئې ووې”چې دَ دې مرګری څيز فلانی وړې دے څهٔ قيمت چې هغهٔ راکړو، هغه تهٔ هم راکړه، يا ئې ووې چې څهٔ ستا زړهٔ غواړی هغه راکړه زهٔ ورکښې څهٔ انکار نهٔ کوم“ يا ئې ووې ”چې بازار کښې تپوس وکړه چې څهٔ قيمت ئې وهٔ هغه ماته راکړه يا ئې وُوي چې فلانی نه تپوس وکړه چې څهٔ قيمت ئې هغهٔ مناسب وُګڼلو هغه راکړه“۔ پهٔ دې ټولو طريقو باندې بيه فاسده ده۔ (پهٔ دې وجه چې قيمت ورکښې صفا معلوم نه دے۔ سبا ورکښې دَ خفګان خطره ده۔ مترجم)۔ کهٔ پهٔ هغې موقعه باندې قيمت معلوم شو اؤ دَ څهٔ وجې نه چې بيه فاسده شوی ده هغه پاتې نهٔ شوه نو بيه صحيح ده۔ اؤ کهٔ دَ مجلس بدلېدو نه پس معامله صفا شوه نو هغه زړه بيه فاسده شوے ده هغه پاتې نهٔ شوه۔ البته دَ مجلس بدلېدو نه پس کهٔ خوښه ئې وی نو نوې بیه کولے شی۔
نمبر۵۔ کهٔ چا يو دوکاندار مقرر کړے وی چې دَ هغهٔ څومره چې ضرورت وی، پرچون سودا راځی، نن يو شے راغواړی سبا بل شے اؤ دَ قيمت تپوس نهٔ کوی، پهٔ دې خيال چې کله حساب کيږی نو چې څومره قيمت جوړ شی هغه به ورکؤلے شی۔ دا صحيح ده۔ هم دغه شان کهٔ يو بيمار دَ پنساری دَ دوکان نه دارو راؤړی او دَ قيمت تپوس نه کوی پهٔ دې خيال چې کله جوړ شی اؤ دارو ختم شی نو پهٔ يو ځائې به ټول حساب ورکولی شی، هر څومره چې وی۔ دا هم صحيح ده۔
نمبر۶۔ کهٔ دَ چا پهٔ لاس کښې روپۍ وه، دُکاندار ته ئې ووې چې دا څيز پهٔ دې روپۍ راکړه اؤ هغهٔ ومنله نو دهٔ ته اختيا دے چې هم دغه روپۍ ورکوی کهٔ بله روپی ورکوی، خو چې هغه بله روپۍ هم کوټه نهٔ وی۔
نمبر۷۔ کهٔ چا پهٔ يوه روپۍ يو څيز اخستې وهٔ نو هغه ته اختيار دے چې روپۍ ورکوی ، کهٔ دوه اتانيزونه ورکوی۔ کهٔ څلور څلور انيزونه کهٔ اته دوانيزونه۔ خرڅؤنکی ترې انکار نهٔ شي کؤلے البته کهٔ دَ روپۍ سرې پيسې ورکوی ، نو اخستونکی ته اختيار دے چې اخلی ېٔ اؤ کهٔ انکار کوی۔ کهٔ هغه پيسې نهٔ اخلی نو روپۍ به ورکوی۔
نمبر۸۔ کهٔ چا يو قلمدان يا يو صندوق خرڅ کړو(چې ورکښې جرنده لګېدلے وی) نو دَ هغې سره کنجی هم خرڅه شوه دَ کنجیٔ ځان ته پیسې نهٔ شی غوښتے اؤ نهٔ ترېنه کنجی منع کؤلے شی۔
دَ څيز معلومېدل هم ضروری دی
نمبر۱۔ پهٔ غله وغېره دَ تول څيزونو کښې اختيار دے چې پهٔ تول ېٔ اخلی لکه ”روپۍ دوه سيره غنم اخلم“ اؤ کهٔ هم دغه شان پهٔ تهوک ېٔ سودا کوی چې ”دَ غنمو دا ډېرې پهٔ لس روپۍ اخلم“ پهٔ هغه ډېری کښې چې هر څومره غنم وی هغه به پهٔ دغه قيمت دَ دهٔ وی، لږ وی کهٔ ډېر وی۔
نمبر۲۔ ام، امرود، نارنجان وغېره دَ شمار څيزونو کښې هم اختيار دے چې پهٔ شمېر ېٔ اخلی اؤ کهٔ دغه شان ډېرې يا دَ ټوکرۍ بیه کوی۔ لکهٔ يوه ټوکرۍ ام ېٔ پهٔ يوه روپۍ واخستو۔ شمار ېٔ معلوم نهٔ دے چې څومره دی ورکښې۔ نو دا بيه صحيح ده۔ هغه ټول امونه دَ دهٔ دی، هر څومره چې وی۔
نمبر۳۔ کهٔ دَ امونو يا امرودو وغېره ټوکرۍ چا پهٔ دې قول پهٔ يوه روپۍ واخسته چې دې کښې څلور شله امونه دی۔ بيا ېٔ چې وشمېرل هغې کښې درے شله وختل نو اخستونکی ته اختيار دے چې اخلی ېٔ اؤ کهٔ نهٔ ېٔ اخلی اؤ کهٔ اخلی ېٔ نو پوره روپۍ به نهٔ ورکوی دولس انې به ورکوی۔ کهٔ لس کم وو نو څوارلس انې به ورکوی۔ غرض دا چې څهٔ کم وو، دَ هغې پيسې به کموی اؤ کهٔ دَ څلورو شلو نه ورکښې زيات وختو نو هغه زيات دَ مالک دی۔ هغهٔ ته دَ څلورو شلو نه زيات اخستو حق نشته۔ البته کهٔ پوره ټوکرۍ ئې پهٔ روپۍ اخستې وی څهٔ شمار ئې ورکښې نه وي مقرّر کړے، نو بيا زيات وی کهٔ کم ټول دَ اخستونکی دی۔
نمبر۴۔ بنارسی لوپټه يا دَ چکن لوپټه يا پلنګ پوش څادر يا بله داسې کپړه چا واخسته چې کهٔ دَ هغې نه څهٔ کم شی نو بےکاره کيږی اؤ دَ اخستو وخت کښې ېٔ مثلاً وئیلی وو چې دا لوپټه درے ګزه ده بيا ېٔ کچ کړه نو هغه کمه وخته نو دَ دې کمی پهٔ بدله کښې قيمت نهٔ شی کمېدے۔ څومره رقم چې ېٔ مقرر شوے وی هغه به پوره ورکؤلے شی۔ البته دَ دې کمی پهٔ بدل کښې اخستونکی ته دَ واپس کؤلو اختيار ورکېدے شی۔ کهٔ پخه سودا شوے وه دَ واپس کؤلو اختيار پکښې نهٔ وهٔ یٔښې شوے هم دَ دې کمی پهٔ وجه ېٔ واپس کؤلے شی۔ اؤ کهٔ زياته وخته هم دوکاندار ته دَ زياتی رقم اخستو حق نشته۔ هغه به هم پهٔ دغه قيمت دَ اخستونکی وی۔
نمبر۵۔ کهٔ چا دَ شپې دوه جوړه ريښمينې جرابې پهٔ يوه روپۍ واخستې چې سحر ېٔ وليدې نو يو جوړه پکښې دَ تارينه وه نو دَ دواړو بیه جائز نهٔ ده۔ نهٔ دَ ريښمينې اؤ نهٔ دَ تارينې۔ هم دغه شان کهٔ دوه ګوتې ېٔ پهٔ دې شرط اخستې وې، چې پهٔ دواړو کښې فيروزه غمے دے، چې سحر ېٔ وکتې يوې کښې غمے فيروزه نهٔ وهٔ نو دَ دواړو بیه ناجائزہ شوه۔ اوس کهٔ دواړو کښې يوه اخستل غواړی نو دَ هغې طريقه دا ده، چې بيا دَ سره دَ يوې دَ اخستو خبرې اترې وکړی۔
پهٔ قرض اخستل
نمبر۱۔ کهٔ چا سودا پهٔ قرض اخسته نو دا هم جائز دہ خو موده به ورکښې مقرر کوی، چې دومره ورځو کښې به رقم ادا کؤم اؤ کهٔ وخت ېٔ مقرر نهٔ کړو فقط دومره ېٔ ووې چې اوس پيسې نشته بيا به درکړم نو کهٔ دا ېٔ وئیلی وی چې ”دا شے پهٔ دې شرط اخلم چې پيسې به وروستو درکؤم“ نو دا بيه فاسده ده۔ اؤ کهٔ دَ اخستو پهٔ وخت کښې ېٔ دَ قرض شرط نهٔ وهٔ یٔښې، چې سودا ېٔ وکړه نو بيا ېٔ ورته ووې چې رقم به وروستو درکؤم، نو دا خیر دے اؤ کهٔ نهٔ ېٔ دَ اخستو پهٔ وخت کښې څهٔ وئیلی وو، نه ېٔ دَ اخستو نه پس څهٔ ووې (خو رقم ېٔ پهٔ هغه وخت کښې ورنهٔ کړو) بيا هم بیه صحيح ده اؤ پهٔ دې دواړو حالتونو کښې هغه سړی ته پهٔ دې وخت رقم ورکؤل ضروری دی۔کهٔ خرڅؤنکے ورته پهٔ خپل اختيار څو ورځې صبر کوی، نو بيله خبره ده اؤ کهٔ هغه ورته صبر نه کوی اوس ېٔ غواړی نو دې به ېٔ ورکوی۔
نمبر۲۔ کهٔ چا دَ اخستو پهٔ وخت کښې دوکاندار ته ووې چې دا څيز راکړه اؤ چې کله ماته خرڅ راشی نو پيسې به درکړم يا چې کله زما ورور راشی نو پيسې به درکړم يا چې کله فصل تيار شی نو پيسې به درکړم يا ورته دوکاندار دَ اخستو پهٔ وخت کښې ووې چې ته څيز يوسه پيسې چې دې کله خوښه وی بيا راکړه۔ پهٔ دې ټولو موقعو ”بيه فاسده ده“ څهٔ نهٔ څهٔ موده ورکښې مقرر کؤل پکار دی۔ اؤ کهٔ دَ اخستو پهٔ وخت کښې ېٔ داسې نه وی وئیلے ، دَ اخستو نه پس ئې ووې نو بیه صحيح شوه اؤ دوکاندر ته اختيار دے چې رقم ته صبر کوی اؤ کهٔ اوس ېٔ ترېنه غواړی۔ البته دَ فصل پهٔ تياریٔ کښې ترېنه دَ فصل نه مخکښې نهٔ شی غوښتے۔(ځکه چې دَ فصل موده يو قسم متعينه ده)۔
نمبر۳۔ کهٔ پهٔ نغدو باندې يو دوکاندار دَ روپۍ درے سېره غنم خرڅؤل اؤ پهٔ قرض ېٔ چا ته دَ روپۍ دوه سېره ورکؤل نو دا جائز دی خو هله چې دَ وخته ورته معلوم وی چې دا به قرض اخلی۔
نمبر۴۔ داحکم پهٔ هغه وخت کښې دے چې اول ېٔ دَ خريدار نه تپوس کړی وی چې پهٔ نقدو اخلې کهٔ پهٔ قرض؟ نو دوه سېره ورکړی اؤ کهٔ دَ اخستو پهٔ وخت کښې ېٔ خريدار ته داسې ووې، چې کهٔ پهٔ نغدو اخلې نو درے سېره دی اؤ کهٔ پهٔ قرض اخلې نو دوه سېره دی، دا جائز نهٔ دی۔
نمبر۵۔ کهٔ چا دَ يوې مياشتې پهٔ وعده څيز اخستې وهٔ مياشت پوره شوه بيا ورته دوکاندار پهٔ رضا پنځلس ورځې يا مياشت نور مهلت ورکړو نو صحيح دی، اؤ کهٔ هغه راضی نهٔ وی نو اوس ترېنه مطالبه کؤلے شی۔
نمبر۶۔ کهٔ دَ چا سره پهٔ موقع پيسې وی اؤ ناحق قرض والا ته تکليف ورکوی چې اوس نشته بيا راشه پهٔ دې وخت نه پهٔ دې وخت راشه، دا حرام دی۔ چې کوم وخت هغه وغواړی ، پهٔ هغه وخت ورکؤل پکار دی۔ البته کهٔ وعده ېٔ کړے وی نو دَ هغې نه مخکښې ورکؤل ضروری نهٔ دی۔ دَ وعدې نه پس ايسارؤل اؤ تکليف ورکؤل جائز نه دی۔ البته کهٔ واقعی ورسره نهٔ وی۔ نو مجبوری ده۔ بيا هم ځواب پهٔ نرمیٔ سره ورکؤل پکار دی۔
دَ واپسیٔ شرط کښېښودل
دې ته پهٔ شريعت کښې”خيارِ شرط“ وئیلی شی
نمبر۱۔ کهٔ دَ اخستو پهٔ وخت کښې چا ووې چې يوه ورځ يا دوه يا درے به مونږ ته اختيار وی چې دا شے اخلو کهٔ واپس کوؤ ۔ نو دا صحيح ده۔ څومره ورځې چې ېٔ مقرر کړے وی دَ هغې دننه هغه شے واپس کؤلے شی۔
نمبر۲۔ کهٔ چا وئیلې وو چې درے ورځو پورې ماته دَ واپس کؤلو اختيار دے اؤ درے ورځې پوره شوې هغهٔ څهٔ ځواب ورنه کړو۔ نهٔ ېٔ هغه څيز واپس کړو، نو دَ دې نه پس ېٔ نهٔ شی واپس کؤلے۔ البته کهٔ دوکاندار پهٔ خپله خوښه واپس اخلی نو دا دَ هغهٔ اختيار دے۔
نمبر۳۔ دَ درے ورځو نه زيات شرط کېښودل صحيح نهٔ دی۔ کهٔ چا يو شے دَ څلور يا پنځو ورځو پهٔ شرط واخستو، نو کتلې به شی چې درے ورځو کښې ېٔ څهٔ ځواب راغلو کهٔ نه۔ کهٔ درے ورځو کښې هغهٔ واپس کړو نو واپس شو اؤ کهٔ دهٔ ووې چې ما واخستو نو بیه صحيح شوه، اؤ کهٔ درے ورځې تېرې شوې اؤ څهٔ پته ېٔ ونهٔ لګېده چې هغه شے ېٔ واخستو يا واپس کوی ي نو بیه فاسده شوه۔
نمبر۴۔ خرڅوونکی ته هم اختيار شته کهٔ زما خوښه شوه نو درے ورځو دننه به درنه دا شے واپس غواړم۔
نمبر۵۔ کهٔ دَ اخستو پهٔ وخت کښې چا دَ درے ورځو اختيار ئښې وهٔ بيا دوه ورځې پس راغلو اؤ وې وئیل چې ما هغه شے واخستو واپس کوم ېٔ نه، نو اوس ېٔ اختيار ختم شو۔ بلکې کهٔ پهٔ خپل کور کښې ېٔ ووې دَ دوکاندار نه پشی شا چې ما واخستو اوس ېٔ نه واپس کوم، هم ېٔ اختيار ختم شو اؤ کهٔ هغه شے واپس کوی اؤ سودا ماتوی نو هغه پشی شا نهٔ کيږی۔ دَ هغهٔ مخکښې به وائی چې زهٔ هغه څيز واپس کؤم۔
نمبر۶۔ کهٔ چا ووې چې درے ورځو پورې زما پلار ته يا ورور ته ، يا مالک ته اختيار دے، کهٔ دَ هغوی خوښ وهٔ نو وابهٔ ېٔ خلم۔ کهٔ نه وی واپس به ېٔ کړم۔ نو دا هم صحيح دی۔اؤ کهٔ هغه خپله يا هغهٔ چې څوک ياد کړی وی هغوی دَ درے ورځو دننه ووې چې ما واخستو نو اختيار ېٔ ختم شو۔ اوس ېٔ بيا نهٔ شی واپس کؤلے۔
نمبر۷۔ کهٔ چا دوه يا درے څيزونه يوړل، چې پهٔ دې کښې کوم خوښ شو هغه يو به واخلو۔ اؤ نور دوه به درے ورځو دننه واپس کړو نو دا جائز دی۔ درے ورځو دننه چې ېٔ کوم خوښ کړو دَ هغی بیه صحيح شوه۔ باقی دوه به واپس کړی اؤ کهٔ چا څلور يا پنځهٔ څيزونه يا دَ دې نه زيات پهٔ دې شرط واخستو، چې درے ورځې دننه به ترېنه يو اخلو نور به واپس کړو نو دا جائز نهٔ دی دا بیه فاسده ده۔
نمبر۸۔ کهٔ چا تر درے ورځو دَ واپس کؤلو شرط یٔښې وهٔ بيا ېٔ هغه شے پهٔ کور کښې استعمالؤل شروع کړل۔ لکهٔ دَ پسرؤلو څيز وهٔ ، پهٔ سر ېٔ کړو يا دَ اغستو شے وهٔ، واغوستو ي يا دَ غوړؤلو شے وهٔ اؤ وېٔ غوړؤلو، نو اختيار ېٔ ختم شو۔
نمبر۹۔ البته کهٔ دا استعمال ېٔ دَ کتلو دپاره کړے وې ، لکهٔ ګنډلې قميص وهٔ، دې دپاره ېٔ واغوستلو چې ټيک دے کهٔ نه، بيا ېٔ وويستو يا څادر وهٔ دَ وږدوالی کتو دپاره ېٔ پهٔ سر کړو بيا ېٔ لرې کړو، يا درۍ وه دَ وږدوالی پلنوالی کتو دپاره ېٔ وغوړؤله بيا ېٔ غنډه کړه نو پهٔ دې باندې اختيار نهٔ ختميږی۔ کهٔ خوښه ېٔ نهٔ وی نو درے ورځو دننه ېٔ واپس کؤلے شی۔
ناليدلے څيز اخستل
نمبر۱۔ کهٔ چا يو څيز بې ليدو واخستو ، نو دا بیه صحيح ده ليکن کله چې ووينی نو هغهٔ ته اختيار دے چې اخلی ېٔ اؤ کهٔ واپس کوی ېٔ۔ دې ته خيار رويئت يعنی دَ کتلو اختيار وئیلې شي۔ اګرچې پهٔ هغې کښې څهٔ عيب نه وی اؤ چې دَ کوم څيز بيه ېٔ کړے وی هم هغه شان وی، بيا هم ورته دَ واپس کؤلو اختيار شته۔
نمبر۲۔ کهٔ چا خپل څيز بې ليدو خرڅ کړے وهٔ، دَ خرڅؤلو نه پس ېٔ بيا وليدو نو هغهٔ ته دا اختيار نشته چې واپس ېٔ کړی۔ دَ واپس کؤلو اختيار صرف اخستونکی ته دے۔ خرڅؤنکی ته نشته۔
نمبر۳۔ کهٔ يو سبزی فروش دَ مټرو پلی خرڅؤل، چا دَ سر دپاسه وکتل روغه ټوکرۍ ېٔ ترې واخسته ليکن ورلاندې پلی خراب راوختل نو هغهٔ ته اختيار دے چې واپس ېٔ کړی۔ البته کهٔ ټول پلی يو شان وو، ښهٔ خراب ورکښې نهٔ وو، نو بيا ېٔ صرف دَ سر دپاسه کتل کافی دی۔ دَ واپس کؤلو اختيار ورته نشته۔
نمبر۴۔ امرود، انار، مالټې، نارنجان يا بله داسې مېوه چې ټولې دانې ېٔ يو شان نهٔ وی، ښې خرابې يا غټې وړې وی ورکښې، کهٔ چا اخستل نو دَ هغې ټولې دانې کتل پکار دی۔ کهٔ چا لږې دانې کتلې وې پهٔ هغې ېٔ اختيار نهٔ ځی، کهٔ نورې دانې دَ هغې نه خرابې وې نو دَ کتلو نه پس ېٔ واپس کؤلے شی۔
نمبر۵۔ کهٔ څهٔ دَ خوراک يا څښلو څيز چا واخستو۔ نو صرف پهٔ ليدو ېٔ اختيار نهٔ ځی۔ څښل ېٔ پکار دی، کهٔ دَ څښلو نه پس ېٔ خوښ نهٔ شو نو واپس کؤلے ېٔ شی۔
نمبر۶۔ کهٔ ډېرې ورځې مخکښی چا يو څيز کتلې وهٔ، بيا ېٔ دوباره ونه کتو، دغه شان ېٔ واخستو نو کهٔ هغه څيز هم هغه شان وهٔ څنګه چې دهٔ مخکښې ليدلے وهٔ نو دَ واپس کؤلو اختيار ورته نشته اؤ کهٔ دَ هغه نه ورکښې څهٔ فرق راغلے وهٔ، نو دَ کتلو نه پس ورته دَ اخستلو يا نهٔ اخستلو اختيار شته۔
پهٔ سودا کښې څهٔ عيب ښکاره کېدل
نمبر۱۔ څوک چې څهٔ شے خرڅوی نو کهٔ هغې کښې څهٔ عيب وی پکار ده ، چې اخستونکی ته ېٔ وښائی۔ بغير دَ ښیٔلو پهٔ دهوکه باندې عيب ناک شے خرڅؤل حرام دی۔
نمبر۲۔ کهٔ چا يو څيز اخستې وهٔ۔ بيا ېٔ پکښې څهٔ نقصان وليدو۔ لکه تهان وهٔ چرته ميخونو وهلې وهٔ يا منږک خوړلے وهٔ يا ګرمه کپړه بزو وهلې وه، يا بل څهٔ عيب وهٔ ورکښې نو اخستونکی ته اختيار دے چې هغه څيز ساتی اؤ کهٔ واپس کوی ېٔ۔ کهٔ چرې ساتی ېٔ، نو پهٔ پوره قيمت به ېٔ ساتی۔ دَ عيب پهٔ وجه ېٔ قيمت نه شی کمؤلے ۔ البته کهٔ خرڅؤنکی پخپله پهٔ قيمت کمؤلو راضی شی نو خیر دے۔
نمبر۳۔ چا دَ کپړې يو تهان اخستې وهٔ۔ څه ټوکړه ېٔ ترېنه وشلؤله يا ېٔ ترېنه يو ګوټ پهٔ قينچۍ باندې پرې کړو۔ دَ هغې نه پس ېٔ ورکښی نور څهٔ خرابے وليدو چرته شلېدلے يا ټوکېدلے وهٔ يا ورکښې بل څهٔ نقصان وهٔ۔ نو اوس دا تهان واپس کؤلے نهٔ شی، ځکه چې يو عيب ورکښې دَ دهٔ سره پيدا شو۔ البته دَ هغه ځائې نه چې ورکښې کوم نقصان راغلے دے، دَ هغې پهٔ بدل کښې ېٔ قيمت کمؤلے شی۔ پهٔ دوؤ پوهېدونکیو کسانو به ېٔ اندازه ولګوی چې څومره قيمت ېٔ کمؤل پکار دی۔
نمبر۴۔ هم دغه شان کهٔ کپړه ېٔ دَ جامو دپاره پرې کړه بيا ورکښې څه عيب ښکاره شو نو اوس ېٔ واپس کؤلے نهٔ شی۔ البته دَ هغې مناسب ېٔ قيمت کمؤلے شی۔ کهٔ دوکاندار ووائی چې ماته خپله پرې کړے کپړه واپس کړه خو قيمت ېٔ نهٔ کمؤم، نو هغهٔ ته دا اختيار دے چې واپس ېٔ کړی اخستونکے انکار نه شی کؤلے۔ يا به ېٔ په پوره قيمت اخلی اؤ يا به ېٔ واپس کوی اؤ کهٔ جامې ېٔ ترېنه ګنډلے وې بيا ورکښې څهٔ نقصان ښکاره شو نو اوس ېٔ دوکاندار واپس نه شی غوښتے۔ دَ نقصان پهٔ اندازه به ېٔ قيمت کموی اؤ کهٔ هغه اخستونکے هغه کپړه پهٔ بل چا خرڅه کړه يا ېٔ ترېنه نابالغه اولاد ته جامې پرې کړې اؤ بيا ورکښې څهٔ عيب ښکاره شو نو اوس ېٔ دَ دوکاندار نه دَ تاوان اخستو حق نشته اؤ کهٔ بالغ اولاد ته ېٔ ترېنه جامی پرې کړے وی بيا ورکښې عيب ښکاره شو، نو دَ دوکاندار نه دَ نقصان پهٔ اندازه تاوان اخستے شی۔
نمبر۵۔ کهٔ چا دَ شل روپۍ اګۍ پهٔ حساب څو اګۍ واخستې چې ماتې ېٔ کړې نو ټولې خرابې وختې۔ نو هغه ټولې پيسې واپس اخستے شی اؤ کهٔ څهٔ روغې وې اؤ څهٔ خرابې وې نو چې څومره خرابې وی، هغه هومره پيسې به واپس اخلی اؤ کهٔ چا دَ يوې اګۍ حساب نهٔ وهٔ کړے شل پنځويشت اګۍ ېٔ پهٔ يو ځائې پهٔ پنځهٔ سوه روپۍ اخستې وې نو کتې به شی چې خرابې ورکښې څومره دی۔ کهٔ پهٔ سلو کښې څلور پنځه خرابې وې نو دَ دې هم اعتبار نشته اؤ کهٔ ډيرې خرابې وې نو دَ هغې پهٔ اندازه به پيسې واپس اخلی۔
نمبر۶۔ بادرنګ، تره، خټکے، هندوانه، بادام ، اکوړ، يا بل څهٔ دغسې شے چا واخستو، چې مات ېٔ کړو نو دننه ټول خراب وهٔ۔نو کتې به شی چې دَ کار شے ورکښې څومره دے۔کهٔ ټول خراب وو هيڅ دَ کار نه وو نو دا داسې ده لکهٔ چې هېڅ شے ېٔ نهٔ وی اخستې ۔ خپلې ټولې پيسې به واپس اخلی اؤ کهٔ څهٔ ورکښې دَ کار وو۔ نو بيا به ېٔ دَ هغې مناسب قيمت لګوی۔ باقی پیسې به واپس اخلی۔
نمبر۷۔ کهٔ پهٔ سلو بادامو کښې څلور پنځه خراب وو نو دَ دې هيڅ قيمت نشته اؤ کهٔ ډير خراب وو، نو چې څومره خراب وو دَ هغې پهٔ اندازه به قيمت واپس کوی۔
نمبر۸۔ کهٔ چا يو څيز واخستو۔ هغې کښې څهٔ خراب وختو اؤ څهٔ روغ وو۔ لکهٔ پهٔ زر روپۍ ېٔ يو من غنم واخستل پهٔ هغې کښې څه خراب وو، وهلې وو اؤ څهٔ ښهٔ وو نو داسې نه شی کولے چې ښهٔ ښهٔ ترېنه واخلی اؤ خراب واپس کړی۔ کهٔ اخلی نو ټول به اخلی اؤ کهٔ واپس کوی نو ټول به واپس کوی۔ البته کهٔ دوکاندار خپله پهٔ دې راضی شی چې ښهٔ ترېنه واخله۔ اؤ خراب واپس کړه، نو خیر دے۔
نمبر۹۔ دَ عيب دار څيز دَ واپس کؤلو اختيار هله وی چې دَ عيب سره اخستو باندې رضا شوے نه وی اؤ هم دغه شان اخستو باندې ېٔ رضا څرګنده کړے وه نو بيا ورته دَ واپس کؤلو اختيار نشته۔ لکهٔ چا يوه غوا واخسته چې کور ته ېٔ راوسته نو معلومه شوه چې ناجوړه ده يا زخمی ده۔نو کهٔ دَ ليدو نه پس ېٔ ووې چې خیر دے جوړه به شی يا ېٔ په خلهٔ ونه وې خو دارو ېٔ ورته شروع کړل يا مرهم پټۍ ېٔ وکړه نو اوس ورته دَ واپس کؤلو اختيار نشته۔
نمبر۱۰۔ کهٔ چا دَ چېلۍ غوښه واخسته بيا ورته معلومه شوه چې دا خو دَ ګډ غوښه ده نو هغه واپس کؤلے شی۔
نمبر۱۱۔ کهٔ چا دَ ملغلرو هار يا بل څهٔ کالے واخستو اؤ څهٔ وخت ېٔ واچؤلو يا ېٔ پېزار واخستو اؤ هغه ېٔ پهٔ ښپو کړو۔ نو اوس ېٔ دَ عيب پهٔ وجه واپس کؤلے نهٔ شی۔ اؤ کهٔ دَ دې دَ پاره ېٔ په ښپو کړے وی چې ښپو کښې پوره دہ يا کهٔ نه ۔ يا ېٔ ګوری چې ښپې ته تکليف ورکوی يا کهٔ نه؟ نو بيا ېٔ واپس کؤلے شی کهٔ څهٔ عيب ورکښې ښکاره شو۔ دغه شان کهٔ چا کټ يا تخت واخستو اؤ پهٔ هغې کښې کښېناستو يا ېٔ ورباندې نمونځ وکړو۔ نو اوس ېٔ دَ عيب پهٔ وجه واپس کؤلے نه شی۔ دغه شان هر څيز کهٔ استعمال کړے ېٔ وی نو واپس کولے نهٔ شی اؤ کهٔ استعمال کړے ېٔ نه وی نو واپس کؤلے ېٔ شی۔
نمبر۱۲۔ کهٔ دَ اخستو پهٔ وخت کښې ورته خرڅؤنکی ووې ۔ چې ښهٔ ېٔ وګوره وروستو دَ عيب يا خرابیٔ ذمه وار نهٔ يم۔ اؤ سره دَ دې ېٔ واخستو۔ نو بيا ورته دَ څهٔ عيب پهٔ وجه دَ واپس کؤلو اختيار نشته ۔اؤ په دې طريقه خرڅؤل هم جائز دی۔ دَ دې وينا نه پس ورته دَ عيب څرګندؤل ضروری نهٔ دی۔
دَ بيع باطل اؤ بیع فاسد احکام
نمبر۱۔ دَ کومې سودا چې پهٔ شريعت کښې بالکل اعتبار نهٔ وی۔ بالکل لغو وی اؤ داسې ګڼلی شی لکه چې دا سودا هډو شوے نهٔ وی۔ ګويا نهٔ مالک څيز خرڅ کړے دے، اؤ نهٔ اخستونکی اخستې دے، دې ته ”بيع باطل“ وائی۔ دَهغې حکم دا دے چې اخستونکے دَ هغې څيز مالک کيږی نه هغه هم هغه شان دَ خرڅؤنکی پهٔ ملکيّت کښې وی۔ پهٔ دې وجه اخستونکی ته دَ هغې خوړل څښل يا پهٔ څهٔ طريقه استعمال جائز نه دے۔ اؤ کومه سودا چې شوے خو وی ، خو دَ څهٔ وجې نه ورکښې څهٔ خرابی راغلے وی هغې ته ”بيع فاسد“ وئیلی شی۔ دَ هغې حکم دا دے چې کهٔ اخستونکی پهٔ هغه څيز باندې قبضه وکړه۔ نو دې ېٔ مالک شو۔ خو دهٔ ته ېٔ خوړل څښل يا پهٔ څهٔ طريقه استعمالؤل جائز نهٔ دی۔ هغهٔ ته پکار دی چې دا سودا ماته کړی اؤ بيا دَ سره ېٔ سودا وکړی۔ اؤ کهٔ دا سودا ېٔ ماته نهٔ کړه اؤ دا څيز ېٔ پهٔ بل چا خرڅ کړو۔ نو هغه سړی ته ېٔ استعمال جائز دے اؤ دا دویٔمه سودا ېٔ صحيح ده۔ لېکن دا سړے ګنهګار دے اؤ کهٔ پهٔ دې سودا کښې ېٔ څهٔ نفع کړے ده نو هغه ورته خيرات کؤل واجب دی۔
نمبر۶۔ په تالاب کښې ماهيان خرڅؤل (چې پهٔ دې تالاب کښې څومره ماهيان دی، دا پهٔ دومره قيمت ستا شو) جائز نهٔ دی۔ دا هم ”بيع باطل“ ده۔ دَ تالاب ماهيان څو پورې چې نيولے شوی نهٔ وی، دَ هېچا پهٔ ملکيّت کښې نهٔ وی۔ چې چا ښکار کړل اؤ وېٔ نيؤل هغه ېٔ مالک دے۔ اؤ څو پورې چې څوک دَ يو څيز مالک نهٔ وی هغه خرڅؤلے نهٔ شی۔ البته کهٔ دَ تالاب مالک دا ماهيان پهٔ خپله ونيسی۔اؤ بيا ېٔ خرڅوی نو جائز دی۔ اؤ کهٔ پهٔ بل چا ېٔ نيؤل اؤ خرڅؤل ېٔ۔ نو چې چا نيولی وی ، ماهيان دَ هغهٔ ملکيت دی۔ دَ تالاب دَ مالک ورکښې هم حق نشته۔ هم دغه شان دَ ماهيانو دَ نيؤلو نه څوک منع کؤل هم جائز نهٔ دی۔ (دا هله کهٔ ماهيان پهٔ تالاب کښې پهٔ خپله پيدا شوی وی) اؤ کهٔ ساتلی شوی ماهيان وی دَ بهر نه ېٔ راوړی وی پهٔ تالاب کښې ېٔ پرئښی وی۔ نو دَ هغې دا حکم نهٔ دے۔ حاشيه)
نمبر۳۔ کهٔ دَ چا پهٔ زمکه کښې پخپله واښهٔ وشول ۔ نهٔ ېٔ لګؤلی وی اؤ نهٔ ېٔ اوبهٔ ورکړے وی نو دا واښهٔ هم دَ چا پهٔ ملکيّت کښې نهٔ دی۔ چې چا پرې کړل۔ دَ هغهٔ دی۔ داسې واښهٔ خرڅؤل يا ېٔ دَپريکؤلو نه څوک منع کؤل جائز نه دی۔ اؤ کهٔ پخپله نهٔ وی شوی اوبهٔ ېٔ ورکړے وی اؤ ساتلے ېٔ وی۔ نو بيا ېٔ خرڅؤل هم جائز دی۔ اؤ خلق هم ترېنه منع کؤلے شی۔
نمبر۴۔ دَ څاروی پهٔ ګېډه کښې بچے دَ پيدا کېدو نه مخکښې خرڅؤل جائز نهٔ دی کهٔ روغ څاروے ېٔ خرڅ کړو۔ نو ورسره بچے هم خرڅ شو۔ اؤ کهٔ چا ووې چې دا څاروے خرڅؤم، خو دَ دې پهٔ ګېډه کښې بچے نهٔ خرڅوم دا به زما وی نو دا بيه فاسده ده۔
نمبر۵۔ دَ څاروی په غلانځه کښې پیٔ دَ لوشلو نه مخکښې خرڅؤل جائز نهٔ دی۔ وړومبے ېٔ ولوشی۔ نو بيا دې ېٔ خرڅ کړی هم دغه شان دَ ګډو پهٔ شا وړۍ يا بزو پهٔ شا وژغونه خرڅؤل هم جائز نه دی۔ دا بيه باطله ده۔ ويښتهٔ دې وړومبے پرېکړی نو بيا دې خرڅ کړی۔
نمبر۶۔ کومې کړۍ يا تختۍ چې دَ کور پهٔ چت کښې لګېدلې وی دَ هغې خرڅؤل هم جائز نه دی۔ څو پورې چې دَ مکان نه راويستې شوے نهٔ وی۔
نمبر۷۔ دَ خنزير نه علاوه دَ نورو مرادارو ځناورو وېښتهٔ اؤ هډوکی پاک دی دَ هغې خرڅؤل اؤ استعمال جائز دی۔
نمبر۹۔ کهٔ چا يو څاروے پهٔ اتیا زره روپو واخستو۔قبضه ېٔ پرې وکړه کورته ېٔ بوتلو خو يا ېٔ رقم نه دې ورکړے بيا ېٔ پهٔ څهٔ وجه دَ هغې رقم ورنهٔ کړې شو۔ يا ېٔ هغه خوښ نهٔ شو۔ اؤ هغهٔ خرڅونکی ته وائی چې دا څاروے زهٔ پهٔ تا باندې اوس پهٔ اویا زره روپو خرڅؤم دا څاروے هم واخله اؤ يوه لس زره روپۍ به هم ورسره درکړم۔ دا بيه جائز نه ده۔ څو پورې چې ېٔ دَ هغه څيز رقم نهٔ وی ورکړے۔هم پهٔ هغه سړی باندې ېٔ پهٔ کم قيمت نهٔ شی خرڅؤلے۔
نمبر۱۰۔ کهٔ چا پهٔ دې شرط باندې خپل مکان خرڅ کړو۔ چې يوه مياشت به ورکښې زهٔ وسم۔ هله به ېٔ درته پرېږدم يا ېٔ ورته ووې چې ماته دومره روپۍ قرض راکړه۔ نو دا مکان به درباندې پهٔ دومره قيمت خرڅ کړم۔ يا ېٔ کپړه واخسته پهٔ دې شرط چې تهٔ به ېٔ پهٔ دغه قيمت ګنډې هم۔ يا دا چې کورته به ېٔ را رسوی يا ېٔ بل څهٔ داسې شرط کښېښودو۔ چې هغه پهٔ شريعت کښې معتبر نه وهٔ۔ نو دا بيه فاسده ده۔
نمبر۱۱۔ کهٔ چا پهٔ دې شرط غوا واخسته۔ چې دا به څلور سيره پیٔ کوي۔ نو دا بَيَه فاسده ده اوکهٔ څهٔ مقدار ئ نهٔ وو مقرّر کړے هسی ئ وُوي چې دا ډير پیٔ کوي نو خير دي۔
نمبر۱۲۔ کهٔ چا دَ خټے ي اچېنیٔ جوړ شوي بُتان لکهٔ آس،چرګ، وغيره دَ وړو لوبو دَ پاره واخستو۔ نو دا بَيَه باطله ده ۔پهٔ شريعت کښې ددي څيزونو هم قيمت نشته۔ددي به هيڅ قيمت نه شي ورکولي۔ او کهٔ چا مات کړو نو څهٔ تاوان به تري نشي اخستي۔
نمبر۱۳۔ کهٔ چا غله يا تيل يا غوړي يعنی دَ وزن يا دَ پيمانے څهٔ څيز واخستو ، نو کتی به شي چې دَ دغه اخستونکي يا دَ هغهٔ سړي پهٔ مخکښې دوکاندار دغه څيز وَتللو او کهٔ نه دَ مخکښې نه ورسره تَللی پروت وو۔ يا ئ ورته اووي چې ته ځَه زهٔ ئ دراستوم۔ دا دري شکله شو۔ پهٔ اول شکل کښې ددي دوباره تلل ضروري نهٔ دي۔ بغير توله ئ هم دَغسي خوړلی څښلی، او خرڅَولی شي۔ پهٔ وروستو دوؤ صورتونو کښې څو پوري چې پخپله ونهٔ تَلی۔ خوړل څښل او خرڅَول ئ جائز نه دي۔ کهٔ بی توله ئ خرڅ کړو۔ نو دا بَيَه فاسده ده۔کهٔ دَ سودا نه پس ئ بيا وُتلی۔ هم سودا ئ نهٔ صحيح کيږي۔
نمبر۱۴۔ کهٔ دَ اَخستو نه مخکښې يَو شی دَ چا پهٔ مخکښې تللي شوي وو۔ د َهغي نه پس ئ سودا وکړه۔ او دَ سودا نه پس بيا دوباره ونهٔ تللی شو۔ نوپهٔ دي صورت کښې اخستونکي به هغه شی دوباره پخپله تَلی۔ بغير تللو ئ استعمال او خرڅَول جائز نهٔ دي۔ دَ اخستو نه مخکښې اګر چې دَ هغهٔ مخکښې تَللی شوي دي۔ خو ددي تول څهٔ اعتبار نشته۔
نمبر۱۵۔ دَ مزکے ،کلی، او کور نه علاوه نور څومره څيزونه چې دي۔ دَ اَخستو نه پس څو پورے چې ورباندي قبضه نه وي شوي، بيا ئ خرڅَول جائز نهٔ دي۔
نمبر۱۶۔ کهٔ چا غوا يا بل څهٔ شی واخستو۔ څو ورځي پس ورباندي يو سړي دَعوه وکړه۔ چې دا شی خو ځما دي چا ځما نه پټ کړي دي۔ ا وپهٔ تا ئ خرڅ کړي دي۔ او دَ مُسلمان قاضی پهٔ عدالت کښې ئ پهٔ دوؤ ګواهانو خپله دعوه ثابته کړه۔نو دَ قاضی پهٔ فيصله کښې به دغه شی هغه سړي ته حواله کيږي۔ او دَ هغهٔ نه به ئ رقم نشی اَخستی۔ چا چې ورباندي خرڅ کړے دي۔ دَهغه نه به خپل رقم غواړي۔ کهٔ چرته ئ وموندو۔
نمبر۱۷۔ چرګه، يا غوا،بزه، حلال څاروے کهٔ مردار شو، نو دَ هغی خرڅَول حرام دي۔ هغه مرادار څيز چوړيانو ته دَ خوراک دَ پاره ورکول جائز نه دي۔ البته کهٔ جوړی ته ئ دَ غورزَولو دَپاره ورکړو، او هغهٔ اوخوړلو پهٔ دهٔ ئ څهٔ ګُناه نشته۔ البته دَ مردار څاروي څرمن ويستل او پخَولو نه پس ئ خرڅَول يا استعمالَول جائز دي۔
نمبر۱۸۔ چې يو سړے پهٔ څهٔ قيمت سودا جوړه کړي۔ او هغهٔ خرڅَونکي هم ورته راضی وي۔ نو پهٔ هغهٔ باندي پَيسی زياتَول او ځان ته ئ اخستل جائز نهٔ دي۔ هم دغه شان چاته دا ويئل هم جائز نهٔ دي۔ چې دَده نه مهٔ اخله زهٔ به ددي نه پهٔ کم قيمت درکړم۔
نمبر۱۹۔ کهٔ يو باغوان تاته دَ يوي انی څلور امرود درکړل۔ بيا وروسته بل چا بحث وکړو۔ دَ يوي اني پِنځهٔ ئ تري واخستل نو اوس ترينه تاته دَ يو امرود اخستو حق نشته۔ پهٔ زور باندي ترينه اخستل حرام دي څه چې دَ چا سره فيصله وشوه۔ هغه هومره درته حق دي۔
نمبر۲۰۔ يو سړے څهٔ شی خرڅوي ، خو پهٔ تاباندي ئ نهٔ خرڅَی۔نو دَ هغهٔ نه پهٔ زور اَخستل او پيسی ورکول جائز نه دي۔ هغه دَ خپل څيز مالک دي۔ او هغهٔ ته اِختيار دي ، پهٔ هر چا چې ئ خرڅَوي بعضی خلق پهٔ زبردستیٔ شی اخلی۔ داسی شی حرام دي اګر چې قيمت ئ ورکړے دي۔
نمبر۲۱۔ کهٔ چا په اَتهٔ انے سير الوګان واخستل ، بيا ئ ورپسی دوه دري الوګان هسی پهٔ زبردستیٔ راواخستل ، دا جائز نهٔ دي۔ البته کهٔ هغه پهٔ خوښهٔ ورپسی زياتی ورکوي نو خير دے۔ دغه شان چې دَ کوم قيمت فيصله شوي وي، دَ سودا نه پس بيا دَ هغي نه کمي پيسی ورکول هم جائز نهٔ دي۔ البته کهٔ هغه تري په خپله خوښه څهٔ کمی واخلی، نو خير دي۔
نمبر۲۲۔ دَ چا پهٔ کور چې مچو ګبين اَچَولی وي۔ هغه دَ هغي مالک دي۔ بل چاته ئ دَپريکولو حق نشته۔ اوکهٔ دَ چا په کور کښې مرغیٔ بچی اچولی وي۔ نو هغه دَ هغه بچو مالک نهٔ دي، چې چا وُنيول دَ هغهٔ دي البته دَ بچو نيول او تنګول جائز نه دي۔
پهٔ نفعَ يا پهٔ خپل سَر خرڅَول
نمبر۱۔ کهٔ چا يو څيز په يوه روپیٔ اَخستي وو۔ نو هغهٔ ته اِختيار دی چې هغهٔ پهٔ دوه روپیٔ خرڅَوي۔ کهٔ پهٔ هر څه ئ خرڅَوي۔ پهٔ دي کښې څهٔ ګُناه نشته۔ البته کهٔ چا ورته وُوي چې ځما نه يو انه روپیٔ ګَټه واخله او دا شے راکړه۔ او هغهٔ وُوي چې ښه نو اوس دَ انے روپیٔ نه زياته نفعَ ورته اَخستل جائز نهٔ دي۔ يا ئ ورته وُوي چې پهٔ څو دي اَخستي دي۔ پهٔ هغي څلور انے نفعَ واخله۔ نو بيا به هم ورته صحيح قيمت ښائی۔ او دَ څلورو انو نه زياته نفعَ ورته اخستل جائز دي۔ همدَغه شان کهٔ چاته ئ وُوي چې دا شے پهٔ خپل سر ورکوم۔ نو بيا ورباندي نفعَ لګول جائز نهٔ دي۔
نمبر۲۔ کهٔ چا داسی سودا وکړه۔ چې دا څيز پهٔ آنه روپیٔ نفعَ راکړه۔ هغه وُوي چې ښه يا ئ ورته اُووي چې دا شے پهٔ خپل سر راکړه۔ او هغهٔ اُووي چې ښه۔ نو کهٔ پهٔ هغه موقع ئ ورته قيمت وښودلو، چې دا شے پهٔ دومره اَخستے شوے دے۔ او سر پهٔ سر يا پهٔ دومره نفعَ می ورکړو۔ خو دا بَيَه صحيح ده۔ او کهٔ پهٔ هغه موقع ئ ورته خريد اونه ښودلو۔ ورته ئ وُوي چې تهٔ يوسه زهٔ بيا بي چِک وُګورم۔ يا نور څهٔ ئ ورته وُوي۔ نو دا بَيَه فاسده ده۔
نمبر۳۔ دَ اَخستو نه پس کهٔ ورته معلومه شوه۔ چې دوکاندار چالاکی کړے ده۔ خريد ئ غلط ښودلے دے۔ او نفعَ ئ دَ خپلی وعدے نه زياته اَخستی وه۔ نو دهٔ ته دَ کم قيمت ورکولو اختيار نشته۔ کهٔ خوښهٔ ئ وي پهٔ دغه قيمت دي ئ واخلی۔ يا دي ئ واپس کړي۔ او کهٔ سودا پهٔ خپل سر باندي شوي وه۔ او بيا هغهٔ خريد غلط ښيئلی وو۔ نفعَ ئ ورکښې لګوَولے وه نو دهٔ ته اِختيار دے چې فقط دَ خريد قيمت ورکړي۔ او زياتی تري منَعَ کړي۔
نمبر۴۔ کهٔ يو شے تا پهٔ قرض اَخستے وو۔ نو څو پورے چې اَخستونکي ته دا نهٔ ونهٔ وائی۔ چې دا شے ما پهٔ قرض اَخستے دے۔ دَ هغهٔ سره پهٔ نفعَ سودا يا سَر پهٔ سَر سودا کول جائز نه دي۔ او چې دا ئ ورته اُووي چې ما پهٔ قرض اَخستے دے۔ او پهٔ خپل سَريا پهٔ دومره نفعَ باندي ئ درکوم، نو بيا جائز دي۔ اوکهٔ دَ خپل خريد خبره ورکښې نهٔ وي۔ نو پهٔ هر څهٔ چې ئ فيصله وکړه۔ نو بَيَه صحيح ده۔کهٔ دَ قرض حال ورته وائی هم خير دے۔
نمبر۵۔ کهٔ چا يوه کپړه پهٔ روپیٔ ګز واخسته بيا ئ پهٔ څلور انے ګز رنګ کړه۔ يا ئ سپينه کړه۔ نو اوس به داسي ګنړلے شي چې دا پهٔ پنځهٔ پاوه ګز اخستے شوي ده۔ اوس پنځهٔ پاوه اصلي قيمت ښودل او پهٔ هغي باندي نفعَ لګول ورته جائز دي۔ خو چې دروغ پهٔ کښې رانهٔ شي او دَ تفصيل نه هم بچ شي۔
نمبر۶۔ کهٔ يوه بزه چا پهٔ پنځهٔ روپیٔ واخسته يوه مياشت ئ وساتله دَ يوے روپیٔ ګياه ئ وخوړه اوس شپږ روپیٔ دَ هغي قيمت ښيئل، او پهٔ هغي نفعَ لګول جائز دی۔ البته کهٔ هغه بزه پیٔ کوي نو چې پهٔ دي موده کښې ئ څومره پیٔ کړي وي۔ هغه قيمت به تري نه کموي۔ لکهٔ پهٔ دي موده کښې دَ يوی نيمی روپیٔ پیٔ کړي وي، نو وائی به چې دا بزه ماته پهٔ څلور نيمے روپیٔ پريوتے ده۔
دَ سود ورکړه راکړه
دَ سود کاروبار کؤل ډيره سخته ګناه ده۔ پهٔ قران شريف اؤ حديثو کښې ېٔ ډېره بدی بيان شوے ده۔ اؤ مسلمانانو ته ترېنه دَ بچ کېدو سخته وينا شوے ده۔ رسول اللهﷺ پهٔ سود ورکونکی، سود اخستونکی، اؤ سود رسيد ليکونکی، اؤ پهٔ هغې ګواهی کؤنکی ټولو باندې لعنت وئیلے دے، اؤ فرمائیلی ېٔ دی چی سود اخستونکے اؤ سود ورکؤنکے دواړه پهٔ ګناه کښی برابر دی۔
دَ سود مسٔله ډېره باريکهٔ ده، پهٔ معمولی معمولی خبره کښی دَ سود شکل جوړيږی، اؤ پهٔ نا خبرتيا کښی دَ سړی نه غټه ګناه کيږی۔ اؤ دَ سود سودا پهٔ وخت کښی دې ته فکر پکار دے۔
زمونږ دَ ملک په رواج څيزونه پهٔ څلور قسمه دی:
ا۔ يو خو خپله سرهٔ زر اؤ سپين زر يا دَ هغې نه جوړ شوی څيزونه۔
۲۔ دویٔم دَ دې نه علاوه نور هغه څيزونه چې پهٔ تول خرڅيږی۔ لکهٔ غله، وسپنه، تانبه، مالوچ، ترکاري، وغېره۔
۳۔ دریٔم هغه څيزونه چې پهٔ کچ خرڅيږی لکهٔ کپړه، ګوټه کنارۍ وغېره۔
۴۔ څلورم هغه څيزونه چې پهٔ شمار خرڅيږی لکهٔ اګۍ ، مالټې، سنګترې، وغېره ، غوا، بيزې، ګډې،وغېره څاروی هم پهٔ شمار کښې حسابيږی۔
نمبر۱۔ دَ سرو زرو اؤ سپينو زرو دَ اخستو ډېرې طريقې دی۔ يو خو دا چې سرهٔ زر پهٔ سرو زرو يا سپين زر پهٔ سپينو زرو اخستے شی۔ لکهٔ سپين زر واخلې اؤ پهٔ قيمت کښې نقدې روپیۍ ورکړې يا سرهٔ زر واخلې اؤ پهٔ قيمت کښې نقدې روپۍ ورکړې۔ غرض دا چې دواړه طرف ته يو شان څيز وی۔ نو پهٔ داسې وخت کښې دومره خبرې واجب دی۔ يو خو دا چې دواړه طرف ته سرهٔ يا سپين دې پهٔ وزن کښې برابر وی۔ اؤ بل دا چې ورکړه راکړه هم پهٔ هغه موقع وشی۔ اؤ قرض پکښې يو طرف ته هم پاتې نهٔ شی۔ کهٔ پهٔ دې دواړو خبرو کښې يوه هم ونهٔ شی نو دا سود دے۔لکهٔ دَ روپۍ سپين زر واخلے، نو هغه زر به پهٔ وزن کښې روپیٔ سره برابر وی کهٔ دَ روپۍ نه پهٔ وزن کښې کم وو نو هم سود دے اؤ کهٔ زيات وو نو هم سود دے۔ هم دغه شان کهٔ تا روپۍ ورکړه، خو هغهٔ يا سپين زر نهٔ دی درکړی۔ دَ وروستو ورکؤلو وعده ېٔ وکړه۔ يا دا چې تا سپين زر خو واخستل خو روپۍ دې پهٔ دې وخت ورکړه۔ دَ څو ورځو پهٔ وعده دې واخستل نو پهٔ دي دواړو شکلونو کښې دا بيا سود دے۔
نمبر۲۔ بله طريقه دا ده چې دواړه طرف ته يو شان څيز نهٔ وهٔ بلکې يو طرف ته سپين زر وی اؤ بل طرف ته سرهٔ زر وی۔ نو دَ هغې حکم دا دے چې پهٔ وزن کښې برابرې ضروری دے۔ دَ دوؤ لکھو روپو چې هر څومره سرهٔ زر کيږی۔يا دَ یو لاکھ چې هر څومره سپين زر کيږی۔ خير دے خو ورکړه راکړه پهٔ هغه موقعه ختمؤل واجب دی۔ چې قرض يو طرف ته هم پاتې نهٔ شی۔ کهٔ يو طرف هم شے پهٔ موقع ورنهٔ کړو، نو دا سود دے۔
نمبر۳۔ کهٔ بازار کښې دَ سپينو زرو نرخ ډېر تيز وهٔ۔ پهٔ يوه روپۍ توله (دَ روپیٔ تول) سپين زر نهٔ کېدل۔ په يوه روپۍ دوه آنے کېدل۔ يا دَ سپين زرو کالے وهٔ۔ چې دَ لسو روپو تول کالے پهٔ دولس روپۍ کېدو۔ دَ دې نه کم نه کېدو نو پهٔ هغې کښې دَ سُود نه بچ کېدلو طريقه دا ده چې دَ څومره وزن سپين زر وی۔ دَ هغې نه کمې روپۍ ورکړه۔ اؤ نور ورسره پيسے ورکړه۔ يا کهٔ ډېر اخلې نو اشرفۍ يا پونډونه ورکړه۔ لکهٔ پهٔ يوه روپۍ اؤ اتو پيسو باندې يوه روپۍ تول سپين زر اخستے شې۔ اؤ پهٔ يوه روپۍ اؤ دوه انے اخستل ېٔ سُود دے۔ دغه شان کهٔ دَ اتو روپو تول سپين زر پهٔ نهه روپۍ کيږی۔ نو ووهٔ روپۍ اؤ دَ دوهٔ روپو پيسے ورکؤل پکار دی۔ نو دَ ووهٔ روپو به دَ ووهٔ روپو تول سپين زر شی۔ اؤ باقی به دَ پيسو پهٔ عوض کښې راشی۔ کم از کم دَ اتلس انو پيسے ورکښې ضروری دی اؤ کهٔ اتهٔ روپۍ اؤ دَ يوې روپۍ مات ګوډ ورکړی۔ نو دَ ګناه نه بچ کېدے نهٔ شی۔ ځکه چې دَ اتو روپو پهٔ عوض کښې خو اتهٔ روپۍ زر شو۔ نو دا باقی مات ګوډ دَ څهٔ پهٔ عوض کښې شو۔ غرض دا چې دومره خيال ضرور ساتل پکار دی چې دَ څو روپو تول سپين زر وی دَ هغې نه يوه روپۍ کمه اؤ نور مات ګوډ ورکول پکار دی۔ کهٔ دَ پنځو روپو تول سپين زر دی نو پنځهٔ روپۍ پوره مهٔ ورکوه ۔ څهٔ ورسره پيسے ورکړه اؤ دا هم ياد لره چې دا به نه وائے چې دَ دې ووهٔ روپو اته تولے سپين راکړه۔ دا بيا سود دے داسې به وائے چې دَ ووهٔ روپو اؤ دومره پیسو دا اته تولے زر راکړه۔ هله به صحيح کيږی۔ دې ته ښهٔ فکر پکار دے اؤ کهٔ اخستونکے اؤ خرڅؤنکے دواړه راضی وی نو ښه داد ه چې کوم طرف ته چې زر کم وی هغه طرف ته دې ورسره پیسے ملګرے کړی۔ لکهٔ دَ روپۍ تول زر پهٔ يوه روپۍ دوه انے وی۔ نو دَ روپیٔ تول زر اؤ څلور پیسے دې ورسره کړی۔ اؤ پهٔ يوه روپۍ درے انے دې ېٔ ورکړی پهٔ دې شکل کښې هېڅ خرابے نهٔ راځی۔
نمبر۴۔ اؤ دَ دې نه آسانه طريقه دا ده چې دواړه طرف ته دې ورسره يوه پیسه ملګرے کړی۔لکهٔ اتهٔ تولے زر پهٔ نهه روپۍ کيږی۔ نو يوه پيسه دې ورباندې کړی۔ چې دا اتهٔ تولے زر اؤ يوه پيسه پهٔ نهه روپۍ اؤ يوه پيسه خرڅؤم۔ دَ نقصان نه به بچ شی۔
نمبر۶۔ کهٔ سپين زر ارزان وو۔ چې دَ يوې روپۍ يوه نيمه توله کېدل نو پهٔ هغې کښې دَ سود نه دَ بچ کېدو طريقه هم دا ده چې دواړه طرف ته دې څهٔ پيسے ورسره ملګرے کړی۔ مثلاً پهٔ لس روپۍ باندې پنځلس روپۍ تول سپين زَر کيږي۔ نو نهه روپۍ اؤ دَ يوې روپۍ پیسے دې ورسره کړی۔ نو دَ روپو پهٔ عوض کښې به هغه هومره سپين زر شی۔ اؤ باقی به دَ پيسو پهٔ بدل کښې شي۔ خو دلته به هم دا اختيار ضروري وي چې داسې به نهٔ وائی،چې دَ لسو روپو دا سپين زر اخلم۔ بلکې وائی به چې دَ نهو روپو اؤ دومره پيسو دا سپين زر اخلم ۔ کهٔ نه وائی ، دَ سود نه به بچ نهٔ شی۔
نمبر۷۔ کهٔ خرابه چاندی ورکوے اؤ ښه چاندی اخلې۔ نو دلته به هم دَ کمی زياتی خيال ساتې۔ کهٔ ښه چاندی ورباندې کمه کېده نو خرابه چاندی وړومبے خرڅه کړه۔ اؤ چې پهٔ هغې څومره پيسے وشوې نو پهٔ هغې ښه چاندی واخله خو دلته به هم هغه اختياط ساتې۔ چې خرابه چاندی پهٔ روپو خرڅوے نو پيسے به ورسره ملګرے کوے۔ اؤ چې ښه چاندی اخلے نو هم به پيسے ورسره ملګرے کوے۔
نمبر۸۔ اکثر خلق پهٔ بازار کښې سوچه تيله، سوچه کنارۍ، اؤ سوچه ليس اخلی اؤ دا خيال نهٔ ساتی، چې دا هم دَ چاندیٔ نه جوړيږی۔ اؤ روپۍ هم دَ چاندیٔ ورکولے شی۔ دلته هم آسانه طريقه دا ده چې څهٔ ورسره پيسے يو ځائې کړې۔
نمبر۹۔ کهٔ دَ سرو زرو يا سپينو زرو جوړ شوے داسې شے چا اخستو چې خالص دَ سرو يا سپينو زرو نه جوړ وی۔ دَبل څيز ګډون ورکښې نه وی، نو دَ هغې دغه حکم دے چې کهٔ دَ سرو زرو څيز پهٔ سپينو اخلی يا دَ سپينو زرو پهٔ سرو اخلی۔ نو کهٔ پهٔ وزن کښې هر څومره کمے زياتے وی۔ څهٔ نقصان ېٔ نشته۔ خو ورکړه راکړه پهٔ هغه وخت ختمؤل واجب دی قرض ورکښې دَ يو طرف نه هم جائز نهٔ دی۔ اؤ کهٔ دَ سرو زرو نه جوړ شوے څيز پهٔ اشرفو اخلی۔ يا دَ سپينو زرو نه جوړ پهٔ روپو اخلی نو کمے زياتے ورکښې جائز نهٔ دی۔ دَ هغے دَ اخستو بيا هم هغه طريقې دی۔ کومې چې مخکښې تيرې شوې۔
نمبر۱۰۔ اؤ کهٔ داسې شے وی چې دَ زرو نه علاوه ورکښې بل څهٔ شے هم وی لکهٔ پتری ېٔ دَ لاکهو نه ډک وی يا ورکښی کندن شوے وی۔ يا ګوتو کښې غمی ئښی شوی وی۔ نو کتل پکار دی چې دې څيز کښې زر څومره دی۔ کهٔ پهٔ هغې کښې سپين زر دَ هغې روپو نه کم وی، پهٔ کوم قيمت چې ېٔ اخلی يا ورکښې سرهٔ زر دَ هغې اشرفو نه کم وی۔ پهٔ کومو چې اخستے شی نو دا معامله جائز دہ۔ اؤ کهٔ زر ورکښې دَ هغې برابر وی۔ يا زيات وی نو بيا سود دے اؤ سود نه بچ کېدو ېٔ دغه طريقه ده۔ چې پيسے ورسره ملګرے شی۔ اؤ ورکړه راکړه پهٔ هغه وخت ختم شی۔ قرض ورکښې رانهٔ شی۔
نمبر۱۱۔ کهٔ خپله ګوته چا دَ بل چا دَ ګوتې سره بدلؤله۔ نو کهٔ پهٔ دواړو ګوتو کښې غمی لګېدلے وی۔ خو بدلؤل ېٔ پهٔ هر حال جائز دی۔ دَ دواړو زر سره برابر وی کهٔ کم زيات البته بدلؤل ېٔ لاس پهٔ لاس پکار دی اؤ کهٔ دواړه ساده وی بې غمو نو دَ دواړو وزن برابرېدل ضروری دی۔کهٔ لږ کمے زياتے ورکښې وهٔ نو هم سود دے اؤ کهٔ يوه ساده وه اؤ بله کښې غمی وهٔ نو کهٔ پهٔ ساده کښې زر ډېر وو دَ غمی والا کښې کم وو خو بدلؤل ېٔ ضروری دی اؤ کهٔ ساده کښې کم وو اؤ هغه بله کښې زيات وو۔ نو بيا ناجائز دی۔ اؤ بل ېٔ څهٔ وخت پس ورکړې نو دا سود دے اؤ دا حرام دے۔
نمبر۱۲۔ پهٔ کومو مسٔلو کښې چې لاس پهٔ لاس فيصله ضروری ده دَ هغې مطلب دا دے چې دواړه دَ يو بل نه جدا کيږی۔ چې دَ هغې نه مخکښې ېٔ معامله فيصله کړی وی۔ اؤ څيزونه دواړه طرفو نه رسېدلی وی۔ کهٔ دواړه دَ جدا کېدو نه پس يو بل ته شے ورکړی۔ نو دَ دې څهٔ اعتبار نشته۔ پهٔ سود کښې راځی۔ لکهٔ يو سړی دَ لسو روپو سرهٔ يا سپين زر يا دَ زرو کالے دَ چانه واخستو نو پکار ده چې رقم پهٔ هغه وخت ورکړی اؤ هغه سړے هغه څيز پهٔ هغه موقع ورکړی۔ کهٔ زرګر کالے پهٔ دغه موقع ورنه کړو۔ چې بيا به درواستوم نو دا جائز نهٔ ده۔ کهٔ دلته پهٔ موقع موجود نهٔ وی، نو پکار ده، چې هغه څيز هغه موقعې ته را وغواړی، کوم ځائې چې سودا شوے ده۔اؤ دَ هغه څيز تر را رسېدو خريدار دې هم دَ خپل ځائې نه نهٔ خوزی۔ اؤ دوکاندار دې هم نهٔ پرېږدی کهٔ دَ هغهٔ سره کورته ځی۔ نو پکار ده چې چرته هغه ځی هلته ورسره دې هم ځی۔ کهٔ دوکاندار کورته ننوتو اؤ دې بهر پاتې شو۔نو دواړه سره جدا شول ۔ دا سودا خرابه شوه۔ ناجائزہ شوه۔ اوس دې بيا دَ سره سودا جوړه کړی۔
نمبر۱۳۔ هم دغه شان کهٔ دَ سودا نه پس خريدار پهٔ روپو راؤړو پسې کور ته لاړو يا دَ رقم ورکؤلو نه مخکښې وړو بولو ته پاڅېدو۔ يا دوکاندار دَ دوکان دننه حصې ته ننوتو اؤ دَ يو بل نه جدا شول نو دا معامله ناجائزہ شوه۔ سودی کاروبار شو۔
نمبر۱۴۔ کهٔ دَ چا سره په هغه موقع رقم نه وی۔ اؤ پهٔ قرض ېٔ اخلی نو دَ هغې تدبير دا دے چې دَ هغې سړی نه هغه هومره رقم قرض واخله دَ څيز قيمت بې باک کړه۔ اؤ دَ هغهٔ قرض چې تا باندې پاتې شی، هغه وروستو ادا کړه۔
نمبر۱۵۔ کهٔ دَ تيلې دَ ګل والا لوپټه يا ټوپۍ وغېره څوک اخلی نو دَ هغې اندازه لګؤل پکار دی چې پهٔ هغې کښې به چاندی څومره وی۔ دَهغې دَ وزن برابر روپۍ ورکؤل پهٔ دغه وخت ضروری دی۔ باقی کهٔ قرض پاتې شی۔ نو خير دې دغه حال دَ کندن کړے کالی هم دے مثلاً پهٔ پنځهٔ روپۍ يو کالے کيږی۔ چې دوه روپۍ تول ورکښې زر وی۔ اؤ نور ېٔ دَ کندن قيمت دے نو دوه روپۍ پهٔ هغې وخت ورکؤل ضروری دی، باقی کهٔ قرض وی خير دے۔
نمبر۱۶۔ کهٔ چا دَ روپۍ پيسے اخستے يا ېٔ ورکؤلے اؤ روپۍ ېٔ اخسته نو دَ هغې حکم دا دے چې دواړو طرفونو ته لاس پهٔ لاس ورکؤل ضروری نهٔ دی۔ بلکې دَ يو طرف ته ورکؤل کافی دی۔ مثلاً تا روپۍ ورکړه اؤ پیسے وروستو اخلې يا هغهٔ پيسے درکړې اؤ ته روپۍ وروستو ورکوے خير دے۔ البته کهٔ پیسو سره څه مات ګوډ هم وو۔ نو بيا ېٔ لاس پهٔ لاس ورکؤل ضروری دی۔ خو ياد لریٔ چې دَ پيسو دا حکم پهٔ هغه وخت کښې دے چې دَ دوکاندار سره پيسے موجودے وی لېکن دَ څهٔ وجې نه ېٔ اوس در نهٔ کړې لکهٔ کور کښې پرتې دی اؤ وائی چې وروستو به ېٔ راؤړم۔ اؤ کهٔ دَهغهٔ سره پیسے نه وی۔ اؤ وائی چې سودا خرڅه شی۔ يا پیسے راشی نو بيا به درکؤم يا ېٔ څهٔ پيسے ورکړې اؤ څهٔ به سودا خرڅېدو نه پس ورکوی ۔ دا جائز نهٔ دی۔ اؤ چونکې پيسے پاتې کيږی اکثر دَ دې وجې نه چې دوکاندار سره نهٔ وی۔ پهٔ دې وجه ښهٔ طريقه دا ده چې کومی پيسے درکوی هغه ترېنه قرض واخلې۔ اؤ روپۍ ورسره امانت کېږدې۔ چې کله نوری وړې نو هغه وخت ېٔ سودا وکړې۔
نمبر۱۷۔ کهٔ څوک اشرفۍ اخلی روپۍ ورکوی۔ يا روپۍ اخلی اشرفۍ ورکوی نو دواړه طرف ته لاس پهٔ لاس ورکؤل ضروری دی۔
نمبر۱۸۔ دَ سرو زرو يا سپينو زرو جوړ شوے شے پهٔ روپو يا اشرفو پهٔ دې شرط اخستل چې درے ورځو پورې به راته دَ واپس کؤلو اختيار وی، جائز نهٔ دی، داسې معامله کښې اختيار نهٔ دی کښېښودل پکار۔
نمبر۱۹۔کوم څيزونه چې پهٔ تول خرڅيږی لکهٔ غله،غوښه، وسپنه، تانبه، وغېره داسې قسم څيزونو کښې کهٔ يو شے هم دَ هغسی قسم شی پهٔ بدله کښې خرڅيږی، يا بدلولے شی، لکهٔ يو قسم غنم ورکوے، اؤ بل قسم پرې اخلې يا يو قسم وريژې ورکوے بل قسم وريژې پرې اخلی۔ يا وړهٔ پهٔ وړو بدلوی ۔ غرض چې دَ داړو طرفو يو شان شے وی۔ نو پهٔ هغې کښې به هم دَ دواړو خبرو خيال ساتلې شی چې سر پهٔ سر دې وی۔ اؤ لاس پهٔ لاس دې وی کمے زياتے يا قرض دې ورکښې دَ يو طرف نه هم نه وی۔ کهٔ لاس پهٔ لاس قبضه نه وی خو چې جدا شی۔ نو بيا هم خير دے لکهٔ غنم دې وتلل اؤ جدا دې کښېښودل چې دا ستا غنم دی چې څهٔ وخت ېٔ وړې۔ اؤ دَ هغه نه دې غنم واخستل ۔نو کهٔ هغه ېٔ څو ورځې پس وړی، هم خير دے اؤ کهٔ داسې ېٔ هم ونهٔ کړل۔ دَ يو طرف نه ېٔ واخستل اؤ دَ بل پاتې شو۔ نو دا سود دے اؤ ګناه ده۔
نمبر۲۰۔ کهٔ دَ خرابو غنمو پهٔ بدل کښې ښهٔ غنم يا دَ خرابو وړو پهٔ بدل کښې ښهٔ وړهٔ اخلې۔ اؤ دَ هغې سره سر پهٔ سر څوک نهٔ درکوی۔ نو دَ سود نه دَ بچ کېدو ترکيب ېٔ دا دے چې هغه دانې پهٔ قيمت خرڅ کړه اؤ بيا پهٔ هغه قيمت ښې دانې واخله۔ مثلًا دَ دوؤ منو خرابو غنمو پهٔ بدل کښې څوک دَ يو نيم من نه زيات نهٔ درکوی۔ نو تهٔ خپل دوه منه مثلاً پهٔ لس زره روپو خرڅ کړه اؤ پهٔ هغې پورې يو نيم من ښهٔ غنم واخله داسې خير دے۔
نمبر۲۱۔ اؤ داسې څيزونه چې پهٔ تول خرڅيږی کهٔ دَ يو قسم نهٔ وی۔ لکهٔ غنم ورکوی اؤ شولے اخلی يا غنم ورکوی اؤ غوښه يا ترکاری يا بل شے اخلی ، نو دَ دواړو پهٔ وزن کښې برابريدل ضروری نهٔ دی۔ کهٔ سير غنم ورکوے، اؤ لس سيره شولے پرې اخلې ،نو خير دے ، دغه شان کهٔ دوه سيره غنم وکوے اؤ سير غوښه پرې اخلې،نو خير دے، خو دَ دویٔمې خبرې خيال ساتل دلته هم واجب دی۔ چې دواړه به لاس پهٔ لاس ورکولے شی۔ يا کم از کم دومره څيزونه جدا وتللې شی اؤ کيښؤلے شی۔ کهٔ نهٔ وی نو سود دے۔
نمبر۲۲۔ کهٔ چا دَ غنمو پهٔ بدل دَ سبزی فروش نه سبزی اخسته اؤ دَ غنمو راخستو دپاره کوټې ته ننوتو۔ سبزی فروش بهر پاتې شو۔ نو دا سودا خرابه شوه چې بهر راشی، نو دوباره دې بيا سودا جوړه کړی۔ځکهٔ چې لاس پهٔ لاس ورکؤل شرط دے۔ اؤ دې دَ سودا جوړؤلو نه پس جدا شو۔ اؤ خپل شے ېٔ لا نهٔ دے ورکړے۔
نمبر۲۳۔ کهٔ چرې داسې قسم شے چې پهٔ تول خرڅيږی دَ داسې شی بدله کښې اخستے شی، چې هغه پهٔ تول نهٔ خرڅيږی۔ پهٔ کچ يا پهٔ شمار خرڅيږی۔ يا ېٔ پهٔ قيمت اخلې ، لکهٔ دَ غنمو پهٔ بدل کښې مالټې اخلې يا پهٔ قيمت باندې روپۍ پيسے ورکړې اؤ غنم يا کپړه يا مالټې اخلے غرض دا چې دَ يو طرف نه دَ تول شے دے، اؤ دَ بل طرف نه دَ شمار يا دَ کچ يا نقد رقم دے نو پهٔ دواړو خبرو کښې يو هم ضروري نهٔ ده۔ نهٔ سر پهٔ سر ورکؤل اؤ نهٔ لاس پهٔ لاس اخستل ۔ دَ يوې روپۍ هر څومره غنم چې کېدل يا دَ من غنمو پهٔ بدل کښې هر څو ګزه کپړه۔ يا هر څومره دانې دَ مالټے چې کېدے اؤ هغه وخت لاس پهٔ لاس معامله ده۔ اؤ کهٔ يو شے ورکښې قرض وهٔ هم ګناه ېٔ نشته۔
نمبر۲۴۔ کهٔ يو طرف ته چاڼ کړے وړهٔ وی اؤ بل طرف ته ناچاڼه يا يو طرف ته غټ وړهٔ وی اؤ بل طرف ته مېده وړهٔ وی اؤ څوک ېٔ بدلؤل غواړی۔ نو سر پهٔ سر به ېٔ بدلوی دَ يو طرف نه کمے زياتے ناجائز دے۔ کهٔ ضرورت وی، نو دَ هغې هم هغه ترکيب دے کوم چې مخکښې تېر شو۔ (چې خپل وړهٔ دې خرڅ کړی اؤ پهٔ هغه قيمت دې نور وړهٔ واخلی ۔ بدلؤل ېٔ پهٔ کمو يا زياتو ناجائز دی) اؤ کهٔ دَ يو طرف نه دَ غنمو وړهٔ وی اؤ بل طرف ته دَ وربشو يا دَ جوارو۔ نو بيا ېٔ سر پهٔ سر کېدل ضروری نهٔ ده۔ ليکن لاس پهٔ لاس ېٔ واجب دی۔
نمبر۲۵۔ غنم دَ غنمو دَ وړو سره بدلؤل پهٔ هېڅ حالت کښې جائز نه دی۔ کهٔ غنم اؤ وړهٔ سر پهٔ سر وی دَ سير غنمو پهٔ بدل سير وړهٔ وی اؤ کهٔ کم و زيات وي بهرحال ناجائز نهٔ دی۔ اؤ کهٔ غنمو پهٔ بدل کښې دَ چڼو وړهٔ يا دَ وربشو يا دَ بل څهٔ اخلی نو خير دے خو لاس پهٔ لاس به ېٔ اخلی۔
نمبر۲۶۔ کهٔ چا شړشم ورکؤل اؤ دَ شړشمو تيل ېٔ اخستل۔ يا کونځلې ېٔ ورکؤلے اؤ دَ کونځلو تيل ېٔ اخستل نو کهٔ هغه تيل کوم چې دې اخلی دَهغې تيلو نه يقينًا زيات وی څومره دَ دهٔ دَ شړشمو نه وتلې شی۔ نو لاس پهٔ لاس اخستل ېٔ جائز دی اؤ کهٔ دَ هغې سره برابر وی يا کم وی يا ورکښې شک وی چې شايد زيات نهٔ وی نو جائز نهٔ دی۔ سود دے۔
نمبر۲۷۔ کهٔ دَ غوا غوښه څوک دَ بيزې غوښې سره بدلوی۔ نو کمے زياتے ورکښې جائز دے۔ خو لاس پهٔ لاس به ېٔ ورکوی۔
نمبر۲۸۔ کهٔ دَ تانبې کوزه څوک دَ چاسره دَ تانبې پهٔ کوزه بدلوی۔يا په ديګچې يا بل څهٔ دَ تانبې پهٔ لوښی ئ بدلوی۔ نو دَ دواړو پهٔ وزن کښی سر پهٔ سر کېدل اؤ لاس پهٔ لاس ورکؤل ېٔ واجب دی۔ ځکه چې دواړه لوښی دَ يو څيز نه جوړ دی۔کهٔ لږ غوندې زياتے کمے ورکښی راغلو نو سود دے۔ اؤ کهٔ دَ يو طرف نه دَ تانبې لوښې وی۔ اؤ بل طرف نه دَ وسپنې يا پيتلو يا بل څهٔ نو بيا کمے زياتے خير دے۔ خو لاس پهٔ لاس ېٔ ورکؤل ضروری دی۔
نمبر۲۹۔ کهٔ دَ چا نه يو سير غنم قرض کړل۔ اؤ ورته ېٔ ووې چې زما سره غنم خو نشته۔ دَ دې پهٔ بدل کښې به دوه سيره چڼې بيا درکړم۔ نو دا جائز نهٔ دی۔ ځکه چې دَ دې مطلب دا دے چې غنم پهٔ چڼه بدلوی۔ اؤ دَ بدلؤلو پهٔ وخت کښې دَ دواړو څيزونو لاس پهٔ لاس ورکؤل واجب دی۔ قرض منع دے۔ کهٔ چرې ضرورت وی، نو دَ هغې طريقه دا ده، چې غنم قرضوی نو پهٔ هغه وخت دې ورته نه وائی چی چڼې به درکؤم۔ خو چې کوم وخت ېٔ ورکوی نو چڼې دې راوړی، اؤ ور دې کړی، داسې خير دے۔
نمبر۳۰۔ تر اوسه چې دا څومره مسٔلې بيان شوې پهٔ دې ټولو کښې معامله په هغه وخت ختمؤل يا کم از کم دواړه څيزونه پهٔ هغې وخت جدا کؤل شرط دے۔کهٔ داسې ېٔ ونهٔ کړل نو ناجائز دی۔ اؤ سودی کاروبار دے۔
نمبر۳۱۔ کوم څيزونه چې پهٔ تول نهٔ خرڅيږی، پهٔ ګز کچ کيږی، يا پهٔ شمار خرڅيږی دَ هغې دا حکم دے کهٔ دَ يو څيز پهٔ بدله هم هغه قسم څيز اخلې، لکهٔ امرود په امرود بدلوی، يا مالټې دَ مالټو سره بدلوې يا کپړه هم هغه قسم کپړے سره بدلوې نو دلته کښې سر پهٔ سر کېدل ضروری نهٔ دی۔ کمے زياتے پکښې جائز دے۔ خو لاس پهٔ لاس ورکؤل ضروری دی۔ کهٔ څيزونه بدل وی لکهٔ دَ شمار شے ورکوے اؤ دَ کچ اخلی۔ کپړه ورکوی اؤ مالټې اخلې۔ يا امرود ورکوی اؤ نارنجان اخلی۔ يا مثلاً دَ لټهې تهان ورکوی اؤ دَ مارکين اخلی۔ نو پهٔ هر حالت کښې جائز دی۔ نهٔ برابرے شرط دے اؤ نهٔ لاس پهٔ لاس ورکؤل واجب دی۔
نمبر۳۲۔ دَ دې ټولو خلاصه دا شوه چې دَ سرو زرو اؤ سپينو زرو نه علاوه کهٔ دواړه طرف ته يو څيز وهٔ۔ اؤ هغه شے پهٔ تول خرڅېدو لکهٔ دَ غنمو پهٔ بدل کښې غنم يا دَ چڼې پهٔ بدل کښې چڼه وه نو پهٔ وزن کښې سر پهٔ سر کېدل۔ اؤ لاس پهٔ لاس ورکؤل پهٔ هغه وخت دا دواړه خبرې واجب دی۔ اؤ دَ دواړو طرفو نه يو شے وی۔ خو هغه شے پهٔ تول نهٔ خرڅيږی، پهٔ ناپ يا پهٔ شمار خرڅيږی۔ لکهٔ دَ مالټو پهٔ بدل کښې مالټې يا دَ کپړې پهٔ بدل کښې کپړه۔ يا دَ يو طرف نه بدل شے وی۔ خو دواړه دَ تول وی لکهٔ دَ غنمو پهٔ بدل کښې چڼې ، يا جوار، يا وربشې وی۔ نو پهٔ دې ټولو صورتونو کښې پهٔ وزن کښې کمے زياتے جائز دے۔ خو معامله به لاس پهٔ لاس کوی۔ اؤ چرته چې دواړه خبرې نهٔ وی۔ لکهٔ دَ داړو طرفونو نه څيزونه بدل وی۔ دې يو څيز ورکوی هغه بل څيز ورکوی۔ اؤ دواړه دَ تول هم نهٔ وی۔ دَ يو طرف نه دَ تول شے وی۔ اؤ دَ بل طرف نه دَ کچ يا دَ شمار۔ نو پهٔ هغه وخت کښې هم کمے زياتے جائز دے۔ اؤ معامله هم لاس پهٔ لاس ضروری نه ده۔ قرض ورکښې جائز دے۔
نمبر۳۳۔ کهٔ دَ چینی لوښے څوک دَ بل چینی دَ لوښی سره يا تام چینیٔ لوښی سره بدلوی نو پهٔ هغې کښې برابرے واجب نه دی ، دَ يو پهٔ بدل دوه اخستے شی ۔ هم دغه شان دَ يوې ستنې پهٔ عوض کښې دوه درے ستنې اخستے شی۔ خو کهٔ داړه طرف ته يو شے وهٔ۔ لکهٔ دَ چینی پهٔ بدل کښې چینی يا تام چینی بدل کښې تام چینی وه۔ نو معامله لاس پهٔ لاس ضروری ده۔ اؤ کهٔ جنس ېٔ بدل وهٔ۔ يو طرف ته چینی وه اؤ بل طرف ته تام چینی نو بيا دا هم ضروری نهٔ ده۔ هر څنګه چې وی جائز دہ۔
نمبر۳۴۔ کهٔ دَ سير وړو نه چا روټۍ پخه کړے وه۔ نو هغه پهٔ سير وړو يا پنځهٔ پاوه وړو يا غنمو بدلؤل جائز دی۔ لاس پهٔ لاس وی اؤ کهٔ لاس پهٔ لاس نهٔ وی۔ هم خير دے۔ لکهٔ تهٔ چانه دَ سير وړو پخې روټۍ راؤړې چې بيا به سير وړهٔ يا پنځهٔ پاوه وړهٔ درکړم نو خير دے۔
نمبر۳۵۔ کهٔ پهٔ نوکر باندې دَ بازار نه سودا راوړیٔ۔نو هغه ښهٔ پوهه کوئ چې دا شے پهٔ دے طريقه واخله۔ هسے نهٔ وی چې هغه ېٔ پهٔ غلطه طريقه واخلی اؤ تاسو دَ سود پهٔ ګناه کښی راشی۔ اؤ چې دَ تاسو آل، اولاد ، خپل خپلوان يا مېلمه ېٔ وخوری دَ هغې ګناه به هم ستاسو پهٔ غاړه وی۔
بَيع سَلَم
نمبر۱۔ دَ فصل پريکيدو نه مخکښی يا دَ پريکيدو نه وروستو خو دَ تياريدو نه مخکښی چاته روپیٔ ورکول چې دوه مياشتے پس يا درے مياشتے پس پهٔ فلانیٔ مياشت کښی به درنه ددی روپو غنم اَخلم۔ او نرخ ئ ورسره پهٔ دَغه وخت کښی فيصله کړو۔ چې پنځلس روپیٔ يا شل روپیٔ من به درنه اَخلم۔ دا بيعَ سَلَم دے ا ودا بيعَ صحيح ده۔ کوم وخت چې مقرّر شوي وي پهٔ هغه وخت به پهٔ هغه نرخ غنم ورکوي۔ پهٔ بازار کښې نرخ دَ هغي نه ارزان وي اوکهٔ ګران ۔ دَ بازار او دَ نرخ څه اِعتبار نشته۔ ليکن دَ دي سودا ګنړ شرطونه دي۔ پهٔ دي ځان ښهٔ پوهه کړیٔ۔(ا) چې دَ غنمو حالت پهٔ ښهٔ شان واضح کړے شي۔ چې مثلاً فلانیٔ قسم غنم چې نري نهٔ وي۔ ښهٔ غټ وي خراب نهٔ وي۔ لواندهٔ نهٔ وي۔ ښهٔ وُچ وي۔ اوربشے، چنړے، يا بل څيز ورکښی ګډ نهٔ وي۔ غرض دا چې هر څهٔ صفا بيان شوي۔ چې بيا دَ اخستو پهٔ وخت کښې ورکښی څهٔ جګړه نهٔ راپيدا کيږي۔ صرف دا وَينا دَ لسو روپو غنم به درنه اَخلم۔ دا سودا جائزہ نهٔ ده۔ يا صرف دا وَينا چې دَ لسو روپو وريژے به درنه اَخلم څهٔ قسم ئ اونهٔ ښيیٔ دا سودا جائز نه ده۔ ځکهٔ چې پهٔ دے کښې روستو دَ جګړے پيدا کيدو احتمال شته۔
(۲) دويئم شرط دادي چې نرخ پهٔ هغه وخت فيصله شي چې پنځلس روپیٔ من يا شل روپیٔ من به ئ اَخلم ۔ کهٔ داسی ئ وُوي چې هغه وخت څهٔ دَ بازار نرخ وي۔ پهٔ هغي به ئ اَخلم۔ يا به ئ دَ هغي نه دوه سيره زيات يا کم اَخلم۔ دا سودا جائز نه ده۔ دَ بازار دَ نرخ هيڅ اعتبار نشته۔ پهٔ هغه وخت دَ نرخ فيصله ضروري ده۔
(۳) دريئم چې دَ څومره روپو اخلي هغه روپیٔ ښودل پکا دي۔ چې دَ لسو روپو يا شلو روپو يا هر څومره چې وي۔ صرف دا وَينا ، چې دَ يو څو روپو غنم به اَخلم، جائز نه ده۔
(۴) څلورم چې دَ څومره روپو اَخلی هغه روپیٔ ټولے دَ دغي سودا پهٔ وخت پهٔ دغه موقع ورکول ضروري دي ۔ کهٔ روپیٔ ئ پهٔ دغه موقع ورنهٔ کړے نو دا سودا باطله ده۔ دوباره به ئ بيا کوي۔ او کهٔ مثلاً دَ لسو (۱۰) روپو غنم ئ اَخستل ۔ اوپِنځهٔ روپیٔ ئ ورکړے پِنځهٔ ئ بيا روستو ورکړے۔ نو دَ پِنځو روپو بيعَ سَلم صحيح ده۔ او دَ پِنځو نورو باطله ده۔
(۵) پِنځم شرط دادي چې دَ اَخستو پهٔ وخت کم ازکم يوه مياشت وي۔ دَ مياشتے نه کم ميعاد کيښودل جائز نه دي۔ دَ مياشتے نه زيات هر څومره چې وي خو ورځ تاريخ مياشت هر څه مقرّر کول پکار دي، چې روستو جګړه نهٔ وي ۔کهٔ ورځ او مياشت او تاريخ مقرّر کړي نهٔ وو۔ داسی ئ ووي چې کله فصل تيار شی ، نو راکړه دا سودا جائز نهٔ ده۔
(۶) شپږم شرط دادي چې دَ اخستو ځایٔ هم مقرّر وي چې فلانی ځائ کښې به دا غنم راکوے پهٔ ښهر کښې منډَهیٔ کښې يا پهٔ کور کښې۔ غرض دا چې پوره پوره ځائ ښودل پکار دي۔ چې هلته پهٔ مقرّر وخت غنم وُرَسوي۔ کهٔ ځائ ئ مقرّر نهٔ کړو۔ نو دا سودا جائز نه ده۔ البته کهٔ داسی سپک شے وي، چې پهٔ وړلو راؤړلو کښې ئ څه خرڅ نهٔ راځی۔ لکهٔ مشک يا سرچه مرغلرے يا بل داسے شے نو ځائ مقرر کول ضروري نهٔ دي۔ چې کوم ځائ کښې ورکړے شو، صحيح دي کهٔ دَدي شپږو شرطونو خيال وساتلے شو نو بيعَ سلم صحيح ده، کهٔ نه وي نو صحيح نهٔ ده۔
نمبر۲۔ دَ غنمو وغيره غَلے نه علاوه نور داسے څيزونه چې صحيح تعريف ئ کيدے شي ا ودَ اَخستو پهٔ وخت کښې ورکښې څهٔ جګړه نهٔ پيدا کيږي، دَ هغي بيع سلَم هم صحيح ده۔لکهٔ هګیٔ،خښتے کپړا وغيره ليکن دا ټول څيزونه مقرّر کول ضروري دي۔ چې مثلاً دَ خښتے اُوږد والے پلنوالے ، غټوالے، به دومره وي يا کپړا سُوتی، ريښمي، نریٔ يا غټے ولايتی يا ديسی وغيره۔ دا ټول څيزونه متعيّن کول ضروري دي۔
نمبر۳۔ دَ روپیٔ پَنځهٔ پنډ يا پِنځهٔ کوری بُوس پهٔ بيعَ سلم اَخستل جائز نه دي۔ ځکهٔ چې پنډونو او کورو کښې ډير فرق وي۔ البته کهٔ پهٔ وزن اَخلی نو خير دي۔
نمبر۴۔ دَ بيعَ سلَم دَ صحيح کيدو يو شرط دا هم دي چې دَ کوم وخت به چې ئ معامله کړي وي۔ دَهغي وخت نه دَ ورکولو تر نيټے پوري هغه شَے هر وخت پهٔ بازار کښې پيدا کيدے شي کهٔ هغه شے پهٔ دي مينځ کښې داسي ناياب شي۔ چې دَ دي ملک پهٔ بازارونو کښې نه شي موندے۔ اګر چې دَ لرے وطن نه پهٔ تکليف حاصلَولي شي۔ نو هغه بيع سلم باطليږي۔
نمبر۵۔ دَ سودا کولو پهٔ وخت کښې دا شرط لګول چې دَ فَصَل پهٔ وخت کښې به زهٔ نوي غنم اخلم يا به دَ فلانی پټی غَنم اخلم، صحيح نه دي، داسي شرط لګول نه دي پکار۔ بيا پهٔ موقع باندي دَ هغهٔ اِختيار دي چې نوي غَنم درکوي کهٔ زاړهٔ، البته کهٔ دَ سودا کولو پهٔ وخت کښې نوے فصل تيار وي نو بيا دَ نوي غنمو شرط لګولے شي۔
نمبر۶۔ چا دَ لسو روپو دَ غنمو”بيع سلم“ کړے وه۔ مقرّر وخت پوره شو خو هغهٔ غنم رانهٔ وړل او نهٔ دا اُميد شته چې رابه وُړي۔ اوس دا ويئل چې دَ غنمو پهٔ ځائ چنړے يا شولے يا بل څهٔ راکړه، جائز نهٔ ده۔ يا خو هغه ته نور ميعاد ورکول پکار دي۔ او يا خپلی روپیٔ اخستل پکار دي۔ هم دَغه شان کهٔ دَ ”بيع سلم“ سودا چا ماته کړه ۔ چې غَنم به نهٔ اَخلم روپیٔ واپس راکړه۔ يا ئ خپله ماته نهٔ کړه۔ دَ بل څهٔ وجي نه ماته شوه لکهٔ هغه څيز ناياب شو۔ چرته نه ٔ پيدا کيږي۔ نو پهٔ داسی وخت کښې به صرف خپلی روپیٔ واپس اَخلی دَ هغي پهٔ عوض کښې بل څيز اَخستل جائز نهٔ دي ۔ وړومبی دي روپیٔ واخلی نو بيا کهٔ پهٔ هغي روپو تري نه بل شے اَخلی نو خير دے۔
قرض اَخستل
نمبر۱۔ کوم چېز داسے وي ، چې هم هغه شان څيز بيا واپس ورکيدے شي، هغه شے دَ چا نه قرض اَخستل جائز دی۔ لکهٔ غله، هګیٔ، غوښه۔ او کوم څيز چې داسی وي، چې هغه شان شے بيا واپس کيدے نهٔ شي۔ دَ هغي اخستل جائز نهٔ دي۔ لکهٔ امروع، نارنج، چرګه، غوا، بيزه وغيره۔
نمبر۲۔ کوم وخت کښې چې غنم پهٔ شل روپیٔ من خرڅيدل، هغهٔ وخت کښې چا شل سيره غَنم واخستل۔ بيا غَنم ارزان شو۔ پهٔ پِنځلس روپیٔ من شو۔ هم هغه شل سيره غنم به ورکوي۔ اوکهٔ ګران شول هم به هغه شل سيره غَنم ورکوي۔ کمی زياتي پکښې نشته۔
نمبر۳۔څنګه غَنم چې تا قرض ورکړي وؤ ۔ کهٔ دَ هغي نه درته چا ښهٔ واپس کړل نو اخستل ئ جائز دی۔ دا سُود نهٔ دي۔ ليکن دَ قرض دَ ورکولو په وخت کښې دا وَينا چې ددي نه به ښهٔ راکوي ښهٔ کار نهٔ دے۔
البته پهٔ وزن کښې زياتے نهٔ دي پکار کهٔ دَ ورکړي شوي څيز نه څوک زيات واپس غواړي،نو دا جائز نهٔ دي۔ البته تول لږ دروند کول بدکار نهٔ دے۔
نمبر۴۔ کهٔ دَ چا نه ئ څهٔ روپیٔ يا غله دَ يَوے مياشتے يا شلو ورځو په نيټے قرض غوښتے وه۔ او هغهٔ منظوره کړے وه۔ هم دا نيټه کيښودل لغو او بے قائدے دي۔کهٔ هغه سړي ته دَ هغے نيټے نه مخکښې دَ خپل شی ضرورت شو۔ نو پهٔ هغه وخت ئ غوښتے شي۔ او ورکول ئ ضروري دي۔
نمبر۵۔ کهٔ تا دَ چا نه څلور سيره غَنم قرض اخستی وؤ۔ کله چې هغهٔ وُغوښتل نو تاسره غَنم نهٔ وو۔ ورته دي اُووي چې دَ هغي پهٔ بدل کښې دوه روپیٔ واخله۔ هغهٔ اُووي چې ښه۔ نو دا روپیٔ پهٔ دغه موقع ورکول ضروري دي۔ دَ جُدا کيدو نه مخکښې کهٔ دَ پيسو راخستو دَ پاره کوټے ته نَنوتے نو دا معامله باطله شوه۔ او بيا وئیل پکار دي۔ چې دَ دي قرض غَنمو پهٔ بدل کښې دا روپیٔ واخله۔
نمبر۶۔کهٔ دَ چا نه ئ دَ يَوے روپیٔ پيسے قرض اَخستے وي بيا پيسے ګرانے شوے او دَ روپیٔ پِنځلس نيمے آنے خرڅيدے۔ نو اوس دَ روپیٔ پيسے ورکول واجب نهٔ دي۔ بلکهٔ يوه روپیٔ به ورکوي۔ او هغه داسے نشی وئیلی ۔ چې ځما نه دي پَيسے اخستی دي۔ ماته دَ روپیٔ پيسے راکړه۔
نمبر۷۔ دَ کورونو دا دستور دی چې دَ ضرورت پهٔ وخت دَ يَو بل نه پخے روټیٔ واخلي۔ او بيا چې خپل کور کښې پخے شی پهٔ شمار ورکړي دا صحيح ده۔
دَ چا ذِمَه واري اَخَستَل
نمبر۱۔ دَ خالد په ذمه دَ چا څهٔ روپیٔ دي تا دَ هغي ذمه واري واخسته، چې کهٔ دهٔ درنکړے نو زهٔ به ئ درکړم۔ يا زهٔ دَ دهٔ ذمه وار يم۔ يا بل داسی لفظ ئ وُوي چې دَ هغي نه ذمه واري معلوميده، او هغی حقدار دَ ستا ذمه واري منظوره کړه۔ نو اوس دَ هغي رقم ادا کول دَ ستا پهٔ ذمه شو۔ کهٔ خالد ئ نهٔ ورکوي، نو تهٔ به ئ ورکوے ۔ او هغي حقدار ته اختيار دي دَ هر چانه چې تقاضا کوي۔ تر څو پورے چې خالد خپله قرضه نهٔ وي ادا کړے، تر هغي تهٔ ذمه وار ئ۔ البته کهٔ هغه حقدار ستا ذمه واري معاف کړي۔ او وائی چې اوس تاسره ځما څهٔ کار نشته۔ ددي نه پس به زهٔ ستا نه تقاضا نهٔ کوم۔ نو ستا ذمه واري ختمه شوه ۔او کهٔ ستا دَ ذمه واریٔ پهٔ وخت هغه حقدار ذمه واری منظوره نهٔ کړه۔ او ویٔ وي چې ستا دَ ذمه واریٔ څهٔ اِعتبار نشته۔ يا ئ نور څهٔ اُووي نو تهٔ ئ ذمه وار نهٔ ئ۔
نمبر۲۔ تا دَ چا ذمه واري کړے وه۔ دَ هغهٔ سَره پَيسے نهٔ وی۔ دَ هغهٔ پهٔ ځاۓ تا ورکړے، نو کهٔ تا دَ هغهٔ قرضداري پهٔ وَينا ذمه واري کړے وي،نو چې څومره پَيسے تا دَ هغهٔ په ځاۓ حقدار ته ورکړے وي هغه اوس ته دَ هغي قرضدار نه غوښتے شی۔ او کهٔ تا پهٔ خپله خوښه ذمه واري کړے وي۔ نو کتے به شي۔ چې دَ تا ذمه واري وړومبی چا منظوره کړی ده۔ کهٔ وړومبی قرضداري منظوره کړي وي۔نو داسي شوه لکهٔ چې دَ هغهٔ پهٔ وَينا دي ذمه واري کړے وي۔ نو کهٔ دَ هغهٔ پهٔ ځائ دي پيسے ورکړے ۔ دَ هغه نه ئ بيا غوښتی شي۔ او کهٔ وړومبی قرضدار منظوره نه کړے وي۔ نو تاچې څهٔ حقدار ته ورکړے وي، دَ هغي مطالبه دَ قرضدار نه نهٔ شی کولے۔ بلکهٔ دا تا دَ خپل طرف نه دَ قرضداری سره احسان کړي دي۔ اوس کهٔ ئ هغه پهٔ خپله خوښه درکوي ،نو ډيره ښه ده۔ کهٔ نهٔ وي ستا دَ مطالبی حق نشته۔
نمبر۳۔ کهٔ حقدار هغی قرضداري ته دَيوي مياشتی يا شلو ورځو مهلت ورکړے وي۔نو پهٔ دي موده کښې دَ ذمه وار نهٔ هُم مطالبه نشي کولي۔
نمبر۴۔ اوکهٔ تا دَ خپل ځان نه دَ ورکولو ذمه واري نه وي کړے بلکهٔ دَ دغه قرضدار امانت ستا سره پروت وو۔ دَ هغي نه دَ ورکولو ذمه واري دي کړي وي چې ددي سړي امانت ځما سره پروت دي کهٔ دهٔ نهٔ ورکولے زهٔ به ئ دَ هغي نه درکړم۔ بيا اتفاقًا دَ هغهٔ هغه امانت ستا نه چا پټ کړو۔ يا پهٔ بل څهٔ وجه برباد شو۔ نو اوس ستا ذمه واري ختم شوه ۔ نهٔ پهٔ تا ورکول واجب دي او نه ٔ حقدار ستا نه تقاضا کؤلی شي۔
نمبر۵۔ چرته دَ تلو دَ پاره تا يوه تانګه پهٔ کرايه واخسته۔ او يَو کس دَ هغي تانګے والا ذمه واري وکړه۔ کهٔ دهٔ کرايه درنه کړه نو زهٔ به ئ درکړم۔ دا ذمه واري صحيح ده اوکهٔ هغهٔ ورنهٔ کړه نو پهٔ دهٔ ورکول واجب دي۔
نمبر۶۔ کهٔ تا چاته څه شے ورکړو چې دا خرڅ کړه۔ هغهٔ هغه شے خرڅ کړو۔ پَيسے ئ رانهٔ وړے او وئ وي چې پَيسے چرته نهٔ ځی۔ زهٔ دي ذمه وار يئم کهٔ هغه درنهٔ کړے زهٔ به ئ درکړم۔ دا ذمه واري صحيح نهٔ ده۔
نمبر۷۔ کهٔ چا وُوي چې چرګه دي دلته پريږده کهٔ پيشو وُخوړه، زهٔ ذمه وار يئم يا ګډه بيزه دلته پريږده کهٔ ګيدړ ماته کړه زهٔ ذمه وار يئم دا ذمه واری صحيح نهٔ ده۔
نمبر۸۔ نابالغ هلک يا جينیٔ کهٔ دَ چا ذمه واري کوي نو دا ذمه واري صحيح نهٔ ده۔
خپل قرضه پهٔ بل چا وراچَول
نمبر۱۔ ستا په ذمه دَ خالؔد څهٔ قرض دی۔ او پهٔ راشؔد باندي ستا قرض دی۔ خالؔد ستانه تقاضا وکړه۔ تا ورته ووي چې راشؔد ځما قرضدار دی۔ تهٔ دَ هغهٔ نه وغواړه ځما نه مه غواړه۔ کهٔ پهٔ هغه وخت خالؔد دا خبره منظوره کړه۔ او راشؔد هم منظوره کړه۔ چې ښه زهٔ بهٔ ئ دهٔ ته ورکړم۔ نو دَ خالؔد قرضه ستا نه ختم شوه۔ اوس هغه تانه غوښتی نشي دَ راشؔد نه به غواړي۔ او څومره رقم چې تا راشؔد ته حواله کړي وو۔ هغهٔ رقم اوس تهٔ دَ هغهٔ نه نهٔ شے غوښتے۔ البته کهٔ ستا قرضه پهٔ راشؔد دَ هغی نه زياته وه۔ نو دَ زياتی مطالبه کولی شی۔ بيا کهٔ راشؔد هغه قرضه خالؔد ته ورکړه خو خير اوکهٔ هغهٔ ورنه کړه پهٔ دا مينځ کښې مړ شو۔نو چې هغهٔ نه څهٔ مال اسباب پاتي وي۔ هغه به خرڅَولی شي۔ او دَ خالؔد قرض به ورباندي ادا کيږي۔ او کهٔ هعه څهٔ مال نه وي پريښی يا ژوندی وي خو دَ هغی قرضی نه منکر وي۔ او خالؔد ته وائی چې پهٔ ما دَ هغه هيڅ نشته او ګواهان نهٔ وي۔ چې هغه ورباندي ثبوت وکړي۔ نو پهٔ دي وخت کښې خالؔد بيا تانه تقاضا کولی شي۔ اوکهٔ خالؔد دَ راشؔد نه غوښتل منظور نهٔ کړي۔ يا راشؔد ئ هغهٔ ته ورکول منظور نهٔ کړي۔ نو پهٔ داسی وخت کښې تانه قرض نشی بدليدے۔
نمبر۲۔کهٔ راشؔد ستا قرضدار نه وو۔ هسی تا دَ خپلی قرضی حواله پهٔ هغه وکړه۔ او هغهٔ منظور کړه۔ او خالؔد هم منظور کړه۔ نو اوس دغه قرض تا نه کوز شو۔ دَراشؔد پهٔ ذمه شو ددي هم هغه حکم دي کوم چې مخکښې تير شو۔ خالؔد به دَ راشؔد نه تقاضا کوي۔ او هغهٔ چې څه ورکړل بيا به ئ ستا نه تقاضا کوي او څو پوري چې ئ ستا پهٔ ځائ خالؔد ته څهٔ ورکړي نهٔ وي ستا نه تقاضا نهٔ شي کولے۔
نمبر۳۔ او کهٔ دَ راشؔد سره ستا څهٔ امانت پروت وو۔ ځکهٔ تا خپله قرضه پهٔ هغهٔ حواله کوله۔ بيا ستا هغه امانت پهٔ څه وجه برباد شو۔ نو اوس راشؔد ستا ذمه وار نهٔ دي۔ بلکهٔ خالؔد به ستا نه تقاضا کوي۔ دَ راشؔد دَ هغهٔ غوښتو څه حق پاتی نه شو۔
نمبر۴۔ په راشؔد باندي دَ حوالے نه پس کهٔ تا هغه قرضه پهٔ خپله ادا کړه هم صحيح ده ۔ خالؔد دا نهٔ شی وئیلی ، چې اوس ئ زهٔ تانه نهٔ اخلم دَ راشؔد نه بهٔ ئ غواړم۔
څوک وکيل کول
نمبر۱۔ کوم کار چې څوک خپله کولی شي۔ په هغي کښې دا اختيار هم شته۔ چې بل چاته اُووائی۔ چې ځما دا کار وکړه۔ لکهٔ خرڅَول ، اَخستل په کرايه ورکول۔ يا اَخستل ،نکاح کول وغيره ۔ مثلاً بازار ته سودا دَ پاره نوکر راستَول۔ يا دَ نوکر پهٔ لاس څهٔ شے خرڅَول۔ يا نوکر دَ تانګے کرايه کولو دَ پاره استول۔ پهٔ چا باندي چې کار کولی شي، هغهٔ ته پهٔ شريعت کښې ”وکيل“ وائی۔ لکهٔ نوکر چې دي بازار ته سودا دَ پاره استولی دی۔ نو هغه ستا دَ طرف نه دَ اخستو دَ پاره وکيل شو۔
نمبر۲۔ تا په نوکر غوښه را وغوښته۔هغهٔ قرض راؤړه، نو هغه قرضدار تاته تقاضا نشی کولی۔ هغه به ئ دَ نوکر نه غواړي۔ او نوکر بهٔ ئ ستا نه غواري۔ دغه شان کهٔ يَو شے تا دَ نوکر په لاس خرڅ کړو۔ نو تهٔ دَ هغي اخستونکي نه دَ رقم تقاضا نهٔ شے کولی۔ هغهٔ چې چانه څيز اَخستی دي هغهٔ ته به پيسے ورکوي ۔ البته کهٔ هغهٔ ئ خپله تاته درکړي۔ نو دا هم جائز دي۔ خو کهٔ هغه ئ خپله نهٔ درکوي ۔ نو ستا تري دَ غوښتو حق نشته۔
نمبر۳۔ تا پهٔ نوکر څهٔ شے را وغوښتو، هغه راوړو نو هغهٔ ته اختيار دی۔ چې څو پوری ئ تانه پَيسے نهٔ وي اَخستی هغه شَے نهٔ درکوي۔ هغه دَ خپل ځان نه پَيسے ورکړي وي۔ او کهٔ يا ئ نهٔ وي ورکړي۔ البته کهٔ هغه دَ څو ورځو پهٔ مخ قرض راوړے وي۔ نو هغه هومره ورځی تانه هم رقم نشی غوښتی۔
نمبر۴۔ کهٔ تا ورته دَ يَو سير غوښے وئیلی وو۔ هغهٔ يو نيم سير راوړه ۔ نو تا بندي ټوله اخستل ضروري نهٔ دي۔ نيم سير دي هغه خپله واخلی۔ يا دي ئ واپس کړي۔
نمبر۵۔ کهٔ تا چاتهٔ اُووی چې فلانیٔ بيزه چې دَ فلانی سړی سره ده۔ هغه ماته په پنځوس روپیٔ واخله۔ نو اوس هغه وکيل هغه بيزه دَ خپل ځان دَ پاره نشی اَخستے۔ غرض دا چې کوم شے تا ورته په ګوته کړی وي هغه شے په هغه وخت هغه دَ خپل ځان دَپاره نشي اَخستی۔ کوم قيمت چې ورته تا ښودلی وي کهٔ دَ هغي نه پهٔ زيات قيمت ئ دَ ځان دَ پاره اخلی نو اَخستی شي۔ او کهٔ تا ورته څه قيمت نهٔ وي ښيئلی۔ نو بيا ئ پهٔ هيڅ قيمت هم دَ ځان دَ پاره نهٔ شي اَخستی۔
نمبر۶۔ کهٔ تا ورته خاصه بيزه نهٔ وي ښیئلی۔ دومره دي ورته وئیلی وي چې ماته يوه بيزه وخله۔ نو اوس هغه ځان ته هم اَخستي شي۔ او تاته هم۔ کومه بيزه چې ئ ځان ته خوښه کړه۔ هغه دَ هغهٔ شوه۔ او کومه چې ئ تاته خوښه کړه۔ هغه ستا شوه۔ کهٔ دَ ځان پهٔ نيت ئ واخسته، نو دَ هغهٔ شوه۔ او کهٔ ستا پهٔ نيت ئ واخسته نو ستا شوه۔ اوکهٔ ستا پهٔ پيسو ئ واخسته، نو هغه ستا ده۔ پهٔ هر نيّت چې ئ اخستی وي۔
نمبر۷۔کهٔ ستا دَ پاره ئ بيزه اَخستی وه بيا ئ تاته در رسولی نه ده چې مړه شوه۔ نو دَ هغي قيمت به تهٔ ورکوی۔ اوکهٔ تهٔ وائ چې دا دي ځما دَ پاره نه وه اَخستی ،ځان ته دي اَخستی وه۔ نو کهٔ تا پَيسے ورکړي وي خو هغه لاړی، تهٔ داسی نشی وئیلی چې دا دي ځان ته اَخستی وه۔ اوکهٔ پيسے دي نه وي ورکړی۔ هغه درنه اوس پيسے غواړي۔ نو کهٔٔ تهٔ قَسَم خوړی شی چې دا دي ځما دَپاره نهٔ وه اَخستی ، نو بيزه دي هغهٔ لاړه۔ پهٔ تا پيسے نشته۔ ا وکهٔ قَسَم نشی خوړی نو دَهغهٔ دَ خبرے اعتبار به کوي بيزه ستا لاړه او هغهٔ ته به پَيسے ورکوي۔
نمبر۸۔کهٔ نوکر درته څيز ګران راوړو۔ نوکهٔ معمولی فرق وي۔ خو تهٔ به ئ اَخلی ۔ او رقم به ورکوی ا وکهٔ ډير فرق وو۔ چې دومره قيمت ورباندي هيڅوک نشي ورکولی نو بيا پهٔ تا اخستل ضروري نهٔ دي۔ په تا به تاوان وي۔
نمبر۹۔ تا چاته څهٔ شے خرڅَولو دَ پاره ورکړو۔ نو هغهٔ تا دا جائز نهٔ دي۔ چې هغه شے پهٔ خپله واخلی اوتاته قيمت درکړي۔ دغه شان کهٔ تا دَ څهٔ څيز اَخستو دَ پاره چاته وُوي،نو هغهٔ درباندي خپل شے نشي خرڅَولی کهٔ داسي کوي نو هغهٔ ته صفا صفا ويل پکار دي۔ چې دا څيز زهٔ اَخلم۔ دومره قيمت درکوم يا ځما دا څيز واخله دومره قيمت راکړه۔ بغير دَ وَينا داسي کار کول جائز نهٔ دي۔
نمبر۱۰۔ تاکهٔ نوکر دَ نریٔ غوښے دَ پاره بازار ته اَستولی وو۔ هغهٔ غټه غوښه راوړه۔ يا تا الوګانو دَ پاره استولی وو۔ او هغهٔ بنډیٔ راوړی ،نو پهٔ تا ئ اَخستل ضروري نهٔ دي۔ کهٔ تهٔ ئ نهٔ اَخلی، نو هغهٔ به ئ پخپله اخلی۔
نمبر۱۱۔ کهٔ تا ورته دَ يوي روپیٔ شے وئیلی وو۔ هغهٔ دَ دوؤ راوړو۔ نو تاته اختيار دي چې دَ يوي روپیٔ تري نه واخلي ۔ او زياتي پهٔ هغهٔ تاوان کړي۔
نمبر۱۲۔ کهٔ تا دَ يَو څيز پهٔ اَخستو پسي دوه کَسه واستول۔ نو دَ اَخستو پهٔ وخت دَ هغي دواړو حاضري ضروري ده۔ کهٔ يَو سړي واخستو، نو سودا ستا پهٔ منظوریٔ موقوفه ده۔ کهٔ تا منظوره کړه نو صحيح ده کهٔ نهٔ وي نو نهٔ ده۔
نمبر۱۳۔ کهٔ تا يو سړي ته وُوي ، چې ماته دا شے واخله۔ هغه پهٔ خپله وانخستو۔ پهٔ بل چا باندي ئ واخستو نو تاته اختيار دي چې هغهٔ شے اخلی او کهٔ نهٔ ئ اخلی۔ البته کهٔ هغه خپله اخستی وي۔ نو بيا به ئ تهٔ خواه مخواه اخلے۔
دَ وکيل ماتَوُل
دَ وکيل دَ موقوف کولو او لری کولو تاته هر وخت اِختيار دي۔ مثلاً تا چاته وئیلی وو۔ چې ماته دَ يوي غوا ضرورت دي۔ کهٔ چرته درباندي پيښه شوه۔ نو ماته واخله۔ او بيا دي منع کړو، چې اوس مهٔ اخله۔ نو اوس هغهٔ ته دَ اَخستو اختيار نشته۔ اوس کهٔ هغهٔ واخسته نو پهٔ هغهٔ به تاوان وي پهٔ تا ئ اَخستل ضروري نهٔ دي۔
کهٔ پهٔ خپله دي نهٔ وي منعَ کړي۔ خط دي ورته استولی وي۔ يا سړے دي وراستولي وي۔ چې اوس مهٔ اخله نو وس هغه نشي اخستی، او کهٔ تا پهٔ خپله خبر نهٔ وي ورکړی۔ بل چا ورته دَ ځان نه اُووي، چې فلانی ته اوس ضرورت نشته۔ دَ هغه دَ پاره مهٔ اَخله۔ نو کهٔ دوه کسه وو۔ يا يَو کس ښهٔ شريعت او نيک سړے وو۔ نو هغه دَ وکالت نه مات شو۔ او کهٔ هغه اَخلی۔ نو پهٔ تا ئ اَخستل ضروري نهٔ دي۔
دَ مُضارَبت احکام
نمبر۱۔ کهٔ تا چاته روپیٔ ورکړے چې پهٔ دي سودا ګري کوه۔ پهٔ نفعَ کښې به دواړه شريک يُو۔ دي ته ”مُضَارَبَت“ وئیلی شي۔ دا جائز دي۔ کهٔ نه وي نو فاسد او ناجائز دی۔ اول دا ”۱“ چې څومره روپیٔ دَ مضاربت دَ پاره ورکولی شي۔ هغه دي څرګندي او متعينه وي۔ او چې ټول رقم پهٔ هغه موقع ورکړي شي۔ کهٔ روپیٔ ئ دَ ځان سره وُساتلی ، نو دا معامله صحيح نه ده ۔
”۲“ دويئم دَ نفعِ دَ تقسيم شکل څرګندَول ضروري دي چې ته ٔ به څومره حصه پهٔ نفع کښې اَخلی۔ او هغه کار کوونکي ته څومره ورکوی۔ کهٔ دا ظاهره نهٔ شوه۔ صرف دومره اووئیلی شو چې نفع به مونږ داړه تقسيموو نو دا معامله فاسده ده۔
”۳“ دريئم دَ نفع تقسيم پهٔ دي طريقه نه دي پکار چې مثلاً څومره نفعَ چې وشوه۔ لس روپیٔ ځما او نورے ستا يا لس ستا او نوري ځما خاص رقم مقرّر کول جائز نهٔ دي۔ بلکهٔ پهٔ دي طريقه پکار ده چې څومره نفع وشوه۔ نيمه ستا نيمه ځما يا يوه حصه ستا او دوه حصے ځما يا څلورمه حصه ستا دری حصے ځما غرض دا چې دَ نفعِ تقسيم دَ حصو پهٔ اعتبار کول پکار دي۔ دَ مقرّر رقم پهٔ حساب نه دي پکار۔
کهٔ چرے څه نفع وشوه، نو هغهٔ ته به خپله حصه ورکړي شي۔ او کهٔ نفعَ ونه شوه نوکار کوونکي به هيڅ نهٔ اخلي۔ کهٔ چا داسي وکړل۔ چې کهٔ نفع وشوه خپله حصه به واخلي اوکهٔ نقصان وشو۔ زهٔ به دَ خپل ځان نه دومره رقم درکړم۔ نو دا معامله فاسده ده۔ هم دغه شان کهٔ دا شرط چا کيښود، چې کهٔ نقصان وشو نو هغه به ټول دَ کار والا په ذمه وي، يا به هعه هم دَ دواړو شريک وي، دا هم فاسد دي ،بلکهٔ کهٔ نقصان وشو هغه به دَ مالک پهٔ ذمه وي، دَ چا دي رقم دي دَ کار کؤنکي پهٔ ذمه نقصان نشته۔ دَ هغهٔ محنت لاړو، ددهٔ مال لاړو۔
نمبر۲۔ څو پوري چې کار کوونکي سره رقم موجود وي يا ئ ورباندي مال نهٔ وي اَخستی تر هغي پوري تهٔ هغه معطل کولي شي ، او روپیٔ تري نه واپس اَخستی شی۔ او چې کله هغهٔ مال واخستول کار ئ شروع کړو۔ بيا ئ نه شے معطّل کولي څو پوري چې دا مال خرڅ شوي نه وي۔
نمبر۳۔ کهٔ دا شرط ئ کيښو چې زهٔ به هم درسره کار کوم يا به ځما سړے فلانے درسره کار کوي نو دا معامله فاسده ده۔
نمبر۴۔ دَ مضاربت حکم دادي، چې کهٔ معامله پهٔ دي شرطونو باندي صحيح شوي وي۔ او څهٔ خراب شرط ورکښی نهٔ وي لګيدلی۔ نو پهٔ نفع کښې دواړه شريک ا وچې څنګه ئ معامله کړي وي پهٔ هغي طريقه به نفعَ تقسيموي اوکهٔ څهٔ نفعَ ونهٔ شوه۔ يا نقصان وشو۔ نو هغه سړي ته به هيڅ نشي ورکيدي۔ او نهٔ به تري دَ نقصان تاوان اخستی شي۔ او کهٔ معامله دَ څهٔ وجي نه فاسده شوي وه۔نو هغه کار کوونکي پهٔ نفعَ کښې شريک نهٔ دي۔ دَ هغهٔ مثال دَ نوکر دي او چې دَ هغهٔ دَ لياقت نوکر ته عامه څومره تنخواه ورکيدي شي۔ دَهغي تنخواه حقدار به وي۔ کهٔ نفعَ وشوه هم، او کهٔ اونهٔ شوه هُم۔ نفعَ به ټوله دَ مالک وي البته کهٔ دَ هغهٔ تنخواه ډيره جوړيده۔ او دَ هغهٔ پهٔ حصه کښې چې کومه نفعَ رسيده ، هغه کمه ده نو په داسي وخت کښې به تنخواه نشي ورکولي هغهٔ به دَ نفعِ حِصه اَخلی۔
تنبيه۔ چونکهٔ دَ دي قسم مسٔلے کمی پيښيږی۔ پهٔ دي وجه مونږ زياتي اونهٔ ليکلی کهٔ چاته ضرورت وو نودَ پوهه کَسانو نه دي تپوس کوي چې پهٔ ګُناه کښې رانشي۔
دَ اَمانَت اَحکام
نمبر۱۔کهٔ تاسره چا يو څيز امانت کيښودو، نو اوس ئ پهٔ تابدي حفاظت کول واجب شو۔ کهٔ پهٔ حفاظت کښې دي غفلت وکړو۔ او هغهٔ شے برباد شو۔ نو دَ هغي تاوان پهٔ تا دي۔ البته کهٔ پهٔ حفاظت کښې ئ کمي نهٔ وو شوي خو دَ څهٔ وجی نه هغه شے برباد شو۔ لکهٔ چا پټ کړو، يا په کور اور ولګيدو، اوسو، نو بيا ئ توان نشته۔ بله دَ کيښو پهٔ وخت کښې کهٔ ئ دا اقرار کړي وو۔ چې کهٔ برباد شو، زهٔ به تاوان درکړم بيا هم هغه ته دَ تاوان اخستو حق نشته۔ کهٔ څوک پهٔ خپله خوښه ورکوي دا بيله خبره ده۔
نمبر۲۔ کهٔ چا درته ووي چې زهٔ پهٔ څهٔ کار پسي ځم ځما دا څيز درسره کيده او تا ورته ووي چې ښه۔ يا تا څهٔ نه وو وئیلی او هغه څيز کيښو لاړو، نو دا امانت شو۔ البته کهٔ تا ورته صفا اُووي چې زهٔ ئ نشم کيښوی۔ بل چا سرهٔ ئ کيږده۔ او بيا هم هغهٔ پريښو۔ نو دا څيز امانت نهٔ دي۔ البته کهٔ دَ هغهٔ دَ تلو نه پس تا راواخستو سمبال دي کړو، نو اوس تا سره امانت شو۔
نمبر۳۔ کهٔ څو کسان ناست وؤ۔ دَ هغو ټولو مخکښې ئ کيښو، لاړو، نو پهٔ هغي ټولو دَ هغه حفاظت واجب دي۔ او کهٔ هغه نقصان شو۔ نو ټول به ئ پهٔ شريکهٔ تاوان ورکوي اوکهٔ هغه ټول کسان پهٔ يو ځائ نهٔ وؤ پاسيدلي ، يو يو پاسيدلي وو۔ نو چې څوک دَ ټولو نه روستو پاتي وو۔ حفاطت ئ دَ هغهٔ پهٔ ذمه پاتي شو۔ کهٔ هغه هم تري نه پاسيدو او څيز ئ دَغسي پريښودو او هغه نقصانی شو نو تاوان پهٔ دغه کس دي۔
نمبر۴۔ دَ چا سره چې څهٔ شے ايښی شوي وي، نو هغهٔ ته حق دي چې خپله ئ حفاظت سره کيږدي۔ کهٔ بل چا خپل اعتباري کَس سره ئ کيږدي۔ څوک چې دهٔ سره پهٔ کور کښې اوسی۔ لکهٔ مور، خور ورور وغيره دَ چا سره چې دي دَ ضرورت پهٔ وخت خپل شے هم کيږدي۔ کهٔ اعتباري نهٔ وي نو بيا ورسره کيښودل جائز نهٔ دي۔ کهٔ سره دَ پوهے ئ دَ بی اعتباره کَس سره کيښو۔ نو کهٔ برباد شو دَ تاوان ئ دي ذمه وار دي۔ اودَ داسي خپلوانو نه علاوه کوم چې دَ ده ٔ سره پهٔ کور کښې اوسي۔ بل چته اَمانت سپارل دَ مالک دَ اِجازت نه بغير جائز نهٔ دي۔ هغه کس بلکل غير وي اوکهٔ رشته دار وي(خو پهٔ يو کور کښې نهٔ اوسی) کهٔ د َبل چاسره ئ کيښو او هغه برباد شو، نو تاوان ئ په دهٔ دي۔ البته کهٔ هغه بل سړے داسي وي چې دي ورسره خپل څيزونه هم امانت کيږدي۔ نو خير دي۔
نمبر۵۔ کهٔ چا ورسره څهٔ شے ايښی وو ۔ستا هير شو همدغسي راپاسيدي هغي دي پهٔ هغه ځائ پريښو، نوکهٔ ورک شو، تاوان به ئ ورکوي يا دَ کوټے يا صندوق وَر دي لري پريښو کوم کښې چې امانت پروت دي۔ او هلته ګډوَډ خلق ناست وو۔ او هغه څيز داسي وو چې بغير جندري ئ دَ ورکيدو خطره وه نو کهٔ ورک شو، تاوان ئ پهٔ تا دي۔
نمبر۶۔ کهٔ پهٔ کور اور ولګيده نو پهٔ داسي وخت کښې امانت پردي سړي ته هم حواله کولي شي۔ خو بيا به ئ تري نه زر واپس اخلی۔ کهٔ په واپس اَخستو ئ سُستی وُکړه۔ او هغه شے برباد شو۔ نو تاوان بهٔ ئ ورکوي همدغه شان دَ مرګ پهٔ وخت کښې کهٔ خپلوان موجود نهٔ وؤ۔ نو ګوانډي ته امانت حواله کَولی شی۔
نمبر۷۔ کهٔ چا درسره څهٔ روپیٔ پَيسے امانت کيښوي ۔نو هم دَهغي روپو پيسو حفاظت به کوي۔ نهٔ ئ خپل مال سره ګَډولي شي۔ ا ونهٔ ئ لګَول جائز دی۔ دا خيال مه کوه۔ چې روپیٔ پَيسے ټولی يو شے دي۔ دا به وُلګوم ، هغه ته به نوري ورکړم۔ البته کهٔ هغه ئ دَ لګولو اجازت ورکړي وو۔ نو بيا خير دي ۔ خو دَ هغي هم دا حکم دي چې کهٔ هم هغه رقم دي ساتلی وو خو هغه ورسره امانت وي کهٔ ه څه وجه برباد شو۔ نو تاوان ئ نشته۔ اوکهٔ تا وُلګولو نو اوس امانت نهٔ دي۔ ستا پهٔ ذمه قرض شو۔ کهٔ دَ خرڅ نه پس تا بيا هغه هومره رقم دَ هغه پهٔ نوم بيال کيښو۔ نو دا امانت نه دي۔ هم ستا رقم دي کهٔ پهٔ څهٔ وجه برباد شو، نو هغه ستا لاړو۔ هغهٔ ته به نور ورکوي۔ غرض دا چې دَ لګولو نه پس څو پوري چې هغهٔ ته ورکړي شوي نهٔ وي۔ هغه پهٔ ذمه قرض دي امانت نهٔ دي۔
نمبر۸۔ چا تاسرهٔ سل روپیٔ امانت کيښوی۔ دَ هغهٔ نه تا پنځوس روپیٔ دَ هغهٔ پهٔ اجازت وُلګولی۔ نو پنځوس ستا پهٔ ذمه قرض شوي۔ ا وهغه باقی پنځوس امانت دي۔ اوس تاسره کهٔ څهٔ پيسے راغلی نو هغهٔ پنځوس دَ دي پنځوس سره مه ګَډوه۔ دا بهٔ هم دَ امانت نه اووځی دا سل واړه به ستا پهٔ ذمه قرض شي۔ کهٔ بربادي شوي۔ نو ستا لاړی ځکهٔ چې دَ امانت روپو سره چې خپلي روپیٔ ګډے شي نو هغه امانت پاتی نهٔ شي، بلکهٔ قرض شي۔
نمبر۹۔ کهٔ تا دَ هغهٔ پهٔ اجازت دَ امانت سل روپیٔ دَ خپلو سلو روپو سره يو ځائ کيښوي نو دا ټولی روپیٔ دَ دواړو شريکی شوي۔ کهٔ دَدي نه څهٔ لاړے نو دَ دواړو شريکے به ځی نيمی دَ يو نيمی دَ بل۔ ا وکهٔ سل دَ يو وي دوه سره دَ بل دي۔ نو تاوان به ئ پهٔ هغه حساب راځی۔ مثلاً شپيتهٔ روپیٔ تري ورکی شوي۔ نو شل دَ يو لاړي او څلوريښت دَ بل دا هلهٔ کهٔ دَ هغهٔ پهٔ اجازت ئ ايښي وي۔ ا وکهٔ بی اجازته ئ وي۔ نو دَ هغي هم هغه حکم دي۔ چې اوس امانت نه دي دَ دهٔ پهٔ ذمه قرض شوي۔ او دَ هغي نه څه ورکي شوي نو دده ورکي شوي امانت واله ته به خپل مال پوره ورکوي۔
نمبر۱۰۔ کهٔ چا غوا، بيزه امانت کړه۔ نو دَ هغي پیٔ څښل يا بل څهٔ کار تري اخستل جائز نه دي۔ بی اجازته کهٔ ئ تري څومره پیٔ څښلي وي دَ هغي به قيمت ورکوي۔ البته کهٔ مالک ئ اجازت ورکړے وي نو خير دي۔
نمبر۱۱۔ کهٔ چا جامی ، کالے،کټ، يا بل څهٔ سامان دَ چاسره امانت ايښی وو۔ نو دَ هغي استعمال بی اجازته جائز نهٔ دي۔ کهٔ هغهٔ بی اجازته استعمالَولو پهٔ هغه وخت کښې هغه شے مات ګُډ شو۔ يا برباد شو نو تاوان به ئ ورکوي۔ او کهٔ توبه ئ اوويسته۔ او بيا ئ پهٔ خپل ځائ محفوظ کړو۔ او دَ هغي نه پس برباد شو۔ نو تاوان پري نشته۔
نمبر۱۲۔ کهٔ دَ صندوق نه ئ دَ امانت کپړه راؤيسته چې ماښام به ئ اَغوندم او هغه دَ اغوستو نه مخکښې ورکهٔ شوه۔ نو تاوان به ئ ورکوي۔
نمبر۱۳۔ کهٔ دَ امانت غوا بيزه ناجوړه شوه۔ تا دارو ورکړل پهٔ هغي دارو هغه مړه شوه ۔ نو تاوان به ورکوي۔ اوکهٔ بي دارو مړه شوه نو تاوان پري نشته۔
نمبر۱۴۔ کهٔ چا دَ کيښودو دَ پاره روپیٔ درکړي تا پهٔ بټوه کښې واچَولي او جيب کښې دي کيښوی بټوه دَ جيب پهٔ ځائ کوزه پريوته خو ستا دا خيال وو چې پهٔ جيب کښې ده هغهٔ روپیٔ ورکی شوي نو هيڅ تاوان ئ نشته۔
نمبر۱۵۔ څهٔ وخت چې څوک خپل امانت وُغواړی پهٔ هغه وخت ئ ورکول واجب دي۔ اوکهٔ چا درنه خپل امانت اوغوښتو تا ورته اُووي چې اوس مي لاس اوزګار نهٔ دي۔ بيا راشه هغه پهٔ خپله خوښه لاړو۔ خو خير دي اوکهٔ هغه خفه لاړو۔ نو دا څيز امانت نهٔ دي۔ کهٔ دَ دي نه پس برباد شو،نو تهٔ به ئ تاوان ورکوي۔
نمبر۱۶۔ کهٔ چا پهٔ خپل امانت پسي څوک سړے راوستولو۔ نو تاته د احق دي چې ورته اوواۓ چې خپله دي راشي۔ ۔ زهٔ ئ بل چا ته نهٔ ورکؤم۔ اوکهٔ تا هغه سړے رښتونے وُګنړلو، شے دي ورکړو، بيا مالک اُووي چې ما خو نهٔ وو دراستولی تا ولي ورکولو۔ نو هغه ستا نه خپل شے غوښتی شي۔ تهٔ به ئ دَ هغه سړي نه غواړے۔ اوکهٔ دَ هغهٔ نه هغه شے برباد شوي وي نو تهٔ دَ هغهٔ نه تاوان نهٔ شے اخستی۔ او مالک ئ ستا نه غوښتی شي۔
دَ غوښتلی څيز احکام
نمبر۱۔ کهٔ دَ چا نه چې څهٔ کپړه، کالے، جامې، لوښی دَ څو ورځو دَ پاره وغوښتل چې دَ کار پوره کېدو نه پس به ېٔ واپس کوم۔ نو دا هم دَ امانت پهٔ حکم کښې دی۔ هغه سامان پهٔ حفاظت ساتل واجب دی۔ کهٔ سره دَ حفاظت نه برباد شو۔ نو دَ چا څيز چې دے هغه ېٔ تاوان نهٔ شی غوښتی۔ اؤ کهٔ تا اقرار کړی وی، چې کهٔ خراب شو، نو زهٔ به ېٔ تاوان درکوم۔ بيا هم تاوان اخستل جائز نهٔ دی۔ البته کهٔ حفاظت نه وهٔ شوے پهٔ دې وجه برباد شو، نو تاوان به ورکؤلے شی۔ اؤ مالک ته هر وخت اختيار دی۔ چې کله ېٔ خوښه وی خپل شے واپس وغواړی تهٔ انکار نهٔ شې کؤلے۔ کهٔ دَ غوښتو نه پس دې ورنهٔ کړو۔ اؤ پهٔ څهٔ وجه برباد شو، نو تاوان به ورکوی۔
نمبر۲۔ دَ څنګه استعمال اجازت چې مالک ورکړے وی۔ پهٔ هغه طريقه استعمال جائز دَ هغې نه بدله طريقه باندې جائز نهٔ دی۔ کهٔ هغه شان ېٔ استعمال نهٔ کړو۔ اؤ هغه شے خراب شو۔ نو تاوان به ورکوی۔ مثلاً دې پهٔ سرؤلو دَ پاره لوپټه غوښتے وه۔ دې وغوړؤله اؤ ورباندې ودهٔ شوه ۔ اؤ هغه خرابه شوه۔ يا پهٔ کټ کښې ګنړ کسان کښېناستل نو هغه مات شو۔ يا ېٔ دَ شيشې لوښے پهٔ اور کښېښو، هغه مات شو۔ يا دَ بل څهٔ داسې غلط استعمال پهٔ وجه هغه شے برباد شو ۔ نو تاوان به ورکوی۔ يا ېٔ څيز دَ چانه غوښتې وهٔ۔ بيا ېٔ پهٔ زړهٔ کښې بدنيتی راغله۔ چې واپس ېٔ نهٔ ورکؤم۔ اؤ هغه برباد شو، نو تاوان به وکوی۔
نمبر۳۔ دَ څو ورځو پهٔ وعده چې ېٔ څيز راؤړی وی، پهٔ خپله وعده ېٔ واپس کؤل ضروری دی۔کهٔ واپس ېٔ نهٔ کړو۔ اؤ هغه شے براباد شو۔ نو تاوان به ورکوی۔
نمبر۴۔ کوم څيز چې ېٔ غوښتی وی۔ کهٔ مالک اجازت ورکړی وی۔ چې بل چاته ېٔ هم ورکؤلے شی۔ نو غوښتونکی ته جائز دی۔ چې بل چاته ېٔ هم استعمال ته ورکوی ۔ يا صفا اجازت خو ېٔ نهٔ وی ورکړے، خو دَ هغهٔ سره ېٔ تعلقات داسې وی۔ چې هغه به ورته دَ هر څنګه استعمال اجازت کوی۔ نو بيا ېٔ هم بل چاته ورکؤلی شی۔ اؤ کهٔ مالک ورته صفا وئیلی وی۔ چې خپله استعمالوه خو بل چاته به ېٔ نه ورکوی۔ نو بيا ورته پهٔ هېڅ شکل بل چاته ورکؤل جائز نهٔ دی۔ اؤ کهٔ غوښتونکی شے پهٔ داسې طريقه غوښتی وهٔ۔ چې زهٔ به ېٔ خپله استعمالؤم۔ اؤ مالک ورته څيز ورکړو۔ خو دَ بل چا دَ استعمال ېٔ صفا اجازت نهٔ وهٔ ورکړے اؤ منع کړے ېٔ هم نهٔ وهٔ۔ نو کتې به شی، چې دا شے څنګه دے کهٔ داسې شے وی، چې هر څوک ېٔ يو شان استعمالوی ۔ اؤ څهٔ نقصان ورکښې نه راځی۔ نو خپله ېٔ استعمالولی شی۔ اؤ بل ته ېٔ هم ورکؤلے شی۔ اؤ کهٔ شے داسې وهٔ۔ چې ټول خلق ېٔ يو شان نه شی استعمالؤلے څوک ېٔ خيال ساتی اؤ څوک بې پرواهی کوی۔ اؤ دَ خرابېدو احتمال ېٔ وی۔ نو داسې شے بل چاته ورکؤل بی اجازته جائز نه دی۔ اؤ کهٔ چا شے غوښتې وهٔ، چې زما دا مېلمه يا دا فلانې دوست به ېٔ استعمالوی۔ اؤ دَ خپل استعمال څه ذکر ېٔ ورکښې نهٔ وهٔ راغلے۔ نو دَ هغې هم دغسې حکم دے چې دَ اول قسم شے چې هر څوک ېٔ يو شان استعمالوی۔ خپله هم استعمالؤلی شی اؤ دویٔم قسم شے چې په استعمال کښې ېٔ فرق وی۔ خپله نهٔ شی استعمالؤلے صرف هغه سړے به ېٔ استعمالوی دَ چا پهٔ نوم چې راغوستې شوی وی۔ اؤ کهٔ شے دغه شان راغوښتې شوے وهٔ، چې نهٔ ېٔ خپل نوم اخستې وهٔ ، نهٔ دَ بل چا۔ اؤ مالک هم څهٔ نهٔ وو وئیلی نو اول قسم شے خو خپله هم استعمالولی شی۔ اؤ بل ته ېٔ هم ورکؤلی شی۔ اؤ دویٔم قسم شے کهٔ ېٔ اول خپله استعمال کړو، نو بيا چا ته نهٔ شی ورکؤلی۔ اؤ کهٔ اول ېٔ بل چاته ورکړو۔ نو بيا ېٔ خپله نهٔ شی استعمالؤلے۔ دې خبرو ته ښهٔ فکر پکار دے۔
نمبر۵۔ مور پلار ته دَ خپل نابالغ اولاد ملکيت شے بل چاته ورکؤل جائز نهٔ دی۔ کهٔ هغه څيز برباد شو۔نو تاوان به ېٔ ورکوی هم دغه شان کهٔ نابالغه پهٔ خپله شے چاته ورکوی، نو اخستل ېٔ جائز نهٔ دی۔
نمبر۶۔دَ چانه ېٔ يو شے پهٔ غوښته راؤړے وهٔ۔ بيا دَ هغې مالک مړ شو ۔ نو اوس دَ هغې څيز نه کار اخستل جائز نهٔ دی۔ (هغه امانت دے، دَ غوښتنې شے پاتې نهٔ شو) هم دغه شان کهٔ غوښتونکے مړ شو۔ نو دَ هغهٔ وارثان ترې نهٔ فائدہ نهٔ شی اخستے ۔(مالک ته بهٔ ېٔ واپس رسوی)۔
هبه يعنی چاته څهٔ شے بخښل
تا چاته څهٔ شے ورکړو، اؤ هغهٔ منظور کړو، يا په خلهٔ ېٔ هېڅ ونهٔ وې خو تا ورکړو، اؤ هغهٔ واخستو نو دا شے اوس دَ هغهٔ ملکيت شو، ستا ملکيت پاتې نهٔ شو، دې ته په شريعت کښې هبه وائی، خو دَ دې ګڼ شرطونه دی۔
(۱) هغه شے هغهٔ ته حواله کؤل۔ چې هغه ورباندي قبضه وکړی۔ کهٔ تش په خلهٔ تا ووي چې دا شے مې تا ته درکړو۔ اؤ هغهٔ ووې چې ما واخستو ۔ لېکن څيز ېٔ هغهٔ ته حواله کړے نهٔ دے۔ نو دا هبه پوره نهٔ ده۔ دا شے هم ستا ملکيت کښې دے۔ البته کهٔ هغه شے دې ورکړو اؤ هغهٔ ورباندې قبضه وکړه۔ نو اوس دَ هغهٔ ملکيت شو۔ ستا ورباندې څهٔ حق پاتې نهٔ شو۔
(۲) تا هغه شے داسي ځائې کښې کښېښو۔ چې کهٔ هغهٔ ورباندې قبضه کوی نو کؤلے شی۔ اؤ ورته دې ووې چې دا ستا شو۔ نو پهٔ داسې کښېښودو باندې هم هغه مالک شو۔ اګرچې لا ېٔ قبضه کړے نهٔ وی۔ خو داسې به ګڼلی شی چې ګويا هغهٔ قبضه کړو۔
(۳) کهٔ په صندوق کښې دې چاته څهٔ کپړې ورکړې خو دَ هغې صندوق کنجی دې نهٔ ده ورکړے۔ نو دا قبضه نه ده شمار۔ چې دَ صندوق کنجی ورکړې هله به قبضه ګڼلی شی۔ اؤ هغه وخت به ېٔ هغه مالک کيږی۔
(۴) پهٔ يو بوتل کښې تيل پراتهٔ وو، تا هغه بوتل چاته وبخښلو۔ خو تيل دې نهٔ وو ورکړی۔ نو دا ورکؤل صحيح نهٔ دی۔ کهٔ هغهٔ پرې قبضه وکړه هم مالک کيږی نه۔ چې تيل ترېنه وباسې اؤ تش بوتل باندې هغه قبضه ورکړی هله به ېٔ مالک شی۔ اؤ کهٔ تيل دې چاته ورکړل بوتل دې نه وهٔ ورکړے۔ چې خالی بوتل به واپس کوی۔ نو دا هبه صحيح ده۔ غرض دا چې کهٔ څوک څهٔ لوښے چاته ورکوی۔ نو خالی کول ېٔ ضروری دی۔ هم دغسې کهٔ مکان ورکوی۔ نو خپل سامان به ترې وباسی۔ اؤ خپله به هم وځی۔
(۵) کهٔ چاته نيمه يا دویٔمه يا څلورمه برخه څيز ورکوی نو کتې به شی چې دا څيز کوم قسم دے۔ تقسيم نه پس به هم دَ کار وی کهٔ نه۔ کهٔ دَ تقسيم نه پس دَ کار نه پاتې کيږی۔ لکهٔ مېچن، کهٔ نيمه ېٔ کړې نو کار پرې نهٔ کيږی۔ يا کټ، کرسیٔ، دېکچے، لوټه، يا بل داسے لوښے يا څاروے چې تقسمېدے نهٔ شی۔ نو دَ داسې شی دویٔمه، دریٔمه حصه هم بخښلی شی۔ څومره حصه چې تا ورکړه۔ دَ هغې مالک به شی۔ اؤ هغه شے به ېٔ شريک شی۔ اؤ کهٔ هغه شے دَ تقسيم قابل وی۔ لکهٔ کور، زمکه، دَ کپړې تهان، دَ سوزؤلو لرګی۔ غله وغېره نو بغير دَ تقسيم نه ېٔ ورکؤل صحيح نهٔ دی۔ کهٔ تا چاته ووې۔ چې دَ دې لوښی نيم غوړی ستا شو۔ اؤ هغهٔ ووې چې ښه زما شو۔ نو دا هبه صحيح نه ده۔ اؤ کهٔ هغهٔ پرې قبضه وکړی۔ هم مالک کيږي ېٔ نه۔ څو پورې چې تا ورته خپله حصه بيله کړی نهٔ وی۔ کهٔ تا ورته هغه نيم غوړی بیل کړل ور دې کړل نو هله به ېٔ هغه مالک شی۔
(۶) يو تهان يا باغ يا مکان دوه کسو پهٔ شريکه واخستو۔ نو څو پورې چې ېٔ تقسيم کړی نهٔ وی خپله برخه بل چاته بخښلی نهٔ شی۔
(۷)کهٔ چا اتهٔ انې پيسې پهٔ دوؤ کسو کښې يو کس ته ورکړې چې دا تاسو دواړه سره نيمې کړیٔ۔ نو دا هبه صحيح نهٔ ده۔ دواړو ته جدا جدا ورکؤل پکار دی۔ اؤ کهٔ يوه روپۍ يا يو اته انيز دوؤ کسو ته ورکړی چې دا نيم کړیٔ نو خير دے۔
(۸) کهٔ دَ غوا يا بيزې پهٔ ګېډه کښې بچے وی نو دَ پيدا کېدو نه وړومبے هغه چاته بخښل صحيح نهٔ دی۔ کهٔ ورته چا مخکښې وئیلی وی۔ اؤ دَ پيدائش نه پس پهٔ هغهٔ قبضه وکړی، هم ېٔ نهٔ مالک کيږی۔ کهٔ ورکوی ېٔ نو دَ پيدائش نه پس دې ېٔ بيا ورکړی۔
(۹) کهٔ چا بلاربه غوا چاته وبخښله۔ چې دا غوا ستا شوه۔ خو دَ دې ګېډه کښې بچے نهٔ درکؤم۔ هغه زما دے نو دا صحيح نهٔ ده۔ غوا اؤ بچے دواړه دَ هغهٔ شو۔ دَ پيدا کېدو نه پس دې پهٔ بچی قبضه نهٔ شی کؤلے۔
(۱۰) ستا څهٔ څيز دَ چا سره امانت پروت وهٔ۔ تا هغهٔ ته وبخښلو نو تش پهٔ دې وېنا چې ”هغه ستا شو“ هغه دَ هغې څيز مالک شو۔ اوس پهٔ هغې باندي دوباره قبضه کؤل ضروری نهٔ دی۔ ځکه چې هغه دَ مخکښې نه دَ هغهٔ پهٔ قبضه کښې دے۔
(۱۱) نابالغه هلک يا جينۍ کهٔ خپل څيز چاته ورکړی نو دا ورکؤل صحيح نهٔ دی۔ اؤ هر سړی ته ېٔ اخستل جائز نهٔ دی۔ په دې کښې ډېر فکر پکار دے۔ ډېر خلق ورکښی مبتلا دی۔
وړو ته څهٔ شے ورکؤل
نمبر۱۔ پهٔ سنت ښادیٔ کښې چې وړو ته څهٔ ورکولی شی۔ دَ هغې مطلب وړو ته ورکؤل نهٔ وی۔ بلکې هغه دَ هغوی مور پلار ته ورکؤل وی۔ ځکه هغه دَ هغې وړو ملکيت نهٔ دی۔ مور پلار ېٔ دَ هغې مالکان دی۔ چې څنګه ېٔ غواړی هغه شان ېٔ استعمالؤلی شی۔ البته کهٔ څوک ېٔ خاص وړوکی ته ورکوی، نو هم هغه وړوکے ېٔ مالک دے۔ کهٔ وړوکے هوښيار وی، نو خپله قبضه کؤل ېٔ کافی دی، کهٔ وړوکے ېٔ قبضه نهٔ کړی يا دَ قبضه کؤلو قابل نهٔ وی، نهٔ پوهيږی۔ نو کهٔ پلار ېٔ وی، يا نيکهٔ وی دَ هغهٔ دپاره ېٔ قبضه کؤلی شی۔ يا چې هغه هلک دَ چا پهٔ تربيت کښې وی هغه ېٔ قبضه کؤلی شی۔ دَ پلار نيکهٔ پهٔ موجودګیٔ کښې ېٔ نيا يا بل څوک نهٔ شی قبضه کؤلی۔
نمبر۲۔ کهٔ پلار يا نيکهٔ خپل ځوی يا نمسی ته څهٔ ورکؤل غواړی، نو تش دومره وئیل کافی دی ۔ چې دا شے مي دهٔ ته ورکړو۔ دَ قبضې ضرورت نشته اؤ کهٔ پلار يا نيکهٔ ېٔ نهٔ وی۔ اؤ مور يا ورور وغېره څهٔ ورکؤل غواړی ۔ اؤ دا وړوکے دَ دهٔ په تربيت کښې وی۔ نو دَ هغوی پهٔ تشه وېنا باندې هم دا وړوکے مالک کيږی۔ دَهغهٔ دَ طرف نه دَ چا قبضې کؤلو ته ضرورت نشته۔
نمبر۳۔ څهٔ څيز چې وی خپل ټول اولاد ته يو شان ورکؤل پکار دی۔ هلک جينۍ ټولو ته يو شان ۔ کهٔ چا ته ېٔ څهٔ کم زيات ورکړل۔ هم جائز دی خو چې نيت ېٔ ښهٔ وی۔ اؤ چا ته ېٔ نقصان رسؤل مطلب نهٔ وی، کهٔ نه وی ، چاته کم ورکؤل جائز نهٔ دی۔
نمبر۴۔ کوم څيز چې دَ نابالغ وړوکی ملکيت وی۔ هغه هم دَ هغهٔ پهٔ کار راوستل پکار دی۔ بل څوک ېٔ خپل ځان ته نهٔ شی پکارؤلی۔ خپل مور پلار دې ېٔ هم ځان ته نهٔ پکاروی۔ اؤ نهٔ دې بل وړوکی ته ورکوی۔
نمبر۵۔ کهٔ په ظاهر چا څهٔ شے وړوکی ته ورکړے وی ليکن داسی معلوميېه چې مطلب ېٔ مور پلار ته ورکؤل وی۔ خو هغه شے ورته لږ ښکارېدو نو دَ وړو پهٔ نوم ېٔ کړو۔ نو هغه دَ مور پلار ملکيت دے۔ هر څهٔ چې ورسره کوی۔ بيا پهٔ هغې کښې هم کهٔ دَ مور خپلوانو ورکړے وی نو دَمور ملکيت ېٔ دے۔ اؤ کهٔ دَ پلار خپلوانو ورکړے وی۔ نو دَ پلار ېٔ دی۔
نمبر۶۔ کهٔ چا خپل نابالغه هلک ته جامې جوړې کړې نو هغه دَ هغهٔ ملکيت شوې يا کهٔ نابالغې جينۍ ته ېٔ کالی جوړ کړو۔ نو هغه دَ هغې شو۔ اوس دا جامې يا کالے هغوی خپل بل هلک ته يا جينۍ ته نهٔ شی ورکؤلی ۔ البته کهٔ دَ جوړؤلو پهٔ وخت کښې ېٔ صفا وئیلی وو۔ چې دا شے زما دے خو دوی ته ېٔ استعمال دپاره ورکؤم۔ نو بيا هغه دَ هغې جوړؤنکی دی۔ دَ وړو ملکيت نهٔ دی۔
اکثر دستور دے چې مشرانے خوياندې دَ خپلو وړو خوياندو نه يا مور دَ خپلو لوڼو نه لوپټه وغېره څيزونه دَ استعمال دپاره غواړی ، دا کهٔ دَ لږ وخت دَ پاره وی هم جائز نهٔ دی۔
نمبر۷۔ څنګه چې نابالغه وړوکے خپل شے بل چاته بخښلی نهٔ شی۔ دغه شان مور پلار هم دَ نابالغ وړوکی شے بل چاته نهٔ شی بخښلی۔ اؤ نهٔ ېٔ پهٔ سوال ورکؤلی شی۔ کهٔ چاته ېٔ ورکړو، نو چا ته ېٔ اخستل جائز نهٔ دی۔ البته کهٔ مور پلار ته ېٔ ضرورت وهٔ۔ اؤ هغه شے بل ځائې کښې نهٔ پيدا کېدو۔ نو دَ مجبوریٔ نه ورته دَ اولاد څيز اخستل جائز دی۔
نمبر۸۔ مور پلار دَ وړوکی مال بل چاته قرض هم نهٔ شی ورکؤلے۔ بلکې خپله ورنه هم بې ضرورته قرض اخستل صحيح نهٔ دی۔
ورکړے شوے څيز واپس کؤل
نمبر۱۔ بخښلے څيز واپس غوښتل سخته ګُناه ده خو کهٔ څوک ېٔ واپس وغواړی اؤ هغه سړے ېٔ په خپله خوښه واپس ورکړی۔نو دې به ېٔ دوباره مالک شی۔ لېکن بعضی کارونه داسی دی، چې دَ هغې نه پس ېٔ دَ واپس کؤلو بالکل اختيار نشته۔ لکهٔ تهٔ چا ته بيزه وبخښې، اؤ هغه ېٔ څهٔ موده وساتی۔ ښهٔ ېٔ غټه اؤ تياره کړی۔ نو اوس ېٔ تا ته دَ واپس کؤلو اختيار نشته۔ يا تا چا ته کپړه وبخښله اؤ هغهٔ ورته رنګ ورکړو، يا ېٔ ووينځله نو اوس ېٔ تهٔ نهٔ شې واپس کؤلی۔
نمبر۲۔ تا چا ته بيزه بخښلی وه۔ دَ هغې بچے وشو۔ اوس ېٔ نه شی واپس کولی اؤ کهٔ خواه مخواه واپس کوی نو صرف بيزه غوښتے شی۔ بچے ورسره نهٔ شی غوښتے۔
نمبر۳۔ دَ ورکړی نه پس کهٔ ورکؤنکی يا اخستونکی يو کس مړ شی۔ نو واپس کؤلو اختيار ېٔ پاتی نهٔ شو۔
نمبر۴۔ تا ته چا څهٔ څيز درکړو۔ بيا دَ هغې پهٔ بدل کښې تا هم هغهٔ ته څه څيز ورکړو، چې واخله۔ اؤ دَ هغې پهٔ بدل کښې تهٔ دا شے واخله نو دَ بدل ورکؤلو نه پس هغهٔ ته دَ واپس کؤلو اختيار نشته۔ اؤ کهٔ تا ورسره دا نهٔ وی وئیلی چې دا دَ هغې پهٔ بدل کښې واخله۔ نو بيا هغه خپل څيز واپس کولی شی اؤ تهٔ خپل واپس کولے شې۔
نمبر۵۔ ښځې خپل خاوند ته يا خاوند خپلې ښځې ته څهٔ شے ورکړو۔ نو دَ هغے دَ واپس کؤلو اختيار ېٔ نشته۔ هم دغه شان کهٔ چا داسی خپلوانو ته څهٔ شے ورکړو۔ چې دَ هغهٔ سره ېٔ همېشه دَپاره نکاح حرامه ده۔ اؤ خپلوان ېٔ نسبی وی۔لکهٔ ورور، ورارهٔ، خورئے، خورزه، وغېره۔ نو دَ هغوی نه دَ واپس کؤلو اختيار نشته۔ اؤ کهٔ خپل ېٔ وی۔ خو نکاح ورسره حرامه نه ده۔ لکهٔ دَ ترهٔ ځوئے لور يا دَ ترور ځوئے لور۔ يا نکاح خو ېٔ حرامه وی خو دَ نسب خپلوی ېٔ نهٔ وی۔ لکهٔ دَ پیٔو شريک ورور خور وی ۔ يا سخر، خواښے، زوم وی۔ نو دَ دې ټولو نه ېٔ واپس کولی شی۔
نمبر۶۔ په کومو ځايونو کښې چې دَ واپس کؤلو اختيار شته۔ دَهغې مطلب دا دے چې کهٔ هغه سړے هم پهٔ واپس کؤلو راضی وهٔ۔ نو واپس کؤلی شی۔ خو ګناه ده اؤ کهٔ هغه سړے پهٔ واپس کؤلو راضی نهٔ وی۔ نو پهٔ زبردستیٔ واپس کؤل ېٔ ناجائز اؤ حرام دی۔
نمبر۷۔ دَ څيز دَ بخښلو کوم احکام چې دلته بيان شو۔ دَ خدائې پهٔ نامه دَ خيرات ورکؤلو هم دغه حکم دے۔ مثلاً بغير دَ قبضی کؤلو نه فقير دَ هغه څيز مالک کېدے نهٔ شی اؤ کوم څيز چې دَ تقسيم نه پس ورکؤل هلته ضروری وو هغه دلته هم ضروری دی۔ دَ کوم څيز چې خالی ورکؤل ضروری دی، هغه به دلته هم خالی کولی شی۔ البته دَ دوؤ خبرو فرق دے(۱) يو پهٔ هبه کښې پهٔ رضا سره دَ واپس کؤلو اختيار شته۔ اؤ په خيرات کښې نشته۔ (۲) دویٔم کهٔ لس اته انې پيسې پهٔ دوؤ فقيرانو کښې يو ته ورکړې چې دا خپلو کښې تقسيم کړیٔ۔ نو خير دے اؤ هبه کښې داسی نهٔ شی کؤلی۔
نمبر۸۔ کهٔ چا فقير ته پيسې ورکؤلے ۔ په غلطیٔ پکښی اتانيز لاړو، نو هغه نه شی واپس کؤلے۔
څهٔ شے پهٔ کرايه اخستل
نمبر۱۔ چا چې دَ روغې مياشتے دپاره يو کور پهٔ کرايه واخستو اؤ قبضه ېٔ وکړه۔ چې مياشت پوره شی کرايه به ورکوی کهٔ دې ورکښې وسېدلی وی اؤ کهٔ خالی پروت وی۔
نمبر۲۔ درزی چې جامې وګنډی ، يا رنګريز رنګ ورکړی۔ يا دهوبی ېٔ ووينځی۔ نو هغوی ته اختيار دے چې څو پورې ورته مزدوری نهٔ وی ورکړی شوی هغوی هغه جامې ایسارې کړی۔ دَ مزدوریٔ ورکؤلو نه وړومبے ترېنه پهٔ زبردستیٔ اخستل جائز نهٔ دی۔ اؤ کهٔ پهٔ چا مزدور باندې دَ غلے بوریٔ په يوه انه وچته کړه۔ نو هغه مزدوریٔ غوښتو دپاره ستا غله نهٔ شی ایسارؤلی۔ ځکه چې پهٔ دې راوړو باندې غله کښې څهٔ خاص شے نهٔ دی پيدا شوی۔ اؤ په کپړه کښې نوې کار شوے دے۔
نمبر۳۔ کهٔ چا دا شرط لګؤلے وهٔ۔ چې تهٔ به پهٔ خپله دا کپړه ګنډې، يا به ېٔ پهٔ خپله رنګوے، يا به ېٔ په خپله وينځې۔ نو پهٔ چا ېٔ ګنډل، يا رنګؤل يا وينځل جائز نهٔ دی۔ اؤ کهٔ شرط نهٔ وهٔ لګولی۔ نو دا کار پهٔ بل چا هم کؤلی شی۔
فاسده اجاره (کرايه)
نمبر۱۔کهٔ دَ کور کرايه اخستو پهٔ وخت کښې څهٔ موده مقرر شوی نهٔ وه۔ يا ېٔ هډو دَ کرائے تعين نهٔ وهٔ کړے۔ دغه شان ېٔ اخستې وهٔ۔ يا ېٔ دا شرط کړے وهٔ۔ چې پهٔ دې کښې چې مرمت وی، دَ کرائے پهٔ بدل کښې به هغهٔ ته دَ ځان نه کوی۔ دا ټولې فاسدې اجارې دی۔
نمبر۲۔ کهٔ چا ميعاد نهٔ وهٔ مقرر کړے صرف دغه هومره ېٔ وئیلی وو، چې پنځهٔ روپۍ مياشت کرايه به درکؤم۔ نو دَ يوې مياشتې دپاره اجاره صحيح ده۔ دَ مياشتې نه پس مالک ته اختيار دے کهٔ وباسی ېٔ نو ويستے ېٔ شی۔ بيا کهٔ دَ بلې مياشتې دپاره ورکښې پاتې شو، نو دَ بلې مياشتې اجاره صحيح ده، دغه شان به دَ يوې يوې مياشتې صحيح کيږی۔ اؤ کهٔ دَ اخستو پهٔ وخت کښې ېٔ ميعاد مقرر کړے وهٔ، چې دَ شپږو مياشتو دپاره پهٔ پنځهٔ روپۍ ، مياشت، نو څومره موده چې ېٔ مقرر کړی وی۔ دَهغې نه وړومبی ېٔ مالک ته دَ وېستو اختيار نشته۔
نمبر۳۔ دَ اوړهٔ کؤلو دپاره ېٔ چا ته غنم ورکړل۔ چې پهٔ دې کښې يو پاؤ د اوړؤلو مزدوری واخله۔ يا ېٔ پهٔ دې فصل لو کړو۔ چې پهٔ دې کښې دَ لو مزدوری هم واخله۔ دا ټول اجاره فاسده ده۔
نمبر۴۔ دَ فاسدې اجارې حکم دا دی چې څهٔ دوی فيصله کړی وی، دَ هغې ورکؤل ضروری نهٔ دی۔ بلکې دَ دومره کار دپاره چې دَ څومره مزدوریٔ دستور وی يا دَ دومره کور دپاره چې دَ څومره کرائے دستور وی، هغه به ورکولی شی۔ لېکن کهٔ دستور زيات وی اؤ دوی کمه کړی وی۔نو بيا دَ دستور مطابق نهٔ شی ورکؤلے بلکې هغه به ورکؤلے شی کوم چې دوی فيصله کړی وی۔ غرض دا چې کوم کم وی هغه به اخلی۔
نمبر۵۔ دَ سندرو يا سازونو يا ګډېدلو يا بيزو ګډولو غرض دا چې دَ ټولو فضولو کارونو کرايه صحيح نه ده۔ بالکل باطل ده، دَ هغې بهٔ هيڅ نهٔ شی ورکؤلے۔
نمبر۶۔ کهٔ چا حافظ نوکر ونيوؤ چې دومره ورځې به دَ فلانی پهٔ قبر باندې تلاوت کوی۔ اؤ ثواب به ېٔ هغهٔ ته بخښی۔ دا ”اجاره باطله“ ده۔ نهٔ دَ لوستونکی ثواب کيږی نهٔ مړی ته ثواب رسی۔ اؤ نهٔ هغه حافظ دَ تنخواه حقدار دے۔
نمبر۷ ۔ دَ لوستلو دپاره کتاب پهٔ کرايه اخستل صحيح نهٔ دی۔ دا اجاره باطله ده۔
نمبر۸۔ دا چې دستور دی ،چې دَ بزې ، کډې، غوا، ميښې، دَ مال کؤلو دپاره دې پِسهٔ يا غوئے يا سنډا پهٔ کرايه غواړی دا بالکل ناجائز اؤ حرام ده۔
نمبر۹۔ څاروی پهٔ ساتلو ورکؤل جائز نه دی۔ لکه چې چرګې يا بيزې چاته ورکړی چې تهٔ ېٔ پرورش کوه بچے ېٔ نيم ستا شو ۔ دا جائز نهٔ دی۔
نمبر۱۰۔ دَ کور دَ ښائسته کؤلو دپاره پهٔ کرايه سامان اخستل جائز نهٔ دی۔ کهٔ چا راوړل، نو ورکوؤنکے ېٔ دَ کرائے حقدار نهٔ دی۔ البته استعمال دپاره سامان پهٔ کرايهٔ راوړلی شی۔
نمبر۱۱۔ کهٔ چا تانګه يا رېړه وغېره پهٔ کرايه اخستے وه۔ نو دَ عام معمول نه زيات سامان يا سورلیٔ کښېنؤل ورکښې جائز نهٔ دی۔ دغه شان په ډولیٔ کښې دَ ډولیٔ بردارو دَ اجازت نه بغير دوه کسان کښېناستل جائز نه دی۔
نمبر۱۳۔ کهٔ چانه څهٔ شے ورک شو۔ اؤ هغهٔ ووې چې کهٔ چا ماته خپل شے وښیٔلو چې چرته دے نو زهٔ به دومره پېسې ورکړم۔ نو کهٔ هغه پهٔ هغه ځائې ناست وهٔ ا ؤ ورته ېٔ وښیٔلو نو د دغې پېسو دَ اخستو حقدار نهٔ دی۔ اؤ کهٔ ورپسی ېٔ کوشش وکړو، نو بيا ېٔ اخستی شی۔
تاوان اخستل
نمبر۱۔ رنګريز ، دهوبی، درزی، وغېره کسب ګر ته چا څهٔ شے دَ کار دپاره ورکړو۔ هغه دَ هغهٔ امانت دی۔ کهٔ غلا ترې وشی۔ يا پهٔ بل څهٔ وجه بې قصوره هغه څيز ضائع شی۔ نو دَ هغې تاوان اخستل جائز نهٔ دی۔ البته کهٔ هغهٔ داسې بې احتياطیٔ سره وينځلی وو چې نوے جامه وشلېده يا ېٔ ريشمی کپړه بهټیٔ ته واچؤله هغه خرابه شوه۔ نو دَ هغې تاوان اخستے شی۔ اؤ کهٔ هغه ووائی۔ چې زهٔ خبر نهٔ یم چې څنګه ورکهٔ شوه دَ هغې تاوان اخستے شی۔ اؤ کهٔ هغه ووائی چې زما نه غلا وشوه۔ پهٔ هغې کښې لاړه بيا ترينه تاوان نهٔ شی اخستے ۔
نمبر۲۔ کهٔ مزدور ته تيل يا غوړی کور ته رسؤلو دَ پاره ورکړل۔ هغهٔ پهٔ لاره کښې توې کړل نو دَ هغې توان اخستے شی۔ اؤ کهٔ کسب ګر مزدور نهٔ وی۔ ستا مستقل نوکر وی۔ يا دَ ورځو دپاره ساتلی وی۔ دَ هغهٔ نه څه شے برباد شو دَ هغې تاوان نهٔ شی اخستی۔ البته کهٔ خپله ېٔ قصدًا دَ تاوان رسؤلو پهٔ غرض شے برباد کړے وی۔ نو بيا ترې تاوان اخستی شی۔
نمبر۳۔ دَ ماشوم لوبؤلو دپاره چې کوم نوکر وی کهٔ دَهغهٔ دَ غفلت پهٔ وجه دَ ماشوم کالے يا نور څهٔ شے ورک شی، دَ هغې تاوان اخستل جائز نهٔ دی۔
اجاره ماتؤل
نمبر۱۔ کهٔ چا کور پهٔ کرايه اخستې وهٔ۔ خو هغه ډېر څڅېدو يا ېٔ څه حصه پرېوته يا بل څهٔ داسی عيب ورکښې پيدا شو، چې وسېدل ورکښې ګران وو۔ نو دغه اجاره ماتؤل جائز دی۔ اؤ کهٔ ټول پرېوتو۔ نو خپله ېٔ اجاره ماته شوه ستا دَ ماتؤلو اؤ دَ مالک دَ راضی کېدلو حاجت پاتې نهٔ شو۔
نمبر۲۔ چې په کرايه اخستونکی اؤ ورکونکی کښې يو کس مړ شی۔ نو اجاره ماته شی۔
نمبر۳۔ کهٔ څهٔ داسې عذر پيدا شی چې اجاره ماتؤل ضروری وی۔ نو ماتؤل ېٔ جائز دی۔ لکه تانګه ېٔ تر څهٔ ځايه پهٔ کرايه اخستی وی بيا ېٔ دَ سفر رائے بدله کړه۔ نهٔ تللو نو دا اجاره ماتؤلی شی۔
نمبر۴۔ دا دستور دے چې کرايه فيصله کؤلو نه پس څهٔ لږه پيشګی ورکؤلی شی۔ هغه پيشګی بيا پهٔ کرايه کښې مجره کيږی۔ اؤ کهٔ چرې هغه کار پاتې شی۔ نو هغه پيشګی بيا واپس نهٔ ورکيږی۔ هغه ېٔ دغسی لاړه شی۔ دا جائز نه دی۔ هغه واپس کؤل پکار دی۔
بې اجازته دَ چا څيز اخستل
نمبر۱۔ دَ چا څيز پهٔ زبردستیٔ اخستل ، يا دَ هغهٔ په غير حاضریٔ کښې بې اجازته اخستل غټه ګناه ده۔ ځنی ښځې دَ خاوند څيز، يا دَ نورو خپلوانو څيز بې اجازته اخلی، دا جائز نهٔ دی۔ کوم څيز چې چا بې اجازته اخستی وی کهٔ هغه موجود وی۔ نو واپس کؤل ېٔ ضروری دی۔ اؤ کهٔ هغه موجود نه وی خرڅ شوی وی۔ نو کهٔ دَ هغې پهٔ شان څيز بازار کښې پيدا کيږی۔ لکهٔ غله،غوړی، تيل،روپۍ ،پیسې، وغېره ،نو څنګه څيز چې ېٔ اخستی وی هغسې څيز ورته پيدا کؤل اؤ ورکؤل واجب دی۔ اؤ کهٔ داسې څيز ېٔ خرڅ کړی وی چې دَ هغې پهٔ شان نور نهٔ پيدا کيږی۔ ،لکهٔ څاروے،غوا ، بيزه، چرګه، يا مېوې امرود، ناشپاتیٔ، مالټه کیله وغېره نو دَ هغې قيمت به ورکؤلی شی۔
نمبر۲۔ دَ پردی کټ ښپه ېٔ ماته کړه۔ يا ېٔ چوڼ مات کړو۔ يا بل څهٔ څيز ېٔ بې اجازته اخستی وهٔ۔ پهٔ هغې کښې څهٔ نقصان راغلو۔ نو دَ هغې مناسب تاوان به ورکوی۔
نمبر۳۔ پردو روپو باندې ېٔ بې اجازته تجارت وکړو۔ نو دَ هغې نفع اخستل ورته جائز نهٔ دی۔ اصل روپۍ دې خپل مالک ته واپس کړی۔ اؤ څومره نفع چې شوی وی۔ هغه دې پهٔ غريبانو خيرات کړی۔
نمبر۴۔ دَ چا کپړه ېٔ وشلؤله، نو کهٔ داسې شلېدلی وی چې کار نه وتی نهٔ وی۔ نو دَ هغې نقصان به ورکوی۔ اؤ کهٔ دَ کار نه وتی وی۔ لکه لوپټه ېٔ وشلؤله۔ چې هغه اوس دَ پهٔ سرېدو نهٔ ده۔ البته قميص ترېنه جوړېدے شی نو دَ هغې پوره قيمت به ورکوی اؤ هغه شلېدلے کپړه به دې اخلی۔
نمبر۵۔ کهٔ دَ چا غمے ېٔ بې اجازته پهٔ ګوته کښې کښېښو۔ نو دَ هغې قيمت به ورکوی۔ دَ ګوتې نه ېٔ راوېستل واجب نهٔ دی۔
نمبر۶۔ کهٔ دَ چا کپړه ېٔ بې اجازته رنګ کړه۔ نو مالک ته اختيار دے چې رنګ کړے کپړه اخلی۔ اؤ دَ رنګ پهٔ وجه ېٔ څومره قيمت زيات شوی وی هغه ورکوی۔ اؤ کهٔ دَ خپلې کپړې قيمت اخلی اؤ کپړه دغه سړی ته پرېږدی۔
نمبر۷۔ دَ تاوان ورکؤلو نه پس کهٔ هغه څيز پيدا شی۔ نو کتل پکار دی چې تاوان ېٔ څومره چې مالک غوښتو۔ هغه ورکړے دے کهٔ دَ هغې نه ېٔ کم ورکړے دی۔ اؤ کهٔ هغه هومره ېٔ ورکړے وی نو اوس دا څيز دَ دهٔ شو۔ هغهٔ ته ېٔ ورکؤل واجب نهٔ دی۔ اؤ کهٔ دَ هغهٔ دَ وېنا نه ېٔ کم ورکړے وی نو هغهٔ ته اختيار دے ، چې څيز دهٔ ته پرېږدی اؤ کهٔ اخلی ېٔ اؤ هغه تاوان ورته واپس کوی۔
نمبر۸۔ کهٔ پردیٔ غوا بيزه کورته راننوته، نو دَ هغې نه پئ لوشل حرام دی۔ څومره پیٔ چې ېٔ ترېنه اخستی وی دَهغې به قيمت ورکوی۔
نمبر۹۔ ستن، تار، پان، تمباکو، کته،چونه، دَ کپړې ټوکړه هېڅ شے بې اجازته اخستل جائز نهٔ دی۔ کهٔ چا اخستې وی۔ دَ هغې تاوان ورکؤل واجب دی يا دې پهٔ هغهٔ باندې معاف کړی کهٔ نهٔ وی دَ قيامت پهٔ ورځ به ېٔ ورکوی۔
نمبر۱۰۔ کهٔ خاوند ېٔ جامو ته کپړه راوړه۔ دَ هغې نه څهٔ زياته شوه۔ هغهٔ ته ېٔ ونهٔ وې هغه په خپل کار راوسته دا هم جائز نهٔ دی۔ څهٔ چې اخلیٔ اجازت به غواړیٔ۔ کهٔ اجازت نهٔ درکوی نهٔ به اخلیٔ بې اجازته اخستل ګناه ده۔
شرکت
شرکت په دوه قسمه دی۔ يو ته ”شرکت املاک“ وئیلی شی۔ لکه يو سړے مړ شی۔ دَ هغهٔ پهٔ ترکه کښې ټول وارثان شريک وی۔ يا دوه کسه پهٔ شريکه يو څيز واخلی۔ يا يو سړے دوؤ کسو ته پهٔ شريکه يو څيز وبخښی۔ دَ هغې حکم دا دے چې يو کس هم دَ بل دَ اجازت نه بغير پهٔ هغه مال کښې څهٔ تصرّف نهٔ شی کؤلے۔ دویٔم ”شرکت عقود“ دے۔ چې دوؤ کسانو خپلو کښې معاهده کړی وی۔ چې پهٔ شريکه به تجارت کوؤ۔ دَ دې شرکت ګڼ اقسام دی۔
(۱) پهٔ دې کښې يو قسم ”شرکت عنان“ دے چې دوه کسه لږې لږې روپۍ جمع کړی چې دواړه به ورباندې تجارت کوؤ۔ پهٔ هغې کښې شرط دا دے چې رأس المال يعنی سرمايه به نقده وی۔ يعنی روپۍ پېسې يا نوټونه وغېره کهٔ دوه کسه څهٔ سامان دَ نقدی نه خپلو کښې شريک کړی۔ چې پهٔ دې کښې به په شريکه تجارت کوؤ۔ دا شرکت صحيح نهٔ دی۔
(۲) پهٔ شرکت عنان کښې دا جائزہ ده چې دَ يو کس رقم ډېر و دَ بل لږ ، دَ نفع تقسيم دَ هغویی پهٔ خوښه دی يعنی کهٔ دا وعده ېٔ وی سره چې مال خو کم و زيات دی ، خو نفع به دَ دواړو برابر وی۔ يا مال دَ دواړو به برابر وی، خو نفع به دَ يو کس زياته وی۔ دَ بل کمه، چې دواړه ورباندې راضی وی۔ نو دا جائز ده۔
(۳) پهٔ شرکت عنان کښې هر يو شريک ته دَ شرکت پهٔ مال کښې دَ تجارت تصرّف کؤل جائز دی۔ پهٔ دې شرط چې دَ معاهدې خلاف نهٔ وی۔ البته دَ يو شريک قرض به دَ بل شريک نه نهٔ شی غوښتے۔
(۴) کهٔ دَ دې شرکت دَ فيصلې نه پس څهٔ څيز اخستے شوی نهٔ وی۔ اؤ ټول مال يا يو کس څهٔ اخستی وی اؤ دَ بل مال برباد شی۔ نو پهٔ دې باندې شرکت نهٔ ختميږی۔ اخستی شوی مال به دَ دواړو شريک وی۔ اؤ څومره چې پهٔ دې مال کښې دَ بل شريک حصه وه۔ دَهغې حصې مناسب اصل رقم به دَ دې شريک نه وصولوی۔ لکهٔ دَ يو سړی لس روپۍ دی اؤ دَ بل پنځهٔ دَ لسو روپو والا مال واخستو۔ اؤ دَ پنځو روپو والا روپۍ ضائع شوې۔ نو دَ پنځو روپو والا پهٔ دې مال کښې دَ دریٔمې برخې حقدار دے۔ اؤ دَ لسو روپو والا به دَ هغهٔ نه دریٔمه حصه يعنی درے روپۍ پنځهٔ آنې څلور پايانې اخلی۔ اؤ دا مال به پهٔ شريکه خرڅوی۔
(۵) پهٔ دې شرکت کښې دواړو کسانو ته مال خلط کول ضروری نهٔ دی۔ صرف زبانی ايجاب و قبول سره شرکت صحيح کيږی۔
(۶) نفع پهٔ تناسب سره مقرر کؤل پکار دی۔ لکهٔ نيمه،درئمه،څلورمه، اؤ مقرر نفع تړل لکه دَ يو سړی به سل روپۍ وی۔ اؤ باقی به دَ بل وی دا جائز نه دی۔
(۷) بل قسم ”شرکت تفصيل“ يا شرکت ضائع دے۔ لکه دوه درزيان يا دوه رنګرېزان يا نور کاريګر خپلو کښې معاهده وکړه۔ چې څومره کار راځی۔ دواړه به ېٔ پهٔ شريکه اخلی۔ اؤ چې څومره مزودری راځی۔ دواړه به ېٔ تقسيموی برابر برابر يا کمو زيات،څنګه چې ېٔ معاهده کړی وی۔ دا جائز ده۔
(۸) کوم کار چې يو کس واخلی۔ هغه دَ دواړو پهٔ ذمه دی مثلاً کهٔ يو شريک دَ چا نه جامې ګنډلو دپاره اخستی وی۔ نو هغه سړے څنګه چې دَ دهٔ نه تقاضا کؤلی شی۔ دغه شان ېٔ دَ هغه بل شريک نه کؤلی شی۔ اؤ څنګه چې دغه سړے دَ هغهٔ نه مزدوری غوښتی شی۔ دغه شان ېٔ ترېنه هغه بل شريک هم غوښتی اؤ اخستی شی ۔ اؤ څنګه چې دغه سړی ته مالک مزدوری ورکؤلی شی دغه شان ېٔ هغه بل شريک ته ورکؤلو باندې هم غاړهٔ خلاصيږی۔
(۹) بل قسم”شرکت وجوه“ دی۔ پهٔ دې کښې دَ يو کس سره هم مال وی اؤ نهٔ څهٔ کسب هنر صرف دا معاهده ېٔ کړے وی چې دَ اړتيانو قرض مال را اخلو۔ اؤ خرڅوؤ به ېٔ نفع به مو شريکه وی پهٔ دې شرکت کښې هم يو شريک دَ بل وکيل وی۔ خو پهٔ دې شرکت کښې دا ضروری ده چې پهٔ کوم تناسب باندې شرکت وی پهٔ هغې تناسب به نفع هم وی۔ يعنی کهٔ خريد پهٔ نيمه باندې کوی۔ چې نيم شے دې پهٔ قرض اخلی، نيم په نغدو نو نفع به ېٔ هم نيمه وی۔ اؤ کهٔ دوه برخې مال يو راخلی يوه برخه بل نو نفع به ېٔ هم درےحصّې کيږی۔ دوه دَ يو ۔ اؤ يو دَ بل۔
دَ شرکت احکام
نمبر۱۔ کهٔ يو سړے مړ شو، اؤ څهٔ مال ترې پاتې شو، نو دَ هغهٔ ټول مال دَ ټولو حقدارانو شريک دی، څو پورې چې دَ ټولو اجازت نهٔ وی، دَ هغې نه څوک څهٔ کار نهٔ شی اخستی، کهٔ چا استعمال کړو، نو ګنهګار به وی۔
نمبر۲۔ کهٔ دوؤ کسو پهٔ شريکه څهٔ لوښی واخستل نو بغير دَ بل دَ اجازت نه دَ هغې استعمال يا خرڅؤل جائز نهٔ دی۔
نمبر۳۔ کهٔ دوؤ کسانو پيسې واچؤلی اؤ دَ بازار نه ېٔ څهٔ مېوه پهٔ شريکه را وغوښته، لکه امرود ، مالټې، بيرې، آم، جامن، خربوزې، خټکی، بادرنګ، يا بل څهٔ ، خو چې څيز را ورسېدو نو يو کس وهٔ۔ اؤ بل موجود نهٔ وهٔ۔ نو دا جائز نهٔ دی۔ چې يو کس دې خپله نيمه حصه واخلی۔ اؤ بل ته نيمه برخه پرېږدی۔ ځکه چې څو پورې داوړه حصه دار موجود نهٔ وی۔ تقسيم جائز نهٔ دی۔ کهٔ بغير دَ هغهٔ راتلو نه ېٔ خپله نيمه حصه واخسته۔ وېٔ خوړه نو سخته ګناه ېٔ وکړه۔ البته کهٔ غنم يا بل څهٔ غله چې ښهٔ بد ورکښې نه وی۔ دَ بل دَ موجودګیٔ نه بغير تقسيم شی نو خير دی ليکن پهٔ دې شکل کښې کهٔ هغه بل ملګری ته حصې رسېدو نه مخکښې پهٔ هغې کښې څهٔ نقصان راغلو، يا ترېنه غلا وشوه۔ نو دا تاوان به دَ دواړو شريک وی۔
نمبر۴۔ دوؤ کسانو سل سل روپۍ سره شريکې کړې۔ تجارت ېٔ شروع کړو۔ اؤ اقرار ېٔ وکړو۔ چې نفع به دَ دواړو پهٔ نيمه وی، هم صحيح ده اؤ کهٔ وېٔ وې چې دوه حصې به دَ يو وی اؤ يوه دَ بل ، نو هم جائز ده۔ روپۍ دَ دواړو برابر وی اؤ کهٔ کمې زياتې۔
نمبر۵۔ دَ شرکت دَ وعدے نه پس لا چا مال نهٔ وی اخستی، چې ټولې روپۍ چا پټې کړې يا دَ دواړو روپۍ جدا جدا پرتې وې دَ يو کس ورکښې غلا وشوه۔ نو شرکت ېٔ ختم شو۔ دَ دې نه پس کهٔ شريک کار کوی نو بله معاهده به کوی۔
نمبر۶۔ دوؤ کسو شراکت وکړو۔ چې سل روپۍ زما اؤ سل روپۍ ستا دَ کپړې تجارت به کوؤ نفع به مو برابر وی بيا دواړو کښې يو کس دَ سلو روپو کپړه واخسته۔ اؤ دَ بل کس نه روپۍ چا پټې کړې۔ نو دا کپړه دَ دواړو شريکه ده۔ دَ دې نيم قيمت به هغه شريک دَ دهٔ نه اخلی۔ اؤ نفع به ېٔ شريکه وی۔
نمبر۷۔ په شراکت کښې دا شرط وکړو چې مقرر نفع لکه لس روپۍ يا پنځلس روپیۍ به زما وی، نورې به ستا وی دا جائز نهٔ ده۔
نمبر۸۔ دَ شرکت دَ مال نه کهٔ څهٔ غلا وشوه يا ضائع شو۔ نو هغه تاوان پهٔ دواړو دے دا نهٔ شی کېدے چې ټول تاوان پهٔ يو کس شی۔ کهٔ دا اقرار ېٔ کړے وی چې تاوان ټول پهٔ يو کس وی۔ اؤ نفع به شريکه وی دا جائز نهٔ ده۔
نمبر۹۔ چې شرکت ناجائز شی۔ نو بيا دَ نفع دَ تقسيم دَ وعدې څهٔ اعتبار نشته۔ بلکې کهٔ دَ دواړو مال برابر وی۔ نو نفع به ېٔ هم برابره وی۔ اؤ کهٔ برابره نه وی نو دَ چا مال چې زيات وی هغهٔ ته به نفع هم هغه هومره زياته ورکېدے شی۔ دَ وعدې اعتبار هغه وخت وی چې شرکت صحيح وی۔
نمبر۱۰۔کهٔ دَ دوؤ درزيانو سره خپلو کښې وعده وشوه۔ چې دَ اخوا دېخوا نه څه دَ ګنډل کار راځی۔ دواړه به ئ پهٔ شريکه کوو۔ اؤ مزدوری به ېٔ سره نيموو۔ يا دوه حصې به يو کس اخلی۔ اؤ يوه حصه به بل کس نو دا صحيح ده اؤ کهٔ دا وعده ېٔ وکړه چې څلور آنې يا اتهٔ آنې به يو اخلی اؤ باقی به بل ، نو دا صحيح نهٔ ده۔
نمبر۱۱۔ کهٔ په هغوی دواړو کښې يو کس جامې ګنډلو ته واخستې ، نو بل ورته دا نهٔ شی وئیلی چې دا دې ولې واخستې۔ اؤ چې وادې خستې ،نو اوس به ېٔ تهٔ ګنډې ،زهٔ دَ ګنډلو ذمه وار نهٔ يم، بلکې دا به دَ دواړو پهٔ ذمه وی کهٔ يو ېٔ نهٔ شی ګنډلی نو بل به ېٔ ګنډی۔ دَ ګنډلو نه انکار نهٔ شی کؤلے۔
نمبر۱۲۔ چې دَ چا جامې وی۔ هغه ېٔ اخستو ته راغلو۔ اؤ کوم ملګری چې ترېنه جامې اخستې وې، هغه نه وي، هغه بل ملګری ئ وو نو دَ هغهٔ نه ېٔ هم تقاضا کولی شی۔ هغه ورته دا نهٔ شی وئیلی چې چا ته دې ورکړی وی دَ هغهٔ نه ېٔ غواړه۔
نمبر۱۳۔ هم دغه شان هر يو ملګرے دَ مزدوریٔ تقاضا کؤلے شی۔ چا چې جامې ورکړے وی۔هغه دا نهٔ شی وئیلی چې تا ته مزدوری نه درکؤم۔ چا ته چې مې جامې ورکړی دی، هغهٔ ته به ورکؤم۔
نمبر۱۴۔ کهٔ دوه کسه شريک شو، چې پهٔ ځنګل کښې به لرګی ټولوو اؤ راوړو به اؤ پهٔ شريکه به ېٔ خرڅوؤ۔ دا شرکت صحيح نهٔ دے۔ چا چې څهٔ راټول کړل هغه دَ هغهٔ دی بل ورسره پکښې شريک نهٔ دی۔
نمبر۱۵۔ کهٔ يوې ښځې بلې ته ووې چې تهٔ دَ خپلې چرګې دَ لاندې دا زما هګۍ کېږده۔ څومره بچی چې لویٔ شو۔ دواړه به ېٔ سره نيم کړو۔ دا جائز نهٔ دی۔
دَ شريک څيز تقسيمؤل
نمبر۱۔ دوؤ کسانوو دَ بازار نه پهٔ شريکه غنم را وغوښتل۔ نو اوس دَ تقسيم پهٔ وخت دَ دواړو موجودګی ضروری ده۔کهٔ دویٔم حصه دار موجود نهٔ وی هم چې صحيح تول وشی۔ اؤ دَ هغهٔ حصه پوره پوره بيله شی نو جائز ده چې خپله برخه ترېنه جدا کړی، کهٔ خوری ېٔ يا ېٔ بل چاته ورکوی څهٔ تصرّف چې ورکښې کوی خير دے۔ دغه شان دَ غوړو، تيلو، هګو هم دا حکم دے۔ غرض دا چې هر يو څيز چې داسې وی۔ چې دَ ښهٔ بد فرق ورکښې نهٔ وی۔ نو کهٔ بل حصه دار موجود نهٔ وی هم تقسيم ېٔ جائز دے۔ خو کهٔ دویٔم حصه دار لا خپله حصه نهٔ وی اخستی۔ چې پهٔ هغې څهٔ نقصان راشی۔ نو هغه نقصان به دَ دواړو ګڼلې شی۔ څنګه چې پهٔ شرکت کښې بيان شوی دی۔ اؤ پهٔ کومو څيزونو کښې چې فرق وی لکه مېوې امرود، مالټې، انار وغېره۔ پهٔ هغې کښې چې څو پورې دواړه موجود نهٔ وی، تقسيم ېٔ جائز نهٔ دے۔
نمبر۲۔ دوؤ کسو پهٔ شريکه باندې ام،امرود، يا بل څهٔ مېوه را وغوښته يو کس چرته لاړو، نو بل کس ته دَ هغې نه خوراک جائز نهٔ دی، چې هغه راشی۔ اؤ دَ هغهٔ مخکښې خپله حصه بيله کړی۔ هله ورکښې تصرّف کؤلے شی۔
نمبر۳۔ دوؤ کسو پهٔ شريکه چڼې ورتے کړې۔ نو تش پهٔ اندازه، باندې ېٔ تقسيمؤل جائز نه دی۔ بلکې ښهٔ پوره پوره په تول باندې ېٔ نيمؤل پکار دی۔ کهٔ يو طرف ته کمے زياتے راشی۔ نو پهٔ سود کښې به حساب شی۔
ګاڼه کؤل
نمبر۱۔ کهٔ تا دَ چا نه زر روپۍ قرض واخستې اؤ دَ اعتبار دپاره دې ورسره څهٔ شے کښېښود۔ چې دا شے درسره کيږده۔ چې زهٔ روپۍ درکړم بيا ېٔ ماله راکړه، دا جائز دی۔ دې ته ”ګاڼه کښېښودل“ وائی۔ لیکن سود ورکؤل په هېڅ شان جائز نهٔ دی۔ څنګه چې نن سبا سودګر اخلی۔ سود ورکؤل اؤ اخستل دواړه حرام دی۔
نمبر۲۔ چا چې څهٔ شے ګاڼه کښېښودو۔ نو دَ قرضې ادا کؤلو نه وړومبے دَ خپل څيز دَ مطالبې حق نهٔ لری۔
نمبر۳۔ کوم څيز چې دَ چا سره ګاڼه کښېښودې شو۔ دَ هغه څيز نه څه کار اخستل، دَ هغې نه څه قسم فائدہ اخستل، دَ باغ مېوه خوړل، دَ پټی غله خوړل، پهٔ داسې کور کښې وسېدل ټول ناجائز دی۔
نمبر۴۔ کهٔ غوا يا بيزه ګاڼه وی۔ دَ هغې پیٔ اؤ بچی دَ مالک دی۔ دَ چا سره چې ګاڼه وی۔ هغهٔ ته ېٔ اخستل حرام دی۔ پیٔ دې خرڅوی اؤ هغه دې هم دَ ګاڼې سره جمع کوی۔ چې کله هغه سړے قرضه ادا کړی نو ګاڼه څيز اؤ دَ پيو جمع شوی رقم ټول دې واپس کړی۔ اؤ دَ خوراک خرچه دې ترېنه واخلی۔
نمبر۵۔ کهٔ پهٔ قرضه کښې ېٔ څه رقم ادا کړی وی۔ هم دې ګاڼه څيز مطالبه نهٔ شی کؤلی،څو پورې چې ېٔ ټول رقم نهٔ وی ادا کړے۔
نمبر۶۔ کهٔ تا دَ زرو روپو يا پنځلسو سوو،شلو روپو شے دَ چا سره ګاڼه یٔښې وهٔ۔ اؤ لس روپۍ دې قرض را اخستې دی، دَ هغه سړی نه هغه شے برباد شو۔ نو اوس نهٔ هغه ستا نه قرض غوښتې شی۔ اؤ نهٔ تهٔ دَ هغهٔ نه دَ څيز قيمت غوښتې شې۔ دَ هغهٔ روپۍ لاړې اؤ ستا څيز لاړو۔ اؤ کهٔ دَ پنځو سوؤ روپو شے دې یٔښې وهٔ۔ اؤ زر روپۍ دې قرض اخستې دی، اؤ هغه شے برباد شو، نو دا پنځهٔ سوه روپۍ پهٔ قرض کښې مجره شوې اؤ باقی پنځهٔ سوه روپۍ به ورکوې۔
دَ وصيت احکام
نمبر۱۔ دا وئیل چې زما دَ مرګ نه پس زما دَ مال نه دومره حصه فلانی ته ورکړیٔ۔ يا ېٔ پهٔ فلانی کار کښې ولګویٔ ”وصيت“ دے۔ پهٔ روغه ېٔ وئیلی وی اؤ کهٔ دَ ناجوړتيا پهٔ وخت کښې۔ بيا کهٔ دَ هغې ناجوړتيا نه مړ شی، اؤ کهٔ جوړ شی ۔ اؤ يا ېٔ په خپل لاس باندې چاته ورکړی، يا قرضه معاف کړی۔ دَ هغې حکم دا دے چې دَ روغې پهٔ حالت کښې خو دا هر څهٔ صحيح دی۔ هم دغه شان دَ کومې ناجوړتيا نه چې روغ شی۔ پهٔ هغې کښې هم صحيح وی۔ اؤ دَ کومې ناجوړتيا نه چې مړ شی۔ هغه ”وصيت“ دی۔ چې احکام ېٔ مخکښې راځی۔
نمبر۲۔ کهٔ دَ چا پهٔ ذمه نمونځونه روژې، زکوٰة دَ قسم کفاره باقی وه۔ اؤ دَ هغهٔ سره مال وهٔ۔ نو هغهٔ ته دَ مرګ پهٔ وخت کښې وصيت کؤل ضروری دی۔ چې دا کارونه دَ هغهٔ دَ مال نه پوره کړې شی، هم دغه شان کهٔ د چا پهٔ ذمه قرضه وه۔ يا ورسره دَ چا امانت وهٔ دَ هغې دپاره وصيت کؤل واجب دی۔ کهٔ ونه کړی نو ګناهګار به وی اؤ کهٔ دَ چا داسې غريب رشته دار وی چې پهٔ ميراث کښې دَ هغهٔ حصه نهٔ رسی۔ اؤ دَ دهٔ نه مال پاتې کيږی۔ نو پهٔ خپل مال کښې دَ هغهٔ دپاره دَ څهٔ برخې وصيت کؤل مستحب دی۔ اؤ دَ بل چا دپاره دَ کؤلو اختيار دے۔
نمبر۳۔ دَ مرګ نه پس دَ مړی پهٔ مال کښې وړومبے خو دَ هغهٔ ګور کفن کؤل ضروری دی۔ بيا چې څهٔ پاتې شی۔ دَ هغهٔ قرضه ادا کؤل دی۔ کهٔ دَ مړی ټول مال پهٔ قرضه ادا کؤلو کښې خرڅ کيږی۔ هم دَ قرضې وصيت پوره کؤل ضروری دی۔ وارثانو ته به هېڅ نهٔ شی ورکېدے، بلکې کهٔ وصيت ېٔ نهٔ وی کړے، هم به قرضه اول ادا کؤلے شی۔ دَ قرض نه علاوه پهٔ نورو څيزونو کښې دَ وصيت اختيار ترې دریٔمې برخې پورې دے۔ يعنی څومره مال چې ېٔ پریٔښې وی ، دَ هغې پهٔ دریٔمه برخه کښې کهٔ وصيت پوره کيږی، نو پوره کولے به شی۔ کهٔ نه پوره کيږی نو پاتې به وی۔ مثلاً دَ ګور کفن اؤ قرضې ادا کؤلو نه پس درے سوه روپۍ پاتې شوې۔ اؤ پهٔ سل روپۍ کښې دَ هغهٔ نور ټول وصيتونه پوره کېدے شی۔ نو پوره کؤلی به شی۔ دَ دریٔمې برخې نه زيات مال پهٔ وصيت کښې لګؤل پهٔ وارثانو واجب نه دی۔ پهٔ دریٔمه برخه کښې چې څومره وصيت پوره کېدے شی۔ هغه به پوره کوی باقی به پرېږدی۔ اؤ کهٔ ټول وارثان پهٔ خپله خوښه باندې وائی چې مونږ به حصه نهٔ اخلو۔ دَ مړی وصيت ټول پوره کړیٔ۔ نو دَ دریٔمې برخې نه زيات هم پهٔ وصيت کښې لګؤلی شی۔ لېکن دَ نابالغو دَ اجازت بالکل اعتبار نشته۔ پهٔ وارثانو کښې چې کوم نابالغهٔ وی۔ کهٔ هغوی اجازت ورکوی هم دَ هغوی حصه خرڅ کؤل جائز نهٔ دی۔ دَ هغوی حصه به باقی پرېښودې شی۔
نمبر۴۔ چا ته چې پهٔ ميراث کښې شرعًا حصه مقرر ده۔ لکهٔ مور، پلار، ښځه، ځامن وغېره۔ دَ هغوی پهٔ حق کښې وصيت کؤل جائز نه دی۔ بل څوک غير وی دَ هغهٔ پهٔ حق کښې وصيت جائز دی۔ لېکن دَ دریٔمې برخې مال نه زيات کښې وصيت جائز نهٔ دے۔ کهٔ چا دَ وارث پهٔ حق کښې وصيت کړے وهٔ۔ چې زما نه پس دې فلانې شے فلانی ته ورکړې شی۔ يا دومره مال هغهٔ ته ورکړې شی۔ پهٔ دې وصيت باندې دَ هغهٔ هېڅ حق نه ثابتيږی۔ هغهٔ ته به هېڅ نهٔ شی ورکؤلی۔ البته کهٔ نور وارثان ورباندې راضی وی۔نو بيا کهٔ ورکوی جائز دی۔ دغه شان کهٔ دَ چا دپاره ېٔ دَ دریٔمې برخې نه زيات وصيت کړے وهٔ نو دَ دریٔمې نه پهٔ زيات کښې دَ هغهٔ څهٔ حق نشته۔ البته کهٔ وارثان ورباندې راضی وی نو زيات هم ورکؤلے شی۔ لېکن دَ نابالغو دَ اجازت څهٔ اعتبار نشته۔ دَ هغوی دَ حصې نه به دا زياتی نهٔ شی ورکؤلے۔ صرف دَ بالغ وارثانو دَ حصې نه به ورکؤلے شی ۔هر ځائې کښې دَ دې خبرې خيال ساتل ضروری دی۔
نمبر۵۔ اګرچې پهٔ دریٔمه برخه کښې دَ وصيت کؤلو اجازت دے ليکن ښهٔ دا ده ، چې وصيت دې دریٔمې حصې نه پهٔ کمه کښې وکړی۔ بلکې کهٔ ډېر زيات مالدار نهٔ وی، نو هډو وصيت دې نه کوی۔ وارثانو ته دې مال پرېږدی۔ چې دَ هغوی زندګی فراخه شی۔ ځکه چې وارثانو ته فراغت اؤ آرام رسؤلو باندې هم ثواب ورکېدے شی۔ البته ضروری وصيت لکهٔ دَ نمانځهٔ ، روژې، فديه يا دَ زکوٰة بقايا، يا دَ چا قرضه چې ورباندې وی۔ دَ هغې باره کښې وصيت کؤل ضروری دی۔کهٔ نهٔ وی ګنهګار به شی۔
نمبر۶۔ کهٔ چا ووئیل چې زما نه پس زما دَ مال نه زر روپۍ خيرات کړیٔ۔ نو کتې به شی، چې دَ ګور کفن خرڅ اؤ قرض ادا کؤلو نه پس څومره رقم پاتې کيږی۔ کهٔ دَ درے زرو نه زيات وی۔ خو زر روپۍ به خيرات کؤلی شی اؤ کهٔ کم وی، نو صرف دریٔمه برخه به خيرات کيږی۔ البته کهٔ ټول وارثان پهٔ خپله رضا اجازت ورکوی۔ نو پوره زر روپۍ به خيرات کؤلی شی۔
نمبر۷۔ کهٔ دَ چا څوک وارث نهٔ وی، نو هغه دَ ټول مال وصيت هم کؤلے شی اؤ کهٔ دَ چا صرف خاوند وارث وی۔ نو هغه دَ نيم مال وصيت کؤلے شی۔
نمبر۸۔ دَ نابالغ وصيت کؤل جائز دی۔
نمبر۹۔ کهٔ چا وصيت وکړو چې:
(۱) زما جنازه دې فلانے سړے وکړی۔
(۲) پهٔ فلانی ښار کښې يا فلانی قبرستان کښې يا دَ فلانی قبر خوا کښې مې دفن کړی۔
(۳) دَ فلانیٔ کپړې کفن وکړیٔ۔
(۴) قبر مې پوخ کړیٔ۔
(۵) پهٔ قبر مې ګنبد جوړ کړیٔ۔
(۶) په قبر مې حافظ کښېنویٔ چې دَ تلاوت ثواب راته بخښی۔
دَ دې وصيتونو پوره کؤل ضروری نهٔ دی۔ بلکې آخری درے وصيتونه بالکل ناجائز دی پورهٔ کؤونکی به ېٔ ګناهګار وی۔
نمبر۱۰۔ کهٔ دَ وصيت کؤلو نه پس څوک دَ خپل وصيت نه واپس شی يعنی ووائی چې دا ما ته اوس منظور نه دی۔ دَ دې څهٔ اعتبار نشته نو هغه وصيت باطل دے اوس به پرې عمل نه کيږی۔
نمبر۱۱۔ څنګه چې دَ دریٔمې برخې مال نه زيات وصيت کؤل جائز نه دی۔ دغه شان دَ ناجوړتيا پهٔ حالت کښې دَ خپل مال دَ دریٔمے برخې نه زيات خرڅ کؤل سوا دَ ضرورت خوراک څښاک اؤ دارو درملو نه هم جائز نهٔ دی۔ کهٔ دریٔمې برخې نه زيات مال ېٔ چا ته ورکؤلو۔ نو دَ وارثانو دَ اجازت نه بغير ېٔ ورکؤل جائز نه دی۔ دَ دریٔمې برخې نه چې ېٔ څومره زيات ورکړے وی۔ وارثانو ته دَ هغې دَ واپس کؤلو اختيار دے۔ اؤ نابالغ وارث کهٔ اجازت ورکړی هم دَ هغې څهٔ اعتبار نشته۔ اؤ وارث ته پهٔ دریٔمه برخه کښې هم بغير دَ نورو وارثانو دَ اجازت نه ورکؤل جائز نه دی۔ دا حکم هله دے چې پهٔ خپل ژوند کښې ېٔ ورکړی وی۔ اؤ هغهٔ پرې قبضه کړی وی۔ کهٔ قبضه ېٔ پرې نهٔ وی کړے نو دَ مرګ نه پس ېٔ ورکول باطل دی۔ هغهٔ ته به هېڅ نهٔ شی ورکؤلے۔ هغه ټول دَ وارثانو حق دے اؤ دَ بيماریٔ پهٔ حالت کښې دَ الله پهٔ نامه ورکؤلو يا ښو کارونو کښې دَ لګؤلو هم دغه حکم دے غرض دا چې دَ دریٔمې برخې نه زيات به پهٔ هېڅ حالت کښې نهٔ خرڅ کوی۔
نمبر۱۲۔ دَ بيمار دَ بيمار پرسیٔ دپاره کهٔ څوک راغلل اؤ څو ورځې ايسار وؤ، نو کهٔ مريض دَ خدمت دپاره دَ هغوی ضرورت وهٔ۔ خو خير دے کهٔ څهٔ خاص ضرورت نهٔ وهٔ۔ نو دَ هغوی پهٔ مېلمستيا باندې هم دَ درئمے برخې نه زيات مال نهٔ شی خرڅ کؤلی اؤ کهٔ ضرورت وی خو هغه کسان دَ مال وارثان وی، نو پهٔ هغوی دَ دریٔمے نه کم هم نهٔ شی خرڅ کؤلے۔ يعنی هغوی ته دَ هغهٔ مال نه خوړل څښل هم جائز نهٔ دی۔ البته کهٔ ټول وارثان پهٔ خپله خوښه اجازت ورکوی نو خير دے۔
نمبر۱۳۔ دَ داسې ناجوړتيا پهٔ وخت کښې چې هم دَ هغې نه سړے مړ شی، قرضه معاف کؤل جائز نهٔ دی کهٔ پهٔ چا وارث ېٔ قرضه وی، هغه به معاف شی، اؤ کهٔ چا غير ته ېٔ معاف کړی وی نو دَ دریٔمې حصې دَ مال نه چې څومره زياته وی۔هغه نه معاف کيږی۔ اکثر دستور دے چې ښځه دَ مرګ پهٔ وخت کښې خپل مهر معاف کوی۔ دا معاف کؤل هم جائز نهٔ دی۔
نمبر۱۴۔ دَ حمل پهٔ حالت کښې چې درد شروع شی دَ هغې نه پس کهٔ ښځه مهر معاف کوی۔ يا چا ته څهٔ ورکوی۔ دَ هغې حکم هم هغسې دے ، چې دَ وارث پهٔ حق کښې هېڅ هم جائز نهٔ دی۔ اؤ دَ غير وارث په حق کښې دَ دریٔمې برخې نه زيات ورکؤل يا معاف کؤل جائز نهٔ دی۔ البته کهٔ پهٔ خير سره جوړه شوه نو هغه ورکؤل يا معاف کؤل ېٔ جائز دی۔
نمبر۱۵۔ دَ مرګ نه پس دَ هغهٔ دَ مال نه اول ګور کفن وکړیٔ۔ چې څهٔ پاتې شی۔ نو بيا ترېنه قرضه ادا کړیٔ۔ وصيت ېٔ کړے وی کهٔ نهٔ ېٔ وی کړی قرضه اول ده۔ دَ ښځې مهر هم پهٔ قرضه کښې شامل دے کهٔ قرضه پرې نهٔ وی يا دَ قرضې نه څهٔ بچ پاتې شی۔ نو کتل پکار دی۔ چې څهٔ وصيت ېٔ کړے دے کهٔ نه ، کهٔ کړے ېٔ وی نو پهٔ دریٔمه برخه کښې به هغهٔ پوره کولی شی۔ کهٔ نهٔ ېٔ وی کړے يا چې دَ وصيت نه څهٔ پاتې شی۔ هغه دَ ټولو وارثانو حق دی۔ په شرع کښې چې دَ چا څومره حصه وی، هغه ورکؤل پکار دی۔ دا دستور دے چې دَ چا لاس ته څهٔ شے راشی، هغه تښتوی دا غټه ګناه ده۔کهٔ دلته نهٔ وی۔ پهٔ قيامت کښې به ترې بدله اخستے شی۔ هلته به دَ مال پهٔ بدل کښې نيکیٔ ورکؤلی شی۔ جينکو ته هم خپله پوره پوره حصه ورکؤل ضروری دی۔ پهٔ شريعت کښې دَ هغوی حق دے۔
نمبر۱۶۔دَ مړی په مال کښې دَ خلقو مېلمستيا کؤل دَ راتلونکیو خاطر مدار کؤل۔ صدقه خيرات کؤل، خوراک څښاک ورکؤل هېڅ هم جائز نهٔ دی۔ دغه شان دَ مرګ نه پس تر دفن کؤلو پورې چې څهٔ غله وغېره دَ مړی دَ مال نه فقيرانو ته ورکؤلے شی، دا ورکؤل حرام دی۔ مړی ته ېٔ هېڅ ثواب نهٔ رسی۔ بلکې دا ثواب ګڼل هم ګناه ده۔ ځکه چې اوس دا ټول مال دَ وارثانو دے۔ پردې حق بربادؤل داسې دی ، لکه غلا کؤل، ټول مال پهٔ وارثانو تقسيمؤل پکار دی۔ هغوی ته اختيار دے۔ چې دَ خپلې خپلې حصې نه دَ شريعت مطابق څهٔ خرڅ وکړی۔ بلکې دَ وارثانو نه دَ داسې خرڅ کؤلو دپاره اجازت غوښتل هم ښهٔ نهٔ دی۔ ځکه چې داسې پهٔ ظاهره خو هغوی اجازت ورکوی۔ پهٔ اجازت نهٔ ورکؤلو کښې دَ بدنامیٔ نه ويريږی۔ خو زړهٔ ېٔ نهٔ وی۔ دَ داسې اجازت څهٔ اعتبار نشته۔
نمبر۱۷۔ څنګه چې دا دستور دی ۔ چې دَ مړی دَ استعمال جامې ټولې خيرات کؤلے شی۔ دا هم بغير دَ وارثانو دَ اجازت نه جائز نهٔ دی۔ اؤ کهٔ پهٔ وارثانو کښې څوک نابالغه وی۔بيا خو پهٔ اجازت ورکؤل هم جائز نهٔ دی۔ وړومبے دې مال تقسيم کړی۔ بيا دې بالغ وارثان دَ خپلې حصې نه چې څومره غواړی خرڅ وکړی۔ بغير دَ تقسيم نه چا ته څهٔ ورکؤل، يا نور خرڅ کؤل جائز نهٔ دی۔
دَ ويښتو احکام
نمبر۱۔ ټول سر کلؤل يا دَ ټول سر ويښتهٔ پرېښودل دَ غوږ تر نرمې پورې وږدهٔ يا دَ دې نه زيات وږدهٔ جائز دی۔ اؤ قينچی کؤل ېٔ هم جائز دی۔ لېکن شا ته قينچی کؤل اؤ مخې ته لوئے پرېښودل لکه چې نن صبا راج شوی دی جائز نهٔ دی۔ اؤ څهٔ حصه کلؤل اؤ څهٔ پرېښودل ېٔ هم جائز نهٔ دی۔
نمبر۲۔ کهٔ ويښتهٔ ېٔ ډېر لوئے پرئښی وی۔ نو دَ ښځو پهٔ شان کونڅیٔ کؤل ېٔ جائز نه دی۔
نمبر۳۔ ښځو ته سر کلؤل يا قينچی کؤل حرام دی۔ حديث کښې ورباندې لعنت راغلے دے۔
نمبر۴۔ بريت دَ شونډو سره هوار پرېکؤل سنت دی۔ اؤ کلؤلو کښې ېٔ اختلاف دے۔ ځنی، ورته بدعت وائی اؤ ځنی ېٔ جائز ګڼی احتياط پهٔ دې کښې دے چې نهٔ کليږی۔
نمبر۵۔ دَ بریتو څوکې وږدې پرېښودل خير دے۔هله چې دَ شونډو په برابریٔ کښې بريت دَ شونډو برابر پرېکړی شوی وی۔
نمبر۶۔ ږيره کلول اؤ قينچی کؤل حرام دی۔ البته دَ موټی نه وږدهٔ ويښتهٔ پرېکؤلے شی۔ دغه شان دَ هر طرف نه لږ لږ وتی را وتی ويښتهٔ پرېکؤل چې برابرهٔ شی خير دی۔
نمبر۷۔ دَ مخ طرف ته چې کوم ويښتهٔ راوړيدلی وی هغه لرې کؤل يعنی برابرؤل جائز دی۔ دغه شان کهٔ دَ وروځو ويښتهٔ ډېر وږدهٔ شوے وی۔ نو دَ هغې برابرؤل هم جائز دی۔
نمبر۸۔ دَ حلق ويښتهٔ لرې کؤل ښهٔ نهٔ دی۔ خو دَ امام ابو يوسفؒ نه روايت دی چې څهٔ حرج ېٔ نشته
نمبر۹۔ دَ لاندينیٔ شونډې دَ لاندې دَ ږيرې زونډې کلؤل بدعت دی۔ دغه شان دَ څټ ويښتهٔ جوړؤل هم فقهاؤ مکروه ګڼلی دی۔
نمبر۱۰۔ دَ ږيرې نه دَ ښایٔست دَ پاره سپين ويښتهٔ لرې کؤل جائز نهٔ دی۔ البته دَ غازيانو (فوجيانو) دپاره دُشمن باندې دَ هيبت غورزؤلو پهٔ غرض جائز دی۔
نمبر۱۱۔ دَ پوزې ويښتهٔ ويستل ښهٔ نه دی۔ پهٔ قينچی ېٔ پرېکول پکار دی۔
نمبر۱۲۔ دَ سينې اؤ شا ويښتهٔ کلؤل جائز دی۔ خو خلاف آدب اؤ غير اولیٰ دی۔
نمبر۱۳۔ دَ ترخونو ويښتهٔ ښه دا ده چې پهٔ نوسی وويستی شی۔ کلؤل ېٔ هم جائز دی۔
نمبر۱۴۔ دَ نامهٔ لاندې ويښتهٔ دَ سړیو دپاره کلؤل پکار دی۔ اؤ پهٔ دارو ېٔ لرې کلؤل هم جائز دی۔ دَ ښځو دَ پاره ښه دا ده چې پهٔ ګوتو يا پهٔ نوسی وويستی شی۔ اؤ پاکی ورباندې ونهٔ لګی۔
نمبر۱۵۔ د دې ځايونو نه علاوه پهٔ لاسونو ښپو يا په نور بدن باندې کهٔ دَ چا ويښتهٔ وي۔ دَ هغي پرېښودل ، اؤ لرې کؤل داړه جائز دی۔
نمبر۱۶۔ دَلاسونو ، ښپو نوکونه پرېکؤل سنت دی۔ البته دَ غازی دپاره پهٔ دارالحرب کښې نوکونه اؤ بريت دواړه نهٔ پرېکؤل مستحب دی۔
نمبر۱۷۔ دَ لاسونو نوکونه پهٔ داسې ترتيب پرېکؤل ښهٔ دی، چې دَ ښی لاس دَ شهادت دَ ګوتې نه شروع شی۔ تر کچے ګوتې پورې پرېکړې شی۔ بيا دَ ګس لاس دَ کچے ګوتې نه شروع شی، تر کټے ګوتې اؤ بيا دَ ښی لاس دَ کټے ګوتې نوک پرېکړې شی۔ دا ترتيب ښهٔ دے۔ دَ دې نه خلاف هم چې څنګه وشی جائز دی۔
نمبر۱۸۔ پرېکړې شوے ويښتهٔ اؤ نوکونه ښخؤل پکار دی۔ کهٔ ښخؤلی نهٔ شی۔ نو چرته پاک محفوظ ځائې کښې ېٔ غورزؤل پکار دی۔ پهٔ ناپاک اؤ ګنده ځائې کښې ېٔ غورزؤل ښهٔ کار نهٔ دے۔
نمبر۱۹۔ په داسې حالت کښې چې دَ غسل ضرورت وی نوکونه پرېکؤل ، سر کلؤل ، يا دَ نامهٔ لاندې ويښتهٔ لرې کؤل مکروه دی۔
نمبر۲۰۔ هره هفته دَ نامهٔ لاندې ويښتهٔ، اؤ دَ ترخونو ويښتهٔ لرې کؤل اؤ نوکونه پرېکؤل ، غسل کؤل اؤ ځان صفا ستره کؤل سنت دی۔ دَ دې دپاره دَ جمعې ورځ دَ ټولو نه بهتره ده، چې دَ جمعې دَ نمانځهٔ نه مخکښې دَ دې ضرورياتو نه ځان وزګار کړی۔ کهٔ هره هفته نهٔ وی، نو پهٔ پنځلسمه ورځ هم ښهٔ ده۔ زيات نه زيات تر څلويښتو ورځو اجازت دی۔ دَ دې نه زيات بې صفایئ تېرؤل ګناه ده۔
دَ شفعې بيان
نمبر۱۔ هر کله چې شفيع(دَ شفعه حقدار) ته دَ يو ځائې دَ خرڅېدو خبر ورسی کهٔ دَ خبر رسېدو سره ېٔ ونهٔ وې چې زهٔ به شفع کؤم۔ نو دَ هغې دَ شفعې حق باطل شو۔ دَ دې نه پس دَ شفعې دعویٰ نهٔ شی کؤلے ۔ تردې پورې چې کهٔ شفيع ته داسی خط ورسېدو۔ چې دَ هغې پهٔ اول کښې دا خبر ليکلے وهٔ۔ اؤ دهٔ دَ خط اول کښې دا خبر ليکلے وهٔ ۔چې فلانې کور خرڅ شو۔ اؤ دهٔ دَ خط تر خلاصېدو پورې ونهٔ وې ، چې زهٔ به شفعه کوم، نو دَ شفع حق ېٔ باطل شو۔
نمبر۲۔ کهٔ شفيع ووې چې دومره روپۍ راکړه۔ نو زهٔ به دَ شفعې دَ حق نه دست بردار شم۔ نو دا رشوت دے، ورکؤل اؤ اخستل ېٔ دواړه حرام دی۔
نمبر۳۔ کهٔ حاکم دَ شفيع فيصله لا نهٔ وه کړے۔ چې شفيع مړ شو۔ نو وارثانو ته ېٔ دَ شفعې حق نه رسی۔ شفعه خپله ختم شوه۔ اؤ کهٔ خريدار مړ شو۔ نو دَ شفعې حق هغسې باقی دے۔
نمبر۴۔ کهٔ دَ شفعې حقدار ته خبر رسېدلے وهٔ۔ چې مکان پهٔ دومره قيمت خرڅ شوے دے۔ اؤ هغهٔ شفعه ونهٔ کړه۔ بيا ورته معلومه شوه چې دَ دې نه پهٔ کمه خرڅ شوے دے۔ نو هغهٔ ته اوس هم دَ شفعې حق شته۔ دغه شان کهٔ خبر ورته رسېدلے وهٔ۔ چې مکان فلانی سړی اخستې دے اؤ دهٔ ووې چې زهٔ پرې شفعه نهٔ کؤم ۔ بيا خبر شو۔ چې هغه سړی نهٔ دے اخستې بل سړی اخستې دے۔ نو دَ شفعې حق ېٔ باقی دے۔ دغه شان کهٔ اورېدلے ېٔ وو۔ چې نيم مکان خرڅ شوے دے۔ بيا خبر شو۔ چې نه، پوره خرڅ شوے دے۔ پهٔ دې ټولو شکلونو کښې دَ هغهٔ دَ شفعې حق باطل نهٔ دے۔ اوس هم شفعه کؤلے شی۔
”مزارعت“ يعنی دَ پټی دَ کر برخه اؤ ”مساقات“ يعنی دَ باغ دَ مېوې برخه
نمبر۱۔ يو سړی چاته خالی زمکه ورکړه۔ چې تهٔ په دې کښې کر وکړه۔ چې څهٔ پيداوار وشو، پهٔ نيمه، درئمه، څلورمه يا هر څهٔ نسبت چې وی، پهٔ دې به پيداوار خپلو کښې تقسيمؤو۔ دې ته مزارعت وئیلی شی، دا جائز دی۔
نمبر۲۔ يو سړی باغ لګؤلے وهٔ۔ بل چاته ېٔ ووې چې تهٔ دې ته اوبهٔ ورکوه۔ اؤ نوره ساتنه ېٔ کوه۔ چې څهٔ مېوه ېٔ وشی۔ دَ هغې نيمه،دریٔمه څلورمه يا پهٔ هر نسبت چې جوړ شو، زهٔ به تا ته درکؤم۔ دې ته”مساقات“ وئیلی شی۔ دا هم جائز دی۔
نمبر۳۔ دَ مزارعت اؤ مساقات دواړو دَ صحت دپاره دا شرطونه دی۔ (۱) چې زمکه دَ کروندې قابله وی۔(۲) مالک اؤ زميندار دواړه عاقل بالغ وی۔(۳) دَ کروندې موده معلومه وی۔(۴) دَ تخم فيصله کؤل چې دَ مالک به وی کهٔ دَ زميندار۔ (۵) اؤ څهٔ شے به وی ، غنم، وربشې، جوار يا بل څهٔ شے۔(۶) دَ زميندار حصه مقررؤل چې پهٔ پيداوار کښې به ېٔ څهٔ حصه وی۔ نيمه، دریٔمه، څلورمه، شپږمه، يا بل څهٔ۔ (۷) خالی زمکه زميندار ته حواله کؤل۔ (۸) دَ زمکې پهٔ پيداوار کښې دَ مالک اؤ زميندار دواړو شرکت۔ (۹) دا فيصله کؤل چې زمکه اؤ تخم به دَ يو کس وی۔ اؤ غويان اؤ محنت به دَ بل کس وی۔ يا صرف زمکه به دَ يو کس وی اؤ نور هر څهٔ به دَ بل کس وی۔
نمبر۴۔ کهٔ پهٔ دې شرطونو کښې يو هم کم وهٔ نو معامله به فاسده وی۔
نمبر۵۔ پهٔ فاسد مزارعت کښې پيداوار ټول دَ تخم دَ خاوند دی۔ اؤ بل سړے کهٔ دَ زمکې مالک وی نو هغهٔ ته به دَ دستور مطابق دَ زمکې اجاره ورکؤلے شی۔ اؤ کهٔ زميندار وی نو دَ دستور مطابق مزدوری به ورکؤلے شی۔ لېکن دا اجاره يا مزدوری به دَ هغې اندازې نه زياته نهٔ وی، کومه چې دوی پهٔ خپلو کښې فيصله کړے وه۔ مثلاً پهٔ نيمو فيصله وه۔ نو پهٔ اجاره يا مزدوریٔ کښې به دَ نيم پيداوار نه زيات نهٔ شی وکؤلے۔
نمبر۶۔ دَ شرائطو دَ فيصلې نه پس کهٔ يو سړی بيا دَ هغې شرائطو مطابق عمل نه کؤلو۔ نو پهٔ هغهٔ ېٔ پهٔ زور کؤلے شی۔ لېکن کهٔ انکار دَ تخم خاوند کړے وهٔ۔ نو پهٔ هغهٔ زور نشته۔
نمبر۷۔ کهٔ معاملې واله ؤ دواړو کښې يو کس مړ شی۔ نو معامله ېٔ باطله شوه۔
نمبر۸۔ کهٔ دَ مزارعت متعينه موده ختم شوه۔ اؤ فصل پوخ نهٔ وهٔ۔ نو زميندار ته به دَ هغې زياتی وخت دپاره څومره چې دَ فصل پهٔ پرېکېدو لګی، مالک کرايه ورکوی۔
نمبر۹۔ په بعضې ځايونو کښې دا دستور دے، چې دَ برخې پهٔ زمکه کښې غله وغېره خو دَ معاهدې مطابق تقسيموی، خو ټانټې يا نوره ګياه نهٔ تقسيموی۔
نمبر۱۰۔ دَ ځنو مالکانو دا عادت وی۔ چې دَ خپلې حصې نه علاوه دَ زميندار نه نور هم څهٔ غله دَ نوکرانو يا کسب ګرو دپاره اخلی۔ نو کهٔ مقرر شے اخلی۔ لکهٔ دوه منه يا څلور منه، نو دا جائز نهٔ ده۔ اؤ کهٔ داسې وی چې لکه پهٔ من کښې سير يا نيم سير وغېره نو خير دے۔
نمبر۱۱۔ بعض مالکان دَ وخته دا فيصله نهٔ کوی۔ چې څهٔ شے به کرلے شی۔ پهٔ دې کښې بيا زړهٔ بداوې پيدا کيږی۔ دا جائز نه ده۔ يا خو ورته صفا ښودل پکار دی۔ چې دا شے به کرلے شی۔ اؤ يا عام اختيار ورکؤل دی۔ چې هغهٔ هر څهٔ چې وکرل۔
نمبر۱۲۔ پهٔ ځنو ځايونو کښې دا رواج دے چې زميندار دَ تخم کرلو نه پس فصل نورو خلقو ته حواله کړی۔ چې اوبهٔ خور يا نور محنت ورکښې کوه۔ اؤ زهٔ به دَ خپلې حصې نه دومره برخه درکؤم۔ دا هم مزارعت دے۔ اؤ کهٔ کوم ځائې کښې مالک پهٔ دې بد نهٔ ګڼی۔ نو جائز دے۔ اؤ کهٔ هغه ېٔ نه خوښوی نو جائز نه دے۔
نمبر۱۳۔ پهٔ دغه شکل کښې هم چې زميندار ېٔ بل سړی ته حواله کوی۔ ځنی څيزونو کښې هغهٔ ته برخه وکوی۔ اؤ ځنی څيزونو پهٔ بدل کښې نقد څهٔ شے ورکوی۔ دا هم پهٔ ظاهره ناجائز دی۔ لېکن دَ هغې وړومبے پهٔ شان تاويل سره جائز کېدے شی۔
نمبر۱۴۔ پهٔ برخه يا اجاره کښې لس دولس کاله يا شل کاله پس دَ موروثی کېدو دعویٰ کؤل، څنګه چې نن صبا رواج دے، بالکل باطل، حرام اؤ سراسر ظلم دے، بغير دَ مالک دَ اجازت نه دَ هغې پيداوار اخستل حرام دی۔
نمبر۱۵۔ مساقات پهٔ ټولو خبرو کښې دَ مزارعت په شان دے۔
نمبر۱۶۔ کهٔ باغ کښې مېوه لګېدلے وی اؤ دَ ساتنې دپاره دَ چا پهٔ حواله شی نو کهٔ مېوه پهٔ داسې حالت کښې وی چې ساتنې سره غټيږی اؤ زياتيږی۔ نو جائز دی۔ اؤ کهٔ دَ هغې دَ غټېدو وخت ختم وهٔ نو مساقات جائز نهٔ دے۔ څنګه چې پهٔ مزارعت کښې فصل دَ پوره کېدو نه پس چاته پهٔ برخه ورکؤل جائز نهٔ دی۔
نمبر۱۷۔ په مساقات کښې دَ شرائطو نه پوره کېدو پهٔ وجه معامله فاسده شی۔ نو مېوه دَ ونو دَ مالک ده اؤ ساتونکی ته دَ دستور مطابق مزدوری وکؤلے شی۔
دَ اوبو احکام
نمبر۱۔ کهٔ دَ چا پهٔ ملکيّتی زمکه کښې کوهے ، چینه، حوض، يا نهر وهٔ۔ نو خلق دَ اوبو څښلو نه ، يا څاروو ته اوبهٔ ورکٔولو نه ، يا دَ غسل اودس کؤلو يا جامو وينځلو نه، يا دَ کور دَ بوټو دپاره لس اتهٔ منګی ډکؤلو نه منع کؤل جائز نهٔ دی، ځکه چې پهٔ اوبو کښې دَ هر چا حق دے، اؤ کهٔ پهٔ خپله زمکه کښې دَ راتلو نه ېٔ منع کوی، نو کتې به شی، چې دا سړے دَ بل ځائې نه پهٔ اسانیٔ سره خپل کار چلولے شی کهٔ نه، کهٔ کار ېٔ دَ بل ځائې نه پهٔ اسانیٔ سره پوره کېدو خو خير دی۔ اؤ کهٔ نهٔ پوره کېدو نو دې سړی ته به وئیلی شی، چې يا خو هغهٔ ته دَ راتلو اجازت وکړی، اؤ يا دې پهٔ خپله اوبهٔ ډکوی، هغهٔ ته دې ېٔ بهر حواله کوی۔ البته پټی يا باغ ته اوبهٔ وکؤل بغير دَ مالک دَ اجازت نه جائز نهٔ دی۔ دغه حکم دَ خپله ټوکېدونکیو وښو ، اؤ دَ نورو خپله ټوکېدونکیو بوټو هم دے۔ چې دَ هېچا نه ېٔ منع کؤلے نهٔ شی۔ البته تنه دارې ونې دَ زمکې دَ خاوند ملکيّت وی۔
نمبر۲۔ کهٔ يو سړے دَ بل چا دَ کوهی يا نهر نه خپل پټی اوبهٔ کؤل غواړی، اؤ هغهٔ ترېنه دَ دې څهٔ قيمت اخلی، نو جائز دی، کهٔ نهٔ؟ پهٔ دې کښې اختلاف دے، دَ بلخ عالمانو دَ جواز فتویٰ وکړے ده۔
نمبر۳۔ کومی اوبهٔ چې په لوښی يا مشک کښې ډکې شوی وی پهٔ هغې کښې دَ بل چا هېڅ حق نشته۔ البته کهٔ څوک دَ تندې نه بیتابه وی، اؤ دَ بل سړی سره اوبهٔ دَ خپل ضرورت نه زياتې وی۔ اؤ پهٔ قيمت ېٔ نهٔ ورکوی۔ نو هغهٔ ته ترېنه پهٔ زور اخستل هم جائز دی۔
دَ نشه دارو څيزونو احکام
نمبر۱۔ کوم بهیدونکی څيزونه چې نشه پيدا کوی، لکهٔ شراب ، تاړی يا نور داسې څيزونه چې پهٔ زياتو څښلو سره ېٔ نشه کيږی۔ دَ هغې يوه قطره هم حرامه ده۔ اګرچې هغه لږ مقدار نشه نه پيدا کوی۔ دغه شان پهٔ دارو کښې استعمال ېٔ هم منع دے، څښل وی، اؤ کهٔ دپاسه لګؤل ۔ خواه هغه نشه دار شے پهٔ خپل حال وی، کهٔ دَ څهٔ تصرّف پهٔ وجه ېٔ شکل بدل شوے وی، دَ دې نه دَ انګريزی دارو حکم هم معلومېدے شی پهٔ هغې کښې
اکثر دغه شان څيزونه ګډ وی۔
نمبر۲۔ کوم څيز چې نشه دار وی، خو بهېدونکے نهٔ وی۔ لکهٔ تمباکو، جائفل، افيم وغېره۔ دَ هغې حکم دا دے چې څومره اندازه دَ هغې نشه پيدا کوی يا ترېنه سخت نقصان رسی، هغه خو حرام دی اؤ کوم مقدار چې لږ وی نشه نهٔ راولی۔ اؤ نقصان نه رسوی ، هغه جائز دی اؤ کهٔ پولټس وغيره کښې ولګی۔ نو څهٔ باک ېٔ نشته۔
متفرّقات
نمبر۱۔ کوم ځائې کښې چې حرام څيزونه ډېر وی، هلته بې تپوسه خوراک ښهٔ نهٔ دے، البته کهٔ پهٔ تپوس معلومه شوه، چې دا شے حلال دے اؤ هغه خبر ورکؤنکے نيک سړے وی ۔ نو بې خطره ېٔ خوړل پکار دی اؤ کهٔ هغه سړے دينداره نهٔ وهٔ۔ يا تا ته ېٔ حال نهٔ وهٔ معلوم۔ چې دا ديندار دے، اؤ کهٔ نه، نو هلته فکر کؤل پکار دی۔ اؤ کهٔ زړهٔ ګواهی ورنهٔ کړه، نو عمل پرې نهٔ دې پکار ، دا خو تاسو ته معلومه ده، چې دَ باغ مېوه دَ مېوې څرګندېدو نه مخکښې يا فصل دَ پخېدو نه مخکښې خرڅؤل حرام دی ۔ نو پهٔ کوم کلی کښې چې دَ داسے سودا رواج عام وی، هلته به دا مسٔله چليږی۔ کهٔ دا خبر چا درکړو۔ چې دا باغ دَ مېوې څرګندېدو نه پس خرڅ شوے دے۔ نو خوراک ېٔ جائز دے۔ لېکن بې تپوسه داسی ځائې کښې دَ هغې باغ مېوه خوړل جائز نهٔ دی۔
نمبر۲۔ ناجوړتيا ته بد وئیل ښهٔ کار نهٔ دے۔
نمبر۳۔کهٔ يو کافر دَ تاسو سره مسلمانېدو دپاره راشی۔ اؤ دَ هغهٔ پهٔ مسلمانؤلو کښې دَ څهٔ جنګ جګړې خطره نهٔ وی۔ نو هغه مسلمانؤل پکار دی۔ اؤ طريقه ېٔ دا ده چې کلمه طيّبه
لَا اِلٰهَ اِلَّا اللهُ مُحَمَّدرَّسُولُ الله ورباندې ووائی ، چې هېڅوک دَ عبادت لائق نشته، سوا دَ يو الله نه ۔ اؤ مُحمَّدﷺ دَ الله تعالیٰ راستؤلے شوے رښتونې پيغمبرﷺ دے، اؤ ورباندې ووائی،چې ”زهٔ ټول پېغمبران رښتونی ګڼم، دَ الله ټول کتابونه اؤ فرشتې منم، دَ قيامت پهٔ ورځ اؤ تقدير باندې مې ايمان دے، زهٔ خپل دين پرېږدم، اؤ دَ مسلمانانو دين قبلؤم، زهٔ به پنځهٔ واړه وخته نمونځ کؤم، دَ رمضان شریف روژې به نيسم، دَ مال زکوٰة به ورکؤم، کهٔ ډېر مال الله راکړو نو حج به کؤم، اؤ دَ الله اؤ دَ الله دَ رسولﷺ هر حکم به منم، دَ کومو کارونو نه چې هغوی منع کړے ده، دَ هغې نه به ځان ساتم، يا الله،ما دغه شان پهٔ خپل ايمان مضبوط وساتې، اؤ دَ دين پهٔ کارونو کښې زما مدد وکړې“ بيا چې څومره کسان پهٔ هغه وخت کښې موجود وی، هغه ټول دې دا دعا وکړی، چې يا الله دَ دهٔ اسلام قبول کړې، اؤ مونږ ټول په اسلام قائم وساتې، اؤ خاتمه مو پهٔ خير کړې“۔
نمبر۴۔ دَ يو بل خبرې وړل راوړل بد کار دے۔
نمبر۵۔ پهٔ اخوا دېخوا خبرو اعتبار کؤل ښهٔ نهٔ دی۔
نمبر۶۔ دَ ځنو خلقو دا خيال وی چې ناپاکه جامه چې دَ وينځلو نه پس څو پورې وچه شوے نه وی نهٔ پاکيږی اؤ پهٔ هغې نمونځ جائز نهٔ ګڼی۔ دا خبره غلطه ده۔ دَ وينځلو نه پس جامه پاکه شوه۔ وچه شوے وی کهٔ نه۔ دغسې په لونده جامه نمونځ جائز دے۔ځنو خلقو نه پهٔ دغه وجه نمونځونه قضا شی دا بد کار دے۔
نمبر۷۔ دَ ځنو ښځو دا عقيده وی۔ چې دَ چا اتم وړوکے وشی۔ هغې ته يو څرخه خيرات کؤل پکار دی۔ کهٔ نهٔ وی دَ وړوکی ژوند پهٔ خطره کښې وی۔ دا غلطه عقيده ده۔ دَ دې نه توبه ویستل پکار دی۔
نمبر۸۔ ځنی خلق غټې دانې (چیچک) دَ پيريانو اثر ګڼی۔ اؤ پهٔ دې وجه ډېرې واهيات ټوټکې اؤ ټوڼې کوی۔ دا غلط خيال دے۔ توبه ترې ويستل پکار دی۔
نمبر۹۔ دَ کومې جامې نه چې دَ سر ويښتهٔ ، غاړهٔ، يا مټے ښکاری، پهٔ هغې کښې دَ ښځو نمونځ نهٔ کيږی۔
نمبر۱۰۔ کوم فقير چې محنت مزدوری کؤلے شی۔ هغهٔ ته دَ سوال کسب اختيارؤل جائز نهٔ دی۔
نمبر۱۱۔ دَ ګاډی پهٔ سفر کښې کهٔ اوبهٔ نهٔ شی موندے ، نو پهٔ تيمّم نمونځ کؤل جائز دی۔ نمونځ قضا کؤل ښهٔ نهٔ دی۔
نمبر۱۲۔ ځنې ښځې دَ غريبانو مزدورانو نه پرده نهٔ کوی۔ دا ډېره دَ ګناه ده۔
نمبر۱۳۔ پردے شے کهٔ دَ لږ قيمت وی هم بې اجازت استعمال ښهٔ نهٔ دے اؤ چې پهٔ اجازت باندې استعمال شی۔ نو هم بې ځايه پرېښودل نهٔ دی پکار خپل مالک ته ېٔ حواله کؤل ضروری دی۔
نمبر۱۴۔ په ګاډی کښې دَ سفر کؤلو دَ کرائے، محصول اؤ سامان وړلو طريقې مقرر شوی دی۔ مثلاً دا قاعده ده، چې دَ بسترې اؤ دَ خوراک دَ سامان نه سوا دَ دریٔمې درجې دپاره پنځويشت سيره سامان بې کرائے وړلو اجازت دے کهٔ دَ دې نه زيات وی۔ دَ هغې به زياتی کرايه ورکوی۔ اوس کهٔ يو سړی ځان سره دېرش سيره سامان بې کرائے يوړلو۔ نو اګر کهٔ دَ ګاډی واله ؤ هغه ونهٔ نيوؤ، لېکن دَ الله پهٔ نزد ګناهګار دے، بعضې خلق داسې کوی، چې سامان يو من وی، بابو ورته ووائی، چې مثلاً دوه روپۍ راکړه، زهٔ به ېٔ دېرش سيره وليکم، پهٔ دې کښې دوه ګناهونه دی۔ يو خو دا چې سامان ېٔ زيات يوړو، محصول ېٔ کم ورکړو، دویٔم دا چې رشوت ېٔ ورکړو، دغه شان دَ ريل قاعده ده، چې وړوکے دَ درے کالو نه کم وی، دَ هغهٔ کرايه نشته۔ چې دَ دې نه زيات وی نيمه کرايه ده۔ چې دَ دولسو کالو وی۔ پوره کرايه ده۔کهٔ دَ چا سره دَ درے کالو نه زيات وړوکے وی، ويړيا (بی کرائے) ورکؤلو ېٔ بوځی۔ يا دَ دولسو کالو نه زيات وی، کم عمر ېٔ وښیٔ نيمه کرايه ورکړی۔ دا ګناه ده۔ دَ قيامت پهٔ ورځ دَ روپو پيسو پهٔ ځائې به نيکی ورکوی۔ يا به دَ هغې خلقو ګناه دَ دوی په سر کښېښودې شی۔
نمبر۱۵۔ نن صبا چې پهٔ کالجونو کښې کوم تعليم ورکؤلے شی، پهٔ هغې کښې ډېرې خبرې داسې دی چې دَ مذهب نه خلاف دی، هغوی خو دَ خپل دين نه خبر نه وی، پهٔ دې وجه ټول عمر دَ ګناه کارونه کوی، دَ دې ټول وبال به ېٔ دَ مور پلار پهٔ سر وی۔ پهٔ دنيا کښې هم پهٔ آخرت کښې هم۔ پهٔ دې وجه ضروری ده چې څوک خپله جينۍ چاته ورکوی، نو څنګه چې ېٔ اصل وصل اؤ مال دولت ګوری۔ دغه شان ېٔ دَ دينداریٔ تحقيق هم پکار دے۔ کهٔ ديندار نهٔ وی۔نو هرګز ورسره رشته نهٔ ده پکار ۔ دَ بې دينه مالدار نه ديندار غريب پهٔ زر درجې ښهٔ دے۔ اؤ څوک چې ديندار نهٔ وی۔ دَ الله نه نهٔ ويريږی۔ هغه دَ ښځې حقونه هم نهٔ پوره کوی۔ بلکې کله کله خو ډېر تکليفونه ورکوی۔ نو چې خپل آرام ورکښې نهٔ وی۔ تش دولت څهٔ پکار دے۔
نمبر۱۶۔ دا چې مشهوره ده۔ چې دَ قطب ستوری ته مهٔ ښپې کوئ۔ دا غلطه ده۔ پهٔ شريعت کښې دَ قطب دَ ستوری هېڅ احترام نشته۔
نمبر۱۷۔ هم دغه شان دا خبره چې پهٔ کټ کښې نمونځ کؤلو باندې بنده نه بيزو (شادو) جوړيږی۔ دا هم غلطه ده۔ کهٔ کټ ښهٔ راښکلے وی۔ نو نمونځ ورکښې صحيح دے۔کهٔ پاک نهٔ وی۔ پاک زړوکے ورباندې اچؤل پکار دی۔ البته بې ضرورته پهٔ کټ کښې نمونځ ښهٔ نهٔ دی۔
نمبر۱۸۔ دا خبره هم غلطه ده چې دَ پخوانی خلقو نه ځنی خلق بيزوګان (شادوګان) شوی وو۔ اؤ دا بيزوګان دَ هغوی نسل دے ۔ دا صحيح ده چې پخوانی قومونو کښې ځنی خلق بيزوګان شوی وو۔ خو حديث شريف کښې راغلے دی۔ چې هغه بيزوګان ټول مړهٔ شوی دی۔ دَ هغوی نسل نشته۔ دا بيزوګان دَ هغوی نه وړومبے هم وو۔ داسې نهٔ ده، چې هغه راسی دَ بيزوګانو نسل شروع شوے دے۔
نمبر۱۹۔ کهٔ په قران شريف کښې چرته دَ چهاپ څهٔ غلطی ووينیٔ۔ نو پهٔ هغه وخت ېٔ تصحيح کویٔ۔ دَ يادو څهٔ اعتبار نشته۔ بيا به مو هير شی۔ اؤ همېشه به ېٔ غلط وايیٔ۔
نمبر۲۰۔ دا چې دستور دے ، چې دَ چا لاس نه قران شريف پرېوځی، دَ هغې دَ وزن برابر غله خيرات کوی۔ دا دَ شريعت څهٔ حکم نهٔ دے۔ وړاندينیو مشرانو شايد چې پهٔ دې مصلحت دا حکم ورکړے دے چې آئندہ دپاره به بيا ډېر احتياط کولے شی۔ پهٔ دې معنیٰ دا يو ښهٔ مصلحت دے۔ خو بې ضرورته قران شريف پهٔ تله کښې کښېښودل ښهٔ نهٔ دی۔ هسې چې ېٔ څومره همت کيږی غله دې خيرات کړی قران شريف دې نهٔ تلی۔
نمبر۲۱۔ ځنی ښځې چې پهٔ ډولۍ کښې چرته ځی، نو حال نهٔ وائی۔ اؤ دَ يو پهٔ ځائې دوه دوه کسه کښېنی، دا دهوکهٔ ده۔ اؤ حرام دی۔ البته کهٔ ډولۍ بردار ته ووائی۔ اؤ دَ هغوی پهٔ رضا دوه کسه بوځی نو خير دے۔ (پهٔ هندوستان کښې ښځې دَ يو کور نه بل کورته دَ ورځی پهٔ ډولو کښې ځی دَ کرائے ډولۍ دَ دې مقصد دپاره پهٔ هره محله کښې پرتې وی)۔
نمبر۲۲۔ پهٔ ځنو ځايونو کښې ښځې يو قسم صندوق ګرځوی۔ چې پهٔ هغې کښې قسم قسم نقشې وی۔ دَ صندوق پهٔ سر کښې دَ هغې دَ کتو دپاره يو آئینه لګېدلے وی، هغه خلقو ته پهٔ انه دوه پيسے ښیٔ۔ پهٔ دې نقشو کښې کهٔ دَ جاندارو تصويرونه هم وی۔ نو دا کتل ګناه ده۔ دغه شان ځنی هلکان نقشې اخلی اؤ دَ شپې ېٔ دَ لالټين يا بيټریٔ پهٔ رڼا کښې تماشه کوی پهٔ دې کښې هم کهٔ دَ جاندار تصوريرونه وی۔ نو دا تماشه ناجائزہ ده۔ اؤ کهٔ هسې نقشې وی نو خير دے۔ دغه شان بعضې خلق پهٔ کورونو کښې ګراموفون (ريکاډی باجے) غږوی دا هم ناجائز ده۔ پهٔ ځنی ريکاډونو کښې ېٔ دَ قران شريف اواز بند کړی وی۔ قران اوريدل ښهٔ کار دے خو پهٔ دې کښې دَ بندولو نه مطلب هسې لوبې اؤ تماشې دی۔ پهٔ دې وجه ښهٔ نهٔ دی۔ واړهٔ اؤ ښځې دَ داسې څيزونو نه منع کؤل پکار دی۔
نمبر۲۳۔ ځنو خلقو سره چې چرته کوټه روپۍ پيسې راشی، نو هغه پهٔ ټګیٔ بل چاته ورکوی، دا سخته ګناه ده۔ هغه پيسه يا روپۍ چې چا ورکړے وی،هغهٔ ته ېٔ ورکؤل پهٔ څرګنده وی کهٔ پهٔ چل ول خير دے۔ اؤ بل چا ته ېٔ ورکؤل جائز نه دی۔ البته کهٔ څرګندې ېٔ کړې اؤ پهٔ خپله خوښه ېٔ څوک اخلی، نو خير دے۔
نمبر۲۴۔ کومه مسٔله چې درته ښه ياده نهٔ وی۔ بل چاته ېٔ مهٔ ښيه۔
نمبر۲۵۔ کله کله يو سړے پروت وی خو وودهٔ نهٔ وی۔ دوه کسه هغه وودهٔ ګڼی اؤ داسې خبرې شروع کړی، چې کهٔ دې ويښ وی، نو نهٔ به ېٔ کؤلے۔ داسې وخت کښې دهٔ ته پکار دی۔ چې ټوخے يا څهٔ حرکت وکړی۔ چې هغوی خبر شی۔ چې دې وودهٔ نهٔ دے۔ داسې خبرې پهٔ غلا اورېدل ګناه ده۔
نمبر۲۶۔ ځنې ښځې داسې نذر منی کهٔ زما کار پوره شو۔ نو زهٔ به دَ جماعت سلام وکړم۔ يا به دَ جماعت تاخ ډک کړم۔ اؤ بيا دَ خپل نذر پوره کؤلو دپاره جماعت ته ځی دا ډېر بدکار دے دَ ښځو جماعت ته تلل ښهٔ کار نهٔ دے۔ ځوانه وی کهٔ بوډۍ ۔ ځکه چې پهٔ دې کښې بې پردګی راځی۔ دَ الله پاک سلام دا دے چې څهٔ نفل وکړی، پهٔ زړهٔ اؤ پهٔ ژبه دَ الله شکر وکړی۔ اؤ دا پهٔ کور کښې هم کېدے شی۔ اؤ دَ تاخ ډکؤلو مطلب دا دے چې دَ خپل طاقت سره غريبانانو ته خيرات ورکړی۔ اؤ دا هم پهٔ کور کښې کېدے شی۔
نمبر۲۷۔ نوټ پهٔ کمو يا زياتو پيسو باندې خرڅؤل يا اخستل ګناه ده۔ مثلاً دَ پنځو روپو نوټ پهٔ پاؤ کم پنځهٔ يا پاؤ باندې پنځهٔ خرڅؤل ګناه ده۔ پهٔ کم خرڅؤلو کښې اګرچې خرڅؤنکے مجبور وی۔ خو اخستونکی دپاره ډېر بدکار دے۔
نمبر۲۸۔ بې اجازته دَ چا خط کتل ګناه ده۔
نمبر۲۹۔ پهٔ ږمنځ کښې چې کوم ويښتهٔ ووځی۔ هغه غورزؤل ښهٔ کار نهٔ دی۔ دَ دېوال پهٔ سوړو کښې منډل ېٔ هم بد کار دے۔ دَ ويښتو هم پړده پکار ده۔ داسې ويښتهٔ پهٔ زمکه کښې ښخؤل پکار دی۔ چې دَ نامحرم پهٔ نظر رانهٔ شی۔
نمبر۳۰۔ دَ طاعون يا بل وبائی مرض پهٔ وجه دَ يو کلی نه بل کلی ته پهٔ دې خيال تلل، چې دَ مرض نه به بچ شو، ښهٔ کار نه دے۔ څوک چې دَ خدائې پهٔ کړو صبر وکړی۔ اؤ هم هلته قایٔم پاتې شی۔ هغهٔ ته دَ شهادت درجه ملاويږی۔
نمبر۳۱۔ دَ ځنو خلقو عادت وی۔ چې دَ جماعت پهٔ لوټه کښې اوبهٔ واچوی پهٔ نمونځ ګذارو ېٔ دم کړی اؤ دَ مريض دپاره کورته يوسی۔ يا دَ ختم نه پس دَ برکت دپاره دَ جماعت په لوټه کښې اوبهٔ دم کړی کورته ېٔ يوسی۔ دا بدکار دے دَ جماعت لوټه پهٔ خپل کار کښې استعمالؤل جائز نه دی۔ دې دپاره دَ کور نه لوښے راوړل پکار دی۔
نمبر۳۲۔ دَ ځنو جاهلانو دا عقيده وی (۱) چې پهٔ يو لاس کښې اور اؤ بل لاس کښې اوبهٔ وړل سپيرهٔ دی۔(۲) ښځه خاوند دې پهٔ يو لوښی کښې پیٔ نه څښی ورور خور به شی۔ (۳) ښځه خاوند دواړو ته دَ يو پير مريد کېدل ښهٔ نهٔ دی۔ ورور خور به شی۔(۴) پير ته دَ خپلې مریدې سره نکاح جائز نهٔ ده۔ (۵) قينچی مهٔ ټنګویٔ، خپلو کښې به جنګ جوړ شی۔ (۶) دَ دوؤ کسو پهٔ مينځ کښې اور تېرویٔ دواړه به جنګ وکړی۔ (۷) پهٔ کور کښې ګوجی (گہونکچیاں) مهٔ ساتیٔ۔ پهٔ کور کښې بې اتفاقی پيدا کيږی۔ (۸) دوه کسه دې پهٔ يو ږمنځ سر نهٔ ږمنځ کوی کهٔ وېٔ کړو دواړه به جنګ وکړی۔(۹) دَ ورځې قصیٔ مهٔ وايیٔ دَ مسافرو نه لار خطا کيږی۔ دا ټولې خبرې واهيات اؤ فضول دی۔ دا عقيده ساتل ګناه ده۔
نمبر۳۳۔ چاته حرامی، دَ سپی بچے، دَ سور بچے يا بله داسې خبره کؤل چې مور پلار ته ورکښې کنځل وی، نهٔ دی کؤل پکار ، هغوی غريبانو څهٔ ګناه کړے ده۔ دَچا چې غلطی وی، هغهٔ ته هم دَ اندازې نه زياته وينا پکار نهٔ ده۔
نمبر۳۴۔ نسوار، تمباکو، يا چلم څښل بې ضرورته ښهٔ کار نهٔ دے اؤ کهٔ څهٔ ضرورت وی نو خير دے ۔ خو دَ نمانځهٔ پهٔ وخت کښې خلهٔ ښهٔ صفا کؤل پکار دی۔ پهٔ مسواک وی کهٔ پهٔ دڼيا چیچلو يا الائچی چیچلو وی، چې دَ خلې نه دَ تمباکو بدبوئی ورکهٔ شی۔ دَ بدبويیٔ نه فرښتو ته تکيف رسی۔
نمبر۳۵۔ افيم کهٔ دَ علاج دپاره پهٔ دارو کښې دومره اندازه باندې وی چې نشه نهٔ کوی۔ نو خير دے اؤ کهٔ نشه کوی نو جائز نهٔ دی۔ ځنې ښځي وړو ماشومانو ته افيم ورکوی۔ چې وودهٔ پروت وی او ژاړی نه دا ډېر بد کار دے۔
نمبر۳۶۔ ځنې ښځې چې دَ قران شريف تلاوت کوی ، کهٔ دَ خاوند نوم ېٔ ورکښې راشی۔ نو هغه پرېږدی ، يا ېٔ غلے غوندې ووائی۔ دا وهيات کار دے پهٔ قران شريف کښې څهٔ شرم دے۔
نمبر۳۷۔ ځوانې جينۍ ته دَ ځوان سړی سره قران شريف يا بل کتاب وئیل جائز نه دی۔
نمبر۳۸۔ دَ ليکلی شوی کاغذ احترام پکار دے۔ ردی کاغذ چې دَ بازار نه ورکښې سودا راشی، يا نور داسې کاغذونه چې بې ضرورته وی۔ بې ځايه غورزؤل ښهٔ نهٔ دی۔ چرته ېٔ پهٔ حفاظت کښېښودل پکار دی۔ هغه هم وچتؤل ، اؤ په محفوظ ځائې کښې کښېښودل ضروری دی۔ يا ېٔ سوزؤل پکار دی۔
نمبر۳۹۔ دسترخوان کښې کهٔ دَ روټۍ خڅوزی پاتې شوی وی۔ هغه هم بې ځايه غورزؤل ښهٔ نهٔ دی۔ داسې ځائې کښې ېٔ سنډل پکار دی۔ چې دَ ښپو لاندې نه راځی۔
نمبر۴۰۔ کهٔ څوک خط ليکی، نو دَ هغهٔ خوا کښې کښېناستل ښهٔ کار نهٔ دے۔ اؤ هغه خط کتل ښهٔ کار نهٔ دے۔
نمبر۴۱۔ کهٔ دَ چا نيم بدن باندې دانې وی يا زخمونه وی۔ چې پهٔ لوندېدلو خرابيږی اؤ هغهٔ ته دَ غسل ضرورت وی، اؤ پهٔ لامبلو کښې ېٔ دَ اوبو نه بچ کؤلے نهٔ شی نو هغهٔ ته تيمّم کؤل جائز دی۔
نمبر۴۲۔ پهٔ جاهلانو کښې مشهوره ده۔ چې تسبيح يو طرف ته اړؤل سم دی اؤ بل طرف ته اپوټه۔ دا غلطه ده اصل مطلب دَ شمېر نه دے دانې هر طرف ته چې اړؤلے شوی وی خير دے۔
نمبر۴۳۔ درود شريف بې اودسه وئیل جائز دی۔
نمبر۴۴۔ دَ هلکانو پوزه يا غوږونه سوری کؤل منع دی۔
نمبر۴۵۔ په وړوکی ناکاره نوم کښېښودل منع دی۔ ښهٔ نوم کښېښودل پکار دی لکه عبدالله، عبدالرحمٰن، عبدالرحيم، عبدالقدوس، عبدالباری، عبدالفتاح يا بل داسې نوم۔
نمبر۴۶۔ پهٔ جاهلانو کښې مشهوره ده۔ چې دَ نمانځهٔ نه پس دَ مصلّې ګوټ راړؤل پکار دی۔ کهٔ نهٔ وی شيطان پرې نمونځ کوی۔ دا غلطه عقيده ده۔
نمبر۴۷۔ پهٔ جاهلانو کښې مشهوره ده چې ښځه کهٔ پهٔ زچه خانه کښې مړه شی نو شيشکه (پيريانیٔ بلا) ترېنه جوړيږی۔ دا غلطه ده ۔بلکې حديث کښې راځی۔ چې داسې ښځه چې ولادت کښې مړه شی، شهيده ده۔
نمبر۴۸۔ په جاهلانو کښې مشهوره ده چې ښځهٔ مړه شی ۔نو خاوند به ېٔ دَ جنازې دَ کټ ښپه هم نه نيسی۔ دا غلطه ده۔ بلکې خاوند ېٔ مخ وګوری هم خير دے۔
نمبر۴۹۔ کهٔ ښځه مړه شوه۔ اؤ پهٔ ګېډه کښې ېٔ بچے ژوندے وهٔ نو ګېډه ېٔ څيرل اؤ بچے ترېنه راوېستل پکار دی ۔ پهٔ يو ځائې کښې خلقو داسې جهالت کړے وهٔ۔ چې ښځه ېٔ لمبؤله نو دَ وړوکی دَ پيدا کېدو علامې ېٔ وليدې نو ژر ژر ېٔ هغې ته کفن واچؤلو اؤ دفن ېٔ کړه۔ چې قبر کښې ېٔ کښېښوده نو پهٔ کفن دَ وړوکی دَ پيدائش حرکت محسوس شو۔ دا ډېره دَ افسوس خبره ده۔ دَعلمِ دين نه دَ جهالت پهٔ وجه دَ خلقو نه دغه شان غلط کارونه کيږی۔
نمبر۵۰۔ پهٔ جاهلانو کښې دا مشهوره ده۔ چې کهٔ خاوند ېٔ نامرد وی نو دَ ښځې هډو نکاح نه صحيح کيږی۔ دَ هغهٔ نه پړده پکار ده۔ دا خبره بالکل غلطه ده۔
نمبر۵۱۔ فالونه وېستل نومونه راوېستل پهٔ کوزه وی کهٔ پهٔ چېتره يا پهٔ بله طريقه ډېر دَ ګناه کار دے۔
نمبر۵۲۔ پهٔ ښځو کښې دَ سلام اؤ لاس ورکؤلو (مصافحې) رواج نشته۔دا دواړه دَ ثواب کارونه دی دَ دې خورؤل ضروری دی۔
نمبر۵۳۔ چرته چې مېلمانهٔ وی۔ دَ هغهٔ دَ کور دَ څيز نه فقير ته بې اجازته خيرات مهٔ ورکویٔ۔
نمبر۵۴۔ ځنو کورونو کښې دا رواج دے چې په کومه ورځ دَ کور نه دَ کرلو دپاره دانې ووځی۔ په هغهٔ ورځ کور کښې دانې نهٔ ورتوی۔ دا غلط خيال دے۔ پرېښودل ېٔ ضروری دی۔
پنځم باب
ختم شهٔ