زۂ۔ بيا بيا تندے پهٔ دغه زمکه کيدم
چې محروم ترې چرته نهٔ شمه ويريږم
دَدې لوئے کور لهٔ مالک مې ډېر اميد دے
لهٔ اعمالو خپلو زۂ۔ نااميد کيږم
هر ويښته کهٔ مې شي ژبې پهٔ سلګو نو
اؤ پهٔ ټولو کهٔ پهٔ شکر ګويا کيږم
دومره ژبې ئې۔ راکړي دَدې شکر
ادا څنګه کړم پهٔ دغه نه پوهيږم
ماخپل رب پيژني څومره يم کمزورے
نفس مې هم دے زورور ځکه بوږنيږم
خدايه ماسره پهٔ فضل مدد وکړي
ګني زۂ۔ مقابله کښې پاتې کيږم
مال اؤ جاه اؤ لذتونو کښې ښهٔ بوخت يم
کهٔ مدد دَ هغهٔ نهٔ وي نو غورزيږم
دَ دې لوئے کور وسيلهٔ نيسم شبيره
ګني زۂ خو پهٔ عمل خپل رسوا کيږم